محمد ابراهیم، چې له خپلې مېرمنې امنې او دوو ماشومانو سره اوس په اسټرالیا کې ژوند کوي، وایي چې کلونه یې په ویره، پټنځایونو او نامعلوم حالت کې تېر کړل، خو اوس یې د ارام او باوري ژوند پیل کړی دی.
هغه وایي: «ډېر ځله مو هیلې له لاسه ورکړې وې، ډېر ځله مو فکر کاوه چې هېڅوک زموږ کیسه نه اوري، خو خلکو زموږ لپاره هغه څه وکړل چې موږ یې هېڅ تمه نه لرله.»
ابراهیم زیاتوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خپل کاري فعالیت له امله له جدي خطر سره مخ شو او د «کافر» په نوم د تعقیب له وېرې اړ شو چې له کورنۍ سره غرونو او پټو سیمو ته پناه یوسي. د هغه په وینا، کورنۍ یې نږدې څلور کاله په خورا سختو شرایطو کې ژوند وکړ، کله به یې د بامیان په غرنیو سیمو کې په غارونو کې شپې سبا کولې او کله به یې په کابل کې په پټو کورونو کې د پټ ژوند مجبور انتخاب کاوه.
هغه دا هم وایي چې په دې موده کې ماشومانو ته د زده کړو هېڅ زمینه نه وه، روغتیايي خدماتو ته لاسرسی محدود و او کورنۍ یې څو ځله د امنیتي خطرونو له امله په یوه ورځ کې د ځای بدلولو ته اړ شوې وه.
وروسته دغه کورنۍ پاکستان ته کډه شوه، چیرې چې د سخت ژمي پر مهال یې درې شپې د سرحد په دروازو کې انتظار وکړ څو د داخلېدو اجازه ترلاسه کړي.
د ابراهیم په وینا، د اپولو بې د رضاکارانو ډلې د دوی قضیه له نږدې څارله، د اسټرالیا حکومت او اړوندو ادارو ته یې پرلهپسې لیکونه واستول، له چارواکو سره یې اړیکې ونیولې او د بشري ویزې د ترلاسه کولو لپاره یې فشارونه زیات کړل. دغه ډلې د کورنۍ لپاره مالي مرستې هم راټولې کړې، څو د خوړو، جامو او لنډمهاله استوګنې لګښتونه پرې پوره کړي.
د راپورونو له مخې، د اسټرالیا حکومت وروسته دغه کورنۍ د هغو کسانو په کټګورۍ کې شامله کړه چې له اسټرالیايي ماموریتونو سره یې په افغانستان کې کار کړی او د خطر له امله لومړیتوب ورکول کېږي، چې له همدې امله یې د ویزې پروسه چټکه شوه.
کورنۍ اوس په اسټرالیا کې د نوي ژوند په پیل کې ده، ماشومان یې لومړی ځل ښوونځي ته ځي، ابراهیم او مېرمن یې انګلیسي زده کوي او له نوې ټولنې سره د ځان عیارولو هڅه کوي.
ابراهیم د اپولو بې د خلکو هڅې یوازې مرسته نه، بلکې د ژوند ژغورنه بولي او وایي: «هغه مهرباني زموږ د ژوند ټول مسیر بدل کړ.»