• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د ځیرکو موبایلونو بندیز په اړه د مخابراتو وزیر ته ځانګړې شوې څرګندونې بې‌اساسه دي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ ویاند عنایت الله الکوزی وایي، د ځیرکو موبایلونو د کنټرول لپاره د بودجې ځانکړې کېدو په اړه د دغه وزارت وزیر عبدالاحد فضلي‌ ته ځانګړې شوې څرګندونې بې‌اساسه دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې اړه د مشرتابه له‌خوا لاتراوسه کوم هدایت نه‌دی ورته شوی. افغانستان انټرنشنل د طالبانو په ادارو کې د ځیرکو موبایلونو د بندېدو او ماتېدو په اړه د خبرونو او ویډیو تر نشرولو وروسته اوس د یادې ډلې د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ اداره دغه خبرونه بې‌اساسه ګڼي.

یاد وزارت ویلي: «د ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې هغه معلومات چې د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزیر عبدالاحد فضلي په نوم د ځیرکو موبایلونو او یا هم د ځانګړو بودجو د منظورۍ په اړه خپاره شوي ناسم او بې‌اساسه دي».

طالبانو ویلي، یوشمېر رسنیو داسې خبرونه خپاره کړې چې ګواکي د هبت‌الله په امر د طالبانو د مخابراتو وزارت په ځیرکو ټلیفونونو کې د «فاحش او ناسم پروګرام او محتویاتو په اړه چې د ټولنې پر اخلاقو منفي اغېز کوي بند یا کنټرول شي». هغه وایي، داسې هیڅ هدایت یې نه‌دی تر لاسه کړی.

د یاد وزارت ویاند الکوزي له رسنیو غوښتنه کړې، چې د دوی اړوند رسمي څرګندونې دې یوازې د دوی له پاڼو وڅاري.

د طالبانو له پوځي او ملکي ادارو څخه داسې ویډیوګانې خپرې شوې، چې طالب مسوولین د خپلو کارکوونکو څخه ځیرک ټلیفونونه ټول کړي او ماتوي يې. د دې سره هم‌مهاله له یوشمېر ښوونیزو ادارو او بنسټونو څخه هم راپورونه ترلاسه شوي، چې طالبانو په ښوونځیو، مدرسو او پوهنتونو کې هم د ځیرکو موبایلونو پر کارونې بندیز لګولی دی.

د طالبانو ځینې مسوولان بیا وایي، ځیرک موبایلونه د امنیتي معلوماتو د افشا کېدو، د ادارو د محرمو اسنادو د خپرېدو او د هغو محتواوو د خپرېدو لامل کېدای شي چې د دوی له نظره له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې دي. له همدې امله په ځینو وزارتونو، پوځي مرکزونو او ښوونیزو ادارو کې د موبایلونو د کارونې په اړه ځانګړي محدودیتونه وضع شوي دي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

د هند وېزې لپاره نوي اسناد اړین وګرځېدل؛ سوداګر د ویزو په ورکړه کې د اسانتیا غوښتنه کوي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۴۸ GMT+۱
د هند وېزې لپاره نوي اسناد اړین وګرځېدل؛ سوداګر د ویزو په ورکړه کې د اسانتیا غوښتنه کوي
100%

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې د هندوستان د وېزې ترلاسه کولو لپاره د مخکنیو اړینو اسنادو ترڅنګ یوشمېر نور اسناد هم د غوښتونکو لپاره لازمي شوي دي. سوداګر دغه محدودیتونه او د اسنادو ډېروالی د سوداګریزو فعالیتونو پر وړاندې خنډ یادوي.

په کندهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې؛ د هند د وېزې غوښتونکي باید د هند د بلنې لیک ولري او په دغه لیک کې باید د بلنې ورکوونکي شرکت د GSTIN نمبر، سریال نمبر او نور اړین معلومات په واضح ډول درج شوي وي.

یادې خونې زیاته کړې، چې د بلنې ورکوونکي شرکت د ثبت سند او یا هم د هند د کوچنیو او منځنیو سوداګریزو بنسټونو د ثبت سند له نورو اسنادو سره یو ځای غواړي. د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، هغه کسان چې پخوا یې د هند ویزې ترلاسه کړې وي اړ دي چې د خپلو زړو پاسپورټونو هغه کاپۍ هم وړاندې کړي چې پخوانۍ هندي ویزې په‌کې لګېدلې وي.

