یاد سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې په وروستیو میاشتو کې د جبري ستنولو د سختو اقداماتو، بند، قانوني او مالي ستونزو له امله د ګڼو افغانو زدهکړیالانو د زدهکړو سفرونه ګډوډ شوي. په راپور کې له اغېزمنو زدهکړیالانو سره مرکې هم شوې؛ هغوی په دغه مرکو کې ويلي، چې نه یوازې د دوی زدهکړې د پاکستان د سختو پالیسیو له امله زیانمنې شوې؛ بلکې د زدهکړیالانو د کورنیو ملاتړ، د زدهکړو بشپړولو او په ټولنه کې د معنا لرونکې ونډې اخیستلو په اړه یې د جبري بېځایه کېدو زیان هم زیات کړی.
د فراغت په درشل کې نیول شوي زدهکړیالان
ابرار احمد چې په ملاکنډ پوهنتون کې د بایو کیمیا څانګې د وروستي سمسټر زدهکړیال و، وایي: «زه په پاکستان کې زېږېدلی او لوی شوی یم. هلته مې مټریک او اېفاېسسي بشپړ کړل او وروسته د ملاکنډ پوهنتون ته شامل شوم».
د نوموړي په وینا؛ هغه د خپلو ښوونیزو اسنادو د تصدیق لپاره تللی و، چې د وروستي سمستر د ازموینو پرمهال ونیول شو. هغه پولیسو ته ویلي و، چې زدهکړیال دی او یوازې د اسنادو رسمي تصدیق ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړې: «ما پولیس افسر ته وویل، چې دا زما وروستی سمستر دی او یوازې د بهرنیو چارو دفتر ته د اسنادو د تصدیق لپاره راغلی یم؛ خو د دې پر ځای چې زما خبره واوري، هغه زه پر مخ ووهلم».
احمد وویل، چې هغه یوه ورځ په زندان کې او یوه شپه د پېښور په ناصر باغ کې د افغان کډوالو د اېستلو په مرکز کې تېره کړه او وروسته افغانستان ته وشړل شو. هغه هېواد چې ډېری بېرته ستنېدونکي پهکې له جدي امنیتي ګواښونو، ناامنۍ او بنسټیزو خدمتونو ته د نه لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.
هغه وویل: «دا زما د ژوند تر ټولو بده ورځ وه. ما مخکې هېڅکله زندان نه و لیدلی. افسر راته وویل، چې خپل اسناد ښځلو کې ګوزار کړه». اوس چې احمد بېرته افغانستان ته ستون شوی، وېره لري چې ښايي بېرته پاکستان ته ستنېدل او خپل وروستی سمستر بشپړول له قانوني او مالي پلوه ناشوني وي.
بند، ناڅرګندتیا او رواني فشار
یو بل افغان زدهکړیال چې د امنیتي دلایلو له امله یې نه غوښتل نوم خپور شي، د بند پر مهال د ناڅرګندتیا او رواني فشار ورته تجربه شریکه کړې. هغه چې د ماسټرۍ وروستي سمستر کې و وویل، چې پنځه ورځې یې د اېستلو په یوه مرکز کې په سختو شرایطو کې تېرې کړې.
هغه وویل: «شاوخوا ۲۵ کسان په یوه سالون کې یوځای اوسېدو. موږ ساعتونه په تړلي ځای کې تېرول، هېڅ کار نه و، یوازې به ناست وو او خبرې مو کولې. دا له ذهني او احساساتي پلوه ډېر ستړی کوونکی و».
هغه زیاته کړه:« بندیانو خپلو موبایلونو ته محدود لاسرسی لاره او یوازې به یې د لنډ وخت لپاره له خپلو کورنیو سره اړیکه نیوله. دغه حالت د زدهکړیالانو او د هغوی د کورنیو اندېښنې نورې هم زیاتولې، ځکه هغوی لا دمخه د بېځایه کېدو او قانوني ناڅرګندتیا تر فشار لاندې ژوند کاوه».
په پاکستان کې مېشتو زدهکړیالانو سره له شته ستونزو لا هم هیله لرله، چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي؛ که څه هم د ویزې ځنډ او ناڅرګند حالت یې د راتلونکي لپاره پلان جوړول سخت کړي دي.
هغه ټینګار وکړ، ملي او نړۍوال بنسټونه باید له هغو زدهکړیالانو سره مرسته وکړي چې د خپلو زدهکړو بشپړولو ته نږدې دي. هغه وویل: «چارواکي کولای شي زموږ په څېر زدهکړیالانو ته د ویزې د پروسو په اسانه کولو کې مهم رول ولوبوي».
د جبري بېرته ستنولو پر مهال د زدهکړو ساتنه
د بېځایه شویو نړۍوال سازمان وایي، د افغان زدهکړیالانو کیسې هغه پراخ بشري ناورین څرګندوي چې افغانستان ته د جبري بېرته ستنولو له امله د لوړو زدهکړو پر څارونکو کډوالو ځوانانو اغېز کوي.
په پاکستان کې ډېری افغان زدهکړیالان یا هلته زېږېدلي او یا هم هلته لوی شوي دي. هغوی خپلې لومړنۍ او لوړې زدهکړې په یاد هېواد کې بشپړې کړې او خپل راتلونکی یې د هغو ښوونیزو فرصتونو پر بنسټ جوړ کړی و، چې اوس د اېستلو، د ویزې خنډونو او مالي ستونزو له امله له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.
یاد سازمان وایي، په زدهکړو کې خنډونه یوازې پر زدهکړیالانو اغېز نه کوي؛ بلکې د اوږدمهاله اقتصادي ستونزو، ټولنیز بېلتون، رواني فشار او بیاځلې بېځایه کېدو لامل هم ګرځي. یاد سازمان له اړوندو چارواکو، علمي بنسټونو، د ملګرو ملتونو ادارو او بشري مرستندویه شریکانو غواړي، چې په ګډه کار وکړي څو افغان زدهکړیالان د جبري اېستلو له ګواښ څخه خوندي کړي، ویزو او اسنادو ته لاسرسی اسانه کړي او ډاډ ترلاسه کړي.