• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کډوالۍ غږونه؛ هغه پیتې «کېسټې» چې کډوالې کورنۍ یې له خپلو خپلوانو سره نښلولې

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۴۷ GMT+۱

د استرالیا په ملبورن ښار کې د وېکټوریا ایالتي کتابتون چې د پخوانیو لیکونو او یادګارونو ننداره په‌کې کېده، د یوه افغان لیکوال ښادي خان سیف لپاره د ماشومتوب ترخو او خوږو خاطرو دروازه بېرته پرانیسته.

هغه وایي، د نندارتون په یوه ګوښه کې یې سترګې پر زړو کېسټو ټیپونو ولګېدې؛ هماغه کوچني غږیز ټیپونه چې د انټرنېټ او خواله رسنیو له راتګ مخکې یې د کډوالو کورنیو ترمنځ د اړیکو مهمه وسیله جوړوله.
هغه چې د ۱۹۹۰ کلونو پرمهال له خپلې کورنۍ سره په پاکستان کې د افغان کډوال په توګه ژوند کاوه وایي، د کورنۍ ټول غړي به هر ماښام راټولېدل او د هغو خپلوانو غږیز پیغامونه به یې اورېدل چې په افغانستان، ایران، هند او د منځني ختیځ په نورو هېوادونو کې خواره شوي وو.
هغه یادونه کوي، چې دغه ټیپونه یوازې د پیغام رسولو وسیله نه وه؛ بلکې د کډوالۍ له دردونو سره د مقابلې یوه لاره هم وه. د نوموړي په وینا؛ په دغه ثبت شویو پیغامونو کې به د جګړو، بمباریو، وچکالیو، ناروغیو او د سرحدونو د اوښتو سختو کیسو روایتونه وو.
لیکوال وایي، مور یې د خپلې خور «ببو» غږیزو پیغامونو ته په ځانګړې مینه غوږ نیوه. ببو هغه مهال په افغانستان کې پاتې شوې وه او د جګړو او ناامنۍ له امله یې نه‌شو کولی له هېواده ووځي.
هغه زیاتوي، چې ببو به هر پیغام د کورنۍ د ټولو غړو په نوم په سلامونو پیلاوه؛ بیا به یې د کلي او کور حال احوال بیانوه او په پای کې به یې خپلې ځانګړې دعاګانې او نېکې هیلې وړاندې کولې.
د لیکوال په وینا؛ مور به یې د دغه پیغامونو له اورېدو وروسته کله ناکله ژړل، په ځانګړي ډول هغه مهال چې د بمباریو، وچکالۍ یا د کوم خپلوان د ناروغۍ او مړینې خبرونه به په‌کې یادېدل.
وروسته چې د لیکوال پلار ومړ او وروڼه یې د کار لپاره سعودي عربستان او هند ته ولاړل، هغوی هم د کورنۍ همدې دود ته دوام ورکړ او له لرو هېوادونو به یې غږیز پیغامونه استول. لیکوال وایي، که څه هم نن د پیتو ځای خواله رسنیو او غږیزو پیغامونو نیولی؛ خو د خپلوانو د غږ اورېدل لاهم هماغه پخوانی احساس ژوندی ساتي.
هغه زیاتوي، چې اوس په استرالیا کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي او د خپلې پراخې کورنۍ لپاره ځانګړې انلاین ډله لري؛ خو د ماشومتوب هغه یو ساعته غږیز پیغامونه لاهم د ده په حافظه کې ژوندي دي.
د نوموړي په باور؛ د کېسټو ټیپونه د یوې داسې دورې یادګارونه دي، چې افغان کډوالو د جګړې، بېلتون او کډوالۍ له دردونو سره، سره د خپلو خپلوانو غږونه د امید او تسل په توګه اورېدل.

ترویج لرونکی

سویس ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سفر لغوه شوی
۱

سویس ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سفر لغوه شوی

۲

طالبان: د ځیرکو موبایلونو بندیز په اړه د مخابراتو وزیر ته ځانګړې شوې څرګندونې بې‌اساسه دي

۳

المرصاد: په خیبر پښتونخوا کې په یوه هوایي برید کې د داعش یو مرکز له‌منځه وړل شوی

۴

د هند وېزې لپاره نوي اسناد اړین وګرځېدل؛ سوداګر د ویزو په ورکړه کې د اسانتیا غوښتنه کوي

