غلو زموږ یو ملګری له تښتولو وروسته وژلی، خو طالبانو موضوع پټه ساتلې ده

د کابل د پغمان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په رالېږلي پیغام کې ادعا کړې چې ناپېژاندو کسانو د عرفې په ورځ د دوی یو ملګری تښتولی او وروسته یې وژلی دی.

د کابل د پغمان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په رالېږلي پیغام کې ادعا کړې چې ناپېژاندو کسانو د عرفې په ورځ د دوی یو ملګری تښتولی او وروسته یې وژلی دی.
د پیغام لېږونکي د معلوماتو له مخې، منګل احمدزی د عرفې په ورځ له تښتول کېدو وروسته تر دویمې ورځې پورې نادرکه و او کورنۍ یې په بېلابېلو سیمو کې د هغه د موندلو پراخې هڅې کولې. سرچینه زیاتوي چې تېره ورځ د دغه ځوان بېساه جسد په کابل کې د عدلي طب په مرکز کې وموندل شو. د نوموړي په وینا، د وژل شوي احمدزي پر مخ او بدن د چاقو د بریدونو ګڼې نښې لیدل کېدې او داسې ښکاري چې هغه د اختر په لومړۍ ورځ وژل شوی وي. دغه راز غلو د منګل احمدزي موټر، نغدې پیسې او ګرځنده ټیلیفون هم له ځان سره وړي دي
سرچینې په خپل لېږلي پیغام کې دا ادعا هم کړې چې منګل احمدزی په سیمه کې یوازینی قرباني نه دی، بلکې په وروستیو میاشتو کې ورته نورې پېښې هم شوې دي، خو د دغو ټولو پېښو په اړه معلومات په پراخه کچه نه دي خپاره شوي؛ ځکه طالبانو د دغو جنايي پېښو د رسنیز کېدو مخه ډب کړې ده.
سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته دا ادعا هم کړې چې د طالبانو امنیتي ځواکونو دوی ته خبر ورکړی و چې د پغمان په غرنیو سیمو کې د څو کسانو جسدونه موندل شوي دي. د هغه په وینا، ځینې جسدونه د اوږدې مودې تېرېدو له امله زیانمن شوي او د ځنګلي حیواناتو له خوا هم خوړل شوي وو.
د قرباني د کورنۍ او ملګرو له لوري غوښتنه شوې چې د طالبانو امنیتي بنسټونه دې د پېښې هر اړخیزه څېړنه وکړي او عاملان دې عدالت ته وسپاري.
د یادونې وړ ده چې دا یوازې د کابل د پغمان ولسوالۍ د یوه هېوادوال روایت دی افغانستان انټرنشنل یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.