افغانستان انټرنشنل له یوه بل کس سره هم خبرې کړې دي چې وایي ۲۱ زره امریکایي ډالره یې په دغه پلاټفورم کې بند پاتې دي او تر اوسه یې د ایستلو توان نه دی موندلی.
دغه پلاټفورم څنګه کار کاوه؟
ګولډ بياېس د هرمي شبکو په څېر جوړښت درلود او کاروونکي یې د چټکو او لوړو ګټو په ژمنه پانګونې ته هڅول. په داسې شبکو کې د پخوانیو غړو ګټې معمولاً د هغو پیسو له لارې ورکول کېږي چې نوي غړي دې سیستم ته راوړي.
کاروونکي وایي چې په ګولډ بياېس کې هر غړی دې ته هڅول کېده چې نور کسان هم جذب کړي. څومره چې د یوه کاروونکي تر لاس لاندې غړي ډېرېدل، همغومره یې د لوړې ګټې هیله هم ډېره کېده.
بهزاد وایي، چې هره ورځ له ځانه دا پوښتنه کوي چې ښوونځي ته راتګ یې ښه دی که نه راتګ. ځکه پلار یې څو ځله ورته ویلي، چې د ښوونځي پر ځای کولای شي کوم کسب یا مسلک زده کړي او د کورنۍ له اقتصادسره مرسته وکړي.
بهزاد وایي، چې ډېری ښوونکي له درسي ساعتونو وروسته مستقیم خپلې دویمې دندې ته ځي؛ ځینې کراچۍ چلوي، ځینې مزدوري کوي او ځینې نور د مزارشریف په کوڅو او سړکونو کې ریکشا چلوي.
هغه وایي: «زموږ استادان د ماسپښین له خوا ریکشا چلوي».
د نن ورځې افغانستان کې د ښوونکي دنده نور تل د تدریس معنا نهلري؛ کله ناکله دا یوازې د یوې اوږدې ورځې لومړۍ کاري پړاو وي، څو انسان خپل ژوند پر مخ یوسي.
حذف شوي درسونه
بهزاد د دري ژبې کتاب ور اړوي او ناڅاپه د کتاب په منځ کې تم کېږي. د کتاب له منځه څو پاڼې اېستل شوې دي او تش ځایونه یې لا هم په صحافت کې ښکاري. دا هماغه فصلونه دي چې نور یې د تدریس اجازه نهشته.
د نن ورځې افغانستان کې ستونزه یوازې د ښوونځي نشتوالی نهدی؛ کله کله ښوونځی موجود وي، خو هغه څه چې پهکې نهوي، خپله زدهکړه او تعلیم وي.
«زما ټولګیوال پوهنتون ته د تګ لېوالتیا نهلري»
د افغانستان د پخواني نسل ډېرو زدهکوونکو لپاره به د دولسم ټولګي پای له یوې ګډې هیلې سره مل وو؛ کانکور، پوهنتون او ښایي داسې دنده چې د کورنۍ ژوند بدل کړي. خو احمدعلي وایي، چې دا هیله اوس د مزارشریف په ټولګیو کې پیکه شوې ده.
احمدعلي ۱۸ کلن دی او د عبدالعلي مزاري نمبر ۲ عالي لېسه کې زدهکړې کوي. کله چې د راتلونکي په اړه خبرې کوي، غږ یې د داسې چا په څېر ښکاري چې د یوه له لاسه تللي شي په اړه غږېږي، نه د داسې څه په اړه چې لا هم ورته سترګې په لاره وي.
هغه وایي: «پخوا به چې زدهکوونکی لسم ټولګي ته ورسېده، په شوق به یې د کانکور په کورسونو کې نوم لیکنه کوله. موږ فکر کاوه چې پوهنتون ته به ځو، د خپلې خوښې په څانګه کې به زدهکړې کوو او وروسته به د کار زمینه برابره شي. خو اوس دا هیله ډېره پیکه شوې ده».
د نن ورځې افغانستان کې پوهنتون د ډېرو تنکیو ځوانانو لپاره نور د ښوونځي طبیعي دوام نه ګڼل کېږي؛ بلکې داسې امتیاز ته ورته دی چې ترلاسه کول یې ډېر ستونزمن او لرې ښکاري.
د کانکور د چمتووالي د کورسونو لګښتونه، پراخه بېوزلي او د کار د فرصتونو نشتوالی ګڼې کورنۍ دې ته اړې کړې دي چې د زدهکړو او ژوندي پاتې کېدو ترمنځ یو انتخاب وکړي.
احمدعلي اوس په اونۍ کې یوازې دوه ورځې ښوونځي ته ځي. د اونۍ په نورو ورځو کې د موټرو په یوه ترمیمي ورکشاپ کې کار کوي. هغه وایي: «ما خپلو ښوونکو ته ویلي، چې اړ یم کار وکړم، نو هیله ده چې غیر حاضر مې حساب نهکړي».
نوموړی زیاتوي، چې د ده ګڼ شمېر ټولګیوال هم د زدهکړو ترڅنګ درانه کارونه ترسره کوي؛ ځینې په بازار کې کار کوي، ځینې په ورکشاپونو کې او ځینې نور د ورځې مزدورۍ ته ځي. څلور کاله وړاندې، کله چې احمدعلي په اتم ټولګي کې وو، د دوی د ښوونځي ډېری ښوونکي ښځې وې.
