په فرانکفورت هوايي ډګر کې پر ځمکه د الوتکې د پوزې لګېدو له امله څو تنه ټپیان شوي

د جرمني لوفتهانزا هوايي شرکت ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ په فرانکفورت هوايي ډګر کې پرځمکه د بوینګ ۷۸۷ مسافر وړونکې الوتکې د پوزې لګېدو او ماتېدو له امله څو تنه ټپیان شوي.

د جرمني لوفتهانزا هوايي شرکت ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ په فرانکفورت هوايي ډګر کې پرځمکه د بوینګ ۷۸۷ مسافر وړونکې الوتکې د پوزې لګېدو او ماتېدو له امله څو تنه ټپیان شوي.
د شرکت ویاند ویلي چې تر دې مهاله مسافر الوتکې ته نه وو ختلي، خو د الوتکې دننه عمله او د ځمکنیو خدماتو کارکوونکي موجود وو. د پېښې له امله څو کسان ټپیان شوي او اوس تر درملنې لاندې دي.
د پېښې پر مهال د ژغورنې او بېړنیو خدماتو ګڼ شمېر موټر د الوتکې شاوخوا لیدل شوي او د الوتکې پوزه لاندې پرځمکه لګېدلې ده.
لوفتهانزا ویلي چې د پېښې د کره لاملونو په اړه څېړنې روانې دي.

د ناټو د بالتیک د فضاڅارنې ماموریت په اډانه کې فرانسوۍ جنګي الوتکې د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د روسۍ الوتکو د څارنې په موخه ۱۱ ځله الوتې دي. د فرانسې د وسلهوالو ځواکونو ویاند دغه شمېر د معمول په پرتله د «پاروونکو اقداماتو» لوړه کچه بللې ده.
د بالتیک د هوايي څارنې ماموریت د استونیا، لاتویا او لیتوانیا هوايي حریم ساتي.
ناټو په نوبتي ډول خپلې جنګي الوتکې دغو هېوادونو ته استوي، ځکه هغوی په بشپړ ډول د خپل هوايي حریم د ساتنې وړتیا نه لري.
د فرانسې د پوځ ویاند ګیوم ورنېت په اوونیز خبري کنفرانس کې وویل چې د فرانسې هغه پوځي واحد چې د بالتیک د فضاڅارنې لپاره ځای پر ځای شوی، څو ځله هغه روسي پوځي الوتکې تعقیب کړې چې نه یې د الوتنې پلان درلود او نه یې راډیويي اړیکه ساتله.
د هغه په وینا، په دغو الوتکو کې وسلهوالې جنګي الوتکې، استخباراتي الوتکې او ترانسپورتي الوتکې شاملې وې.
د جنوبي کوریا د ولسمشر لی جې-میونګ واکمن ډیموکراټیک ګوند د سیمهییزو ټاکنو په لومړنیو پایلو کې د اکثریت څوکۍ ګټلې دي، خو په ورته وخت کې د پلازمېنې سیول ښاروالۍ د مهمې څوکۍ د بایللو له ګواښ سره مخ شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پنجشنبې په ورځ د رایو د لومړنیو شمېرنو پایلې ښيي چې ډیموکراټیک ګوند په عمومي ډول په سیمهییزو ټاکنو کې قوي بریا ترلاسه کړې، خو د سیول ښاروالۍ سیالي لا هم تر سختې لانجې لاندې ده.
په سیول کې د اپوزیسیون د خلکو ځواک ګونداوسنی ښاروال او سې-هون د بریا نږدې اعلان شوی، او ویل کېږي چې هغه د ډیموکراټیک ګوند له سیال چونګ وون-او څخه په ډېر لږ توپیر مخکې دی.
د راپور له مخې، د رای پاڼو د کمښت په اړه د رامنځته شوې لانجې له امله د سیول ښاروالۍ سیالي تر ټولو مهمه او حساسه برخه ګڼل کېږي، چې پایلې یې لا هم نهایي شوې نه دي.
د ټاکنو شنونکي وايي که څه هم د ولسمشر د ګوند بریا په سیمهییزو ټاکنو کې د هغه د سیاسي نفوذ د پیاوړتیا نښه ده، خو د سیول ښاروالۍ له لاسه ورکول کولی شي د واکمن ګوند لپاره مهم سیاسي او سمبولیک زیان وي.
ټاکل شوې چې د رایو وروستۍ شمېرنې او رسمي پایلې په راتلونکو ساعتونو کې اعلان شي.
د امریکا متحده ایالاتو اعلان کړی، چې لبنان او اسراییل د اوربند پر یوه هوکړه سلا شوي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه خبر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره اعلان شوی دی.
د راپور له مخې، دا هوکړه په واشنګټن کې له ترسره شویو ډیپلوماتیکو خبرو اترو وروسته شوې او موخه یې د دواړو لورو ترمنځ د پوځي تاوتریخوالي او سرحدي نښتو کمول دي.
