چین: طالبان او پاکستان د سولې او امنیت لپاره همکارۍ ته چمتو دي

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ ویلي، چې پاکستان او طالبان د ارومچي بهیر په اړه مثبت نظر لري او «د سولې، امنیت او پرمختګ لپاره ګډې همکارۍ ته چمتو دي».

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ ویلي، چې پاکستان او طالبان د ارومچي بهیر په اړه مثبت نظر لري او «د سولې، امنیت او پرمختګ لپاره ګډې همکارۍ ته چمتو دي».
هغه یادونه وکړه، چې په وروستیو ورځو کې یې یو ځل بیا افغانستان ته سفر کړی او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د یادې ډلې له نورو چارواکو سره یې لیدنې او خبرې کړې دي.
یو شیاویونګ د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۲۳مه) پر اېکس پاڼه کاږلي: «خوښ یم چې یو ځل بیا افغانستان ته سفر کوم. په وروستیو ورځو کې مې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي او نورو چارواکو سره لیدلي دي. دواړه خواوو د ارومچي بهیر مثبت ارزولی او د سولې، امنیت او پرمختګ لپاره ګډو همکاریو ته چمتو دي».
د ارومچي بهیر د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ د چین په منځګړیتوب خبرو اترو ته اشاره کوي، چې پر ډیورنډ کرښه د جګړې او امنیتي کړکېچونو د کمښت په موخه ترسره شوی و.
د پاکستان او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرې اترې چې د چین په کوربهتوب د روان کال د وري له ۱۲مې تر ۱۸مې پورې د ارومچي په ښار کې ترسره شوې وې، د دوحې، استانبول او ریاض په څېر د پخوانیو پروسو په شان د کومې پایلې ترلاسه کولو پرته پای ته ورسېدې.
پاکستان غواړي، چې طالبان له پاکستاني وسلهوالو ډلو لکه ټيټيپي سره خپلې اړیکې پرې کړي؛ خو افغان طالبانو د اسلاماباد دغه غوښتنه نهده منلې. د چین استازي ویلي، چې د ارومچي خبرو اترو راتلونکی پړاو باید «عملي» پایلې ولري.

په خوست ولایت کې د طالبانو د کنټرول او احتکار د مخنیوي کمېسیون د وزن د کمښت او ټيټ کیفیت له امله د ۷ هټیو له تړلو خبر ورکړی دی. د یاد کمېسیون غړي وایي، د خلکو د حقونو خوندیتوب، د احتکار د مخنیوي او په بازارونو کې د عادلانه راکړې ورکړې د ټینګښت لپاره به خپلې هڅې جارې ساتي.
په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۲۳مه) ویلي، چې د خوست په مرکز قلموال مېنې په ښارګوټي کې د بیو د کنټرول او احتکار د مخنیوي کمېسیون د څار پرمهال د غلې دانې ۷ هټۍ تړلې.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه هټۍ د وزن د کمښت او ټیټ کیفیت د پلور له امله تړل شوې دي. طالبانو په یاد ولایت کې هټۍوالو او سوداګرو ته خبرداری ورکړی، چې د بیو د لوړوالي، بېکیفیته توکو د پلور او د خلکو د تېر اېستلو مخه به نیسي او له سر غړوونکو سره به قانوني چلند وکړي.
په دې وروستیو کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي له احتکار څخه شکایت کوي.
د طالبانو د کور او ښار جوړلو وزیر نجیبالله حیات حقاني وایي، چې پرون یې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې پر ۱۳۰۹ راستنو شویو کډوالو کورنیو د استوګنې نمرې وېشلې دي. د هغه په وینا؛ یادې نمرې په ننګرهار، پکتیکا، زابل، پکتیا، لوګر، کندوز، غزني، فراه او هلمند ولایتونو کې وېشل شوې دي.
نوموړي ویلي، تر ټولو ډېرې نمرې په فراه کې وېشل شوې چې په دغه لړۍ کې ۳۰۰ کورنیو ته د استوګنې ځمکې ورکړل شوې دي. په ننګرهار کې ۲۸۶، پکتیکا کې ۴۰، زابل کې ۲۰۰، پکتیا کې ۲۶، لوګر کې ۱۶۵، کندوز کې ۱۶۲، غزني کې ۸۰ او هلمند ولایت کې ۵۰ راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې سپارل شوې دي.
حقاني زیاته کړې، چې تر دې مهاله یې په ټول هېواد کې پر ۲۴زره او ۱۶۰ کډوالو د استوګنې ځمکې وېشلې دي. د طالب چارواکو په وینا؛ له پنځو کلونو راهیسې تر ۴نیم مېلیونه افغان کډوال د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران نه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بېکارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.
