د قطر استازې: د افغانستان په اړه خپل منځګړیتوب او ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکوو

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د قطر دایمي استازې، عالیه احمد بن سیف الثاني، ویلي چې دوحه به د افغانستان په اړه خپلو ډیپلوماتیکو او د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د قطر دایمي استازې، عالیه احمد بن سیف الثاني، ویلي چې دوحه به د افغانستان په اړه خپلو ډیپلوماتیکو او د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړي.
نوموړې د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۳مه، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې ټینګار کړی چې منځګړیتوب او مخنیوی کوونکې ډیپلوماسي د تاوتریخوالي د کمولو، د کړکېچونو د پراخېدو د مخنیوي او د نړیوالې سولې او امنیت د ساتنې له اغېزناکو وسیلو څخه شمېرل کېږي.
الثاني د افغانستان د سولې په بهیر کې د قطر رول ته په اشارې ویلي چې دوحه د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اترو کوربه وه؛ هغه مذاکرات چې په پایله کې یې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې د دوحې هوکړهلیک لاسلیک شو.
د قطر دایمي استازې زیاته کړې چې هېواد یې په تېرو کلونو کې د بېلابېلو لوریو ترمنځ د سیاسي خبرو اترو په کوربتوب سره د افغانستان د مذاکراتي بهیر په اسانتیا کې مهم رول لوبولی دی.
قطر له کلونو راهیسې د افغانستان اړوند د سولې او سیاسي خبرو اترو کوربه پاتې شوی او د دوحې مذاکراتو د امریکا د ځواکونو د وتلو او په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو لپاره زمینه برابره کړې وه.
د قطر استازې ټینګار کړی چې دوحه به د سیمهییز ثبات، خبرو اترو او ډیپلوماتیکو حللارو د پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د اروپايي ټولنې د بشرپاله مرستو دفتر اعلان کړی چې د افغانستان د سېلابځپلو د ملاتړ لپاره یې د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون ته ۵۰ زره یورو اضافي مرسته ځانګړې کړې ده.
یاد دفتر د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۳مه، په اېکس خواله رسنۍ کې ویلي چې له دې نوې مرستې سره به د افغانستان د سېلابځپلو لپاره د اروپايي ټولنې ټولې مرستې ۲۲۵ زره یورو ته ورسېږي، چې د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون له لارې به ولګول شي.
د اروپايي ټولنې د بشرپاله مرستو دفتر ویلي چې دغه بودجه به د سېلابونو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د نغدي مرستو، سرپناه، پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو د برابرولو لپاره وکارول شي.
د یاد دفتر په وینا، د دغو مرستو موخه د هغو کورنیو لاسنیوی دی چې په وروستیو سېلابونو کې یې کورونه، شتمنۍ او د ژوند لومړني امکانات زیانمن شوي دي.
اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم د اپرېل میاشتې په وروستیو کې د افغانستان د سېلابځپلو د ملاتړ لپاره ۱۷۵ زره یورو مرسته اعلان کړې وه، څو شاوخوا ۱۲ زره زیانمنو شویو کسانو ته بېړنۍ بشري مرستې ورسول شي.
افغانستان په وروستیو میاشتو کې د پرلهپسې ورښتونو او سېلابونو له امله د پراخو بشري او اقتصادي زیانونو شاهد پاتې شوی، او نړیوالې مرستندویه ادارې د زیانمنو شویو کورنیو د ملاتړ لپاره د لا ډېرو مرستو غوښتنه کوي.
اریانا افغان هوایي شرکت وایي، چې کابل ته د افغان حاجیانو په لومړنۍ راستنې شوې الوتکې کې یې مسافرو ته د طالبانو د مشر ملا هبت الله ۱۷ مه ګڼه فرمان په چاپي بڼه ویشلی دی. دا فرمان په ټولنه کې د ناوړه دودونو په تړاو دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې د الوتکو مېلمهپالانو په خپلو لاسونو مساپرو ته په چاپي بڼه د ملا هبت الله یاد فرمان ویشلی دی. په یوې ویډیو کې ښکاري چې د اریانا افغان هوايي شرکت دوه تنه مېلمهپالان د دغه فرمان چاپ شوې نسخې په لاس کې لري او په خلکو یې ویشي.