۵

جرمني د هرمز تنګي د احتمالي ماموریت لپاره سره سمندرګي ته جنګي بېړۍ ولېږلې

•
•
•

نور کیسې

د نارینه‌وو ملاتړ؛ عاطفي وابستګي که ټولنیزه اړتیا؟

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۲ GMT+۱
•
نویده خوشبو
د نارینه‌وو ملاتړ؛ عاطفي وابستګي که ټولنیزه اړتیا؟
100%

د لیکوالې حمیرا قادري مرکه مې له بهرام امان سره لیدله. هغې، چې غریو نیولې وه، د هراتي نارینه‌وو له هغه ملاتړ څخه ستاینه کوله چې د ښځو تر څنګ ودرېدل. هاغه ورځ د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مریم سما هم پر خپلې اېکس پاڼې په هرات کې د ښځو په ملاتړ د نارینه‌وو اعتراض ستایلی و.

خو ولې دا ملاتړ باید وستایل شي؟ ولې دا یوه عادي پدیده نه ده؟

ایا د طالبانو پر ضد د ښځو مبارزه یوازې د ښځو مسوولیت دی، که د ټولې ټولنې؟ زما په اند، افغان ښځې د طالبانو پر ضد د نارینه‌وو ملاتړ ځکه مهم ګڼي چې د ښځو ازادي د ټولې ټولنې ازادي ده. که نارینه چوپ وي، ظلم پیاوړی کېږي؛ خو که نارینه د ښځو تر څنګ ودرېږي، مقاومت او عدالت پیاوړی کېږي.

په داسې ټولنو کې چې د نارینه غږ ډېر اورېدل کېږي، د نارینه‌وو دریځ یوازې یو فردي نظر نه پاتې کېږي؛ بلکې پر کورنیو، ټولنیزو اړیکو او د نورو نارینه‌وو پر فکر هم اغېز کولای شي. له همدې امله، کله چې نارینه د ښځو د حقونو په اړه غږېږي، دا غږ ممکن هغو نارینه‌وو ته هم ورسېږي چې د ښځو مستقیم غږ یا نه اوري، یا یې جدي نه ګڼي.

خو دا خبره باید د ښځو د اصلي غږ ځای وانه خلي. د ښځو پر مسایلو تر ټولو مهم او اصلي غږ د ښځو خپل غږ دی، ځکه ښځې د خپلو تجربو، دردونو او غوښتنو اصلي شاهدانې دي. نو په بحثونو کې د ښځو حضور اړین دی، خو د نارینه‌وو چوپتیا هم د منلو نه ده. سالمه لاره دا ده، چې ښځې د مبارزې په مرکز کې وي، او نارینه د عدالت د ملګرو په توګه ورسره ودرېږي.

کاملا بهاسین د هند او جنوبي اسیا مشهوره فیمینېسته، لیکواله، شاعره او ټولنیزه فعاله وه. هغې د ښځو د حقونو، جنسیتي برابرۍ، سولې او پلارواکۍ پر ضد مبارزه کې مهم رول ولوباوه. د هغې فکر دا وو، چې د ښځو ازادي یوازې د ښځو مسئله نه ده، بلکې د ټولنې د عدالت او انسانیت مسئله ده. هغې د خپلې پنځلس کلنې څېړنې لنډیز داسې شریک کړی وو، چې د هند او افغانستان په څېر هېوادونو کې، چې دودیز او پلارواک جوړښتونه پکې پیاوړي دي، د ښځو د حقونو لپاره د نارینه‌وو فعاله ونډه او ملاتړ ډېر اغېزمن تمامېدای شي؛ ځکه په داسې ټولنو کې د نارینه غږ ډېر اورېدل کېږي او د نورو نارینه‌وو پر فکر او چلند ژور اغېز کولای شي.

کاملا بهاسین
100%
کاملا بهاسین

خو د نارینه‌وو ملاتړ غوښتل باید د عاطفي وابستګۍ په معنا ونه ګڼل شي. ښځې نجات ورکوونکو ته نه، بلکې عادلانه ملګرتیا ته اړتیا لري. سالم فکر دا دی چې ښځې خپل غږ، خپل دریځ او خپله مبارزه ولري، او نارینه د قیمانو په توګه نه، بلکې د عدالت د ملګرو په توګه ورسره ودرېږي.

زه او مشر کارپوه امین‌الله حبیبي ډېر وخت پر همدې موضوع بحث کوو او په دې اړه سره همغږي یو. د ښاغلي حبیبي هغه بحثونه چې د ښځو د حقونو او ستونزو په اړه وي، ډېر لیدل کېږي او په ټولنیزو رسنیو کې ډېر لاس په لاس کېږي. دا خپله ښيي چې په پلارواکو ټولنو کې د نارینه‌وو غږ، په ځانګړي ډول د هغو نارینه‌وو غږ چې د ښځو د حقونو ملاتړ کوي، پر عامه ذهنیت اغېز کولای.

