• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تاجکستان له افغانستان سره پر پوله د نویو خنډونو د جوړولو چارې پیل کړې

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۰۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۱۲ GMT+۱

تاجکستان له افغانستان سره پر پوله د ختلان ولایت په همداني سیمه کې د زاړه اغزن تار پرځای د نویو خنډونو جوړولو چارې پیل کړې دي. دغه خنډونه په درواز او نورو سیمو کې هم پیل شوی.

د تاجکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، دغه سیمه د ناقانونه تېرېدو او د نشه‌يي توکو د قاچاق وړونکو د فعالیت له امله تر ټولو زیانمنو سیمو ګڼل کېږي.

د تاجکستاني چارواکو په وینا، نوي خنډونه د شوروي دورې د زړو اغزنو تارونو ځای نیسي. ورته کارونه د پولې په نورو برخو کې هم روان دي.

دغه اغزن تار د نورک ښار په یوه ځانګړي فابریکه کې تولیدېږي. د ښاروال ابراهیم میرزوزاده په وینا، دا په تاجکستان کې یوازینۍ فابریکه ده چې د خپلواکۍ له ترلاسه کېدو راهیسې د دولتي پولې د پیاوړتیا لپاره تولید کوي.

په هغو سیمو کې چې وضعیت یې ډېر ترینګلی دی، لکه درواز، پخوا پوله یوازې د پنج سیند پر غاړه پرته وه او نور فزیکي خنډونه نه وو. اوس په دغو سیمو کې هم د اغزن تار د لګولو کارونه پیل شوي دي.

د نورک د فابریکې استازي وايي چې د تقاضا د زیاتېدو له امله د تولید کچه لوړه شوې ده. په دې فابریکه کې شاوخوا ۱۷۰ کسان کار کوي او د چارواکو په وینا، تولید شوي توکي د شوروي دورې له وسایلو سره ډېر توپیر لري او د امنیت له پلوه ډېر لوړ معیار لري.

د تاجکستان او افغانستان د پولې اوږدوالی شاوخوا ۱۴۰۰ کیلومتره دی. د ازادۍ د راپور له مخې، د پولې لویې برخې تر اوسه د انجینري خنډونو له پلوه نه دي بشپړې شوې.

تاجکستان په دې وورستیو کې څوځله د افغانستان له خاورې د بریدونو خبر ور کړی او په دې اړه یې له طالبانو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

هند له افغانستان سره د نري رنځ ضد۱۳ ټنه واکسینونو مرسته کړې

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۴۷ GMT+۱

هند د افغانستان د ماشومانو د معافیت پروګرام د پیاوړتیا په موخه ۱۳ ټنه د نري رنځ (توبرکلوز) ضد BCG واکسینونه او اړوند وچ توکي د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ته سپارلي دي.

د طالبانو د عامې روغتیاوزارت د مسوولینو په وینا، دا مرسته د ماشومانو د واکسیني پروګرام د پراختیا او د نري رنځ د مخنیوي لپاره شوې ده.

یاد واکسینونه او طبي توکي د نړیوال روغتیايي سازمان او د ماشومانو د ملاتړ ادارې په همغږۍ د افغانستان د روغتیایي سیستم د ملاتړ لپاره برابر شوي دي.

اړونده چارواکي وایي چې دا ډول مرستې د ماشومانو د روغتیا د ښه والي او د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره مهم رول لري، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د نري رنځ د خپرېدو خطر زیات وي.

۱۸۰ افغانې کورنۍ د جرمني د ژمنلیکونو لغوه کېدو پرضد د برلین په محکمو کې مبارزه کوي

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۴۵ GMT+۱

۱۸۰ افغانې کورنۍ د جرمني د فدرالي حکومت له خوا د ورکړل شویو ژمنلیکونو د لغوه کېدو پر ضد حقوقي مبارزه کوي. د «کابل هوايي پل» سازمان په وینا، ۱۸ نورې قضیې د اساسي قانون محکمې ته د شکایتونو په توګه چمتو کېږي. دغه راز لا هم ۸۷۵ افغانان په پاکستان کې جرمني ته د تګ په تمه دي.

د «کابل هوايي پل» په نوم سازمان د معلوماتو له مخې، ګڼ شمېر قضیې د اداري او لوړو اداري محکمو په کچه روانې دي او همدارنګه د اساسي قانون محکمې ته د شکایتونو چمتووالی هم شته.

