• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نصیر احمد فایق: د ملګرو ملتونو منشور دې د افغانانو لپاره هم په عمل کې پلی شي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۸ GMT+۱تازه شوی: ۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۰ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق، د ملګرو ملتونو د منشور د تصویب د ۸۰مې کلیزې په مناسبت ویلي چې میلیونونه افغانان لا هم له هغو بنسټیزو حقونو څخه محروم دي چې دغه منشور یې د ساتنې لپاره رامنځته شوي و.

فایق د جمعې په ورځ پر اېکس پاڼه لیکلي، ۸۰ کاله وړاندې نړۍ د «زموږ خلک» تر شعار لاندې د ملګرو ملتونو منشور تصویب کړ، خو نن ورځ افغانان لا هم د همدې منشور له اساسي ژمنو بې‌برخې دي.

هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې نجونې له زده‌کړو منع دي، ښځې له عامه ژوند څخه ایستل شوي، ځوانان د خپل راتلونکي له هیلو او فرصتونو بې‌برخې شوي او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یو ملت چوپ کړای شوی دی.

د نوموړي په وینا، په افغانستان کې بنسټیز بشري حقونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کېږي او د هېواد خلک لا هم د بشري حقونو، کرامت او عدالت د هغو ژمنو د عملي کېدو په تمه دي چې د ملګرو ملتونو په منشور کې راغلې دي.

فایق ټینګار کړی، د ملګرو ملتونو د منشور اعتبار هغه وخت ساتل کېدای شي چې دا سازمان له هغو خلکو دفاع وکړي چې د ساتنې لپاره یې منشور رامنځته شوی دی.

هغه د ملګرو ملتونو د منشور د ورځې په مناسبت ویلي، یوازې څرګندونې او خبرې بسنه نه کوي، بلکې د افغانستان د خلکو د حقونو د خوندي کولو لپاره د عملي اقداماتو وخت رارسېدلی دی.

ترویج لرونکی

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې
۱

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۲
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۳

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی

۴

نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم

۵
ځانګړی

د باغران بزګر په ارګو کې؛ د افغانستان د کوکنارو د کر جغرافیا په حرکت کې ده

•
•
•

نور کیسې

بښنې نړيوال سازمان: د کډوالو د ستنولو په اړه د اروپايي ټولنې هر تعامل ګواښونکی اقدام دی

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۱۶ GMT+۱
بښنې نړيوال سازمان: د کډوالو د ستنولو په اړه د اروپايي ټولنې هر تعامل ګواښونکی اقدام دی
100%

د بښنې نړیوال سازمان ويلي، افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د اروپايي ټولنې هر ډول تعامل، بې‌پروايي او له ګواښ څخه ډک اقدام دی او وایي چې دا د اروپايي ټولنې لپاره د خپلو قانوني ژمنو او مسؤلیتونو له پامه غورځول دي.

دا په داسې حال کې ده چې «ايرو نيوز شبکې» د جمعې په ورځ راپور ورکړی، چې اروپایي هېوادونه د افغانستان د طالبانو په مشرۍ رژیم سره په اړیکه کې دي ترڅو هغه غیرقانوني کډوال بېرته ستانه کړي چې امنیتي ګواښ ګڼل کېږي یا په جدي جرمونو تورن شوي دي. خو هر داسې ترتیب کولی شي سیاسي او ډیپلوماټیک لګښتونه ولري، چې امتیازاتو ته اړتیا لري او د عامه غبرګون ګواښ رامنځته کوي.

د راپور له مخې، افغانستان ته د غیرقانوني کډوالو د بېرته ستنولو لپاره د اروپايي ټولنې هڅې له یو بنسټیز دوه لاري سره مخ دي: څنګه د افغانانو د بېرته ستنولو اوږدمهاله او سخته ستونزه حل کړي او په عین حال کې د طالبانو رژیم ته د مشروعیت ورکولو څخه ډډه وکړي، هغه رژیم چې دغه بلاک په ۲۰۲۱ کال کې د واک ترلاسه کولو راهیسې په رسمي ډول د هغې له پېژندلو ډډه کړې ده.

