• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په افغانستان کې د جایکا مشر: جاپان به له افغان ولس سره خپلو بشري همکاریو ته دوام ورکړي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۲۷ GMT+۱

په افغانستان کې د جایکا (JICA) ادارې مشر توساکا سوتا د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې له رييس سره په کتنه کې وویل، د جاپان دولت او خلک تل د افغان ولس ترڅنګ ولاړ دي او په بېلابېلو برخو کې به خپلو بشري او پراختیایي همکاریو ته دوام ورکړي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې کتنه کې د پېښو د خطرونو د مدیریت، د وقایوي پروژو د پلي کولو، د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کمولو او د ماین پاکۍ د پروګرامونو په اړه د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په تړاو خبرې شوې دي.

توساکا سوتا په دې کتنه کې وویل:«د جاپان دولت او خلک تل د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دي او خپلو بشري او پراختیایي همکاریو ته به په بېلابېلو برخو کې دوام ورکړي».

د هغه په وینا، جایکا د اقلیمي بدلونونو اړوند د خپلو پروژو په چوکاټ کې د پېښو د خطرونو مدیریت هم شامل کړی او چمتو ده، چې د راښویېدو له ګواښ سره مخ ډبرو د تثبیت او خوندي کولو، د پېښو د خطرونو د مدیریت او همدارنګه د ماین پاکۍ د پروګرامونو په برخو کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس نورالدین ترابي له افغان ولس سره د جاپان او په ځانګړې توګه د جایکاه له مرستو مننه وکړه او همداراز یې د بشري مرستو او عام‌المنفعه فعالیتونو پر غیرسیاسي ماهیت د ټینګار ترڅنګ، له نړیوالو بنسټونو، همکارو موسسو او تمویلونکو وغوښتل چې د بېړنیو مرستو ترڅنګ، د وقایوي پروژو او د پېښو د خطرونو د کمولو په برخه کې لا ډېره پانګونه وکړي.

ډېر لیدل شوي

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي
۱

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۲

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۳

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۴
نصیراحمد فایق

افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه غونډه کې

۵

د اسلام‌اباد محکمې د افغان محصلینو د ویزو قضیه وتړله؛ وروستۍ پرېکړه به د پاکستان حکومت کوي