په ورته وخت کې لا هم ډېر افغانان په پاکستان کې له بې برخلیکه حالت سره مخ دي.

یوازې لږ شمېر کسانو د جرمني د پیسو وړاندیز منلی دی.

د کابل لوفت بروکه یا کابل هوايي پل د ویاندې ایوا بایر په وینا، اوس مهال شاوخوا ۱۸۰ قضیې د برلین او انسباخ په اداري او لوړو اداري محکمو کې ثبت شوې دي. د هغې په وینا، ۱۸ نورې د اساسي قانون محکمې ته د شکایتونو په توګه چمتو کېږي. دغه سازمان د ټولو حقوقي هڅو همغږي کوي.

د هغې په وینا، یوه قضیه ډېری یوه کورنۍ رانغاړي چې په منځني ډول شاوخوا پنځه کسان لري. نو له همدې امله له دې حقوقي اقداماتو اغېزمن کسان د قضیو له شمېر څخه ډېر دي.

د کابل لوفت بروکه د معلوماتو له مخې، لا هم ۸۷۵ افغانان په پاکستان کې د جرمني د بېلابېلو منلو پروګرامونوته په تمه دي. سربېره پر دې، ۵۵ هغه کسان هم دي چې تېر اوړی له پاکستان نه افغانستان ته شړل شوي وو.

د ایوا بایر په وینا، اټکل کېږي چې لږ تر لږه ۹۰ سلنه کسانو د حقوقي دعوو بهیر پیل کړی او ښايي شمېر تر دې هم ډېر وي.

له بلې خوا، تر اوسه یوازې ۱۲۶ کسانو افغانستان ته د بېرته ستنېدو وړاندیز منلی دی.

د جرمني زرغون ګوند د کورنیو چارو ویاند ویلي چې په پاکستان کې د افغانانو پرېښودل د منلو وړ نه دي. د هغه په وینا، حکومت باید دا کسان بې برخلیکه پرې نه ږدي، په ځانګړي ډول مخکې له دې چې د اساسي قانون محکمه یوه بنسټیز پرېکړه وکړي.

په پاکستان کې میشت افغانان په دې وروستیو کې د پاکستاني پولیسو له ورځنیو عملیاتو او نیول کېدو سره مخ دي. ګڼ شمېر افغانان، چې خبریالان او د بشري حقونو فعالان هم پکې شامل دي، نیول شوي او افغانستان ته د بېرته استولو په موخه، کمپونو ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو ویاند د خپلې ډلې پر غړو نوي بندیزونه «ښکاره ظلم» وباله

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۴۳ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د دې ډلې پر چارواکو د بندیزونو تازه کول «غیر معقول او بې اغیزې» وبلل او ویې ویل چې بندیزونه «ښکاره ظلم» او د افغانانو د حقونو ضایع کول دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د دوشنبې په ورځ ، د وري پر ۲۵مه اعلان وکړ چې دوی د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لیست کې د څلورو طالب چارواکو په اړه معلومات تازه کړل.

په دغه نوملړ کې د طالبانو د رییس‌الوزرا محمد حسن اخوند، د هغه د مرستیال عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د کانونو وزیر هدایت‌الله بدري معلومات تازه شوي دي.
دغه کسان مخکې هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا تر بندیزونو لاندې وو، خو په نويو بدلونونو کې د هغوی د هویت او رسمي اسنادو اړوند معلومات اصلاح او زیات شوي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه بندیزونه د ۱۹۸۸ پرېکړه‌لیک له مخې لګولي دي، چې له مخې یې یاد کسان یوازې د امنیت شورا په رسمي اجازه غړو هېوادونو ته سفر کولای شي.

دغه بندیزونه پر هغو کسانو لګول کېږي، چې په تاوتریخوالي کې ښکېل وي، وسلې برابروي، جنګیالي جذبوي یا د افغانستان د سولې او ټیکاو پرضد د فعالیتونو ملاتړ کوي.

د کډوالو نړیوال بنسټ پر پاکستان غږ کړی چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر سملاسي ودروي

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۳۴ GMT+۱

د کډوالۍ نړیوال (ریفیوجيز انټرنشنل) بنسټ ویلي چې پاکستان د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر دې دمه له ۱۴۶ زرو ډېر افغانان په جبري توګه ایستلي دي. دغه بنسټ پر اسلام اباد غږ کړی، چې دغه بهیر سملاسي ودروي.

