لطیفالله اکبري په کابل کې یو کوچنی شرکت چلوي چې د ودانیزو وسایلو واردات کوي. هغه وايي، له چین څخه یې وارېدېدونکي توکي په هغو بېړیو کې بند پاتې دي چې د هرمز له تنګي نه شي تېرېدلی او د هغو د لېږد د لوژستیکي شرکت لګښتونه هم لوړ شوي دي.
نوموړي وویل: «نور مې دلته د خپل کاروبار د دوام لپاره هېڅ نه دي پاتې».
هغه اوس په دې فکر کې دی چې که دغه سمندري لار ژر بېرته خلاصه نه شي، خپل مالونه پرېږدي.
اکبري وویل: «د ایران او امریکا جګړې زما پر کاروبار ډېر لوی اغېز کړی دی».
د هغه په وینا، ځینو نورو سوداګرو خپل توکي د منځنۍ اسیا له لارې راوړي، خو دا لاره اوږده او ډېره ګرانه ده.
هغه زیاته کړه: «لوژستیکي شرکت اوس له موږ نه د هغو توکو او پانګې له ارزښت څخه هم ډېرې پیسې غواړي چې موږ پرې پانګونه کړې ده. موږ یې وس نه لرو. که دا توکي افغانستان ته راوړم هم، بیا به یې ټول په تاوان پلورم. زه د دوه ځله تاوان زور نه لرم».
د اتفاق بامیان نړیوال ترانسپورټ او سوداګریز لېږد شرکت د لوژستیک مدیر ګلمیر امیني وویل، د ایران جګړې لګښتونه په بېساري ډول لوړ کړي دي. د نوموړي شرکت ځینې واردات بشري مرستې هم رانغاړي.
هغه وویل، له جګړې وړاندې د یوه کانټینر د کرایې لګښت د هر بار لپاره شاوخوا له ۳ زرو تر ۳۶۰۰ ډالرو و، خو اوس له ۷ زرو ډالرو اوښتی دی. د ځینو توکو لپاره بیا دغه لګښت تر ۱۱ زرو ډالرو هم رسېدلی دی.
امیني وویل: «دا اغېز پر ټولو سوداګرو دی».
په کابل کې د برېښنايي وسایلو سوداګر محمد مرتضی اسحاقزي اې پي ته وویل، چې له جګړې مخکې د ایران له لارې له چین څخه د هغه د توکو د لېږد لګښت شاوخوا له ۱۱۰۰ تر ۱۵۰۰ ډالرو و، خو اوس له ۱۵ زرو ډالرو څخه اوښتی دی.
هغه وویل: «نه صادرات کولی شو او نه واردات».
نوموړي له طالبانو وغوښتل چې له پاکستان سره خپلې شخړې حل کړي، څو د سرحدي سوداګرۍ بهیر بېرته عادي شي. هغه خبرداری ورکړ چې «که وضعیت همداسې دوام وکړي، زموږ کاروبار به ختم شي».