ځايي سرچینې او هغه کسان چې پر ناقانونه لارو پاکستان ته اوښتي ادعا کوي، د رسمي لارو د تړل کېدو او سختو محدودیتونو له امله خلک اړ شوي چې قاچاق کوونکو شبکو ته مخه کړي او په بدل کې لوړې پیسې ورکړي.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا؛ له هغه وروسته چې پاسپورټ جبري او لاره وتړل شوه، د سپین بولدک له لارې د یو کس د اوښتو لپاره لسګونه زره کلدارې اخیستل کېدې؛ خو په وروستیو کې د انساني قاچاق کاروبار پراخ شوی.
یو کس چې د سپین بولدک له لارې پاکستان ته اوښتی وایي: «څو میاشتې وړاندې مې ۱۳۰زره پاکستانۍ کلدارې یوه قاچاقبر ته ورکړې، چې زه یې تر چمن پورې ورسولم. دغه پیسې یوازې د یوه کس جېب ته نه ځي؛ بلکې د لارې په اوږدو کې د طالبانو په ګډون بېلابېلو کسانو ته ورکول کېږي».
دغه کس ادعا کوي، چې د قاچاقي شبکو فعالیت د ځینو سیمهییزو مسوولینو او د ډیورنډ کرښې دواړه غاړو د نفوذ لرونکو اشخاصو له همکارۍ پرته ناشونی ښکاري. ډېری خلک پوښتنه کوي، که طالبان په رښتیا د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره جدي اقدامات کوي؛ نو ولې لاهم هره ورځ لسګونه کسان پر ناقانونه لارو تګراتګ کوي؟
ځايي سرچینې ادعا کوي، چې طالبان په رسمي ډول د انساني قاچاق مخالفت کوي او وخت ناوخت ځینې کسان له سرحدي سیمو بېرته راګرځوي؛ خو په عمل کې د قاچاقي لارو د بشپړ بندېدو نښې نه لیدل کېږي.
یوه سرچینه په دې اړه وایي: «که په رښتیا اراده موجوده وای؛ نو د سپین بولدک او چمن ترمنځ به قاچاقي تګراتګ بند وای، عادي مساپر له سختو محدودیتونو سره مخ دي؛ خو قاچاقبران بیا خپلې لارې لري او ان اوس د پيسو په بدل کې پر عامو لارو خلک اړول کېږي او څوک د پوښتنې نهشته».
د همدغه لارو محدودیتونو د زرګونه کورنیو پر ژوند مستقیم اغېز کړی دی، د سپین بولدک، چمن او شاوخوا سیمو ډېری اوسېدونکي دواړو غاړو ته سوداګریزې، روغتیايي او کورنۍ اړیکې لري.
ځایي اوسېدونکي وایي، چې د رسمي تګراتګ د محدودېدو له امله زرګونه کارګر وزګاره شوي، کوچني سوداګر یې له مالي زیانونو او ناروغان د درملنې له ستونزو سره مخ کړي، کورنۍ له یو بل څخه جلا شوې او د قاچاقي شبکو لپاره د فعالیت زمینه برابره شوې ده.
ځینې ځایي سرچینې ادعا کوي، چې د انساني قاچاق ترڅنګ د نشهيي توکو د لېږد رالېږد هڅې هم روانې دي او دغه کار د دواړه لوریو په خوښه کېږي. د سیمې اوسېدونکي وایي، چې د ستونزې بنسټیز حل د رسمي لارو پرانیستل او د قانوني تګراتګ اسانتیاوې دي؛ نه دا چې خلک د سختو محدودیتونو له امله د قاچاق کوونکو لاسونو ته ولوېږي.
یو قومي مشر په دې اړه وایي: «کله چې د خلکو پر مخ قانوني دروازې وتړل شي، ناقانونه دروازې پرانیستل کېږي. تر ټولو ډېر زیان عادي ولس ویني، اوس موږ وینو چې هم طالبانو او پاکستانیان زیاتې پیسې له دې انساني قاچاق څخه ترلاسه کوي».
زرګونه کسان د کار، درملنې او کورنیو اړتیاوو لپاره د تګراتګ قانوني حق نهلري؛ خو قاچاق کوونکي هره ورځ خپلې شبکې پراخوي او له خلکو مېلیونونه کلدارې ترلاسه کوي. د خلکو په باور که د لارو د تړلو او سختو محدودیتونو دغه تګلاره دوام وکړي؛ نو انساني قاچاق به نور هم پراخ شي او د ولس پر اوږو به د بېوزلۍ، بېکارۍ او استثمار بار لا دروند شي.