د بنسټ د اعلامیې له مخې، دا شمېر د ۲۰۲۵ کال له هغه شمېر سره یوځای کېږي چې له یو میلیون څخه زیات افغانان پکې جبري ستانه کړل شوي وو. یاد بنسټ خبرداری ورکړی چې دا اقدام د زرګونو خلکو ژوند له جدي خطر سره مخ کوي.

اعلامیه زیاتوي چې په افغانستان کې د اوسني وضعیت له امله، بېرته ستنول په ځانګړي ډول د ښځو، خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.

بنسټ ټینګار کړی چې پاکستان باید سملاسي دا بهیر ودروي او افغانانو ته د خوندیتوب قانوني لارې بېرته پرانیزي.

همداراز د بنسټ په اعلامیه کې ویل شوي چې نږدې دوه میلیونه افغانان په پاکستان کې د قانوني اسنادو له نشتوالي سره مخ دي او د ایستل کېدو خطر یې ګواښي

د کډوالو نړیوال بنسټ له پاکستان غوښتي چې ژر تر ژره د افغان کډوالو ایستل ودروي او د هغوی لپاره د پاتې کېدو قانوني لارې، لکه د اسنادو نوي کول، بېرته فعالې کړي.

په پولنډ کې تر ۱۰۰ ډېر افغان کډوال د جبري شړلو له ګواښ سره مخ دي

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۲۸ GMT+۱

په پولنډ کې شاوخوا ۱۲۰ تنه افغان پناه غوښتونکي د توقیف په مرکزونو کې ساتل کیږي او اټکل دی، چې افغانستان ته اخراج شي. پولنډي چارواکو تېره جمعه د ازبکستان له لارې ۹ تنه افغان پناه غوښتونکي کابل ته استولي دي.

په پولنډ کې افغان کډوال د جبري شړلو له ګواښ سره مخ دي او ویریږي، چې کابل ته په ستنېدو سره به یې ژوند له خطر سره مخ شي.

د بشري حقونو ډلې وايي چې دا اندېښنې وروسته له هغه ډېرې شوې، چې پولنډ تېر کال د پناه غوښتنې حق په جزوي ډول وځنډاوه.

د بشري حقونو سازمانونه خبرداری ورکوي چې دا اقدام، چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې معرفي شو، اوس د چارواکو له خوا زیات کارول کېږي. دا د پولنډ د تعدیل شوي قانون پر بنسټ دی چې د لنډمهاله محدودیتونو له مخې د بېلاروس له پولې سره د هغو کسانو د نړیوال خوندیتوب د غوښتنې حق محدودوي چې په غیرقانوني ډول د ناټو او اروپایي اتحادیې غړي هېواد ته داخل شوي وي.

یو ۲۰ کلن افغان چې اوس د پولنډ په ختیځ کې د کډوالو د توقیف په مرکز کې ساتل کېږي، وویل، چې د خوندي ځای موندلو لپاره یې ګڼې هڅې کړې دي. هغه ویلي چې طالبانو یې پلار وژلی او خپله یې هم نیولی او وهلی دی.

هغه له اسوشیېټډ پرېس سره د ټیلیفون له لارې خبرې وکړې او خپل نوم یې نه دی ښودلی، ځکه وېرېده چې که افغانستان ته وشړل شي، هلته به له خطر سره مخ شي.

هغه ویلي چې د کورنۍ پاتې غړي یې لا هم په افغانستان کې پټ دي او د پولنډ چارواکو ته یې دا ټول معلومات ورکړي، خو هغوی ېې په کیسه کې نه دي.

د پولنډ د کورنیو چارو وزارت د اسوشیېټډ پرېس د پوښتنو ځواب نه دی ورکړی چې د افغانانو د شړلو او د نوي قانون د پلي کېدو څرنګوالي په اړه وضاحت ورکړي.

دغه افغان د ګڼو نورو افغانانو په څېر له بېلاروس څخه د اروپایي اتحادیې غړي پولنډ ته داخل شوی و او بیا جرمني ته رسېدلی و، خو هلته ونیول شو او بېرته پولنډ ته ولېږدول شو، چې د اروپایي قوانینو له مخې یې د پناه غوښتنه وڅېړل شي.

هغه وایي، پولنډي چارواکو پرېکړه کړې چې دی به له بشپړې ارزونې پرته وشړي، ځکه لومړی د بېلاروس له لارې داخل شوی و.