په ورته وخت کې د کندهار یو سوداګر عبدالمنان وايي، د هند ویزه د افغان سوداګرو لپاره ځانګړی اهمیت لري او د ویزې په بهیر کې زیات محدودیتونه او د اسنادو ډېرښت د سوداګریزو فعالیتونو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

هغه وویل: «موږ له اړوندو مسوولینو غواړو، چې د افغان سوداګرو لپاره د هند د ویزې ترلاسه کولو پروسه اسانه او چټکه کړي؛ څو سوداګر وکولای شي پرته له ستونزو خپل کاروباري سفرونه ترسره کړي».

همداراز یو بل سوداګر حاجي عبدالودود هم وايي، د ویزو ترلاسه کولو په برخه کې اسانتیا به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګریزو اړیکو مثبت اغېز وکړي او د سوداګرۍ د پراختیا لامل به شي.

هغه زیاته کړه: «که د ویزو په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي، سوداګر به وکولای شي د اړتیا وړ توکي په مناسب وخت وارد کړي او دغه چاره به د هېواد پر بازارونو او اقتصادي فعالیتونو هم ښه اغېز ولري».

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې له سوداګرو او د ویزو له غوښتونکو غوښتي، چې د غوښتنلیک د سپارلو پرمهال یاد اسناد په بشپړ ډول چمتو کړي؛ ترڅو د ویزې لړۍ له ځنډ او احتمالي ستونزو مخنیوی وشي.

په کندهار کې د هند کونسلګرۍ د وېزو په برخه کې د نويو بدلونونو په اړه لاتراوسه وضاحت نه‌دی ورکړی.

افغانه قابله په لرو پرتو سیمو کې له اړمنو ښځو سره د مرستې لپاره کور په کور ګرځي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۵۲ GMT+۱
افغانه قابله په لرو پرتو سیمو کې له اړمنو ښځو سره د مرستې لپاره کور په کور ګرځي
100%

یوه افغانه قابله چې په یوه بریتانوي بنسټ کې کار کوي د هرات ولایت له بې‌‌برخو او محرومو ښځو سره د خپلو مرستو او تجربو په اړه ټېلګراف ورځپاڼې ته یوه لیکنه کړې ده. هغې لیکلي، چې دغه مېرمنو ته د جنسي او زېږون روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

دغه قابلې چې خپل نوم یې نه‌دی اخیستی په خپله لیکنه کې ویلي، چې هغه او د اېم‌اېس‌ای افغانستان موسسې همکاران یې د افغانستان د لوېدیځو سیمو تر ټولو لرو پرتو سیمو ته سفرونه کوي او هلته کور په کور محرومو ښځو ته د جنسي او زېږون روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

نوموړې لیکلي، چې په افغانستان کې پر ښځو لګېدلو محدودیتونو د هغوی لپاره روغتیايي خدماتو ته لاسرسی خورا ستونزمن کړی دی. د هغې په وینا؛ ښځې له کوره د وتلو پرمهال اکثره اړې دي، چې له یوه نارینه محرم سره یو ځای وي او د جنسي او زېږون روغتیا په برخه کې هم نه‌شي کولای نارینه ډاکټرانو ته مراجعه وکړي.

دغه قابله چې په هرات کې فعالیت کوي وایي، د دغه محدودیتونو پایلې یې له نږدې لیدلې دي او د ډېرو هغو ښځو د کړاو شاهده پاتې شوې چې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له امله له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ شوې دي.

100%

یادې قابلې په خپله لیکنه کې د قابله‌ګۍ مسلک ته د ننوتلو پرمهال د خپلو شخصي ستونزو یادونه هم کړې ده. د هغې په وینا؛ که څه هم د قابله‌ګۍ زده‌کړې یې کړې وې، خو د عملي او کلینیکي روزنې د فرصتونو د کمښت له امله یې نه‌شوای کولای خپله زده‌کړه او پوهه په عملي توګه وکاروي.

هغې همدارنګه لیکلي، چې پلار یې د معلولیت له امله د کار کولو توان نه‌لاره او کورنۍ یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وه. د کورنۍ د لګښتونو برابرولو لپاره یې ورور اړ شو، چې ښوونځی پرېږدي.

هغې زیاته کړه، چې د اېم‌اېس‌ای افغانستان له‌خوا تنظیم شوي د زېږون روغتیا په برخه کې د روزنیز پروګرام لپاره د اعلان تر لیدلو وروسته یې خپل غوښتنلیک وړاندې کړ او ومنل شوه. هغې وویل، چې په دغه پروګرام کې ګډون د هغې په ژوند کې یو مهم ټکی و او هغې ته یې د اړین عملي روزنې ترلاسه کولو او د کار بازار ته د ننوتلو فرصت برابر کړ.

