د بېځایه شویو نړۍوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د جګړو، اقلیمي بدلونونو او اقتصادي بېثباتۍ له کبله په نړۍ کې ۱۰۰ مېلیونه خلک په زور له خپلو کورونو بېځایه شوې دي. په راپور کې راغلي، په اندېښمنونکي حالت کي یو خاموش اقتصادي انقلاب راڅرګندېږي چې مشري یې بېځایه شوې او کډوالې مېرمنې کوي.
یاد سازمان زیاته کړې، دغه ښځي پر پالیسيو او پرمختيايي پروګرامونو تکیه نهکوي او دې ته په تمه نه وي چې څوک یې «پياوړې کړي او لاسنیوی یې وکړي؛ بلکې دوی د کوچنیو کاروبارونو، دودیزو هنرونو او د ټولنیز مقاومت د پياوړتیا له لارو اقتصاد له بنسټه بیارغوي.
په دغه راپور کې د ۲۰۲۱کال د کابل تر سقوط وروسته په ایران، پاکستان، ترکیې او نورو هېوادونو کې د هغو افغان مېرمنو یادونه شوې، چې د لاسي صنعت په برخو کې کار کوي. دوی زیاته کړې: «هغه افغان ښځې وګورئ، چې د ۲۰۲۱کال له سیاسي بدلون وروسته اړې شوې، چې خپل هېواد پرېږدي. په پاکستان او ایران کې ډېرو یې دودیز هنرونه لکه د کالیو ګنډل او د غالیو اوبدل بېرته راژوندي کړي او داسې ټولنې یې جوړې کړې، چې هم کلتوري میراث ساتي او هم عاید پیدا کوي».
په راپور کې راغلي، په کاناډا کې افغان سوداګرو مېرمنو د افغاني دودیزو خوړو کاروبارونه پيل کړي چې د کلتوري پلونو په توګه بدل شوي. په راپور کې یادونه شوې، د مېرمنو دغه فعالیتونه د نړۍ هغه حالت بیانوي چې بېځایه شوې ښځې ناورینونه په کاروبار بدلوي.
دوی زیاتوي: «ښځې د نړۍ د بېځایه شویو خلکو نږدې نیمايي جوړوي؛ خو بیا هم د پانګې، قانوني کار جوازونو او بازار ته د لاسرسي اسانتیاوې یې ډېرې کمې دي. دا یوازې د جنسیت موضوع نه ده؛ بلکې اقتصادي غفلت دی».
راپور د ښځو دغه کوچني کاروبارونه یوازې د ژوندي پاتې کېدو په معنا نه یادوي؛ بلکې د سیمهییزو کارونو، نوښت او ټولنیز ثبات فعالیت یې ګڼي او زیاتوي: «د ښځو دغه فعالیتونه پر بشري مرستو اتکا کموي، سیمهییز اقتصاد پیاوړی کوي او د بېلابېلو کلتورونو ترمنځ خبرې اترې زیاتوي».
نو بیا ولې دغه ښځې لاهم له پامه غورځول کېږي؟
ډېری وخت پالیسۍ بېځایه شوې ښځې یوازې د مرستو ترلاسه کوونکې ګڼي، نه د اقتصاد فعاله برخه. دوی له قانوني خنډونو، د ژبې ستونزو، مالي محرومیت او دودیزو نارینهمحوره فکرونو سره مخ دي، چې د ودې مخه یې نیسي. دغه محدودیتونه نه یوازې د ښځو؛ بلکې د هغو هېوادونو لپاره هم لوی فرصتونه ضایع کوي چې اوس دوی پهکې ژوند کوي.
په راپور کې ویل شوي، د ښځو د پیاوړتیا لپاره حللاره یوازې د مرستو ترلاسه کول نهدي؛ بلکې باید د هغوی د اقتصادي مشرۍ په برخه کې پانګونه وشي. د راپور په دې برخه کې راغلي: «ښځو ته باید د کوچنیو پورونو ته لاسرسی اسانه شي، قانوني کاري لارې ساده شي، د ښځو په مشرۍ د ټولنو ملاتړ وشي او کډوالې ښځې په اقتصادي پلان جوړونه کې شاملې شي».
د دوی په خبره؛ بېځایه شوې افغان مېرمنې او د نړۍ په کچه مېلیونونه نورو ښځو دا ثابته کړې، چې کله عزت او فرصت یوځای شي هر څه شونې دي ځکه دوی اشپزې، هنرمندانې، لارښوونکې او سوداګرې دي. «تر ټولو مهمه دا چې دغه ښځې دا ښيي، چې مقاومت یوازې د ژوندي پاتې کېدو نوم نهدی؛ بلکې د بدلون او مشرتابه مانا هم لري».