د افغان وینې بانک په نوم داوطلبانه ډیجیټل سیستم، چې په انلاین ډول د وینې رضاکارانه فعالیت پرمخ وړي، هڅه کوي د وینې ورکونکو او ناروغانو ترمنځ فاصله راکمه کړي.
دا پلیټفارم ادعا کوي چې اوس مهال په ۱۸ ولایتونو کې ۱۷۳ فعال ډونران ثبت شوي او تر اوسه یې د ۵۴ کسانو د ژوندپه ژغورلو کې مرسته کړې، په داسې حال کې چې ۱۶ ولایتونه لا هم د دې شبکې له مستقیم پوښښ څخه بهر دي.
د هرات، بلخ، کندهار په څېر نور ګڼ نفوسه ولایتونه هم په تېرو کلونو کې د وینې ورکولو په رضاکارانه کمپاین کې مخکښ پاتې شوي.
د وینې ډولونو په ویش کې هم نابرابري څرګنده ده. د عامو ډولونو لکه A+ او O+ هر یو شاوخوا ۴۲ ډونران لري، خو نادر ډولونه لکه AB- یوازې ۳ ډونران لري.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د معلوماتو له مخې، افغانستان شاوخوا ۶۷د وینې بانکونه لري چې په ټول هېواد کې فعالیت کوي او په میاشتني ډول په ۳۴ ولایتونو کې نږدې ۳۰ زره او ۵۰۰ د وینې کڅوړېوېشل کېږي.
خو له دې سره سره، د وینې سیستم لا هم تر ډېره د کورنۍ د بدیل ډونرانو پر بنسټ ولاړ دی، چې شاوخوا ۵۶،۹ سلنه وینه له همدې لارې برابرېږي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس ډاکټر وحدت الکوزي د یکشنبې په ورځ، د وینې نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې ادعا وکړه، چې افغانستان دا مهال د وینې د زېرمه کولو په برخه کې د ځان بسیاینې پړاو ته نږدې شوی او یاد وزارت په تېر کال کې په ټول هېواد کې ۲۲۷ زره یونټه وینه راټوله کړې چې له دې څخه ۲۱۰ زره یونټه ناروغانو ته وېشل شوې ده.
د طالبانو د عامې روغتیا د سرچینو په وینا، دا مهال ۸۵ سلنه وینه په داوطلبانه ډول راټولېږي او د ۱۴۰۴ کال په ترڅ کې د وینې په مرکزي بانک او د ولایتونو د وینې په بانکونو کې د ۶۹۹ زره او ۳۰۴ کسانو د وینې ګروپونه هم تثبیت شوي دي.
یاد وزارت په جغرافیايي لحاظ د رضاکارانه وینې ورکولو سیمې نه دي مشخصې کړې او نه یې هم د فعالو وینه ورکوونکو شمېر په ډاګه کړی دی.
د افغانستان د وینې ورکولو د وضعیت په اړه نړیوالو روغتیايي او اکادمیکو سرچینو تایید کړې چې په هېواد کې شاوخوا ۲۷ زره منظم ثبت شوي وینه ورکوونکي دي. د روغتیا نړیوال سازمان او اکادمیکې څېړنې ښيي چې له دې ډلې نږدې ۹۶ سلنه نارینه دي او یوازې یوه کوچنۍ برخه ښځې دي.
دا شمېر د افغانستان د وینې د رسمي سیسټم د محدود ظرفیت ښکارندوی دی، په داسې حال کې چې د نفوس او طبي اړتیاوو په پرتله دا شمېر لا هم کم ګڼل کېږي.
په هېواد کې د تلسیمیا ناروغان هم د وینې پر سیستم سخت فشار واردوي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۱ زره ناروغان ثبت دي چې له دې ډلې نږدې ۵ زره او ۹۰۰ماشومان دي او دوامداره وینې ته اړتیا لري. خو د سیستم په عملي برخه کې ستونزې لا هم جدي دي.
په کابل او نورو ښارونو کې خلک وایي چې د وینې ترلاسه کول اکثره د رسمي میکانیزم پر ځای د ټولنیزو رسنیو، شخصي اړیکو او واټساپ ګروپونو له لارې ترسره کېږي. ځینې ناروغان حتا اړ وي چې خپله وینه ورکوونکي ومومي.
عبدالرحیم، چې دوه ماشومان یې په تلسیمیا اخته دي، هره درېیمه میاشت د خپلو ماشومانو د ژوند د ژغورلو لپاره وینه لټوي. هغه د رسمي روغتیايي سیستم پرځای وینه د ملګرو او ټولنیزو رسنیو له لارې پیدا کوي.
نوموړي افغانستان انټرنشنل ته وویل، « ماته مسوولان وایي چې لومړی باید خپله داوطلب وینه ورکوونکی ومومم، ځکه د وینې بانک یوازې هغه وخت وینه ور کوي چې د ناروغ لپاره بل ډونر پیدا نه شي، یا حالت شدید اضطراري وي».
خو ځینې وخت نادره وینې په سختۍ پیدا کیږي او په دې صورت کې یوازې د وینې بانک مرسته کولی شي.
ډاکټران وایي چې د نادره وینې ډولونو کمښت، د زېرمه کولو محدود امکانات او د مدیریت کمزوری سیستم د دې لامل شوی چې د وینې بانکونه په بېړنیو حالاتو کې تل اغیزناک ځواب ونه لري.
د افغان وینې بانک په څېر ډیجیټل پلیټفارمونه هڅه کوي دا تشه ډکه کړي، خو متخصصین ټینګار کوي چې یوازې ټکنالوژي او انلاین هڅې کافي نه دي. د هغوی په وینا، تر ټولو مهمه اړتیا د داوطلبانه وینې ورکولو فرهنګ پراخول، رسمي ملي ډیټابېس جوړول او د روغتونونو ترمنځ اغیزناکه همغږي ده.