یادې قابلې لیکلي، چې اوس د اېم‌اېس‌ای افغانستان د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له ډلې څخه په یوې ډله کې کار کوي او له خپلو همکارانو سره یوځای محرومو او لرو پرتو سیمو ته سفرونه کوي.

د هغې په وینا؛ دغه ګرځنده ټیمونه کور په کور ښځو او نجونو ته د زېږون روغتیا، د کورنۍ د تنظیم او نورو لومړنیو روغتیايي خدمتونو اسانتیاوې برابروي او هڅه کوي چې د ښځو د روغتیايي ستونزو او اړتیاوو په اړه د خبرو اترو لپاره یو خوندي چاپېریال رامنځته کړي.

د هغې د لیکنې په یوه برخه کې د مېندوارۍ د مخنیوي په اړه د بحث کولو په برخه کې کلتوري ننګونو ته اشاره شوې او لیکلي یې دي، چې ډېری ښځې د ټولنیزو او دودیزو فشارونو له امله د خپلو روغتیایي اړتیاوو په اړه په ازاده توګه خبرې نه‌شي کولی.

یادې قابلې همدارنګه د یوې داسې ښځې یادونه کړې، چې شپږ واړه ماشومان یې لرل. د هغې په وینا؛ دغه ښځې په اندېښنې سره ویلي و، چې د خپلو ماشومانو د راتلونکې د برابرولو توان نه‌لري. د روغتیايي مشورې له ترلاسه کولو وروسته هغې پرېکړه وکړه، چې د مېندوارۍ د مخنیوي لپاره له رحم دننه وسیلې (IUD) څخه استفاده وکړي.

د یادې قابلې په وینا؛ د اېم‌اېس‌ای افغانستان د کار زده‌کړې پروګرام ښيي، چې له شته محدودیتونو سره، سره لا هم د ښځو لپاره د روغتیا په برخه کې د زده‌کړې او کار زمینه برابرېدای شي.
هغې ټینګار وکړ، چې د قابلو او ښځینه روغتیایي کارکاوونکو روزنه نه یوازې د سیمه‌ییزو ټولنو وضعیت ښه کولو کې مرسته کوي؛ بلکې د افغانستان د روغتیا سیسټم پیاوړتیا کې هم مرسته کوي.

100%

طالبانو د ۲۰۲۱کال د اګسټ میاشت کې واک ته تر رسېدو وروسته په تدریجي ډول د ښځو پر کار او زده‌‌کړو پراخ محدودیتونه ولګول. د دغه پالیسیو له امله د ښځو لپاره د زده‌کړو او کاري فرصتونو لاسرسی محدود شوی او د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو بهیر هم اغېزمن شوی دی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونېسف خبرداری ورکړی و، که د طالبانو اوسني محدودیتونه دوام ومومي؛ نو افغانستان به تر ۲۰۳۰کال پورې د شاوخوا ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.

یونېسف ویلي و، چې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر مسلکي روزنو محدودیتونه به د ښوونې او روزنې او روغتیايي سکټورونو لپاره د ښځینه متخصصو کادرونو د کمښت لامل شي، چې دا به د مېلیونونه افغان ښځو او ماشومانو پر ژوند مستقیم اغېز ولري.

د یوناما ماموریت غځېدو وروسته؛ پنجشېر کې د یوناما اړوند ۹فعالې ادارې د همغږۍ په اړه غږېدلي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۴۹ GMT+۱
د یوناما ماموریت غځېدو وروسته؛ پنجشېر کې د یوناما اړوند ۹فعالې ادارې د همغږۍ په اړه غږېدلي
100%

افغانستان کې د یو بل کال لپاره د یوناما ماموریت له غځېدو وروسته پنجشېر کې د ملګرو ملتونو اړوندو ۹ ادارو د طالبانو له اړوندو ادارو سره د همغږۍ غونډه کړې. د ملګرو ملتونو د پروژه‌يي خدمتونو دفتر وویل، په روان کال کې به دغه ولایت کې د ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت پراختیايي پروژې عملي کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېرې دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما ماموریت په ۱۵ موافقو رایو سره د یو بل کال لپاره وغځاوه.

له دې سره‌هم‌مهاله په پنجشېر کې د طالبانو د والي حافظ محمد اغا حکیم په مشرۍ او د یوناما د مرکزي زون د رييس په حضور سره د ملګرو ملتونو د ۹ فعالو او اړوندو دولتي ادارو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه.