امریکايي چارواکو ویلي چې دغه اوربند د سیمهییز ثبات د ټینګښت او د شخړو د پراخېدو د مخنیوي لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو پایله ده. خو تر اوسه د هوکړې د شرایطو او عملي میکانیزمونو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
دا پرمختګ داسې مهال رامنځته کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د لبنان او اسراییل ترمنځ سرحدي ترینګلتیا او پراخې نښتې زیاتې شوې وې. د دواړو لورو ترمنځ د راکټي بریدونو او پوځي عملیاتو له امله د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې هم ډېرې شوې وې.
شنونکي باور لري چې که دا اوربند په عملي ډول پلی شي، کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي په کمېدو او د سیمې د امنیتي وضعیت په ښه کېدو کې مهم رول ولوبوي.
تر اوسه د لبنان او اسراییل چارواکو د اوربند د هوکړې د جزییاتو په اړه جلا څرګندونې نه دي کړې، خو تمه کېږي چې په راتلونکو ورځو کې به د دې هوکړې د عملي کېدو څرنګوالي په اړه نور معلومات هم خپاره شي.
د ایټالیا لومړۍ وزیره جورجیا ملوني په دې هېواد کې د درېیو افغان پناهغوښتونکو او یوه پاکستاني وګړي د ژوندي سوځول کېدو په غبرګون کې ویلي چې دغه «وېروونکي جنایت» سخت ټکان ورکړی او حکومت به یې عاملین د عدالت منګولو ته وسپاري.
هغې ویلي چې د دې پېښې شکمن کسان نیول شوي او دا اقدام د حقیقت د روښانېدو او د عدالت د تامین په لاره کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.
ملوني د دوسیې پر جدي تعقیب ټینګار وکړ او ویې ویل: «په کالابریا کې د څلورو کرنیزو کارګرانو وحشیانه وژنې موږ ټول سخت حیران او خواشیني کړي یو. ایټالیا به د تاوتریخوالي او وحشت پر وړاندې هېڅکله شاتګ ونه کړي».
د ایټالیا لومړۍ وزیرې زیاته کړه چې د دې جنایت د ټولو اړخونو روښانول او عاملانو ته سزا ورکول د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. هغې وویل چې د جنايي پلټونکو له خوا راټول شوي شواهد او اسناد، د پېښې د ځای د امنیتي کمرې د انځورونو په ګډون، د تورنو کسانو د پېژندلو او نیولو لامل شوي دي.
د قضیې مسئول څارنوال الیساندرو دآلسیو د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «د خپل ۳۰ کلن کاري ژوند په اوږدو کې مې هېڅکله دومره بېرحمي او قساوت نه دی لیدلی».
د ایټالیايي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه پېښه د ایټالیا په سوېل کې د کوزنزا ولایت د آمندولارا ښار په سیمه کې رامنځته شوې ده. قربانیان څلور تنه کډوال کارګران وو او هویتونه یې هم تثبیت شوي دي.
په قربانیانو کې درې افغان پناهغوښتونکي شامل دي چې امین افضل خوګیاڼی (۲۸ کلن)، صفي ایجاد (۲۷ کلن) او عصمتالله قائمي (۱۹ کلن) و. څلورم قرباني ۲۹ کلن پاکستانی وګړی وسیم خان و. ټول دغه کسان د کرنې په برخه کې په کار بوخت وو.
راپورونه ښيي چې دوه ۳۲ کلن پاکستانیان، چې د کډوالو کارګرانو د استثمار په تور تورن دي، د هغه موټر دروازې چې کارګران پکې سپاره وو، قلف کړې، پرې یې پټرول شیندلي او وروسته یې موټر اور ته اچولی دی. د څلورو قربانیانو سوځېدلي جسدونه وروسته د تېلو د یوه پمپ ترڅنګ د هماغه موټر دننه وموندل شول.
د دې پېښې جزییات تاجمحمد، هغه افغان پناهغوښتونکي رسنیو ته بیان کړي چې له دې پېښې ژوندی ژغورل شوی دی. هغه ویلي چې د موټر د ښیښې په ماتولو سره یې ځان د اور له لمبو څخه راویستلی او تښتېدلی دی.
د نوموړي په وینا، کارګرانو تر یوې میاشتې زیات معاش نه و ترلاسه کړی او تورنو کسانو به هغوی د چړو او وسلو په زور کار ته اړ ایستل. هغه دا ادعا هم کړې چې یاد کسان د یوې داسې شبکې برخه دي چې له کډوالو کارګرانو ناوړه ګټه پورته کوي او هغوی استثماروي.
د راپورونو له مخې، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې کارګرانو د رسمي قرارداد له نشتوالي او د استثماري شرایطو له امله د کار دوام ته غاړه کېنښوده.
د اته ساعته کار په بدل کې ۴۵ یورو
په ایټالیا کې د کډوالو د کار ځواک استثمار یوه اوږدمهاله ستونزه ده چې کله ناکله مرګونې پایلې هم لري. د «پلاچیدو ریزوتو څار بنسټ» د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۳۰ سلنه کرنیز کارګران په غیرقانوني او غیررسمي ډول په کار بوخت وو.
دې پېښې یو ځل بیا په ایټالیا کې د «کاپورالاتو» په نوم نظام ته پام رااړولی دی؛ هغه سیستم چې پکې دلالان او ناقانونه شبکې، په ځانګړې توګه د ایټالیا په سوېلي سیمو کې، د کډوالو له کاري ځواک څخه ناوړه ګټه اخلي.
