د فرهنګپالو په باور، دغه میراث یوازې د تېرو تمدنونو خاموشې نښې نه؛ بلکې د یوه ملت تاریخي حافظه، هویت او د تمدن ژوندی سند بلل کېږي. فرهنګپال وایي، افغانستان د نړۍ د هغه هېوادونو له ډلې شمېرل کېږي، چې د زرګونه کلونو تمدنونو، لرغونو ښارونو او تاریخي اثارو بډایه تاریخ لري.
د بودایي، اسلامي، یوناني، کوشاني، تیموري او نورو تمدنونو زرګونه تاریخي اثار د افغانستان په بېلابېلو برخو کې موندل شوي دي. د بامیانو بودا مجسمې، د هرات تاریخي ابدات، د غزني لرغوني اثار، د ایخانم پاتې شونې، د باختر خزانه او د جام څلی هغه تاریخي شتمنۍ دي، چې افغانستان ته یې د نړۍ د لرغونو تمدنونو په ډله کې ځانګړی ځای ورکړی دی.
د فرهنګپالوپه باور؛ د څو لسیزو جګړو، سیاسي بدلونونو، اقتصادي ناورینونو او اداري کمزورۍ له امله د دغه فرهنګي میراث یوه لویه برخه یا زیانمنه شوې، یا غلا او قاچاق شوې او یا هم د بېپامۍ له امله د لهمنځه تلو له ګواښ سره مخ ده.
ملي موزیم؛ د جګړو او چور تر سیوري لاندې
د افغانستان ملي موزیم چې د افغانستان تر ټولو مهم تاریخي مرکز ګڼل کېږي، د کورنیو جګړو، وسلهوالو نښتو او ناامنیو پرمهال له سختو زیانونو سره مخ شوی و. تاریخ لیکونکي وایي، د ۱۹۹۰مو کلونو د کورنیو جګړو پرمهال د موزیم یوه برخه ویجاړه شوه او زرګونه تاریخي اثار ترې غلا یا قاچاق شول.
وروسته بیا د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال یوشمېر تاریخي مجسمې او لرغوني اثار د «غیراسلامي» بللو له امله لهمنځه یوړل شول. د فرهنګي بنسټونو د راپورونو له مخې؛ په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان زرګونه ګران بیه تاریخي توکي نړۍوالو تور بازارونو ته رسېدلي، چې ډېری یې لاهم بېرته هېواد ته نهدي راګرځول شوي.
د افغانستان ملي موزیم لاهم د هېواد د تاریخي حافظې تر ټولو مهم مرکز ګڼل کېږي او زرګونه لرغوني اثار پهکې ساتل کېږي.
د طالبانو حکومت ادعاوې او د ساتنې هڅې
د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ وزارت وایي، په وروستیو کلونو کې یې د تاریخي اثارو د ساتنې، راټولولو او ترمیم لپاره ځینې اقدامات ترسره کړي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ یوازې په تېر یوه کال کې د افغانستان ملي موزیم ته له شپږ زرو ډېر نوي تاریخي اثار سپارل شوي او ثبت شوي دي.
همداراز د طالب چارواکو په وینا؛ په همدې موده کې ۱۸۹۰ تاریخي اثار ترمیم شوي، نږدې ۲زره لرغوني توکي موزیمونو او لابراتوارونو ته انتقال شوي او ۱۴۲ تاریخي اثار د کابل هوايي ډګر او ګمرکونو کې د قاچاق د مخنیوي وروسته ملي موزیم ته سپارل شوي دي.
طالب چارواکي دا ادعا هم کوي، چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۴۲ نوې تاریخي سیمې کشف شوې دي؛ خو د دغه سیمو د موقعیت، تاریخي ارزښت، څېړنو او ساتنې د څرنګوالي بشپړ جزییات تراوسه نهدي خپاره شوي.
له تاریخي سیمو څخه یوشمېر کتونکي وايي، یوازې د شمېرو اعلان بسنه نهکوي؛ بلکې د تاریخي سیمو او اثارو په اړه شفاف معلومات، مسلکي څېړنې او نړۍوالې ارزونې هم اړینې دي. یوشمېر فرهنګي څېړونکي زیاتوي، که څه هم د تاریخي اثارو د راټولولو او ترمیم هڅې مهمې دي؛ خو لاهم د افغانستان فرهنګي سکتور له جدي ستونزو سره مخ دی.
د فرهنګي چارو شنونکی سید رسول په دې اړه وایي: «موزیمونه یوازې د زړو شیانو ګودامونه نهدي؛ بلکې د یوه ملت د هویت ژوندی تصویر دی، که تاریخي اثار لهمنځه ولاړ شي، نو ملتونه خپله تاریخي حافظه له لاسه ورکوي».