په راپور کې زياته کړل شوې، ملګرو ملتونو او د کډوالۍ کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د اروپايي ټولنې لپاره به په زیاتېدونکي توګه ستونزمنه شي چې د داسې حکومت بایکاټ ته دوام ورکړي چې له ډېرې مودې راهیسې په اروپا کې د ډیپلوماټیک مشروعیت په لټه کې دی او په عین حال کې د افغانانو د بېرته ستنولو په څېر له سیاسي پلوه حساسه موضوع اداره کړي.

دا کړکېچ د سه شنبې په ورځ منعکس شو، کله چې د اروپايي کمیسیون او ۱۵ غړو هېوادونو چارواکو په بروکسل کې د طالبانو له یوې ډلې سره په پټه وکتل ترڅو د غیرقانوني افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر ګړندی کړي، او هغو کسانو ته لومړیتوب ورکړي چې «جدي جرمونه یې کړي یا امنیتي ګواښ رامنځته کوي.» دا جنجالي ناسته – چې په کابل کې د لومړي پړاو خبرو اترو څخه پنځه میاشتې وروسته ترسره شوه – لومړی ځل و چې د طالبانو استازي بروکسل ته بلل شوي وو. دا سمدستي له سختو نیوکو سره مخ شوه.

د تاجکستان د بدخشان ولایت د مشر جسد له افغانستان سره پر پوله د پنج سیند څخه وموندل شو

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۰۹ GMT+۱
د تاجکستان د بدخشان ولایت د مشر  جسد له افغانستان سره پر پوله د پنج سیند څخه وموندل شو
100%

تاجکستاني رسنیو د دغه هېواد د بېړنیو حالاتو کمېټې له قوله راپور ورکړی چې د تاجکستان د بدخشان د خودمختاره ولایت د مشر، عليشېر ميرزا نبات، مړی د افغانستان پر پوله د پنج سیند څخه موندل شوی دی.

د راپورونو له مخې، د ميرزا نبات موټر د غبرګولي په ۲۷مه د تاجکستان د درواز ولسوالۍ په سیمه کې د پنج سیند ته لوېدلی و. په موټر کې د هغه مېرمن، کم عمره لور، مرستیال او موټرچلوونکی هم سپاره وو.

د معلوماتو له مخې، د عليشېر ميرزا نبات مړی د چنګاښ په ۵مه، د جمعې په ورځ، د هغه ځای څخه شاوخوا ۲۰ کیلومتره ښکته، د پنج سیند په بهیر کې موندل شوی دی.

تاجکستاني رسنیو تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې د پنج سیند په اوږدو کې د لټون عملیات له ستونزو سره مخ دي، ځکه د سیند د اوبو لوړه کچه او چټک جریان د ژغورنې د ډلو چارې ستونزمنې کړې دي.

راپورونه وایي چې د ميرزا نبات د مېرمنې، کم عمره لور او مرستیال د موندلو لپاره د لټون عملیات لا هم دوام لري.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د دې پېښې لومړنی لامل د موټر چټک سرعت او د موټرچلوونکي له لوري د کنټرول له لاسه ورکول وو.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، موټر له سرحدي انجنيري تاسیساتو او اغزن سیم سره تر ټکر وروسته د پنج سیند ته لوېدلی دی.

عليشېر ميرزا نبات ۴۵ کلن و او د ۱۴۰۰ لمریز کال د لړم میاشتې راهیسې یې د تاجکستان د بدخشان د خودمختاره ولایت د مشر په توګه دنده ترسره کوله. دغه ولایت د تاجکستان په ختیځ کې موقعیت لري او د افغانستان له شمالي پولو سره نښتی دی.