د الوتکې مېلمهپاله یو افغان حاجي په پرواز کې له خوب څخه راویښوي او ورته دغه فرمان سپاري. د ملا هبت الله ۱۷ مه ګڼه فرمان کې له خلکو غوښتل شوي چې په خپلو ټولنو کې دودونه لهمنځه یوسي او خپل کړه وړه د اسلامي شرعیت لهمخې ترسره کړي. همدا راز په فرمان کې له حاجیانو غوښتل شوي، څو د مېلمنو د ښه راغلاست لپاره ډېرو لګښتونو، قیمتي ډالیو، خیراتونو او نورو رواجونو څخه ډډه وکړي.
تر دې مخکې د ملا هبت الله فرمانونه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په لویو لویو بېل بورډونو چاپ شوي او همدا راز د طالبانو ملایانو د جوماتونو د منبرونو له لارې هم پر خلکو اورېدلي دي. د طالبانو د مشر فرمانونه له سختدریځۍ سرچینه اخلي او د راپورونو له مخې، د خلکو ژوند یې سخت کړی دی.
نړیوالو بنسټونو د ملا هبت الله ډېری فرمانونه د ښځو، بشري حقونو، بیان ازادۍ او انساني ازادیو ضد بللي دي.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د سهار څلور بجې دي. ښار لا هم د شپې په تیارو کې ډوب دی. شپاړس کلن بهزاد د سهار له روښنایۍ وړاندې له خوبه راپاڅېږي. د سهار لمونځ ادا کوي، جای نماز ټولوي او ښوونځي ته د تګ چمتووالی نیسي.
نن دوی شپږ درسي مضمونونه لري، خو هغه یوازې درې کتابونه په خپل بکس کې ږدي، ځکه د مضمونونو د نیمایي برخې لپاره ښوونکي نهلري. د سهار پنځه بجې بهزاد بېرته خپل بستر ته ورګرځي او په ژور خوب ویده کېږي.
کله چې د سهار په ۷ نيمو بجو بیا راویښېږي، ساده ناشته ورته چمتو وي؛ وچه ډوډۍ، چای او بوره. وروسته ټاکل شوې جامې اغوندي؛ـ سپینې دودیزې جامې او سپینه خولۍ او ورسره د ښوونځي پر لور روانېږي.
خو د هغه اوولس کلنه خور مریم په کور کې پاتې کېږي او د خوړو دسترخوان ټولوي. دا دی ۱۷۱۹ ورځې کېږي چې هغې ته د ښوونځي د تګ اجازه نهده ورکړل شوې.
له خولۍ او جامو پرته ښوونځي ته نهشئ ننوتلی
د بهزاد ښوونځی په رسمي ډول پرانیستی دی. د دروازې مخې ته زدهکوونکي په کتارونو کې ولاړ دي او د ننوتلو اجازې ته انتظار باسي.
هغه د مزارشریف ښار د کارته خراسان سیمې د حضرت نعمان لېسې د اووم ټولګي زدهکوونکی دی او هره ورځ د سهار له اتو بجو څخه د غرمې تر دولسو بجو پورې په ښوونځي کې وي.
په تېرو کلونو کې د هغه د ښوونځي رسمي یونیفورم شین یخنقاق او تور پتلون وو. خو د نوي تعلیمي کال له پیل سره، د وري په میاشت کې د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان وکړ، چې د لومړنیو او منځنیو ټولګیو زدهکوونکي باید سپین پرتوګ و کمیس او سپینه خولۍ واغوندي او د لېسې زدهکوونکي باید لونګۍ او جامې واغوندي.
د ښوونځي په دروازه کې د نظم او انضباط مسوول ولاړ دی؛ یو نارینه ښوونکی چې لونګۍ، پرتوګ , کمیس او اوږده ږیره لري او په ځانګړي ډول د زدهکوونکو پر جامو او ظاهري بڼې د مقرراتو د پلي کېدو څارنه کوي.
