په تورخم کې د پاکستان دولتي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړې، چې د محرم الحرام د رخصتیو له امله د تورخم دروازه د جون په ۲۵مه او ۲۶مه نېټه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل کېږي.
د دغه پرېکړې له امله به افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ او عادي تګ راتګ هم د دوو ورځو لپاره ودرول شي او د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته به بېرته پیل شي.
د تورخم پولې تر څنګ، د حمزه بابا د افغان کډوالو کمپ هم د دغو دوو ورځو لپاره د مراجعینو پر مخ تړل شوی دی. لنډي کوتل کې مرستیال کمېشنر انعام الله وزیر په دې اړه ویلي، چې د جون په ۲۵مه او ۲۶مه نېټه به په یاد کمپ کې ټول اداري او دفتري فعالیتونه په ټپه ولاړ وي او له افغان کډوالو یې غوښتي چې په دې موده کې دغه مرکز ته له ورتګ څخه ډډه وکړي څو له احتمالي ستونزو او بېځایه انتظار سره مخ نه شي.
پاکستاني چارواکو له کډوالو غوښتنه کړې چې د حکومتي لارښوونو او ټاکل شوي مهالویش پابندي وکړي او د نویو بدلونونو لپاره د چارواکو لخوا خپرېدونکو خبرتیاوو ته پام وکړي. د دغه کمپ د چارواکو په وینا، د محرم الحرام د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته به د حمزه بابا کمپ خپل عادي فعالیتونه بېرته پیل کړي او ټول خدمات به د پخوا په څېر وړاندې شي.
د حمزه بابا کمپ په پاکستان کې د مېشتو افغان وګړو د ثبت، د اسنادو د پروسس او نورو اړوندو اداري چارو د ترسره کولو لپاره یو له مهمو مرکزونو څخه دی چې هره ورځ ورته ګڼ شمېر کسان مراجعه کوي. د پولې د بندېدو پر مهال به د کډوالو د ستنېدو بهیر په بشپړ ډول ځنډېدلی وي او د رخصتیو له پای وروسته به بېرته پیل شي.
دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ لا هم په شدت سره دوام لري او د راپورونو له مخې، تېر کال شاوخوا ۳ میلیونه افغان کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې څخه په زوره یا خپله خوښه هېواد ته ستانه کړل شوي دي.
د بشري حقونو د څار ډلې د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې پر افغان کډوالو د پولیسو چاپې په بېساري ډول زیاتې شوي او یوازې له پنجاب ایالت څخه تر ۳۴ زره ډېر کډوال اېستل شوي دي، چې له امله یې په تورخم کې د کډوالو اوږده کتارونه جوړ شوي دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لویو لارو بندښت او اقلیمي بدلون د افغان کوچیانو دودیز ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی. د څړځایونو کمښت، د څارویو ناروغۍ، د ماشومانو د زدهکړو خنډونه او د روغتیايي اسانتیاوو نشتوالي د دوی ژوند لا خورا سخت کړی دی.
د افغانستان د لوګر ولایت ۴۸ کلن نور محمد له خپلې کورنۍ او د شاوخوا څلور سوه وزو او نورو څارویو له رمې سره ټول کال بېلابېلو سیمو ته سفر کوي. د دوی د ژوند اساس هغه څړځایونه دي چې تازه واښه او د څارویو لپاره مناسب خوراک پکې پیدا کېږي.
نور محمد دا مهال د سوات په یوه غرنۍ سیمه کې خېمه وهلې او له خپلې کورنۍ او څارویو سره دلته څلورم پرلهپسې اوړی تېروي. هغه افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وايي: «پخوا به موږ هر کال د موسمونو له بدلون سره سم د پاکستان او افغانستان ترمنځ تګ راتګ کاوه، خو اوس د لارو د بندېدو او د سفر د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله مو ژوند سخت شوی دی.»
هغه زیاتوي: «موږ غواړو خپل هېواد افغانستان ته ستانه شو، خو د کورنۍ له هېڅ غړي سره پاسپورټ نشته. د غرنیو او سختو لارو له لارې تګ، که ناممکن نه وي، نو ډېر ګواښونکی او خورا ستونزمن دی.»
د پاکستان په ځینو سیمو کې مېشت افغان کوچیان د پسونو، وزو او نورو څارویو روزنه کوي او د خپلو ورځنیو اړتیاوو د لېږد لپاره له اوښانو او خرو کار اخلي. د ښه موسم او تازه څړځایونو د موندلو لپاره د دوی ژوند له پرلهپسې کوچ او سفر سره تړلی وي. د اوړي په موسم کې د کوچیانو کورنۍ د سوات، کالام، چترال او نورو غرنیو سیمو ته سفر کوي، په داسې حال کې چې د ژمي په موسم کې بیا په بلوچستان، خیبر ولسوالۍ، پېښور، اټک، پنجاب او نورو نسبتاً تودو سیمو کې مېشتېږي.
نور محمد وایي چې د دوی اصلي تړاو له افغانستان سره دی، خو د دوامدارې کډوالۍ له امله په دواړو هېوادونو کې د هویت او اساسي اسانتیاوو له ستونزو سره مخ دي. د هغه په وینا، د دوی لپاره کومه دایمي استوګنه نشته او کوچیان عموماً په پرانیستو میدانونو کې خېمې دروي او خپل ژوند پر همدې طرز تنظیموي.
د نور محمد ماشومان هم له خپل مور او پلار سره د څارویو په ساتنه کې مرسته کوي. دوی د خېمو شاوخوا د پسونو او وزو د بچیانو څارنه کوي، په داسې حال کې چې لوی څاروي د څړځایونو پر لور بیول کېږي.