د پنجشېر لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې یوازې په روان کال کې دغه ولایت لپاره د نړۍوالو بنسټونو او موسسو د نږدې ۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت ټولګټې او پراختیايي پروژې جذب شوې دي.

په دې غونډه کې د یوناما د مرکزي زون رييس تبیتا د بشرپاله چارو، د نړۍوالو مرستو د جلب او د اړوندو بنسټونو تر منځ د همغږیو د پیاوړتیا په برخو کې د خپلو همکاریو له دوامه ډاډ ورکړ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروژه‌يي خدمتونو دفتر (UNOPS) څرګنده کړه، چې په روان کال کې به په دغه ولایت کې د ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت ښاري پراختیايي پروژې عملي کړي.

د پنجشېر لپاره د طالبانو والي په دې غونډه کې په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو د اړوندو بنسټونو له فعالیتونو هرکلی وکړ او ویې ویل، ولایتي اداره له ټولو هغو موسسو او نړۍوالو بنسټونو چې د «خیر» په نیت د ځايي خلکو د هوساینې لپاره کار کوي، ملاتړ کوي.

د استازو جرګې غړې له قطر څخه کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه وضاحت غوښتی

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۰۶ GMT+۱
د استازو جرګې غړې له قطر څخه  کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه وضاحت غوښتی
100%

د امریکا د استازو جرګې غړې یاسمین انصاري په افغانستان کې د امریکا د متحدینو په ملاتړ کې واشنګټن ناکامه بولي او له قطر څخه د کانګو په څېر درېیمو هېوادونو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د استولو په تړاو له ولسمشر ټرمپ څخه د ځواب او وضاحت غوښتنه کړې ده.

د امریکا د استازو جرګې غړې ایراني‌الاصله غړې یاسمین انصاري د چهارشنبې ورځې په ناوخته (د غبرګولي ۲۷مه) په خپله اېکس‌پاڼه په قطر کې له بند پاتې افغان پناه‌غوښتونکو سره د ټرمپ ادارې پر چلند نیوکې کړې دي.

د امریکا د استازو جرګې دغې ډيموکراټ غړې د قطر په یوې اډې کې بند پاتې څه باندې ۱۰۰۰ افغان پناه غوښتونکي اتلان وبلل او زیاته یې کړه: «دا هغه اتلان دي چې په افغانستان کې یې زموږ له ماموریت سره د مرستې په لاره کې لوی خطرونه منلي وو».

یاسمین انصاري امریکا د خپلو افغان متحدینو په ملاتړ کې پاتې بولي او په دې تړاو له ولسمشر ټرمپ څخه د ځواب او وضاحت غوښتنه کړې او همداراز یې ویلي: «موږ د خپلو دغو متحدینو په ملاتړ کې د پاتې راتلو او د کانګو ډیموکراټيک جمهوریت په څېر درېیمو هېوادونو ته د هغوی د شړلو په اړه د ټرمپ د بوږنوونکو هڅو په تړاو بېړنیو ځوابونو ته اړتیا لرو».

تر دې مخکې د امریکا د استازو جرګې څه باندې ۸۰ غړو چې لږ تر لږه درې جمهوري‌پال او ګڼ شمېر ډیموکراټان په کې شامل دي، په یوه لیک کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو څخه غوښتنه کړې وه، چې کانګو ته د هغو شاوخوا ۱۱۰۰ افغانانو د لېږد پلان بیا وارزوي، چې اوس مهال په قطر کې بند پاتې دي او د بیا مېشتېدو په تمه دي.

د امریکا د استازو جرګه: ناامنو هېوادونو ته د افغان همکارانو لېږد د منلو وړ نه دی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، چې دمګړۍ له نږدې ۵ کلونو راهیسې شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان د قطر په یوې اډې کې امریکا ته د تګ په تمه بې‌برخلیکه پراته دي.

اروپايي ټولنه: افغانستان کې سوله د یوه ټول‌شموله ملي او سیاسي بهیر له لارې شونې ده

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۴۵ GMT+۱
اروپايي ټولنه: افغانستان کې سوله د یوه ټول‌شموله ملي او سیاسي بهیر له لارې شونې ده
100%

اروپايي ټولنې ویلي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله، ثبات او هوساینه یوازې د یوه «ټول‌شموله، ملي او د افغانانو په مشرۍ سیاسي بهیر» له لارې ترلاسه کېدای شي؛ هغه بهیر چې د ټولنې د ټولو قشرونو ګډون او د ښځو اغېزمن حضور پکې تضمین شوی وي.