بهزاد چې همدا ټاکل شوې جامې او سپینه خولۍ یې پر سر ده، د ننوتلو اجازه ترلاسه کوي. خو هغه زدهکوونکي چې دا ډول جامې یې نهدي اغوستي، د ښوونځي انګړ له ننوتلو څخه منع کېږي او د دروازې شا ته پاتې کېږي.
د ښځینه ښوونکو تش ځای
لومړی درسي ساعت پیلېږي، خو په ټولګي کې هېڅ ښوونکی نهشته. زدهکوونکي د ښوونځي په انګړ کې سرګردانه ګرځي؛ ځینې د خوب د کمښت له امله پر څوکیو غځېدلي دي، ځینې خپل سرونه پر مېزونو ایښي او د خوب پوره کولو هڅه کوي او یو شمېر نور په خبرو اترو او لوبو بوخت دي.
د ښوونکو کمښت د دې ښوونځي له سترو ستونزو څخه دی.
په خراسان ښوونځي کې د اوومو ټولګیو لپاره یوازې د څلورو مضمونونو ښوونکي شته. په هغو ورځو کې چې درې ښوونکي حاضر شي، زدهکوونکي ورته «د ډېر درس ورځ» وایي، خو حتی په هماغه ورځ هم لږ تر لږه درې درسي ساعته بې له تدریس څخه تېرېږي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو (د ۱۴۰۰ کال زمري میاشت) وروسته، ښځینه ښوونکې د هلکانو له لېسو څخه لرې کړل شوې؛ هغه پرېکړه چې د زدهکوونکو او مسوولینو په وینا یې په تعلیمي نظام کې یوه ستره تشه رامنځته کړه. اوس نږدې پنځه کاله وروسته هم دا تشه لا نهده ډکه شوې.
څلور نیم کاله وړاندې فریده عارفي د حضرت نعمان لېسې مدیره وه، خو د بدلونونو له راتګ وروسته دا دنده ترې واخیستل شوه او د مولوي سیفالدین په نوم یوه دیني عالم ته وسپارل شوه.
بهزاد وایي، چې نن ورځ د دوی په ټولګیو کې هېڅ ښځینه ښوونکې درس نهورکوي. ډېری ښځینه ښوونکې یا په کورونو کېنول شوې دي او یا هم د لومړنیو ټولګیو تدریس ته لېږدول شوې دي.
نیمه ورځ ښوونکی، نیمه ورځ ریکشا چلوونکی
په دویم درسي ساعت کې بالاخره ښوونکی ټولګي ته راځي؛ یو منځنی عمر لرونکی سړی چې دوړو نیولې لونګۍ، اوږده ږیره او پرتوګ و کمیس یې اغوستی دی. د هغه بڼه د یوه ښوونکي تر رسمي جامو ډېر د یوه عادي کارګر د ورځنیو جامو په څېر ښکاري.
زدهکوونکي په بېحوصلګۍ له خپلو ځایونو راپورته کېږي. ځینې خپل کتابونه له بکسونو راوباسي او ځینې نور هېڅ کتاب له ځان سره نهلري.
د ټولګي په یوه کونج کې څو تشې څوکۍ پرلهپسې ایښودل شوې دي؛ دا څوکۍ یوازې د هغو زدهکوونکو لپاره نهدي چې غیر حاضر دي، بلکې د هغه نسل استازیتوب هم کوي چې ورو ورو له زدهکړو څخه لرې کېږي.
د اووم ټولګي شپاړس کلن زدهکوونکی بهزاد وایي، چې د ښوونځي نظم نور د پخوا په څېر نهدی پاتې. هغه وایي: «ښوونکي نوره انګېزه نهلري. ځینې مشران زدهکوونکي له استادانو سره بېادبي کوي او هېڅوک هم ورته څه نهشي ویلای».
نوموړی هغه ټولګي ته اشاره کوي، چې پخوا به پهکې له څلوېښتو څخه ډېر زدهکوونکي وو، خو اوس یې د زدهکوونکو شمېر ۲۵ ته راټیټ شوی دی. د هغه په وینا، ډېرو زدهکوونکو نور باور له لاسه ورکړی چې ښوونځی به وکولای شي د دوی راتلونکی بدل کړي.
