په هغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۳مه، د دغې څېړنیزې ادارې له لوري خپور شوی، راغلي چې د اوبو کمښت اوس یوازې د فراه او نیمروز په څېر د وچو ولایتونو ستونزه نه ده، بلکې د افغانستان ډېر ښارونه هم له دې کړکېچ سره مخ دي.
راپور زیاتوي چې که څه هم تر ۲۰۳۰ کال پورې د کابل د ځمکنیو اوبو د بشپړېدو اټکل نړیوال پام ځان ته اړولی، خو یوازې کابل نه، بلکې د افغانستان نور ښارونه هم د اوبو له جدي بحران سره لاس او ګرېوان دي.
د افغانستان د څېړونکو شبکې په وینا، د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د اوبو نلونه وچېږي، څاګانې لا ژورې کیندل کېږي او دولتي ادارې د اوبو د مخ پر زیاتېدونکې غوښتنې او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو د کمزوري توان له امله تر سخت فشار لاندې دي.
خو په همدې راپور کې ویل شوي چې د کرنیز اقلیم متخصصینو د غنمو لپاره، چې د افغانستان اصلي کرنیز محصول ګڼل کېږي، نسبتاً مثبت راتلونکی اټکل کړی دی. د راپور له مخې، د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو تخمونو پراخ وېش د دې لامل شوی چې د هېواد په کچه د غنمو حاصلات زیات شي.
د افغانستان د څېړونکو شبکې ویلي چې د هېواد خوراکي نظام له مخ پر زیاتېدونکي فشار سره مخ دی. کورني حاصلات نه کافي دي او نه هم په یوشانډول ترلاسه کېږي، او د سوداګرۍ لارې هم په وروستیو کلونو کې څو ځله بدلې شوې دي.
په راپور کې راغلي چې د پسرلي بارانونه د غنمو د ښه حاصل لپاره کافي وو، خو د اقلیمي بحران اوږدمهاله حقیقت او پرلهپسې وچکالۍ لا هم ویجاړوونکې اغېزې لري.
راپور وایي، سره له دې چې افغانستان د نړۍ د ککړونکو ګازونو په تولید کې ډېره کمه ونډه لري، خو بیا هم د اقلیمي بدلونونو له امله له مخ پر زیاتېدونکو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دی.
د راپور له مخې، اقلیمي پېښې لکه سېلابونه، وچکالۍ، د ځمکې ښوېدل، واورین ښوېدنې او سختې تودوخې هر کال د افغانستان اقتصاد ته په عادي کلونو کې شاوخوا ۵۵۰ میلیونه ډالره او د سختې وچکالۍ په کلونو کې نږدې درې میلیارده ډالره زیان اړوي.
دغه راپور د هوا ککړتیا ته هم اشاره کوي او لیکي چې د کابل ژمي له خفه کوونکي لوګي سره مل وي، ځکه خلک د خپلو کورونو د تودولو لپاره سکاره، لرګي او آن پلاستیک سوځوي او له زړو موټرو څخه کار اخلي.
خو راپور زیاتوي چې په افغانستان کې تر ټولو خرابه هوا په کابل کې نه، بلکې د هېواد په سوېل لوېدیځو او شمالي سیمو کې لیدل کېږي.
په راپور کې دا هم راغلي چې ککړتیا یوازې د هوا ستونزه نه ده. په ښارونو کې د فاضله اوبو پرانیستي کانالونه په کوڅو کې بد بوی خپروي، غیرمعیاري سپټیک څاګانې د ځمکې لاندې اوبه ککړوي او کثافات پر وخت نه راټولېږي.
راپور همدارنګه د غږیزې ککړتیا ستونزې ته اشاره کوي او وایي چې د ورځې له خوا د پلورونکو د لوډسپیکرونو لوړ غږونه او د شپې له خوا د کوڅهډبو سپیو غپا د خلکو پر ورځني ژوند منفي اغېز کوي.