• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کویت کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارل شوی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۵۹ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په کویت کې د افغانستان سفارت د طالبانو یوه ډیپلومات ته سپارل شوی. د سرچینو په وینا؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خپل یو ډیپلوماټ مولوی محمدشفیق خطیب کویت ته د نوي سفیر په توګه معرفي کړی.

د سرچینو په وینا؛ نوموړی د پخواني حکومت د سفیر سید جواد هاشمي پرځای ټاکل شوی دی. طالبانو له دې وړاندې محمد داود خروټی د شارژدافیر په توګه معرفي کړی و.

د طالبانو نوی سفیر شفیق خطیب له دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرحدونو چارو رییس و. کویټ د روان کال په فبرورۍ میاشت کې تیاری ښودلی و، چې په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاري.

ترویج لرونکی

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی
۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی

۲

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۳

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۴

د طالب غړو خپل‌سرې محکمې؛ کونړ کې یوه طالب وسله‌وال د خواله رسنیو یو فعال وهلی

۵

د پاکستان او چین استازو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي

•
•
•

نور کیسې

روانه اونۍ؛ د طالبانو امربالمعروف وزارت وایي ۱۸ کوډګر یې نیولي دي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۳۹ GMT+۱
روانه اونۍ؛ د طالبانو امربالمعروف وزارت وایي ۱۸ کوډګر یې نیولي دي
100%

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبانو روانه اونۍ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۸ کوډګر نیولي دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه کوډګر یې په بلخ، لوګر، کابل، سرپل، غور، زابل، تخار، دایکنډي او فراه ولایتونو کې نیولي دي.

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت زیاته کړې، چې نیول شوي کوډګر عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي. د طالبانو یاد وزارت تر دې وړاندې هم په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و.

د دغه وزارت له‌خوا په خپور شوي راپور کې راغلي، تېره اونۍ یې د مېرمنو د حقونو اړوند ۲۰۴ قضیې هم حل کړې چې په‌کې د ظلم، جبري نکاح، په بدو کې د نجونو د ورکړې، مهر، میراث او طلاق اړوند قضیې شاملې دي. دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دغې ډلې په خپله پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې په تېره یوه اونۍ کې یې له سوداګرو سره د بیو د کنټرول، د احتکار او بې‌کیفیته توکو د واردولو د مخنیوي په اړه هم ۶۳۷ اصلاحي ناستې لرلې.

ګډ امنیتي تړون سازمان: په افغانستان کې د جګړې او د «ترهګرو» ډلو د فعالیت زمینه پراخه شوې

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۱۸ GMT+۱
ګډ امنیتي تړون سازمان: په افغانستان کې د جګړې او د «ترهګرو» ډلو د فعالیت زمینه پراخه شوې
100%

د ګډ امنیتي تړون سازمان عمومي منشي په مسکو کې د دغه سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرداری ورکړی. تولګابیک مسادکوف ویلي، چې په افغانستان کې د شخړو احتمال او د وسله‌والو سازمانونو فعالیت د پراختیا په حال کې دی.

هغه ویلي، چې په افغانستان کې د شخړو ظرفیت او احتمال مخ په پراخېدو دی او په دغه هېواد کې د نړۍوالو وسله‌والو او افراطي سازمانونو فعالیتونه پراخ شوي دي. دغه غونډه د چهارشنبې په ورځ (د غبرګوي ۱۳مه) جوړه شوه، چې په‌کې د روسیې، ارمنستان، بلاروس، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان د دفاع وزیرانو ګډون کړی و.

د یاد سازمان عمومي منشي په خپله وینا کې د سیمې د پوځي او سیاسي وضعیت په اړه وویل، د ګډ امنیتي‌ تړون غړو هېوادونو پر وړاندې امنیتي ګواښونه او ننګونې زیاتې شوې او دغه وضعیت د سیمه‌‌ییز او نړۍوال جیوپولیټیک رقابت د زیاتېدو نښه ده.