د بېځایه شویو نړۍوال سازمان وایي، د کابل ترسقوط وروسته په ایران، پاکستان او نورو هېوادونو کې افغان مېرمنو د لاسي کالیو جوړولو، غالیو اوبدلو، دودیزو خوړو، مېوو او نورو لاسي صنعتونو له لارې کلتوري میراث ژوندی ساتلی. د یاد سازمان په وینا؛ ښځې د نړۍ د بېځایه شویو نږدې نیمايي جوړوي.
د بېځایه شویو نړۍوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د جګړو، اقلیمي بدلونونو او اقتصادي بېثباتۍ له کبله په نړۍ کې ۱۰۰ مېلیونه خلک په زور له خپلو کورونو بېځایه شوې دي. په راپور کې راغلي، په اندېښمنونکي حالت کي یو خاموش اقتصادي انقلاب راڅرګندېږي چې مشري یې بېځایه شوې او کډوالې مېرمنې کوي.
یاد سازمان زیاته کړې، دغه ښځي پر پالیسيو او پرمختيايي پروګرامونو تکیه نهکوي او دې ته په تمه نه وي چې څوک یې «پياوړې کړي او لاسنیوی یې وکړي؛ بلکې دوی د کوچنیو کاروبارونو، دودیزو هنرونو او د ټولنیز مقاومت د پياوړتیا له لارو اقتصاد له بنسټه بیارغوي.
په دغه راپور کې د ۲۰۲۱کال د کابل تر سقوط وروسته په ایران، پاکستان، ترکیې او نورو هېوادونو کې د هغو افغان مېرمنو یادونه شوې، چې د لاسي صنعت په برخو کې کار کوي. دوی زیاته کړې: «هغه افغان ښځې وګورئ، چې د ۲۰۲۱کال له سیاسي بدلون وروسته اړې شوې، چې خپل هېواد پرېږدي. په پاکستان او ایران کې ډېرو یې دودیز هنرونه لکه د کالیو ګنډل او د غالیو اوبدل بېرته راژوندي کړي او داسې ټولنې یې جوړې کړې، چې هم کلتوري میراث ساتي او هم عاید پیدا کوي».
په راپور کې راغلي، په کاناډا کې افغان سوداګرو مېرمنو د افغاني دودیزو خوړو کاروبارونه پيل کړي چې د کلتوري پلونو په توګه بدل شوي. په راپور کې یادونه شوې، د مېرمنو دغه فعالیتونه د نړۍ هغه حالت بیانوي چې بېځایه شوې ښځې ناورینونه په کاروبار بدلوي.
دوی زیاتوي: «ښځې د نړۍ د بېځایه شویو خلکو نږدې نیمايي جوړوي؛ خو بیا هم د پانګې، قانوني کار جوازونو او بازار ته د لاسرسي اسانتیاوې یې ډېرې کمې دي. دا یوازې د جنسیت موضوع نه ده؛ بلکې اقتصادي غفلت دی».
راپور د ښځو دغه کوچني کاروبارونه یوازې د ژوندي پاتې کېدو په معنا نه یادوي؛ بلکې د سیمهییزو کارونو، نوښت او ټولنیز ثبات فعالیت یې ګڼي او زیاتوي: «د ښځو دغه فعالیتونه پر بشري مرستو اتکا کموي، سیمهییز اقتصاد پیاوړی کوي او د بېلابېلو کلتورونو ترمنځ خبرې اترې زیاتوي».
نو بیا ولې دغه ښځې لاهم له پامه غورځول کېږي؟
ډېری وخت پالیسۍ بېځایه شوې ښځې یوازې د مرستو ترلاسه کوونکې ګڼي، نه د اقتصاد فعاله برخه. دوی له قانوني خنډونو، د ژبې ستونزو، مالي محرومیت او دودیزو نارینهمحوره فکرونو سره مخ دي، چې د ودې مخه یې نیسي. دغه محدودیتونه نه یوازې د ښځو؛ بلکې د هغو هېوادونو لپاره هم لوی فرصتونه ضایع کوي چې اوس دوی پهکې ژوند کوي.
په راپور کې ویل شوي، د ښځو د پیاوړتیا لپاره حللاره یوازې د مرستو ترلاسه کول نهدي؛ بلکې باید د هغوی د اقتصادي مشرۍ په برخه کې پانګونه وشي. د راپور په دې برخه کې راغلي: «ښځو ته باید د کوچنیو پورونو ته لاسرسی اسانه شي، قانوني کاري لارې ساده شي، د ښځو په مشرۍ د ټولنو ملاتړ وشي او کډوالې ښځې په اقتصادي پلان جوړونه کې شاملې شي».