اروپايي ټولنې د غبرګولي په ۲۶مه، د سې‌شنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې، چې د بشري حقونو د عالي کمېشنر د کلني راپور ارزونې ته ځانګړې شوې وه، خبرداری ورکړ چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند او د هغوی د حقونو سیستماتیک نقض کېدای شي د روم د اساسنامې له مخې «جنسیتي ځورونه» او «د بشریت ضد جنایت» وبلل شي.

د طالبانو د مشر پر نویو فرمانونو نیوکه

اروپايي ټولنې په خپلې اعلامیې کې د طالبانو د مشر دوه وروستي فرمانونه، یعنې «د محکمو د جزايي اصولنامې په اړه ۱۲مه فرمان» او «د مېړه او مېرمنې د بېلتون د قانون په اړه ۱۸مه فرمان» د جدي اندېښنې وړ بللي او ویلي یې دي چې دغو فرمانونو وضعیت نور هم خراب کړی دی.

د دې ټولنې په باور، دغو فرمانونو د قانون پر وړاندې د برابرۍ اصل، د عادلانه محاکمې حق، د دین او عقیدې ازادي او د ښځو او ماشومانو ملاتړ په جدي توګه تر پښو لاندې کړي دي.

د اعلامیې په بله برخه کې، د جرمونو نړیواله محکمه د روم د اساسنامې به اساس د افغانستان غړیتوب ته په اشارې سره راغلي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند د بشریت ضد جنایت په توګه تر عدلي تعقیب لاندې راتللی شي.

اروپايي ټولنې له طالبانو غوښتي چې خپلې ټولې محدودوونکې تګلارې ژر تر ژره لغوه کړي او قوانین یې د افغانستان له نړیوالو ژمنو، په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون سره سمون ومومي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو قربانیان او ژوندي پاتې شوي کسان د عدالت مستحق دي. په همدې موخه، د افغانستان لپاره د «خپلواک تحقیقاتي میکانېزم» تمویل او فعالول یو مهم او برخلیک ټاکونکی ګام بلل شوی دی.

د افغانستان لپاره خپلواک تحقیقاتي میکانېزم یو نړیوال بنسټ دی چې د جګړه‌ییزو جنایتونو او د بشري حقونو د سرغړونو اړوند شواهد راټولوي، ثبتوي او ساتي، څو په راتلونکو نړیوالو محکمو کې ترې ګټه واخیستل شي.

له اقلیتونو څخه د ملاتړ غوښتنه

اروپايي ټولنې په دې اعلامیه کې د قومي، مذهبي او ژبنیو لږکیو، په ځانګړې توګه د هزاره قوم، د حقونو د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کړی دی.

دغه نړیوال بنسټ په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د قانون حاکمیت، د بیان ازادي او د رسنیو ازاد فعالیت مهم بللی او د دغو حقونو د درناوي غوښتنه یې کړې ده.

د اعلامیې په پای کې د هېواد په ټولو سیمو کې بشري مرستو ته د بې‌خنډه لاسرسي پر اړتیا ټینګار شوی او ویل شوي چې ښځو ته باید اجازه ورکړل شي څو له هر ډول محدودیت پرته کار وکړي او اړمنو خلکو ته مرستې ورسوي.

اروپايي ټولنې یو ځل بیا یادونه کړې چې په افغانستان کې تلپاتې سوله، ثبات او هوساینه هغه مهال شونې ده چې د افغانانو په مشرۍ یو ټول‌شموله سیاسي بهیر رامنځته شي او د ټولنې ټولې برخې، په ځانګړې توګه ښځې، پکې اغېزمن ګډون ولري.

دا لومړی ځل نه دی چې لوېدیځ هېوادونه له طالبانو غواړي یو ټول‌شموله حکومت جوړ کړي او د بشري حقونو درناوی وکړي. طالبانو بیا دواړه غوښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه او د اسلامي احکامو له خپل تعبیر سره په ټکر کې بللې او رد کړې دي.

اروپايي هېوادونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د بشري حقونو شورا په غونډو کې څو ځله د طالبانو د بشري حقونو پر کړنو نیوکې کړې دي. په مقابل کې، د طالبانو ځینو سیمه‌ییزو شریکانو، لکه چین او روسیه د دغې ډلې له ځینو سیاستونو ملاتړ کړی او له طالبانو سره یې پر تعامل ټینګار کړی دی