په پاکستان کې د برېښنايي جرمونو د مخنيوي ملي ادارې د لومړني راپور له مخې، دغه خبريال له هغو نهو تورنو کسانو څخه دی چې پر اېکس د دولتي ادارو پر ضد جعلي او ناسم معلومات خپاره کړي دي.
د فخرالرحمان وکیل احد کوهکر وايي، چې څارنوالۍ د فخرالرحمان جرم روښانه کړی نهدی او په وینا یې، فخرالرحمان یوازې د یوه دیني عالم خبرې نقل کړې دي اوخپل شخصي نظر یې نهدی څرګند کړی.
شفیق حفیظي په بدخشان کې طالبانو د کانونو له ریاست څخه ګوښه شوی رییس
له درواز څخه د جمعه خان فتح تعبید کول یو له تر ټولو مهمو پېښو څخه د بدخشان د درواز ولسوالۍ له بانفوذه طالب څېرو څخه د جمعهخان فاتح ګوښه کول او تبعید دی. نوموړی د نُسي ولسوالۍ له دندې لرې کړای شو او د زابل د والي د مرستیال په توګه وګومارل شو.
له بدخشان څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې جمعهخان فاتح له دې بدلون څخه ناخوښه و او شاوخوا یوه میاشت یې زابل ته له تلو ډډه کړې وه.
خو د کارپوهانو په باور دغه استخراجونه د شفافیت د نشتوالي، د حسابورکونې د کمښت او د افغانستان د قوانینو او نړیوالو معیارونو د سرغړونې له امله غیرقانوني دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني هم مخکې ویلي وو، هغه تړونونه چې طالبان یې «په پټه» د کانونو پر سر کوي، نړیوال مشروعیت نه لري او دا هم روښانه نه ده چې دغه کانونه د څومره مودې لپاره سپارل کېږي او عواید یې چېرته لګول کېږي.
ایا د سرو زرو جګړه به پراخه شي؟
شنونکي وايي هغه څه چې په بدخشان کې روان دي، یوازې اداري سیالي نه ده، بلکې د طالبانو په منځ کې د شتمنۍ، واک او د سرو زرو د کنټرول پر سر د سیالۍ انعکاس دی.
په داسې حال کې چې د طالبانو مشرتابه په کندهار کې هڅه کوي ستراتیژیکې عایداتي سرچینې تر خپل مستقیم کنټرول لاندې راولي، د بدخشان ځینې سیمهییز قومندانان چې د جګړې په کلونو کې یې خپلواک نفوذ او ځواک پیدا کړی، دا بهیر د خپل موقف پر وړاندې ګواښ ګڼي.