پخوانۍ استادانې: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند تدریجي مرګ دی

د پوهنتون یوشمېر پخوانۍ ښځینه استادانې وایي، طالبانو له هغوی څخه د کار حق، ټولنیز مقام او د تدریس فرصت اخیستی او ژوند یې په «تدریجي مرګ» بدل کړی دی.

د پوهنتون یوشمېر پخوانۍ ښځینه استادانې وایي، طالبانو له هغوی څخه د کار حق، ټولنیز مقام او د تدریس فرصت اخیستی او ژوند یې په «تدریجي مرګ» بدل کړی دی.
د پوهنتون یوه استاده چې د تدریس په برخه کې ۲۰ کلنه تجربه لري وايي: «د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کول یو تدریجي مرګ دی، داسې احساس کوم چې هره ورځ مړه کېږمه. ما خپل هر څه له لاسه ورکړي دي؛ نه زما پوهه نور ارزښت لري او نه هم زما زدهکړې».
یوې بلې استادې چې درې لسیزې د تدریس مخینه لري ویلي، د ژوند تر ټولو خوشحاله شېبې یې په ټولګي کې تېرې کړې دي. هغې «کانورسیشن» وېبپاڼې ته ویلي: «زه غواړم له کوره ووځم، تدریس وکړم او خپل زدهکوونکي ووینم. دغه حالت زما لپاره د تدریجي مرګ په څېر دی».
طالبانو که څه هم په پیل کې د ښځو پر زدهکړو او تدریس بندیز یو لنډمهالی اقدام بللی و؛ خو اوس د واکمنۍ له څو کلونو وروسته دغه بندیز د دوی په رسمي پالیسۍ بدل شوی دی.
د راپور له مخې، سره له دې چې نړۍوالې ټولنې پر طالبانو ډېر فشارونه راوستي؛ خو یادې ډلې په دغه پالیسۍ کې بدلون نهدی راوستی او دغه وضعیت د افغانستان پر ښځو او نجونو دروند او ستړی کوونکی رواني فشار واردوي.
له دغه ښځو له ډلې یوې ویلي، چې د خپلې دندې له لاسه ورکولو سره یې د خپل ټولنیز هویت احساس هم له لاسه ورکړی دی. هغې ویلي: «ما خپل کار، حیثیت، عزت، اعتبار او ټولنیز شخصیت له لاسه ورکړی دی».
طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ پرمهال (له ۱۳۷۵ تر ۱۳۸۰ لمریز کال پورې) ښځې له زدهکړو، لوړو زدهکړو او دندو محرومې کړې وې؛ خو په ۱۳۸۰کال کې د امریکا له پوځي حضور وروسته په افغانستان کې د لوړو زدهکړو په برخه کې د ښځو ګډون ورو ـ ورو زیات شو.
د افغانستان په پوهنتونونو کې د ښځو شمېر په ۱۳۸۰کال کې له ۵زرو په ۱۴۰۰کال کې تر ۱۰۰زرو زیات شو. په ۱۴۰۰کال کې ښځو د پوهنتونونو د محصلینو ۲۸ سلنه جوړوله او د استادانو او اکاډمیکو کارکوونکو ۱۴ سلنه یې ښځې وې.
خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغه بهیر نږدې په بشپړه توګه سرچپه شو. د ۱۴۰۱کال تر لېندۍ میاشتې پورې د افغانستان د ټولو پوهنتونونو دروازې د ښځو پر مخ وتړل شوې او د نجونو زدهکړې له ۱۲ کلنۍ پورته منع اعلان شوې.
همدارنګه ښځې له ډېرو دندو بېبرخې شوې، د سفر پرمهال د نارینه محرم حضور شرط وګرځول شو او په عامه ځایونو کې د تور حجاب اغوستل پرې لازمي وبلل شول. راپورونه ښيي، چې افغانستان اوس د بشري پراختیا په شاخص کې د ۱۹۳ هېوادونو له ډلې په ۱۸۱م ځای کې دی.
ورته مهال طالبانو انلاین زدهکړې او انلاین تدریس هم منع کړی دی. یادې ډلې هغو خصوصي پوهنتونونو ته چې له لرې واټن یې درسونه وړاندې کول امر کړی، چې خپل دغه پروګرامونه ودروي.
د یادې پرېکړې له امله د ښځینه استادانو لپاره د تدریس وروستۍ پاتې دروازه هم وتړل شوه. د پوهنتون یوې استادې یادې وېبپاڼې ته ویلي، د دغه محدودیتونو له امله په ټولنه کې د ښځو حضور خورا پیکه شوی او د هغوی ټولنیزې اړیکې نږدې لهمنځه تللې دي.
خو له دغه محدودیتونو سره، سره دغه استادانو ټینګار کړی، چې دوی تسلیم شوې نهدي. ځینې یې په پټه تدریس ته دوام ورکوي، ځینې د خپلو اړیکو د ساتلو لپاره خواله رسنۍ کاروي او یوشمېر نورې هیله لري چې نړۍوال فشارونه به بالاخره طالبان دې ته اړ کړي چې خپله تګلاره بدله کړي.
له دغه ښځو څخه یوې اوسنی وضعیت داسې بیان کړی: «داسې احساس کوم لکه د څلورلارې په سر چې ولاړې یو او ټولې لارې تیارې دي. یوه لاره پاخه سړک ته ورته ده، بله خټینه ده او بله له کندو کپرو ډکه ده. موږ نهشو معلومولای، چې کومه لاره سمه ده. ټولې لارې تیارې او نامعلومې ښکاري. له همدې امله زه د راتلونکې لپاره کومه روښانه طرحه نهشم جوړولای، ځکه راتلونکی د اټکل وړ نهدی».