له مالدارۍ سره تړلی سخت ژوند:
بل لور ته، د افغانستان د لغمان ولایت اوسېدونکی ځوان خان آغا له خپلو نورو ملګرو سره هره ورځ سهار وختي شاوخوا څلور سوه پسونه او وزې د څړځایونو پر لور بیایي. دوی ټوله ورځ د مالونو ساتنه او څرونه کوي او د ماښام پر مهال بېرته د خپل مالک خېمې ته ستنېږي او شپه هلته تېروي.
خان آغا او د هغه ملګرو ته د دې سخت کار په بدل کې هر یوه ته میاشتنۍ ۲۵ زره پاکستانۍ کلدارې مزدوري ورکول کېږي. خان آغا وایي چې د مالدارۍ مسلک د پخوا په پرتله ډېر سخت شوی دی. هغه زیاتوي چې ټوله ورځ له څارویو سره په څړځایونو کې تېروي او له هغوی سره یو ځای وي.
له خېمو سره تړلی ژوند؛ د افغان کوچیانو ټولنیز حقیقت
د نور محمد دوه زامن او درې لوڼې له خپلو مور او پلار سره په خېمو کې ژوند کوي. د دوی مشر زوی، سید محمد، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وایي چې په افغانستان کې یې د خپل کلي په ښوونځي کې درې کاله زدهکړې کړې وې، خو درې ـ څلور کاله وړاندې پاکستان ته له کډوالۍ وروسته یې د زدهکړو لړۍ پرې شوې وه، ځکه دلته ورته منظمې تعلیمي اسانتیاوې نه وې برابرې شوې.
سید محمد وایي چې اوس مهال دیني زدهکړې کوي، خو د هغه کشر ورور ګل محمد لا هم د ښوونځي د لوستلو هیله لري. نوموړی زیاتوي چې پرلهپسې کډوالي، اقتصادي ستونزې او د دایمي استوګنې نشتوالي د دې لامل شوي چې دغه هیله یې تر اوسه پوره نه شي.
د نور محمد څلوېښت کلنه مېرمن، مریم بيبي، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وایي چې کله به دوی په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره اوسېدل، د ماشومانو زدهکړې به منظمې وې او ښوونځي ته به یې لېږل؛ خو په پاکستان، په ځانګړي ډول سوات کې د موسمي استوګنې پر مهال، د ماشومانو تعلیمي بهیر اغېزمن شو او نیمګړی پاتې شو.
د کوچیانو ژوند د ښځو او ماشومانو لپاره نورې جدي ستونزې هم رامنځته کوي. مریم بيبي وایي چې د دوامدار سفر او ناڅرګندو حالاتو له امله ډېری وخت نجونې په کم عمر کې ودېږي او د زېږون او نورو طبي اړتیاوو پر مهال لازمې روغتیايي اسانتیاوې نه وي موجودې.
د خیبر پښتونخوا د څارویو پالنې او وترنرۍ څانګې د معلوماتو له مخې، په پاکستان او افغانستان کې مېشت افغان کوچیان د اقلیمي بدلون له امله له سختو ستونزو سره مخ دي. د هغوی لنډمهالي استوګنځي نور خوندي نه دي او د څارویو لپاره مناسب چاپېریال او طبیعي څړځایونه په څرګند ډول کم شوي دي.
د کارپوهانو په وینا، له ۲۰۰۵ کال وروسته په ورښتونو کې غیرمعمولي بدلون راغلی؛ کله زورور بارانونه کېږي او کله اوږدې وچکالۍ رامنځته کېږي. د همدې وضعیت له امله د څارویو لپاره د خوراکي واښو تولید اغېزمن شوی دی.
هغه وایي چې تېر کال د یوې ناڅرګندې ناروغۍ له امله له سلو څخه ډېر څاروي ترې مړه شول، چې درانه مالي زیانونه یې ورته واړول. د هغه په خبره، دا ستونزه له څو کلونو راهیسې روانه ده او هر کال څاروي په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.
ګل رحمان شکایت کوي چې حکومت د کوچیانو لپاره د وترنرۍ اسانتیاوو یا طبي مرستو کوم ځانګړی نظام نه لري. له همدې امله دوی اړ کېږي چې د څارویو د درملنې لپاره له خپلو امکاناتو کار واخلي او له بازارونو درمل واخلي. ځینې وختونه بیا له دودیزو او کورنیو طریقو هم ګټه اخلي.
د هغه په وینا، د څارویو د ناروغیو یوه لویه وجه ککړې او غیر صحي اوبه دي، ځکه د کوچیانو د تګ راتګ پر مهال څاروي له لارو سره نږدې له ولاړو حوضونو او ناامنه اوبو څخه استفاده کوي، چې دا د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو سبب ګرځي.
خو د دې څېړنې سره سره عملي ګامونه محدود پاتې شوي دي. په شمالي سیمو کې یوازې په څو ځایونو کې ګرځنده وترنري خدمتونه او د درملو رسونه ترسره شوې، په داسې حال کې چې نورې سپارښتنې تر اوسه نه دي عملي شوې.
کارپوهان او سیمهییز استازي وایي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د امنیتي وضعیت له امله کوچیان له لا زیاتو ستونزو سره مخ شوي دي. د هغوی په وینا، له یوې سیمې بلې ته او یا هم د ډیورند کرښې هاخوا تګ راتګ د پخوا په پرتله ډېر سخت شوی، چې له امله یې د دې دودیز ژوند له طرز سره تړلي خلک ورو ورو کمېږي.
د کوچیانو د ستونزو د حل او د هغوی د هوساینې لپاره کارکوونکو ملي او نړیوالو ادارو، لکه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او شارپ، ته پکار ده چې لا اغېزمن او عملي رول ولوبوي.