د دوی په خبره؛ بېځایه شوې افغان مېرمنې او د نړۍ په کچه مېلیونونه نورو ښځو دا ثابته کړې، چې کله عزت او فرصت یوځای شي هر څه شونې دي ځکه دوی اشپزې، هنرمندانې، لارښوونکې او سوداګرې دي. «تر ټولو مهمه دا چې دغه ښځې دا ښيي، چې مقاومت یوازې د ژوندي پاتې کېدو نوم نهدی؛ بلکې د بدلون او مشرتابه مانا هم لري».
په کندهار کې سرچینې او روغتیايي کارکوونکي وایي، د طالبانو امر بالمعروف په تېرو څلورو ورځو کې د کندهار ښار د حضرت جي بابا په سیمه کې له دوو خصوصي کتنځایونو له محرم پرته د ښځینه ناروغانو د درملنې له امله دوه ډاکټران نیولي دي.
د راپورونو له مخې؛ دغه ډاکټران وروسته له هغه نیول شوي، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو له خبرداریو سره، سره یې له محرم پرته د ښځینه ناروغانو درملنه کوله.
یوه سرچینه په دې اړه وايي: «دوی ډاکټرانو ته ویلي وو، چې نور باید هېڅ ښځه بې محرمه معاینه یا تداوي نهکړي؛ خو کله چې یې بیا هم ناروغانې کتلې، محتسبینو هغوی له خپلو معاینه خانو څخه بوتلل».
ځایي سرچینې وایي، د طالبانو د امربالمعروف محتسبین هره ورځ د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې پر خصوصي روغتیايي مرکزونو او کتنځایونو ګرځي او ډاکټرانو ته سپارښتنه کوي چې له محرم پرته دې د ښځینه ناروغانو درملنه نهکوي.
د سرچینو په وینا؛ د طالبانو امربالمعروف ډاکټرانو ته خبرداری ورکړی، که کومه ښځه یې له شرعي محرم پرته کتنځي ته مراجعه وکړي؛ نو باید یا بېرته وګرځول شي او یا دې تر هغې انتظار وباسي، څو چې محرم یې حاضر شي.
یو ډاکټر چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم په راپور کې خپور شي وایي: «تقریبا هره ورځ محتسبین راځي، د ښځو د معاینې، د نارینه ډاکټرانو د کار، حتی د ږېرو او لباسو په اړه پوښتنې کوي. موږ تر سخت فشار لاندې یو حیران یو چې څه وکړو».
د روغتیايي مرکزونو کارکوونکي وایي، امربالمعروف یوازې د ښځینه ناروغانو موضوع نه تعقیبوي؛ بلکې د ږېرو، لباس او ظاهري بڼې په اړه هم جدي محدودیتونه وضع کوي. یو روغتیايي کارکوونکی سید احمد په دې اړه وایي: «محتسبین ډاکټرانو ته وایي، چې باید ږېره ولري او که د چا ږېره لنډه وي یا یې خریلې وي؛ نو سخت چلند ورسره کېږي، سختې خبرې ورته کېږي او تهدید کېږي».
ځینې سرچینې ادعا کوي، په یوشمېر کتنځایونو کې ډاکټرانو ته شفاهي خبرداری ورکړل شوی چې د لوېدیځ سټایل لباس، وېښتان او ځینې نور ظاهري موارد دې نهکاروي. د کندهار ښار د روغتیايي مرکزونو او خصوصي کتنځایونو مسوولین وایي، د امربالمعروف ډلې هره ورځ د ښار په بېلابېلو برخو کې ګرځي او خصوصي کلینیکونه، روغتونونه او درملتونونه ګوري.
ځینې روغتیايي کارکوونکي اندېښنه لري، چې دغه محدودیتونه به د ښځو روغتیا ته جدي ستونزې جوړې کړي؛ ځکه په کندهار کې لاهم د ښځینه متخصصو ډاکټرانو شمېر محدود دی.
د کندهار د حضرت جي بابا سیمې یو ډاکټر په دې اړه وایي: «ډېری ښځې محرم نهلري؛ نو هغه چېرې ولاړې شي؟ په کندهار کې ښځينه ډاکټرانې ډېري لږې دي او اکثره نارینه ډاکټرانو ته ورځي. که د دوی مخه ونیول شي روغتیايي ستونزې به په جدي ډول زیاتې شي».