پولنډ وايي چې د کډوالو د راتګ له زیاتوالي سره مخ دی او ادعا کوي چې روسیه او د هغې متحد بېلاروس دا کډوال د پولنډ او نورو لوېدیزو هېوادونو د بې‌ثباتۍ لپاره استوي.

د نوي قانون له مخې موقتي ځنډ، چې ټولټال ۶۰ ورځې دی، د بېلاروس په پوله کې د پناه غوښتنې حق محدودوي. حکومت دا موده څو ځله غځولې ده، چې په عملي ډول یې د پناه غوښتنې بهیر له یو کال څخه زیات ځنډولی دی.

د حقوقي کارپوهانو په ګډون د پولنډ د بشري حقونو د ملي کمېشنر دفتر او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره پر دې چارې نیوکه کوي.

هغوی وايي چې دا اقدام له نړیوالو قوانینو سره سمون نه لري، په ځانګړي ډول د جنیوا له کنوانسیونونو سره، چې هېوادونه مکلفوي د هر فرد د پناه غوښتنه جلا وارزوي.

د پولنډ لیبرال لومړي وزیر ډونالډ څک ویلي چې د بېلاروس د پولې امنیتي خطرونو د دې اقدام اړتیا پېښه کړې ده.

اروپایي اتحادیې دا دلیل په بشپړه توګه رد نه کړ، خو غړو هېوادونو ته یې دا مکلفیت هم یاد کړی چې باید لږ تر لږه د پناه غوښتونکو اساسي حقونه وساتي.

له دغه قانون وروسته، د بشري حقونو ډلې او کډوال وايي چې پولنډ دا محدودیتونه نه یوازې پر پولې پر نیول شویو کسانو پلي کوي، بلکې هغو کسانو ته یې هم غځولي چې د هېواد دننه نیول شوي او له همدې پولې داخل شوي وي.

ارشیف
100%
ارشیف

د پولنډ د بشري حقونو ملي کمېشنر مایکل اوفلېهرتي په یوه لیک کې چې د اپرېل پر لومړۍ نېټه خپور شوی، ویلي هغه اندېښمن دی چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه «په هر هغه حالت کې ځنډول کېږي چې د پولې ساتونکي دا پرېکړه وکړي چې شخص په غیرقانوني ډول له پولې اوښتی دی».

هغه زیاته کړې چې معلومات ښيي یو شمېر افغانان د پناه غوښتنې له فرصت ورکولو پرته، له پولنډه افغانستان ته شړل شوي دي.

دغه قانوني تشه حتا د اروپایي اتحادیې د سرحدي ادارې «فرونټکس» لپاره هم اندېښمنوونکې شوې ده.

د فرونټکس ویاند کرشټوف بوروسکي ویلي: «موږ باید ډاډ ترلاسه کړو هغه خلک چې بېرته لېږدول کېږي،د اروپایي اتحادیې د قوانینو له مخې یې باید د پناه غوښتنې بشپړ قانوني بهیر تېر کړی وي».

په دغه راپور کې یاد افغان کډوال له شاوخوا ۱۲۰هغو افغانانو څخه یو دی چې د پولنډ د توقیف په مرکزونو کې ساتل کېږي. هغه ویلي چې یو ملګری یې هم افغانستان ته شړل شوی او تر اوسه یې له کورنۍ سره اړیکه نه ده نیولې.

د اروپایي اتحادیې د پناه غوښتنې ادارې د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۶۵ سلنه افغانان چې په اروپا کې د پناه غوښتنه کوي، د خوندیتوب حق ترلاسه کوي او دا ښيي چې د دوی غوښتنې په ډېرو نورو هېوادونو کې منل کېږي.

له حقوقي بنسټ «د قانون د حاکمیت انسټیټیوټ» څخه توماش سینېوف ویلي چې هغه تېره جمعه د یوې الوتنې په بهیر کې حاضر و چې پولنډي چارواکو نهه افغانان د ازبکستان له لارې بېرته افغانستان ته لېږل.

هغه ویلي چې د اروپا د بشري حقونو محکمې له پولنډه غوښتي وو چې دا کسان دې نه شړي، خو چارواکو یوازې شپږ کسان پرېښودل.

سینېوف ویلي، ډېری هغه افغانان چې په پولنډ کې توقیف دي، له پخواني افغان حکومت سره یې کار کړی و.

د هغه په وینا، دا کسان او د هغوی کورنۍ باید ونه شړل شي او زیاته یې کړه چې «پولنډ د دوی د پناه غوښتنې دلیلونه په سمه توګه نه دي ارزولي».