هغه وایي: «زموږ په ټولګي کې لسو ښوونکو درس راکاوه چې اته تنه یې ښځې وې. اوس له هغوی څخه یوه هم نه ده پاتې». د هغه په وینا، د ښوونکو کمښت اوس د ښوونځي د ورځني ژوند یوه عادي برخه ګرځېدلې ده.
ځینې ورځې له شپږو مضمونونو یوازې دوه یا درې ښوونکي حاضر وي. ان تخصصي مضمونونه هم کله ناکله د اړوندو او مسلکي ښوونکو له نشتوالي سره مخ دي.
احمدعلي په ترخه موسکا وایي: «تېر کال مو د کال تر پایه د فزیک ښوونکی نهدرلود. سږ کال یې یو ملا د فزیک د ښوونکي په توګه مقرر کړی دی، حال دا چې هغه خپله پر فزیک هېڅ نهپوهېږي». په داسې شرایطو کې پوهنتون نور د ډېرو زدهکوونکو لپاره بل پړاو نهښکاري، بلکې یوه لرې او مبهمه مفکوره ده چې ورو ورو د ځوانانو له ذهنونو څخه وځي.
د احمد علي په خبره: «نن سبا د ډېرو زدهکوونکو په منځ کې دا احساس پیدا شوی چې که درس هم ولولي، معلومه نه ده، چې خپلو هیلو او ارمانونو ته به ورسېږي که نه».
د بشري حقونو د څار سازمان زیاته کړې، چې طالبانو ښځینه ښوونکې د هلکانو له تدریس څخه منع کړې دي او د هغوی پر ځای یې داسې نارینه ښوونکي ګومارلي چې لازمې مسلکي وړتیاوې نهلري. د راپور له مخې، دغه بدلون د هلکانو پر زدهکړو ناوړه اغېز کړی دی.
دغه سازمان ادعا کوي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې په ښوونځیو کې د زدهکوونکو د سزا ورکولو کچه هم لوړه شوې ده.
یو نسل چې د زدهکړو پر ارزښت شکمن شوی
د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د هلکانو د ښوونځیو وضعیت ښيي چې ستونزه یوازې د نجونو له زدهکړو سره نه ده محدوده.
که څه هم نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو بېبرخې شوې دي، خو هغه هلکان چې لا هم ښوونځیو ته ځي، له داسې تعلیمي چاپېریال سره مخ دي چې د ښوونکو له کمښت، نیمګړو کتابونو، حذف شویو درسي مضمونونو، کمزورې تدریسي کچې او د راتلونکي په اړه له ناهیلۍ ډک دی.
په مزارشریف، کابل او د افغانستان په ګڼو نورو سیمو کې ډېر زدهکوونکي نور ښوونځی د خپلې بریا او پرمختګ لاره نه ګڼي.
ځینې د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله کار ته مخه کوي، ځینې د زدهکړو د کیفیت له کمښت څخه شکایت کوي او ځینې نور باور لريؤ چې حتی د زدهکړو له بشپړېدو وروسته هم د کار او پرمختګ فرصتونه نهلري.
همدا لامل دی، چې د یوه نسل په ذهن کې ورو ورو دا پوښتنه راټوکېږي: «ایا ښوونځي ته تلل لا هم د ښه راتلونکي تضمین دی؟»
د شپاړس کلن بهزاد خبره ښايي د زرګونو افغان زدهکوونکو د احساساتو استازیتوب وکړي؛ هغه زدهکوونکی چې هر سهار له خوبه راپاڅېږي، ښوونځي ته ځي، خو لا هم له ځانه پوښتي: «نه پوهېږم ښوونځي ته تلل ښه دي که نه تلل».
دا جمله یوازې د یوه زدهکوونکي شخصي پوښتنه نه ده، بلکې د افغانستان د ښوونې او روزنې د اوسني وضعیت او د یوه نسل د راتلونکي په اړه د ژورې اندېښنې څرګندونه هم ده.
د طالبانو حکومت په ایټالیا او نورو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو د ژوند، امنیت، عزت او اساسي حقونو د خوندیتوب پر اړتیا هم ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره اغېزناک تدابیر ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې په ایټالیا کې په موټر کې د دریو افغان او یوه پاکستاني کارګرانو د ژوندي سوځولو له پېښې یوازیني ژغورل شوي افغان ویلي، چې د کار څښتن د پېسو غوښتلو له امله اور ور اچولی.
افغان کډوال تاج محمد علمیار د ایټالیا ملي تلویزیون ته ویلي، چې له دوو پاکستانیانو سره یې د لاسباړې نه ورکولو پر سر ناندرۍ رامنځته شوې وې. نوموړي ویلي، چې له دوو پاکستانیانو سره هره ورځ د کار لپاره تلل او یادو کسانو له یوې میاشتې راهیسې نوموړي او د ده نورو ملګرو ته معاشونه نه وو ورکړي.
تاج محمد علمیار وايي، کله چې دوی له کاره بېرته را ګرځېدل د تېلو په یوه پمپ کې ودرېدل، د کار د څښتنانو له ډلې یوه پر موټر پټرول وشیندل او بل کس د موټر د شا دروازې بندې کړې او موټر ته یې اور واچاوه.