هغه زیاتوي، چې د افغانستان ګڼ موزیمونه لاهم له عصري تجهیزاتو، مسلکي کادرونو، معیاري ساتنیزو سیستمونو او پرمختللو لابراتوارونو بېبرخې دي. د کندهار یو فرهنګي فعال د نوم نه ښ،دلو په شرط وايي، طالبان که څه هم د تاریخي اثارو د ساتنې ژمنې کوي؛ خو د هغوی هڅې کمرنګه دي.
دی وایي، د نړۍوالو همکاریو کمېدو، د بودجې محدودیتونو او اقتصادي ستونزو د فرهنګي میراث پر ساتنه مستقیم منفي اغېز کړی دی.
یونسکو: افغانستان لاهم له جدي ګواښونو سره مخ دی
د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) په خپلو وروستیو راپورونو کې خبرداری ورکړی، چې افغانستان لاهم د فرهنګي میراث د ساتنې له جدي ګواښونو سره مخ دی.
دغه سازمان وایي، جګړو، طبیعي پېښو، اقلیمي بدلونونو، سېلابونو، اقتصادي ناورین او د ساتنې د امکاناتو کمښت ګڼ تاریخي ځایونه او موزیمونه له ګواښ سره مخ کړي دي. یونسکو په وروستیو کې د منار څلي او ځینو نورو تاریخي سیمو د ژغورنې لپاره د سېلابونو د مخنیوي، درېبعدي ډیجیټلي ثبت او ساتنیزو پروژو د عملي کېدو خبر هم ورکړی دی.
ولایتي موزیمونه؛ هېر شوي فرهنګي مرکزونه
د فرهنګي چارو کارپوهان وایي، د افغانستان ډېری ولایتي موزیمونه محدود فعالیت لري او ځینې یې د امکاناتو له جدي ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا؛ په یوشمېر ولایتونو کې موزیمونه یا تړل شوي، یا پهکې د ساتنې معیاري سیستمونه نهشته او یا هم د خلکو ورتګ ډېر کم شوی دی.
د کندهار یو اوسېدونکی ذبیحالله په دې اړه وايي: «په نورو هېوادونو کې موزیمونه د زدهکړې، سیاحت او فرهنګي پوهاوي مهم مرکزونه دي؛ خو دلته ګڼ خلک حتی نه پوهېږي، چې موزیم کې څه شی ساتل کېږي، زه یوه ورځ موزیم ته ورغلم بند وو، بله ورځ ورغلم راته وویل شوه چې دوه دقیقې وخت لرې نور موزیم بندېږي».
هغه زیاتوي، چې په افغانستان کې د موزیمونو د معرفي کولو، فرهنګي پوهاوي او تاریخي ارزښت د بیان لپاره پراخ عامه پروګرامونه نه ترسترګو کېږي. د فرهنګي چارو کارپوه محمد یونس وایي، په تېرو څو لسیزو کې زرګونه تاریخي توکي له هېواده بهر انتقال شوي او ډېری یې د نړۍوالو شخصي کلکسیونونو، پټو بازارونو او بهرنیو موزیمونو برخه ګرځېدلي دي؛ خو دلته حکومتونو په ځانګړې توګه طالبانو یې د بېرته راګرځولو په اړه خاص هڅه نهده کړې.
سره له دې چې وخت ناوخت ځینې تاریخي اثار بېرته افغانستان ته راستانه شوي؛ خو فرهنګي فعالان وایي چې د قاچاق د مخنیوي لپاره لاهم پیاوړي قوانین، عصري څارنیز سیستمونه او نړۍوالې همکارۍ ته اړتیا ده.
کتونکي وایي، د نوو کشف شویو تاریخي سیمو او اثارو په اړه محدود معلومات خپرېږي او د فرهنګي چارو په برخه کې د شفافیت کچه ټیټه ده. د فرهنګي چارو بل څېړونکی عبدالواسع صدیقي وایي: «د تاریخي میراث ساتنه یوازې د شعار خبره نهده، دغه برخه دوامداره بودجې، مسلکي مدیریت، نړۍوالو همکاریو او د خلکو پوهاوي ته اړتیا لري، چې په طالبانو کې دغه ظرفیت نه لیدل کېږي».
افغانستان داسې مهال د موزیمونو نړۍواله ورځ نمانځي، چې لاهم ګڼ تاریخي اثار د بېغورۍ، اقتصادي ستونزو، قاچاق، اقلیمي ګواښونو او محدودو امکاناتو له ګواښ سره مخ دي؛ هغه میراث چې د یوه ملت د زرګونه کلونو تاریخ، تمدن او هویت استازیتوب کوي.