د طالبانو پر ضد د ښځو مبارزه د تعلیم، کار، عزت، کرامت او انساني حقونو مبارزه ده. دا مبارزه هغه وخت پیاوړې کېږي چې ټولنه، ښځې او نارینه، په ګډه د ظلم پر وړان ودرېږي.

د «په کابل کې تر ټولو غوره هوټل» کتاب لیکوالې د ۲۰۲۶ کال د ښځو جایزه وګټله

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۲۹ GMT+۱
د «په کابل کې تر ټولو غوره هوټل» کتاب لیکوالې د ۲۰۲۶ کال د ښځو جایزه وګټله
100%

د بي‌بي‌سي خبریالې لایس ډوسیټ د «په کابل کې تر ټولو غوره هوټل» کتاب په وسیله د «ښځو جایزو» د غیر افسانوي برخې د جایزې ګټونکې شوه او د افسانوي برخې جایزه د «ورجینیا ایوانز» ناول لیکوالې ته ورکړل شوه.

د فایننشیل ټایمز د راپور له‌مخې، لایس ډوسیټ چې د بي‌بي‌سي د نړیوالو خبرونو مشره خبریاله ده، د افغانستان په اړه د څو لسیزو د راپور ورکولو پرمهال د کابل په «انټرکانټیننټال» هوټل کې له نورو بهرنیو خبریالانو سره یو ځای اوسېده او همدا تجربه د دې لامل شوه، چې خپل کتاب پر همدې هوټل متمرکز کړي.

په دې کتاب کې د هوټل د کارمندانو کیسې؛ له عمومي اشپز څخه نیولې بیا تر هغې ښځې پورې چې د هوټل خونې پاکوي راوړل شوي دي.

«د ښځو جایزو» ګټونکې د پنجشنبې په ماښام (د غبرګولي ۲۱مه) په لندن کې اعلان شول او د جایزې هر ګټونکې ته به ۳۰ زره برېتانوي پونډه ورکړل شي.

د سږکال د غیر افسانوي برخې د داورانو مشرې «تنګام ډیبونیرا» چې د برېتانیا یوه پخوانۍ وزیره ده «په کابل کې تر ټولو غوره هوټل» په اړه وویل: «د کلونو په تېرېدو سره به د دې کتاب ارزښت او اهمیت لا پسې زیات شي».

د یادونې وړ ده، چې د کابل انټرکانټیننټال هوټل د ۱۳۴۸ لمریز کال د وږي په ۱۸مه د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په رسمي ډول پرانېستل شو.

دا د افغانستان لومړنی نړیوال او لوکس هوټل وو، چې د کابل په باغ بالا غونډۍ کې د یو بهرني شرکت لخوا جوړ شو او د هېواد په سیاسي او تاریخي پېښو کې ځانګړی نوم لري.

د پروان د تاریخي ابداتو د ساتنې هڅې؛ ځايي طالبانو د توپ‌درې استوپې د ساتلو لپاره ناسته کړې

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۷ GMT+۱
د پروان د تاریخي ابداتو د ساتنې هڅې؛ ځايي طالبانو د توپ‌درې استوپې د ساتلو لپاره ناسته کړې
100%

په پروان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د توپ‌درې تاریخي استوپې د ساتنې او د هغې د ارزښت په اړه یوه ځانګړې ناسته کړې ده. د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولانو د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل چې د دغو تاریخي اثارو په ساتنه او خوندیتوب کې له اړوندو ادارو سره هراړخیزه همکاري وکړي.

په دې ناسته کې د کلتور او ګرځندوی امر وویل چې د توپ‌درې استوپه د پروان ولایت له مهمو تاریخي سیمو څخه ده چې شاوخوا ۲۴ تاریخي ساحې او اثار پکې شتون لري.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولانو د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل چې د دغو تاریخي اثارو په ساتنه او خوندیتوب کې له اړوندو ادارو سره هراړخیزه همکاري وکړي ترڅو دا ملي او کلتوري شتمنۍ له هر ډول زیان او ویجاړۍ څخه خوندي پاتې شي.

د کلتور او ګرځندوی امر زیاته کړه چې دغې استوپې په وروستیو کلونو کې د ګڼ شمېر کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام ځان ته اړولی دی. هغه وویل چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي ترڅو په دغه ځای کې لیدونکو او سیلانیانو ته مناسبې اسانتیاوې برابرې کړي.