۴۱ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو د ښځو ضد فرمانونه وغندل

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۸ GMT+۱
۴۱ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو د ښځو ضد فرمانونه وغندل
100%

د ملګرو ملتونو په جنیوا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ استازي نصیر احمد اندېشه، ویلي چې ۴۱ هېوادونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې «سیستماتیک ظلم او تبعیض» غندلی دی.

اندېشه دغه ګډه اعلامیه د یادو هېوادونو په استازیتوب د بشري حقونو شورا په غونډه کې وړاندې کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د پرله‌پسې پنځم کال لپاره په افغانستان کې ښځې او نجونې له زده‌کړو، کار، روغتیايي خدمتونو، په عامه ژوند کې له ګډون، مدني فضا او بشري مرستو پورې له اساسي حقونو بې‌برخې پاتې شوې دي.

د اعلامیې له مخې، خپل‌سري نیونې، د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو له لوري ځورونې، سانسور او تاوتریخوالی د ښځو او نجونو د ځپلو په مهمو وسیلو بدل شوي دي.

په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې د طالبانو تبعیض‌پال قانوني چوکاټونه، لکه د دې ډلې ۱۲مه فرمان چې د کورني تاوتریخوالي عادي کېدو ته لار هواروي او ۱۸مه فرمان چې د ماشومانو ودونه مجاز ګڼي، د ښځو او نجونو د حقونو د نقض کچه نوره هم لوړه کړې ده.

د اعلامیې لاسلیک کوونکو هېوادونو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت او د خپلواک حساب‌ورکوونکي میکانېزم د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.

دوی ټینګار کړی چې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو بېرته تأمین او د هغوی د انساني کرامت ساتنه باید د نړیوالو سیاستونو او د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د نړیوال غبرګون اساسي محور وي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو محدودیتونه په پرله‌پسې ډول زیات شوي دي. طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړي کال کې نجونې له منځنیو او لوړو زده‌کړو او ښځې له ډېرو کاري برخو محرومې کړې، او وروسته یې دا محدودیتونه لا پراخ کړل، چې له امله یې ښځې تر ډېره له عامه ژوند څخه ایستل شوې دي. په وروستیو کې هم د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د طالبانو له لوري د حجاب د څرنګوالي په تړاو د ښځو د نیولو راپورونه خپاره شوي دي.

له شماله تر لغمانه؛ ازادۍ جبهه وایي چې جنګیالي یې په ختیځو ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۵ GMT+۱
له شماله تر لغمانه؛ ازادۍ جبهه وایي چې جنګیالي یې په ختیځو ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي
100%

د طالبانو مخالفې ډلې، ازادۍ جبهې اعلان کړی چې د طالبانو پر وړاندې د خپلو چریکي بریدونو د پراخولو او پر دغې ډلې د پوځي فشارونو د زیاتولو په موخه یې خپل وسله وال ځواکونه په ختیځو ولایتونو، په ځانګړې توګه په لغمان کې ځای پر ځای کړي دي.

د دغې جبهې په خبرپاڼه کې راغلي چې د دوی ځواکونه په دغو سیمو کې د نویو پوځي عملیاتو د پیلولو لپاره پوره چمتووالی لري.

د ازادۍ جبهې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دوی مبارزان په سپکو او درنو وسلو سمبال دي او د پرمختللو چریکي تاکتیکونو په کارولو سره پر پوځي مرکزونو، پوستو، غونډو او د طالبانو پر لېږدوونکو کاروانونو د ناڅاپي او غافلګیرانه بریدونو پلانونه لري.

دغه راز په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د دوی ځواکونه اوسمهال په لغمان، ننګرهار او نورستان ولایتونو کې شتون لري او په ډېری ولسوالیو کې یې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.

دغه جبهې د یوه ډله پټ مخو وسله‌والو ویډیو هم خپره کړې چې ادعا کوي په لغمان کې د دوی جنګیالي دي او طالبانو ته ګواښ کوي چې په دغه ولایت کې به پرې خپل بریدونه پراخ کړي.

