د اوکراین حکومت د اروپايي ټولنې له ۹۰ میلیارده یورويي پور څخه ۲،۵ میلیارده یورو د ۲۰ نوو ګریپن جنګي الوتکو د پېرلو لپاره ځانګړي کړي دي. سربېره پر دې، ټاکل شوې چې سویډن اوکراین ته د دغو الوتکو ۱۶ پخوانۍ نمونې هم وسپاري، څو د اوکراین د ښارونو او حیاتي تاسیساتو هوايي دفاع نوره هم پیاوړې شي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي تېره اوونۍ د سویډن له لومړي وزیر اولف کریسټرسن سره د تړون د لاسلیک پر مهال وویل: «موږ دغو الوتکو ته اړتیا لرو او دا زموږ لپاره د اوکراین په دفاعي تاریخ کې یوه نوې پاڼه ده.»
د راپور له مخې، که د تړون ټول پړاوونه عملي شي، نو د اخیستل کېدونکو الوتکو شمېر ښايي ۱۵۰ ته ورسېږي. پوځي شنونکي باور لري چې ګریپن به په راتلونکو میاشتو کې د روسیې د هوايي او دفاعي سیسټمونو پر وړاندې خپلې وړتیاوې وازمويي.
د سویډن د دفاعي پوهنتون استاد او پوځي کارپوه یوهان هووینن ویلي: «دا به د هغو سیسټمونو پر وړاندې ازموینه وي چې دغه الوتکه په اصل کې د مقابلې لپاره جوړه شوې ده؛ یعنې د روسیې پر وړاندې.»
ګریپن که څه هم د امریکا د «اېف-۳۵» پرمختللې جنګي الوتکې په څېر د پټې الوتنې وړتیا نه لري، خو د جګړې په سختو شرایطو کې د عملیاتو ځانګړې وړتیاوې لري. دغه الوتکه کولای شي له لویو لارو، لنډمهاله هوايي ډګرونو او حتا له عادي سړکونو الوتنه او ناسته وکړي، هغه ځانګړنه چې د اوکراین د جګړې له شرایطو سره مناسبه بلل کېږي.
د اوکراین د دفاع وزارت د نړیوالو همکاریو مسؤول اولیکسي انتونیوک ویلي چې د اوکراین هوايي ځواک د ناټو د معیاري او خوندي هوايي اډو پر ځای له بېلابېلو لنډمهاله ځایونو څخه کار اخلي او ګریپن په دقیق ډول د همدې ډول عملیاتو لپاره طرحه شوې ده.
هغه زیاته کړې: «یوازې شپږ کسیزه ډله کولای شي الوتکه تر لسو دقیقو په کم وخت کې د بل ماموریت لپاره چمتو کړي، چې دا د جګړې په شرایطو کې یوه مهمه ګټه ده.»
د اوکراین چارواکي وايي، د ګریپن د عملیاتو لګښت هم د اېف-۳۵ په پرتله خورا کم دی او د اوږدې جګړې په شرایطو کې دا اقتصادي برتري ځانګړی اهمیت لري.