د نېټفلېکس فلم «ما بهن» چې مرکزي لوبغاړې یې مادوري دیکشت ده، د طنزي کامیډۍ ژانر په قالب کې وړاندی شوی، خو زما په نظر دا فلم تر طنز ډېر د ټولنې د هغه واقعیت انځور دی چې موږ یې هره ورځ وینو، اما ډېر وخت یې عادي ګڼو.
دا فلم نصیحت نه کوي، مستقیم پیغام نه لېږدوي او نه موږ ته حل راښيي؛ بلکې یوازې یوه هینداره راته نیسي.
د فلم تر ټولو مهم اړخ دا دی چې دا ښيي ټولنه له هغې ښځې سره څومره ناارامه وي چې یوازې وي، په ژوند کې یې سړی نه وي، ښکلې وي، سینګار کوي، په ځان باور لري او په خپلو اصولو ژوند کوي.
داسې ښځه ډېر وخت د انسان په توګه نه، بلکې د بحث، شک او اټکل د موضوع په توګه کتل کېږي. که یوازې وي، خلک پوښتنه کوي: “ولې یوازې ده؟” که ښکلې، بشاشه او خوښه وي، شک پرې کېږي. که خپلواکه وي، خلک یې پر کردار، انتخابونو او ژوند خبرې جوړوي. د هغې سکون هم د خلکو لپاره پوښتنه ګرځي او د هغې ازادي هم د قضاوت سبب کېږي.
همدلته د فلم اصلي تریخوالی ښکاره کېږي: په خپله خوښه د ژوند کولو سزا. جرم یې دا نه وي چې چا ته یې زیان رسولی وي؛ جرم یې یوازې دا وي چې د خلکو له تمې، چوکاټ او عادت خلاف یې ژوند غوره کړی وي. ټولنه د هغې انتخاب د حق په توګه نه، بلکې د سرغړونې په توګه ویني.
فلم دا هم ښکاره کوي چې د ښځې پر وړاندې دا قضاوت یوازې د نارینهوو له لوري نه وي. کله ناکله ښځې هم پر نورو ښځو هماغه معیارونه تپي چې ټولنې پر دوی تپلي وي. د یوې ښځې خپلواکي، ښکلا او بااعتمادي د ملاتړ پر ځای د شک سبب ګرځي، ځکه ځینې ښځې د بلې ښځې ازادي ځان ته تهدید ګڼي. هغوی داسې احساس کوي لکه د یوې ښځې جرئت او خپلواک ژوند د دوی د منل شوي ژوند، چوکاټونو او زړو باورونو پر وړاندې پوښتنه راپورته کوي.
دا قضاوت تل د حسد خبره نه وي؛ ډېر وخت د هغه ټولنیز فکر پایله وي چې ښځو ته له کوچنیوالي ور زده کوي چې “ښه ښځه” باید خاموشه، محتاطه او د خلکو د خبرو تر وېرې لاندې ژوند وکړي. نو کله چې یوه ښځه له دې چوکاټ څخه بهر وځي، نورې ښځې هم کله ناکله د هغې پر ضد د هماغه نظام ژبه کاروي.
همدا ځای د فلم تریخ حقیقت نور هم ژوروي. «ما بهن» موږ ته ښيي چې ښځه یوازې د ټولنې له ښکاره فشار سره نه، بلکې د پټو قضاوتونو، ټوکو، ټکالو، ټاپې، اټکلونو او د خلکو له جوړو شویو توهمونو سره هم مخ ده. هغې ته مخکې له دې چې خپله کیسه وکړي، نوم ورکول کېږي داستانونه پرې جوړیږي. مخکې له دې چې حقیقت معلوم شي، ملامته کېږي. مخکې له دې چې وپوښتل شي، پرې قضاوت کېږي.
زما په نظر، د دې فلم قوت په همدې کې دی چې دا موږ ته نصیحتونه نه کوي. دا نه وايي چې ټولنه باید څنګه وي؛ بلکې دا ښيي چې ټولنه څنګه ده. کله کله هنر د حل لپاره نه وي، بلکې د حقیقت د ښکاره کولو لپاره وي.
د فلم پای لیدونکي له دې پوښتنې سره پریږدي چې ایا موږ د یوې خپلواکې ښځې حقیقت وینو، که یوازې د خپلو اټکلونو له مخې پرې قضاوت کوو؟