یادې جبهې د افغانستان له خلکو، په ځانګړې توګه د ختیځو سیمو له اوسېدونکو مننه کړې چې له دوی سره یې د معلوماتو په شریکولو، پر وخت د وضعیت په اړه په خبرولو او نورو برخو کې صادقانه همکاري کړې ده.

د ازادۍ جبهې ویلي چې د خلکو دغه ملاتړ د سیمې د وضعیت د درک کولو او د دوی د پوځي پلانونو په پرمخ وړلو کې خورا مهم رول لوبولی دی.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په پای کې ټینګار کړی چې دغه جبهه د ټولنې له منځه راپورته شوې او په ټولو خلکو پورې تړاو لري. د دوی په وینا، د هېوادوالو باور او ملاتړ د هغو رزمندګانو اصلي پشتوانه ده چې په دې ملي مبارزه کې خپل ځانونه قرباني کوي او له همدې امله یې له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې په دې لاره کې خپله ملي وجیبه ترسره کوي.

تر اوسه طالبانو د ازادۍ جبهې د دغه ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي.

د یوناما پخوانۍ مشرې د شانګهای همکارۍ سازمان له غړو د افغان ښځو د ملاتړ غوښتنه وکړه

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۰۹ GMT+۱
د یوناما پخوانۍ مشرې د شانګهای همکارۍ سازمان له غړو د افغان ښځو د ملاتړ غوښتنه وکړه
100%

د یوناما پخوانۍ مشرې روزا اوتونبایوا د شانګهای همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي او د هغوی د وضعیت په وړاندې بې‌تفاوته پاتې نشي. نوموړې وویل، په افغانستان کې ښځې او نجونې له زده‌کړو، کاره او د ازاد تګ راتګ له حقه بې‌برخې شوې دي.

د شانګهای همکارۍ سازمان د ښځو مجمع د جمعې په ورځ، د چنګاښ په پنځمه، د غړو هېوادونو د استازو، نړیوالو چارواکو او د ښځو د چارو د یو شمېر کارپوهانو په ګډون غونډه وکړه. په دې غونډه کې د سیاست، اقتصاد، امنیت او ټولنیز پرمختګ په برخو کې د ښځو د همکارۍ پر پراختیا ټینګار وشو.

د قرغیزستان پخوانۍ ولسمشرې او په کابل کې د یوناما پخوانۍ مشرې روزا اوتونبایوا هم په دې غونډه کې ګډون کړی و او د شخړو په حل کې د ښځو د رول، بشري امنیت، اقتصادي پرمختګ او د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه یې وینا وکړه.

رووزا اوتونبایوا په دغه غونډه کې وویل: «نن په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي وروسته خپلو زده کړو ته دوام نه شي ورکولای. ښځې له کار، پارکونو او ورزشي سالونونو ته له تګ او له محرم پرته له سفر کولو محرومې دي. دا ښيي چې محافظه کارو لارو ته بېرته ستنېدل په ډېرې چټکۍ سره رامنځته کېږي.»

نوموړې په افغانستان کې د خپل ماموریت یادونه وکړه او ویې ویل، د ښځو او نجونو پر وړاندې د لګېدلو محدودیتونو اغېزې یې له نږدې لیدلې دي.

د شانګهای همکارۍ سازمان چې په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شوی نړیوال او سیمه ییز سازمان دی چې لس اصلي غړي لکه بلاروس، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، روسیه، تاجکستان او ازبکستان لري. همدارنګه اذربایجان، ارمنستان، افغانستان، بحرین، مصر، کمبودیا، قطر، کوېټ، لاوس، مالدیف، مغولستان، میانمار، نیپال، متحده عربي امارات، سعودي عربستان، ترکیه او سریلانکا د «شریکانو» په توګه له دې سازمان سره تعامل لري.