ستونزه یوازې د زدهکوونکو په کمښت پورې نهده محدوده. پر زړو لرګینو مېزونو نیمګړي او دویم لاس کتابونه پراته دي. د ښوونځي ادارې یوازې د درسي کتابونو یوه برخه وېشلې ده او کورنۍ اړې شوې چې پاتې کتابونه له بازاره واخلي.
په بازار کې د کتابونو تور او سپین چاپ شوي نسخې په ۴۰ افغانۍ او رنګه نسخې تر ۱۰۰ افغانیو پورې پلورل کېږي؛ دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې ډېرې کورنۍ د ورځنۍ ډوډۍ د برابرولو لپاره هم له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
درس تر هغه مودې لنډ وي چې په رسمي مهالوېش کې ورته ټاکل شوې ده. ښوونکی د کتاب څو مخونه په یو شان غږ لولي، حاضري او د تدریس اسناد لاسلیکوي او بیا ټولګی پرېږدي.
د هغه لپاره ښوونځی یوازې د ورځې د کار یوه برخه ده.
بهزاد وایي، چې هره ورځ له ځانه دا پوښتنه کوي چې ښوونځي ته راتګ یې ښه دی که نه راتګ. ځکه پلار یې څو ځله ورته ویلي، چې د ښوونځي پر ځای کولای شي کوم کسب یا مسلک زده کړي او د کورنۍ له اقتصادسره مرسته وکړي.
بهزاد وایي، چې ډېری ښوونکي له درسي ساعتونو وروسته مستقیم خپلې دویمې دندې ته ځي؛ ځینې کراچۍ چلوي، ځینې مزدوري کوي او ځینې نور د مزارشریف په کوڅو او سړکونو کې ریکشا چلوي.
هغه وایي: «زموږ استادان د ماسپښین له خوا ریکشا چلوي».
د نن ورځې افغانستان کې د ښوونکي دنده نور تل د تدریس معنا نهلري؛ کله ناکله دا یوازې د یوې اوږدې ورځې لومړۍ کاري پړاو وي، څو انسان خپل ژوند پر مخ یوسي.
حذف شوي درسونه
بهزاد د دري ژبې کتاب ور اړوي او ناڅاپه د کتاب په منځ کې تم کېږي. د کتاب له منځه څو پاڼې اېستل شوې دي او تش ځایونه یې لا هم په صحافت کې ښکاري. دا هماغه فصلونه دي چې نور یې د تدریس اجازه نهشته.
د نن ورځې د افغانستان په ټولګیو کې سانسور یوازې په الفاظو او جملو کې نهلیدل کېږي، بلکې انسان یې په خپلو لاسونو لمس کولای شي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د ۱۴۰۴ کال د وږي په میاشت کې لږ تر لږه ۵۱ درسي موضوعات له تعلیمي نصابه لرې کړل؛ د ښځو د حقونو او بشري حقونو له موضوعاتو نیولې، د مور ورځې، د ګل سرخ مېلې، ولسي سندرو او ان د افغانستان د فرهنګي میراث اړوند ځینو برخو پورې.
طالب چارواکو ویلي، چې دغه مطالب له «دیني لارښوونو» او د «اسلامي امارت له پالیسۍ» سره سمون نهلري.
د دې پرېکړو له امله ځینې مضمونونه په بشپړ ډول له نصابه اېستل شوي او ځینې نور یوازې په داسې کتابونو کې پاتې دي چې ځینې پاڼې یې شکول شوې دي.
بهزاد وایي، چې اوس د دوی درسي مضمونونه د پخوا پرتله کم شوي دي. همدا راز د مدني زدهکړو، هنر او وطنپالنې په څېر مضمونونه نور نه تدریسېږي. هغه وایي: «کله کله چې کتاب پرانیزو، وینو چې څو پاڼې پهکې بیخي نهشته».
خو اصلي تناقض په بل ځای کې دی.