په وروستیو میاشتو کې په کندهار کې د امربالمعروف د سخت دریځ ګڼې نورې بېلګې هم لیدل شوې دي. په بازارونو کې د نارینهو د ږېرو کتل، د لمانځه پر وخت د هټیو تړلو ته د هټۍوالو اړ اېستل، د موسیقۍ په اړه خبرداری، د موبایلونو او رسنیو ځینې تصویرونه او ویډیوګانې لرې کول او په یوشمېر تفریحي ځایونو کې د محدودیتونو زیاتېدل هغه څه دي چې خلک ترې شکایتونه لري.
په کندهار کې پر خصوصي روغتیايي سکتور د امربالمعروف د فشارونو زیاتوالی داسې مهال رامنځته کېږي، چې روغتیايي کارکوونکي لاهم د امکاناتو له کمښت او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
ډاکټران او د روغتیايي مرکزونو مسوولین وایي، که دغه محدودیتونه نور هم سخت شي؛ نو د ښځو روغتیايي خدمات به له جدي ناورین سره مخ شي او د خلکو لپاره به روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لا محدود شي.
په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي، چې د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ کړکېچونه د پام وړ کم شوي او اړیکې اوس «باثباته» شوي دي. د هغه په وینا، پاکستان هېڅکله نه غوښتل د افغانستان پر وړاندې پوځي ځواک وکاروي؛ خو د طالبانو کړنو اسلاماباد دې ته اړ کړ، چې بریدونه ترسره کړي.
هغه د سېشنبې په ورځ د روسیې له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل: «موږ هېڅکله نه غوښتل پر افغانستان برید وکړو. موږ له دغه هېواد سره شاوخوا ۲۶۴۰ کیلومتره ګډه کرښه لرو. د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته ورته قومونه ژوند کوي. د افغانستان تر ټولو لوی قوم پښتانه دي او په پاکستان کې هم پښتانه دویم لوی قوم ګڼل کېږي».
هغه زیاته کړه: «د خدای شکر اوس وضعیت ارام شوی دی. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم کابل ته تللی و او پاکستان ته هم ځي».
د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي پرته له دې چې د کوم ځانګړي هېواد نوم واخلي وویل، چې ځینې «بهرني ځواکونه» د پاکستان د بېثباته کولو لپاره له افغانستان نه کار اخلي، داسې ښکاري چې اشاره یې هند ته وه.
هغه وویل: «له بده مرغه، افغانستان د ځینو ځواکونو لهخوا د استخباراتي فعالیتونو، مالي ملاتړ او پوځي سلا مشورو له لارې د پاکستان د بېثباته کولو لپاره کارول شوی دی».
ترمذي د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي او قومي اړیکو ته په اشارې سره زیاته کړه: «زموږ څلور سفیران د افغانستان د شاهي کورنۍ غړي وو. زما پلار د افغانستان د دوو پاچاهانو د لمسیانو ترڅنګ خاورو ته سپارل شوی دی. هغوی هغه کسان وو، چې د پاکستان په پوځ کې یې خدمت کړی و؛ نو ځکه موږ یو ملت یو».
هغه د پاکستان د پوځي عملیاتو د دلیل په اړه وویل: «موږ د زور کارولو ته لېواله نه وو؛ خو مجبور شو، ځکه زموږ ملکي وګړي، ماشومان او امنیتي ځواکونه وژل کېدل. هیله لرو له فکره کار واخیستل شي او د دواړو هېوادونو اړیکې د لا ډېرې سوداګرۍ او همکارۍ پر لور ولاړې شي».
په مسکو کې د پاکستان سفیر په خپلو خبرو کې وویل، چې د سیمې راتلونکی د شمال ـ سویل ترانسپورټي دهلېز پورې تړلی دی؛ هغه طرحه چې د ده په وینا، په ۲۰۱۵ کال کې ولادیمیر پوتین وړاندې کړې وه.
هغه زیاته کړه: « که افغانستان باثباته شي؛ نو د روسیې، منځنۍ اسیا، پاکستان او حتی هند ترمنځ به د سړکونو، اورګاډي پټلۍ او نورو ترانزیټي لارو اړیکې ټینګې شي». د پاکستان سفیر داسې مهال د کړکېچ د کمېدو خبره کوي، چې دوه ورځې وړاندې اسلاماباد د طالبانو شارژدافیر احضار کړ او په بنو کې پر خپلو ځواکونو د برید په اړه یې اعتراضي لیک ورته وسپاره.
پاکستان باور لري، چې دغه بریدونه په افغانستان کې د طالبانو په همکارۍ او تنظیم ترسره شوي دي؛ خو طالبانو په دغه بریدونو کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.