بلخوا د پروان د ولایت مقام استازي د تاریخي اثارو پر ساتنه ټینګار وکړ او ویې ویل چې د کلتوري میراثونو د خوندیتوب لپاره ځوان نسل ته پوهاوی ورکول یو اړین کار دی. طالبان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې دغه ډلې د خپلې واکمنۍ په لومړیو کې د بامیان د بودا مجسمه په راکټونو وویشته او یوه برخه یې ورته ونړوله.

همدا راز په دې ډلې تور دی چې قوماندانانو یې د افغانستان د ملي موزیم تاریخي اثار هم لوټ کړي دي.

ملګرو ملتونو په بامیان کې د کلتوري میراثونو د ساتنې یوه پروژه پیل کړه

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۴ GMT+۱
ملګرو ملتونو په بامیان کې د کلتوري میراثونو د ساتنې یوه پروژه پیل کړه
100%

د ملګرو ملتونو د یونېسکو او هبیتات ادارو په بامیان کې د «فرصت» تر عنوان لاندې یوه نوې ګډه پروژه پیل کړې ده. دغه پروژه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي امانتي صندوق (STFA) په مالي ملاتړ د سیمې د کلتوري او ټولنیز وضعیت د ښه کولو په موخه پیل شوې ده.

د دغې پروژې مسوولینو ویلي، چې د «فرصت» پروژې اصلي موخه د بامیان د ځانګړي کلتوري میراث ساتنه او په دغه ولایت کې د خلکو د ژوند د شرایطو ښه کول دي. دغه راز په یاده پروژه کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د سیمې د مقاومت پیاوړتیا او د ځايي اوسېدونکو لپاره د کاري او معیشتي فرصتونو رامنځته کول شامل دي.

د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو په وینا، دا ګډ کار د بامیان د تاریخي او طبیعي ارزښتونو د خوندیتوب ترڅنګ له سیمه ییزو ټولنو سره مرسته کوي، څو د چاپیریالي ننګونو پر وړاندې د ځان د دفاع وړتیا ومومي. دغه راز د پروژې له لارې د رامنځته کېدونکو دندو په مرسته به د ډېرو کورنیو اقتصادي ستونزې هوارې شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی امانتي صندوق د بېلابېلو ادارو ترمنځ یو ګډ میکانیزم دی، چې په دغه هېواد کې د بشري اړتیاوو د پوره کولو او د ټولنیزو پروګرامونو د پلي کولو لپاره مالي سرچینې برابروي. دغه صندوق تر اوسه په بېلابېلو ولایتونو کې د ورته ټولګټو پروژو ملاتړ کړی دی.

طالبانو د خوست په بیرغ تپه کې «عمومي او جهادي» موزیمونو ته ۱۵ جریبه ځمکه بېله کړې

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۲۵ GMT+۱
طالبانو د خوست په بیرغ تپه کې «عمومي او جهادي» موزیمونو ته ۱۵ جریبه ځمکه بېله کړې
100%

په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د دغه ولایت د عمومي موزیم او د جهادي اثارو د ساتنې موزیم لپاره د خوست په «بیرغ تپه» سیمه کې ۱۵ جریبه ځمکه تثبیت شوې ده.

د یاد ولایت طالب مسوولان وايي، چې له دې ځمکې څخه ۱۰ جریبه د خوست د عمومي موزیم او ۵ جریبه د جهادي اثارو د ساتنې موزیم لپاره ځانګړې شوې ده.

د معلوماتو له مخې، د خوست عمومي موزیم چې اوسمهال د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ودانۍ کې فعالیت کوي، د نوې او معیاري ودانۍ له جوړېدو وروسته به د تاریخي او فرهنګي اثارو د ساتنې لپاره پراخ امکانات ولري.

همدارنګه د یاد ریاست په وینا، د طالبانو د «جهادي اثارو» د ساتنې موزیم به د خوست «د جهاد دورې» اړوند توکي په منظم او معیاري ډول خوندي او نندارې ته وړاندې کړي.

دغه ځمکه د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ، کرنې او مالدارۍ او ښاروالۍ ریاستونو د ګډ پلاوي له لوري تثبیت شوې ده، چې په ترڅ کې یې د ځمکې حدود، موقعیت او د موزیمونو د جوړېدو تخنیکي اړخونه ارزول شوي دي.

د طالبانو سیمه ییز مسوولان زیاتوي چې په راتلونکو پړاوونو کې به د ځمکې کروکي (نقشه) هم چمتو شي او وروسته به د دواړو موزیمونو د جوړولو عملي چارې پیل شي.