حضرت نعمان لېسه، چې بهزاد پهکې زدهکړې کوي، د فزیکي امکاناتو لهمخې د مزارشریف له مجهزو ښوونځیو څخه شمېرل کېږي. دا یوه نوې ودانۍ لري، د کمپیوټر لابراتوار، کتابتون او رغول شوي ټولګي پهکې موجود دي.
دا پروژه د تېر حکومت په وروستیو کلونو کې د جرمني په مالي ملاتړ پیل شوې وه او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته بشپړه شوه. لږ تر لږه په ظاهري بڼه پهکې هر څه د یوه عصري ښوونځي په څېر ښکاري. خو د ټولګیو دننه زدهکوونکي له نیمګړو کتابونو، د ښوونکو له کمښت او له حذف شویو درسي موضوعاتو سره مخ دي.
بهزاد په ارامه لهجه وایي: «ښوونځی ډېر مجهز جوړ شوی دی، امکانات یې ښه دي، خو سمه زدهکړه پهکې نهشته».
د نن ورځې افغانستان کې ستونزه یوازې د ښوونځي نشتوالی نهدی؛ کله کله ښوونځی موجود وي، خو هغه څه چې پهکې نهوي، خپله زدهکړه او تعلیم وي.
«زما ټولګیوال پوهنتون ته د تګ لېوالتیا نهلري»
د افغانستان د پخواني نسل ډېرو زدهکوونکو لپاره به د دولسم ټولګي پای له یوې ګډې هیلې سره مل وو؛ کانکور، پوهنتون او ښایي داسې دنده چې د کورنۍ ژوند بدل کړي. خو احمدعلي وایي، چې دا هیله اوس د مزارشریف په ټولګیو کې پیکه شوې ده.
احمدعلي ۱۸ کلن دی او د عبدالعلي مزاري نمبر ۲ عالي لېسه کې زدهکړې کوي. کله چې د راتلونکي په اړه خبرې کوي، غږ یې د داسې چا په څېر ښکاري چې د یوه له لاسه تللي شي په اړه غږېږي، نه د داسې څه په اړه چې لا هم ورته سترګې په لاره وي.
هغه وایي: «پخوا به چې زدهکوونکی لسم ټولګي ته ورسېده، په شوق به یې د کانکور په کورسونو کې نوم لیکنه کوله. موږ فکر کاوه چې پوهنتون ته به ځو، د خپلې خوښې په څانګه کې به زدهکړې کوو او وروسته به د کار زمینه برابره شي. خو اوس دا هیله ډېره پیکه شوې ده».
د نن ورځې افغانستان کې پوهنتون د ډېرو تنکیو ځوانانو لپاره نور د ښوونځي طبیعي دوام نه ګڼل کېږي؛ بلکې داسې امتیاز ته ورته دی چې ترلاسه کول یې ډېر ستونزمن او لرې ښکاري.
د کانکور د چمتووالي د کورسونو لګښتونه، پراخه بېوزلي او د کار د فرصتونو نشتوالی ګڼې کورنۍ دې ته اړې کړې دي چې د زدهکړو او ژوندي پاتې کېدو ترمنځ یو انتخاب وکړي.
احمدعلي اوس په اونۍ کې یوازې دوه ورځې ښوونځي ته ځي. د اونۍ په نورو ورځو کې د موټرو په یوه ترمیمي ورکشاپ کې کار کوي. هغه وایي: «ما خپلو ښوونکو ته ویلي، چې اړ یم کار وکړم، نو هیله ده چې غیر حاضر مې حساب نهکړي».
نوموړی زیاتوي، چې د ده ګڼ شمېر ټولګیوال هم د زدهکړو ترڅنګ درانه کارونه ترسره کوي؛ ځینې په بازار کې کار کوي، ځینې په ورکشاپونو کې او ځینې نور د ورځې مزدورۍ ته ځي. څلور کاله وړاندې، کله چې احمدعلي په اتم ټولګي کې وو، د دوی د ښوونځي ډېری ښوونکي ښځې وې.
هغه وایي: «زموږ په ټولګي کې لسو ښوونکو درس راکاوه چې اته تنه یې ښځې وې. اوس له هغوی څخه یوه هم نه ده پاتې». د هغه په وینا، د ښوونکو کمښت اوس د ښوونځي د ورځني ژوند یوه عادي برخه ګرځېدلې ده.
