د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «د پاکستان او افغانستان اړیکې اوس مهال د یو واحد فکتور لخوا اغیزمنې کیږي، هغه دا چې د افغانستان خاوره په پاکستان کې د ترهګریزو عملیاتو پلان کولو، هڅولو، لارښوونې او اجرا کولو لپاره کارول کیږي.»
هغه د ټيټيپي او بلوڅ ازادۍ غوښتونکي پوځ په څېر ډلې د دې بریدونو اصلي عاملین وبلل او زیاته یې کړه چې د افغان طالبانو یا په دې بریدونو کې شریک دی یا پرې سترګې پټوي.
اندرابي د تیر کال د اکتوبر راهیسې د افغانستان په وړاندې د پاکستان غچ اخیستونکو اقداماتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې د اسلاماباد له کابل څخه لیکلي تضمینونه غواړي او تر څو یې تضمینونه ترلاسه کړي نه وي، د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې به په اوسني کړکیچن حالت کې پاتې شي.
د پاکستان لهخوا دا دریځ په داسې وخت کې نیول کېږي، چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې ځنډول شوي او د دواړو خواوو ترمنځ مستقیمې خبرې اترې هم ودرول شوې دي.
د چین په اورومچي کې د خبرو اترو له وروستي پړاو وروسته، د دواړو خواوو د چارواکو ترمنځ د نویو خبرو اترو کوم څرک نه لیدل کېږي.
په ورته مهال بیجینګ هڅه کوي چې د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو نوی پړاو تنظیم او منځګړیتوب وکړي، خو پاکستان د وسله والو ډلو پر وړاندې د طالبانو د عملي اقداماتو د نشتوالي له امله په دې خبرو اترو کې د ګډون لپاره کمه لیوالتیا ښودلې ده.
دا ډیپلوماتیک بندښت په پاکستان کې د ناامنۍ د بې ساري څپې سره مل دی؛ ځکه چې په قبایلي سیمو او د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې د وسله والو بریدونه په چټکۍ سره زیات شوي، او اسلام اباد افغان طالبان د دې وسلهوالو په ساتلو تورنوي.
د دې فشارونو په ځواب کې، طالبانو هم په پاکستان باندې د خپل ټرانزیټ انحصار د له منځه وړلو هڅې پیل کړې دي.
په وروستیو میاشتو کې د طالبانو رژیم د پاکستان د اوږدې مودې سیال، هند سره اقتصادي او ډیپلوماټیکې اړیکې پیاوړې کړې دي، او د ایران او منځنۍ اسیا هیوادونو له لارې د بدیل سوداګریزو لارو د پیاوړتیا په لټه کې دي.
په ورته وخت کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د مهمو سرحدي لارو دوامداره تړل د دواړو خواوو سوداګرو ته لوی اقتصادي زیانونه اړولي دي چې ملیاردونه ډالر کیږي.
د اقتصادي بحران سربیره، نړیوالو سازمانونو او مرستندویه ادارو هم د پولو تړلو د بشري پایلو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. د دې سازمانونو په ویناتړلو هغه افغان ناروغان چې په پاکستان کې طبي درملنې ته اړتیا لري تر ټولو ډیر زیانمن کړي دي او دوی یې له جدي روغتیا او بشري بحران سره مخ کړي دي.