هغه د دغه ګواښونو مهم لاملونه په اروپا کې د ناټو پوځي ظرفیت پراختیا، په اوکراین او منځني ختیځ کې روانې جګړې، په افغانستان کې د شخړې د زیاتېدو احتمال او د نړۍوالو وسله‌والو او افراطي ډلو د فعالیتونو زیاتوالی وباله.

د ګډ امنیتي تړون سازمان د ګډو ځواکونو مشر اندري سیردکوف وړاندې خبرداری ورکړی و، چې ګڼ شمېر نړۍوال افراطي او ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي. هغه ویلي و، په افغانستان کې د دغه ډلو حضور د ګاونډيو هېوادونو لپاره د «ترهګرۍ» د ګواښ د خپرېدو ګواښ زیاتوي.

د امریکا د استازو جرګې غړی: واشنګټن باید له افغان متحدینو سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۳۸ GMT+۱
د امریکا د استازو جرګې غړی: واشنګټن باید له افغان متحدینو سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي
100%

د امریکا د استازو جرګې د ډیموکرات ګوند غړې ګريس مېنګ د ډونالډ ټرمپ د حکومت د کډوالۍ پر سیاستونو نیوکه کړې ده. هغې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په خطاب ویلي، امریکا باید له هغو افغان متحدینو سره خپله ژمنه پوره کړي چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه.

ګریس منګ وپوښتل: «ولې د سویلي افریقا د ۱۷زره او ۵۰۰ سپین‌پوستو لپاره چې له امریکا سره هېڅ اړیکه نه‌لري سره غالۍ هواروو؛ خو ۱۱۰۰ افغان متحدین چې زموږ د هېواد لپاره یې خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړی و، پرېښي دي؟»

مارکو روبیو د ټرمپ د ادارې د سیاست په دفاع کې وویل، چې د سویلي افریقا سپین‌پوستي په امریکا کې د ژر جذبېدو او بریالي کېدو لوړه وړتیا لري. هغه وویل: «موږ ارزونه کړې، چې د سویلي افریقا د خلکو له یوې ځانګړې ډلې څخه امریکا ته د کډه کېدو ریښتینه لېوالتیا شته او د دې احتمال هم ډېر دی چې هغوی به ژر زموږ له ټولنې سره عیار او بریالي شي».

روبیو دغه پروګرام د کډوالو د بیا مېشتېدو یو لنډمهاله پلان وباله او زیاته یې کړه:«دا د امریکا د ملي ګټو برخه ده، چې داسې کسان ومنو چې وکولای شي په چټکۍ سره زموږ په ټولنه کې مدغم شي».

خو ګریس منګ په ځواب کې وویل، دغه پرېکړه په داسې حال کې شوې چې شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان چې پخوا یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه؛ له څه باندې یو کال راهیسې په قطر کې له ناروښانه برخلیک سره مخ دي.

هغې دا هم وویل، ان داسې ګونګوسې خپرې شوې وې چې ښايي دغه افغانان د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته ولېږدول شي؛ هغه هېواد چې د اېبولا ناروغۍ له خپرېدو سره مخ و.

ګریس منګ ټینګار وکړ، دغه افغانان چې په‌کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو ژباړن، همکاران او د فعالو امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي شامل دي؛ لا له وړاندې په امریکايي ټولنو کې مدغم شوي، مالیه ورکوي او امریکا باید له دوی سره خپله کړې ژمنه پوره کړي.

ګریس منګ زیاته کړه: «د ټولنې سره عیارېدل ځواب نه‌دی. دا یو پټ تبعیضي پیغام او ناسم کار دی». د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سې‌شنبې په ورځ وویل، چې په اوسنیو شرایطو کې هېڅ افغان پناه غوښتونکی امریکا ته د ننوتو اجازه نه‌لري.

هغې د قطر د سیلیه پنډغالي د افغان پناه غوښتونکو د برخلیک په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې دغه کسان به په نورو خوندي هېوادونو کې مېشت کړای شي. همدارنګه سناتور کریس کونز په همدې غونډه کې وویل، شاوخوا ۱۱۰۰ پخواني افغان همکاران چې ۴۰۰ ماشومان او د امریکايي پوځیانو د کورنیو ۱۵۰ غړي په‌کې شامل دي؛ لاهم په قطر کې په ناروښانه وضعیت کې پاتې دي.