ځینې ورځې له شپږو مضمونونو یوازې دوه یا درې ښوونکي حاضر وي. ان تخصصي مضمونونه هم کله ناکله د اړوندو او مسلکي ښوونکو له نشتوالي سره مخ دي.
احمدعلي په ترخه موسکا وایي: «تېر کال مو د کال تر پایه د فزیک ښوونکی نهدرلود. سږ کال یې یو ملا د فزیک د ښوونکي په توګه مقرر کړی دی، حال دا چې هغه خپله پر فزیک هېڅ نهپوهېږي». په داسې شرایطو کې پوهنتون نور د ډېرو زدهکوونکو لپاره بل پړاو نهښکاري، بلکې یوه لرې او مبهمه مفکوره ده چې ورو ورو د ځوانانو له ذهنونو څخه وځي.
د احمد علي په خبره: «نن سبا د ډېرو زدهکوونکو په منځ کې دا احساس پیدا شوی چې که درس هم ولولي، معلومه نه ده، چې خپلو هیلو او ارمانونو ته به ورسېږي که نه».
په هغه هېواد کې چې ځوان نسل یې یو وخت زدهکړه د ژغورنې یوازنۍ لاره ګڼله، ښایي تر ټولو خطرناک بدلون همدا وي چې خلک پر خپل راتلونکي باور له لاسه ورکوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) د ۱۴۰۴ کال د تلې په میاشت کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې له دوو میلیونو څخه زیات ماشومان له زدهکړو محروم دي او له لسو کلونو څخه د زیات عمر لرونکو څه باندې ۹۰ سلنه ماشومان نه شي کولای ساده متنونه ولوستلای شي.
د یونېسف په وینا، زدهکوونکي «ښوونځیو ته ځي، خو څه نه زده کوي». دغه بنسټ دا وضعیت د طالبانو د محدودونکو او کمزورو تعلیمي پالیسیو پایله بولي.
د خصوصي ښوونځیو وضعیت
د روضتالله لپاره له دولتي ښوونځي څخه خصوصي ښوونځي ته لېږد باید د ښه وضعیت پر لور یو بدلون وای، خو د هغه تجربه ښيي چې د دغو دوو تعلیمي بنسټونو ترمنځ واټن هومره هم روښانه نهدی. هغه ۱۴ کلن دی او تر دې وړاندې یې د کابل د خراسان ښارګوټي په دولتي ښوونځي کې زدهکړې کولې.
اوس هغه په یوه خصوصي ښوونځي کې ناست دی؛ داسې ځای کې چې کورنۍ یې هیله لرله د زدهکړو کیفیت به پکې ښه وي. خو د هغه په وینا، هغه څه چې ده په دواړو تجربو کې لیدلي، د توپیر پرتله ډېر ورته والی لري.
نوموړی وايي: «پخوا مو ډېر ښوونکي درلودل، خو اوس یې شمېر کم شوی دی. ډېری ښځینه ښوونکې یا د نجونو تر شپږم ټولګي پورې ښوونځیو ته لېږدول شوې دي او یا په بشپړه توګه له دندو ګوښه شوې دي».
دا بدلون یوازې یوه اداري شمېره نهده؛ بلکې د روضتالله پر شخصي ژوند هم ژور اغېز لري. د هغه مور کلونه کلونه په هماغه دولتي ښوونځي کې ښوونکې وه، خو د تعلیمي نظام له بدلون وروسته یې خپله دنده له لاسه ورکړه او اوس په یوه خصوصي ښوونځي کې تدریس کوي.
هغه په ارام خو دروند غږ وایي: «زما مور پخوا په همدې ښوونځي کې ښوونکې وه، خو د طالبانو له راتګ وروسته نور اجازه نهورکول کېده چې هلته تدریس وکړي».
همدا کورنۍ تجربه د هغه د خصوصي ښوونځي د انتخاب لامل شوه.