د ایټالیا د کارګرانو ټولنه وایي چې په دغه هېواد کې له ۲۰۰ زرو زیات کډوال کارګران له قانوني اسنادو پرته کار کوي او د قانوني ملاتړ د نشتوالي له امله د استثمار، تاوتریخوالي او جبري کار له ګواښ سره مخ دي.
د بشري حقونو بنسټونو هم له جورجیا ملوني حکومت څخه غوښتي چې د ورته پېښو له رامنځته کېدو وروسته یوازې لنډمهالي اقدامات ونه کړي، بلکې د دې ستونزې د بنسټیز حل لپاره جدي او دوامدار ګامونه پورته کړي.
د افغانستان د څېړونکو شبکه وایي، چې په هېواد کې د چاپېریال ناورین له وچکالۍ، سېلابونو، د اوبو له کمښت، ککړتیا، خوراکي ناامنۍ او پر ښارونو له زیات فشار سره تړلی دی او اغېزې به یې په راتلونکو کلونو کې د افغانستان د خلکو پر ژوند سیوری وغوړوي.
په هغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۳مه، د دغې څېړنیزې ادارې له لوري خپور شوی، راغلي چې د اوبو کمښت اوس یوازې د فراه او نیمروز په څېر د وچو ولایتونو ستونزه نه ده، بلکې د افغانستان ډېر ښارونه هم له دې کړکېچ سره مخ دي.
راپور زیاتوي چې که څه هم تر ۲۰۳۰ کال پورې د کابل د ځمکنیو اوبو د بشپړېدو اټکل نړیوال پام ځان ته اړولی، خو یوازې کابل نه، بلکې د افغانستان نور ښارونه هم د اوبو له جدي بحران سره لاس او ګرېوان دي.
د افغانستان د څېړونکو شبکې په وینا، د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د اوبو نلونه وچېږي، څاګانې لا ژورې کیندل کېږي او دولتي ادارې د اوبو د مخ پر زیاتېدونکې غوښتنې او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو د کمزوري توان له امله تر سخت فشار لاندې دي.
خو په همدې راپور کې ویل شوي چې د کرنیز اقلیم متخصصینو د غنمو لپاره، چې د افغانستان اصلي کرنیز محصول ګڼل کېږي، نسبتاً مثبت راتلونکی اټکل کړی دی. د راپور له مخې، د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو تخمونو پراخ وېش د دې لامل شوی چې د هېواد په کچه د غنمو حاصلات زیات شي.
د افغانستان د څېړونکو شبکې ویلي چې د هېواد خوراکي نظام له مخ پر زیاتېدونکي فشار سره مخ دی. کورني حاصلات نه کافي دي او نه هم په یوشانډول ترلاسه کېږي، او د سوداګرۍ لارې هم په وروستیو کلونو کې څو ځله بدلې شوې دي.
په راپور کې راغلي چې د پسرلي بارانونه د غنمو د ښه حاصل لپاره کافي وو، خو د اقلیمي بحران اوږدمهاله حقیقت او پرلهپسې وچکالۍ لا هم ویجاړوونکې اغېزې لري.
راپور وایي، سره له دې چې افغانستان د نړۍ د ککړونکو ګازونو په تولید کې ډېره کمه ونډه لري، خو بیا هم د اقلیمي بدلونونو له امله له مخ پر زیاتېدونکو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دی.
د راپور له مخې، اقلیمي پېښې لکه سېلابونه، وچکالۍ، د ځمکې ښوېدل، واورین ښوېدنې او سختې تودوخې هر کال د افغانستان اقتصاد ته په عادي کلونو کې شاوخوا ۵۵۰ میلیونه ډالره او د سختې وچکالۍ په کلونو کې نږدې درې میلیارده ډالره زیان اړوي.
دغه راپور د هوا ککړتیا ته هم اشاره کوي او لیکي چې د کابل ژمي له خفه کوونکي لوګي سره مل وي، ځکه خلک د خپلو کورونو د تودولو لپاره سکاره، لرګي او آن پلاستیک سوځوي او له زړو موټرو څخه کار اخلي.
خو راپور زیاتوي چې په افغانستان کې تر ټولو خرابه هوا په کابل کې نه، بلکې د هېواد په سوېل لوېدیځو او شمالي سیمو کې لیدل کېږي.
په راپور کې دا هم راغلي چې ککړتیا یوازې د هوا ستونزه نه ده. په ښارونو کې د فاضله اوبو پرانیستي کانالونه په کوڅو کې بد بوی خپروي، غیرمعیاري سپټیک څاګانې د ځمکې لاندې اوبه ککړوي او کثافات پر وخت نه راټولېږي.
راپور همدارنګه د غږیزې ککړتیا ستونزې ته اشاره کوي او وایي چې د ورځې له خوا د پلورونکو د لوډسپیکرونو لوړ غږونه او د شپې له خوا د کوڅهډبو سپیو غپا د خلکو پر ورځني ژوند منفي اغېز کوي.