هغه خبرداری ورکړی، چې ښايي دغه کسان بېرته افغانستان ته واستول شي یا داسې هېوادونو ته ولېږدول شي لکه د کانګو دیموکراتیک جمهوریت چې د اېبولا ویروس له خپرېدو سره مخ دی.

دغه ډیموکرات سناتور د امریکا له بهرنیو چارو وزیر وغوښتل، چې د دغه کسانو، په ځانګړي ډول د امریکايي پوځیانو د کورنیو غړو د لېږد لپاره له کانګرس سره همکاري وکړي. خو مارکو روبیو په ځواب کې وویل: «زه داسې ژمنه نه‌شم کولی. لومړی دا چې د ملي ګارد پر غړو د تېرکال له برید وروسته یو اجرایوي فرمان صادر شوی دی؛ نو اوس‌مهال موږ هېڅ افغان هېواد ته نه‌شو داخلولای».

روبیو زیاته کړه، امریکا له څو هېوادونو سره د دغه افغانانو د منلو په اړه خبرې کړې دي او لږ تر لږه پنځه هېوادونه چمتو دي چې د دغه پناه غوښتونکو یوه برخه ومني.

پخوانۍ استادانې: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند تدریجي مرګ دی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۰۲ GMT+۱
پخوانۍ استادانې: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند تدریجي مرګ دی
100%

د پوهنتون یوشمېر پخوانۍ ښځینه استادانې وایي، طالبانو له هغوی څخه د کار حق، ټولنیز مقام او د تدریس فرصت اخیستی او ژوند یې په «تدریجي مرګ» بدل کړی دی.

د پوهنتون یوه استاده چې د تدریس په برخه کې ۲۰ کلنه تجربه لري وايي: «د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کول یو تدریجي مرګ دی، داسې احساس کوم چې هره ورځ مړه کېږمه. ما خپل هر څه له لاسه ورکړي دي؛ نه زما پوهه نور ارزښت لري او نه هم زما زده‌کړې».

یوې بلې استادې چې درې لسیزې د تدریس مخینه لري ویلي، د ژوند تر ټولو خوشحاله شېبې یې په ټولګي کې تېرې کړې دي. هغې «کانورسیشن» وېب‌پاڼې ته ویلي: «زه غواړم له کوره ووځم، تدریس وکړم او خپل زده‌کوونکي ووینم. دغه حالت زما لپاره د تدریجي مرګ په څېر دی».

طالبانو که څه هم په پیل کې د ښځو پر زده‌‌کړو او تدریس بندیز یو لنډمهالی اقدام بللی و؛ خو اوس د واکمنۍ له څو کلونو وروسته دغه بندیز د دوی په رسمي پالیسۍ بدل شوی دی.

د راپور له مخې، سره له دې چې نړۍوالې ټولنې پر طالبانو ډېر فشارونه راوستي؛ خو یادې ډلې په دغه پالیسۍ کې بدلون نه‌دی راوستی او دغه وضعیت د افغانستان پر ښځو او نجونو دروند او ستړی کوونکی رواني فشار واردوي.

له دغه ښځو له ډلې یوې ویلي، چې د خپلې دندې له لاسه ورکولو سره یې د خپل ټولنیز هویت احساس هم له لاسه ورکړی دی. هغې ویلي: «ما خپل کار، حیثیت، عزت، اعتبار او ټولنیز شخصیت له لاسه ورکړی دی».

طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ پرمهال (له ۱۳۷۵ تر ۱۳۸۰ لمریز کال پورې) ښځې له زده‌‌کړو، لوړو زده‌‌کړو او دندو محرومې کړې وې؛ خو په ۱۳۸۰کال کې د امریکا له پوځي حضور وروسته په افغانستان کې د لوړو زده‌‌کړو په برخه کې د ښځو ګډون ورو ـ ورو زیات شو.

د افغانستان په پوهنتونونو کې د ښځو شمېر په ۱۳۸۰کال کې له ۵زرو په ۱۴۰۰کال کې تر ۱۰۰زرو زیات شو. په ۱۴۰۰کال کې ښځو د پوهنتونونو د محصلینو ۲۸ سلنه جوړوله او د استادانو او اکاډمیکو کارکوونکو ۱۴ سلنه یې ښځې وې.

خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغه بهیر نږدې په بشپړه توګه سرچپه شو. د ۱۴۰۱کال تر لېندۍ میاشتې پورې د افغانستان د ټولو پوهنتونونو دروازې د ښځو پر مخ وتړل شوې او د نجونو زده‌کړې له ۱۲ کلنۍ پورته منع اعلان شوې.

همدارنګه ښځې له ډېرو دندو بې‌برخې شوې، د سفر پرمهال د نارینه محرم حضور شرط وګرځول شو او په عامه ځایونو کې د تور حجاب اغوستل پرې لازمي وبلل شول. راپورونه ښيي، چې افغانستان اوس د بشري پراختیا په شاخص کې د ۱۹۳ هېوادونو له ډلې په ۱۸۱م ځای کې دی.

ورته مهال طالبانو انلاین زده‌‌کړې او انلاین تدریس هم منع کړی دی. یادې ډلې هغو خصوصي پوهنتونونو ته چې له لرې واټن یې درسونه وړاندې کول امر کړی، چې خپل دغه پروګرامونه ودروي.

د یادې پرېکړې له امله د ښځینه استادانو لپاره د تدریس وروستۍ پاتې دروازه هم وتړل شوه. د پوهنتون یوې استادې یادې وېب‌پاڼې ته ویلي، د دغه محدودیتونو له امله په ټولنه کې د ښځو حضور خورا پیکه شوی او د هغوی ټولنیزې اړیکې نږدې له‌منځه تللې دي.

خو له دغه محدودیتونو سره، سره دغه استادانو ټینګار کړی، چې دوی تسلیم شوې نه‌دي. ځینې یې په پټه تدریس ته دوام ورکوي، ځینې د خپلو اړیکو د ساتلو لپاره خواله رسنۍ کاروي او یوشمېر نورې هیله لري چې نړۍوال فشارونه به بالاخره طالبان دې ته اړ کړي چې خپله تګلاره بدله کړي.

له دغه ښځو څخه یوې اوسنی وضعیت داسې بیان کړی: «داسې احساس کوم لکه د څلورلارې په سر چې ولاړې یو او ټولې لارې تیارې دي. یوه لاره پاخه سړک ته ورته ده، بله خټینه ده او بله له کندو کپرو ډکه ده. موږ نه‌شو معلومولای، چې کومه لاره سمه ده. ټولې لارې تیارې او نامعلومې ښکاري. له همدې امله زه د راتلونکې لپاره کومه روښانه طرحه نه‌شم جوړولای، ځکه راتلونکی د اټکل وړ نه‌دی».

ایټالیا کې د افغان کډوالو د سوځېدو پېښه؛ لومړۍ وزیرې د څېړنو او عدالت د پلي کېدو خبر ورکړ

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۰۷ GMT+۱
ایټالیا کې د افغان کډوالو د سوځېدو پېښه؛ لومړۍ وزیرې د څېړنو او عدالت د پلي کېدو خبر ورکړ
100%

د ایټالیا لومړۍ وزیره جورجیا ملوني په دې هېواد کې د درېیو افغان پناه‌غوښتونکو او یوه پاکستاني وګړي د ژوندي سوځول کېدو په غبرګون کې ویلي چې دغه «وېروونکي جنایت» سخت ټکان ورکړی او حکومت به یې عاملین د عدالت منګولو ته وسپاري.

هغې ویلي چې د دې پېښې شکمن کسان نیول شوي او دا اقدام د حقیقت د روښانېدو او د عدالت د تامین په لاره کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.

ملوني د دوسیې پر جدي تعقیب ټینګار وکړ او ویې ویل: «په کالابریا کې د څلورو کرنیزو کارګرانو وحشیانه وژنې موږ ټول سخت حیران او خواشیني کړي یو. ایټالیا به د تاوتریخوالي او وحشت پر وړاندې هېڅکله شاتګ ونه کړي».