هغه وویل: «مور مې ویل کېدای شي په خصوصي ښوونځي کې تعلیمي وضعیت ښه وي، نو ځکه یې زه دلته شامل کړم».
خو د هغه په وینا، د خصوصي او دولتي ښوونځیو ترمنځ توپیر تر ډېره په جزییاتو کې دی، نه په اصل کې.
نوموړي زیاته کړه: «په خصوصي ښوونځي کې هم ستونزې شته. ډېر لوی توپیر نهلري؛ یوازې ښوونکي یې لږ زیات دي او درسونه پهکې یو څه ښه پر مخ ځي».
په دواړو درسي نظامونو کې یوه ګډه ستونزه لیدل کېږي؛ د تجربه لرونکو ښوونکو کمښت او د تعلیمي پرسونل نشتوالی. د روضتالله په وینا، دغه کمښت په مستقیم ډول د زدهکړو پر کیفیت اغېز کړی دی.
د هغه په خبره، کله چې ښوونکي کم وي، طبیعي ده چې ټولو ټولګیو ته سمه پاملرنه نهکېږي او اغېز یې په خپلو درسونو کې احساسوو.
راتلونکي ته د باور کمېدل
د دغو بدلونونو تر شا د راتلونکي په اړه یو ډول ورو ورو زیاتېدونکې بېباوري هم رامنځته شوې ده.
روضتالله وایي، چې زدهکوونکي نور د پخوا په څېر د پوهنتون او راتلونکي په اړه په ډاډه زړه خبرې نهکوي.
هغه وایي: «پخوا زدهکوونکي ډېر هیلهمن وو او د خپل راتلونکي لپاره یې پلانونه درلودل، خو اوس ډېر کسان نه پوهېږي چې له ښوونځي وروسته به څه ورسره وشي»
د هلکانو د زدهکړو پټې ستونزې
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ په میاشت کې په یوه راپور کې ویلي وو،که څه هم طالبان د نجونو او ښځو د منځنیو او لوړو زدهکړو د مخنیوي له امله له پراخو نړیوالو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوي دي، خو هغو زیانونو ته ډېره کمه پاملرنه شوې چې دوی د هلکانو د زدهکړو پر بهیر اړولي دي.
دغه سازمان لیکلي: «د طالبانو تر واک لاندې د هلکانو په ښوونځیو کې د زدهکړو کیفیت په جدي ډول راټیټ شوی دی».
د بشري حقونو د څار سازمان زیاته کړې، چې طالبانو ښځینه ښوونکې د هلکانو له تدریس څخه منع کړې دي او د هغوی پر ځای یې داسې نارینه ښوونکي ګومارلي چې لازمې مسلکي وړتیاوې نهلري. د راپور له مخې، دغه بدلون د هلکانو پر زدهکړو ناوړه اغېز کړی دی.
دغه سازمان ادعا کوي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې په ښوونځیو کې د زدهکوونکو د سزا ورکولو کچه هم لوړه شوې ده.
یو نسل چې د زدهکړو پر ارزښت شکمن شوی
د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د هلکانو د ښوونځیو وضعیت ښيي چې ستونزه یوازې د نجونو له زدهکړو سره نه ده محدوده.
که څه هم نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو بېبرخې شوې دي، خو هغه هلکان چې لا هم ښوونځیو ته ځي، له داسې تعلیمي چاپېریال سره مخ دي چې د ښوونکو له کمښت، نیمګړو کتابونو، حذف شویو درسي مضمونونو، کمزورې تدریسي کچې او د راتلونکي په اړه له ناهیلۍ ډک دی.
په مزارشریف، کابل او د افغانستان په ګڼو نورو سیمو کې ډېر زدهکوونکي نور ښوونځی د خپلې بریا او پرمختګ لاره نه ګڼي.
ځینې د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله کار ته مخه کوي، ځینې د زدهکړو د کیفیت له کمښت څخه شکایت کوي او ځینې نور باور لريؤ چې حتی د زدهکړو له بشپړېدو وروسته هم د کار او پرمختګ فرصتونه نهلري.
