د ګارډین ورځپاڼۍ د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې، شاوخوا ۱،۲ میلیونه نجونې له منځنیو او لېسو زده کړو محرومې شوې دي. د راپور له مخې، د زده کړو بندیز د ګڼو نجونو د ژوند لوری بدل کړی او ډېری یې د کم عمره ودونو او محدودیتونو ښکار شوې دي.
کارډین د اسما په نوم د یوې نجلۍ کیسه هم راخیستې چې وایي د ښوونځي له تړل کېدو وروسته یې کورنۍ واده ته اړ کړه. نوموړې اوس امېندواره ده او د خپل راتلونکې او د خپل راتلونکې لور د ژوند په اړه اندېښنه لري.
ګارډین د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو د برخې د چارواکې هېدر بار له قوله لیکلي چې طالبانو د نجونو یوازې زده کړې نه دي درولې، بلکې د هغوی هیلې او راتلونکی یې هم له منځه وړی دی.
په راپور کې راغلي چې د زده کړو له بندیز وروسته د نجونو ترمنځ د خپګان، اضطراب او نورو رواني ستونزو کچه لوړه شوې ده. د ملګرو ملتونو د یوې سروې له مخې، ډېری افغانو ښځو او نجونو خپل رواني وضعیت «بد» یا «ډېر بد» ارزولی دی.
کارډین د یوې افغانې مور له قوله لیکلي چې د خپلې لور د راتلونکې په اړه هېڅ هیله نه لري او باور لري چې «هیڅوک زموږ د مرستې لپاره نه راځي».
فریحه چې په کابل کې د یوې ۱۶ کلنې نجلۍ مور ده، وايي لور یې لا هم هیله لري چې یوه ورځ به ښوونځي بېرته پرانستل شي، خو نوموړې خپله هېڅ هیله نه لري. هغې وویل: «دا یوازې زموږ د لوڼو تراژیدي نه ده، بلکې د افغانستان او ټولې نړۍ لپاره یوه ستره غمیزه ده. زه پوهېږم چې هېڅوک زموږ د مرستې لپاره نه راځي.»
ملګرو ملتونو په یوه سروې کې موندلې چې ۷۶ سلنه ښځو او نجونو خپل رواني وضعیت «بد» یا «ډېر بد» بللی دی. بې خوبي، خپګان، اضطراب، د اشتها له لاسه ورکول او دوامداره سر درد د هغو ستونزو له ډلې دي چې ښځې او نجونې ورسره مخ دي.
ګارډین د افغانو میندو له قوله لیکلي چې د هغوی لوڼې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته منزوي شوې او د راتلونکې په اړه یې هیله کمه شوې ده.
راپور زیاتوي مرضیه، چې د ۱۵ کلنې ارزو مور ده، وايي لور یې له ښوونځي د محرومېدو وروسته ډېره ګوښه او خپه شوې ده. هغې وویل: «کمې خبرې کوي او ډېری وخت ویده وي. زه پوهېږم چې لامل یې د ښوونځي تړل دي، خو زموږ له لاسه هېڅ نه کېږي».
د بشري حقونو فعالان وايي، د زده کړو او ټولنیز ژوند له لاسه ورکول د نجونو پر رواني او ټولنیز وضعیت ژور اغېز کړی دی. دوی خبرداری ورکوي چې که نړیواله ټولنه چوپه پاتې شي، د افغان ښځو او نجونو وضعیت به لا پسې خراب شي.د راپور له مخې، بشري حقونو سازمانونه له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغان نجونو د زده کړو او اساسي حقونو د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات وکړي.