د ایټالیا لومړۍ وزیرې زیاته کړه چې د دې جنایت د ټولو اړخونو روښانول او عاملانو ته سزا ورکول د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. هغې وویل چې د جنايي پلټونکو له خوا راټول شوي شواهد او اسناد، د پېښې د ځای د امنیتي کمرې د انځورونو په ګډون، د تورنو کسانو د پېژندلو او نیولو لامل شوي دي.

د قضیې مسئول څارنوال الیساندرو دآلسیو د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «د خپل ۳۰ کلن کاري ژوند په اوږدو کې مې هېڅکله دومره بې‌رحمي او قساوت نه دی لیدلی».

د ایټالیايي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه پېښه د ایټالیا په سوېل کې د کوزنزا ولایت د آمندولارا ښار په سیمه کې رامنځته شوې ده. قربانیان څلور تنه کډوال کارګران وو او هویتونه یې هم تثبیت شوي دي.

په قربانیانو کې درې افغان پناه‌غوښتونکي شامل دي چې امین افضل خوګیاڼی (۲۸ کلن)، صفي ایجاد (۲۷ کلن) او عصمت‌الله قائمي (۱۹ کلن) و. څلورم قرباني ۲۹ کلن پاکستانی وګړی وسیم خان و. ټول دغه کسان د کرنې په برخه کې په کار بوخت وو.

راپورونه ښيي چې دوه ۳۲ کلن پاکستانیان، چې د کډوالو کارګرانو د استثمار په تور تورن دي، د هغه موټر دروازې چې کارګران پکې سپاره وو، قلف کړې، پرې یې پټرول شیندلي او وروسته یې موټر اور ته اچولی دی. د څلورو قربانیانو سوځېدلي جسدونه وروسته د تېلو د یوه پمپ ترڅنګ د هماغه موټر دننه وموندل شول.

د دې پېښې جزییات تاج‌محمد، هغه افغان پناه‌غوښتونکي رسنیو ته بیان کړي چې له دې پېښې ژوندی ژغورل شوی دی. هغه ویلي چې د موټر د ښیښې په ماتولو سره یې ځان د اور له لمبو څخه راویستلی او تښتېدلی دی.

د نوموړي په وینا، کارګرانو تر یوې میاشتې زیات معاش نه و ترلاسه کړی او تورنو کسانو به هغوی د چړو او وسلو په زور کار ته اړ ایستل. هغه دا ادعا هم کړې چې یاد کسان د یوې داسې شبکې برخه دي چې له کډوالو کارګرانو ناوړه ګټه پورته کوي او هغوی استثماروي.

د راپورونو له مخې، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې کارګرانو د رسمي قرارداد له نشتوالي او د استثماري شرایطو له امله د کار دوام ته غاړه کېنښوده.

د اته ساعته کار په بدل کې ۴۵ یورو

په ایټالیا کې د کډوالو د کار ځواک استثمار یوه اوږدمهاله ستونزه ده چې کله ناکله مرګونې پایلې هم لري. د «پلاچیدو ریزوتو څار بنسټ» د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۳۰ سلنه کرنیز کارګران په غیرقانوني او غیررسمي ډول په کار بوخت وو.

دې پېښې یو ځل بیا په ایټالیا کې د «کاپورالاتو» په نوم نظام ته پام رااړولی دی؛ هغه سیستم چې پکې دلالان او ناقانونه شبکې، په ځانګړې توګه د ایټالیا په سوېلي سیمو کې، د کډوالو له کاري ځواک څخه ناوړه ګټه اخلي.

د ایټالیا د کارګرانو ټولنه وایي چې په دغه هېواد کې له ۲۰۰ زرو زیات کډوال کارګران له قانوني اسنادو پرته کار کوي او د قانوني ملاتړ د نشتوالي له امله د استثمار، تاوتریخوالي او جبري کار له ګواښ سره مخ دي.

د بشري حقونو بنسټونو هم له جورجیا ملوني حکومت څخه غوښتي چې د ورته پېښو له رامنځته کېدو وروسته یوازې لنډمهالي اقدامات ونه کړي، بلکې د دې ستونزې د بنسټیز حل لپاره جدي او دوامدار ګامونه پورته کړي.