همدا لامل دی، چې د یوه نسل په ذهن کې ورو ورو دا پوښتنه راټوکېږي: «ایا ښوونځي ته تلل لا هم د ښه راتلونکي تضمین دی؟»
د شپاړس کلن بهزاد خبره ښايي د زرګونو افغان زدهکوونکو د احساساتو استازیتوب وکړي؛ هغه زدهکوونکی چې هر سهار له خوبه راپاڅېږي، ښوونځي ته ځي، خو لا هم له ځانه پوښتي: «نه پوهېږم ښوونځي ته تلل ښه دي که نه تلل».
دا جمله یوازې د یوه زدهکوونکي شخصي پوښتنه نه ده، بلکې د افغانستان د ښوونې او روزنې د اوسني وضعیت او د یوه نسل د راتلونکي په اړه د ژورې اندېښنې څرګندونه هم ده.
د هند په پلازمېنه ډهلي کې د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۳مه) په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي چې د پولیسو په وینا، ۱۲ تنه یې بهرني وګړي دي. دا پېښه له ۲۰۲۲ کال راهیسې په ډهلي کې د ورته پېښو له تر ټولو خونړیو څخه بلل کېږي.
پولیسو د مړه شویو بهرنیو وګړو د هویت په تړاو نور جزییات نهدي ورکړي، خو د سياېناېن نیوز ۱۸ شبکې د راپور لهمخې، په قربانیانو کې د بنګلهدېش، نایجیریا، موزمبیق او لایبریا اتباع هم شامل دي.
رویټرز د عیني شاهدانو له قوله راپور ورکړی، چې سویلي ډیلي د مالویا نګر په سیمه کې د اور له پراخېدو وروسته یو شمېر کسانو د ژغورنې لپاره د هوټل له کړکیو او لوړو پوړونو ځانونه لاندې غورځول.
د دغې پېښې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې د ودانۍ له لوړو پوړونو څخه د خلکو د ټوپ وهلو پر مهال اور او لوګي ټوله ودانۍ نیولې وه.
ځايي اوسېدونکي چې د ژغورنې په لومړیو هڅو کې یې برخه اخیستې وایي، چې اور د څلور پوړیزې ودانۍ په لومړي او ځمکني پوړ کې پیل شوی وو او د لوړو پوړونو اوسېدونکي یې بند پاتې کړي وو.
د چارواکو په وینا، اور د سهار له نهو بجو لږ وړاندې بل شوی وو او د اور وژنې اته موټر د اور د مهارولو لپاره سیمې ته استول شوي وو. اور تر غرمې مهار شو.
پولیسو ویلي، د ژغورنې عملیاتو پر مهال ټولټال ۴۹ کسان روغتونونو ته لېږدول شوي، چې له دې ډلې اته تنه تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.
د هند د طبي علومو انسټیټیوټ ویلي، دوی ۱۳ ټپیان ترلاسه کړي، چې د دوو کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
ځايي چارواکو ویلي، ښایي اور د ودانۍ په ځمکني پوړ کې له فعال رستورانت څخه پیل شوی وي. د پېښې په تړاو دوسیه ثبت شوې او د ودانۍ مالک لاوکیش بجاج د تحقیقاتو لپاره نیول شوی دی.
د بحرین د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۳مه) په خپله اېکسپاڼه اعلان وکړ، چې ۱۵ کسان یې له سپاه پاسداران سره د تړاو په تور نیولي دي.
تر دې وړاندې، د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي وو، چې د ایران د جګړې له پیل راهیسې د فارس خلیج د سیمې هېوادونو له ۱۰۰ څخه ډېر شیعه وګړي د خیانت په تور نیولي دي. کویټ، متحده عربي امارات او بحرین هغه هېوادونه بلل شوي چې د نیونو څپه پهکې راپور شوې ده.
همدارنګه، د بحرین سترې جنايي محکمې د روان کال د غویي په ۲۲مه درې کسان، چې یوه ښځه هم پهکې شامله وه، د ایران له اسلامي جمهوریت سره د «همکارۍ» په تور په عمري بند محکوم کړل.
ایران او په ځانګړې توګه سپاه پاسداران لا تر اوسه په دې تړاو څه سپيناوی نهدی کړی.