په کندهار کې د فرمان له صادریدو راهیسې تر اوسه، افغانستان لږ تر لږه ۹۰ زره روزل شوې ښځینه کدرونه له لاسه ورکړي دي؛ هغه نجونې چې کولی شول په بازار، دولتي ادارو، روغتونونو، ښوونځیو، رسنیو او پراختیایي بنسټونو کې مهم رول ولوبوي.
دا بندیز د یوې پراخې سلسلې برخه ګڼل کېږي؛ د مضامینو حذف، د سلګونو پوهنتوني کتابونو بندیز، پر زدهکوونکو فشار، د غیر مسلکي کسانو ګومارنه او د تجربه لرونکو استادانو وتل د دې ټولو پایله دا شوه چې لوړې زدهکړې له پرمختګ څخه د یوې ایډیولوژۍ وسیلې ته واوښتې.
هغه فرمان چې د افغانستان راتلونکی یې له پوهنتونه حذف کړ
په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د محصلانو شمېر ۳۴۸۸۱۰ ته رسېده له دې ډلې ۲۴۶۱۸۰ هلکان او ۱۰۲۶۳۰ نجونې وې.
خو د نجونو پر پوهنتوني زدهکړو د بندیز له فرمان وروسته، وضعیت په څرګند ډول بدل شو. د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت او د احصایې او معلوماتو ادارې د معلوماتو له مخې، ۵۶۸۸۶ نجونې په دولتي او ۳۲۵۷۰ نورې په خصوصي پوهنتونونو کې زدهکړې کولې.
د پوهنتونونو د بندېدو له امله، لږ تر لږه ۸۹۴۵۶ نجونې چې په بېلابېلو څانګو کې محصلې وې، له زدهکړو بېبرخې شوې.
خو دا یوازې یوه برخه ده، د ښوونځیو او پوهنتونونو د بندیز له امله، نږدې ۱۰۰ زره نورې نجونې چې کولی یې شوای په تېرو څلورو کلونو کې د لیسې له فراغت وروسته پوهنتونونو ته لاړې شي، هم له دې لارې محرومې شوې دي.
راپورونه ښيي چې د لوړو زدهکړو کړکیچ یوازې د نجونو تر زدهکړو محدود نه دی، بلکې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د پوهنتونونو د محصلانو ټول شمېر له ۴۵ سلنې څخه ډېر کم شوی دی.
د نجونو ترڅنګ د هلکانو شمېر هم د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ شاوخوا ۵۵ زره راکم شوی دی.
په لویو پوهنتونونو کې دا کموالی لا ډېر روښانه ښکاري، کابل پوهنتون شاوخوا ۳۰٪، ننګرهار ۳۴٪، بلخ ۵۰٪، هرات ۶۲٪، بدخشان ۳۱٪، کندهار ۳۶٪، بامیان ۲۸٪ او دایکنډي نږدې ۷۰٪ د محصلانو کمښت تجربه کړی دی.
مهمه دا ده چې د محصلانو د شمېر کمښت حتی د نجونو د رسمي بندیز له اعلان مخکې هم پیل شوی و؛ دا د هغه ژور تعلیمي کړکیچ نښه ده چې د طالبانو د واکمنۍ له لومړیو میاشتو راهیسې یې لوړې زدهکړې اغېزمنې کړې دي.