صفروف پرته له دې چې کوم مشخص اسناد وړاندې کړي، ادعا کړې چې پاکستان له اوکراین سره همکاري لري.
اوکراین او روسیه له څلورو کلونو راهیسې په پراخې پوځي جګړې کې ښکېل دي. روسیه لوېدیځ هېوادونه تورنوي چې له اوکراین څخه ملاتړ کوي، خو دا لومړی ځل دی چې یو روسي کارپوه د اوکراین له لوري د پاکستان د ملاتړ خبره کوي.
تر دې وړاندې هندي سرچینو ادعا کړې وه چې پاکستان غواړي اوکراین ته ۱۵۹ کانټینره پوځي مهمات، د راکټونو په ګډون واستوي. ویل کېږي چې دغه مهمات د یوې خصوصي بېړۍچلونکې کمپنۍ له لارې د کراچۍ له بندر څخه د پولنډ د ګدانسک بندر ته او له هغه ځایه اوکراین ته لېږدول کېږي.
په ورته وخت کې اینټرسېپټ څېړنیزې وېبپاڼې په ۲۰۲۳ کال کې په یوه راپور کې ادعا کړې وه چې امریکا د اوکراین لپاره د وسلو د یوې پټې معاملې په بدل کې له پاکستان سره د نړیوال وجهي صندوق د مالي مرستې د ترلاسه کولو برخه کې مرسته کړې ده.
د افشا شویو اسنادو له مخې، د نړیوال وجهي صندوق د پور د ترلاسه کولو لپاره د امریکا ملاتړ د اوکراین د پوځي اړتیاوو د پوره کولو په موخه له یوې پټې وسلهوالې معاملې سره تړلی و.
رجب صفروف د روسیې او طالبانو ترمنځ پوځي هوکړې ته په اشارې وویل چې مسکو د دې تړون په لاسلیکولو سره غواړي لوېدیځو هېوادونو ته دا پیغام ورکړي چې په افغانستان کې فعاله ونډه لري.
هغه وویل: «روسیه اندېښنه لري چې پاکستان په پټه توګه له اوکراین سره تخنیکي او پوځي مرسته کوي، او د روسیې او طالبانو ترمنځ نوې هوکړه ښايي د پاکستان د همدې اقدام پایله وي». د دغه روسي کارپوه په وینا، مسکو هڅه کوي چې د افغانستان په سیاسي او امنیتي ډګر کې خپل حضور پیاوړی کړي او له کابل سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
هغه ټینګار وکړ چې دا اقدام هغو لوېدیځو هېوادونو ته یو جدي خبرداری دی چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو هڅې کوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو د دفاع وزیر له مسکو څخه تر راستنېدو وروسته په ښکاره ډول د کابل د وروستیو خوځښتونو په اړه د اسلاماباد د قهر او اندېښنې یادونه کړې او ویلي یې دي چې دغه هوکړه د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ ده.
هغه په خبرداری ورکونکې لهجه زیاته کړې: «موږ به په نږدې راتلونکي کې هڅه وکړو چې پاکستان نور د افغانستان پر خاوره د برید جرئت ونه کړي». یو شمېر شنونکي باور لري، دغه څرګندونې ښيي روسیې د طالبانو د دفاع وزیر ته ډاډ ورکړی چې د طالبانو له راداري او دفاعي سیستمونو سره به همکاري وکړي.
د سیاسي چارو د څارونکو په باور، د دې هوکړهلیک لاسلیک کېدو سیمهییز حساسیتونه، په ځانګړې توګه د پاکستان اندېښنې، راپارولي دي او ښايي د وروستیو سرحدي کړکېچونو په سیوري کې د کابل او اسلاماباد اړیکې لا پېچلې کړي.