• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خیبرپښتونخوا: پېښور کې پولیسو ۷۰ افغان کډوال نیولي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۱۸ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور پولیسو د افغان کډوالو پر ضد د روانو عملیاتو په ترڅ کې ۷۰ افغان کډوال نیولي او ترڅنګ یې د هغه کورنو خاوندان هم د لنډ وخت لپاره توقیف کړي، چې خپل کورونه یې افغان کډوالو ته په کرایه ورکړي وو.

د ځايي سرچینو په وینا، پولیسو وروسته د کورونو خاوندان له خبرداري ورکولو وروسته خوشې کړي او ورته یې ویلي چې د قانون له مخې بهرنیو وګړو ته دې خپل کورونه او هټۍ په کرایه نه ورکوي.
سرچینې وایي، د پېښور ښار په بېلابېلو بازارونو کې د افغان کډوالو پر ضد عملیات چټک شوي دي.
د راپورونو له مخې، په پېښور کې مېشتو افغانانو ته سپارښتنه شوې چې د جولای تر لسمې نېټې پورې له پاکستان څخه ووځي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت مخکې هم اعلان کړی و، هغه افغانان چې د قانوني استوګنې اسناد نه لري، باید له ټاکل شوې مودې مخکې له دغه هېواده ووځي، که نه له نیول کېدو او ایستلو سره به مخ شي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

انډي برنهام: د رد شويو افغان پناه غوښتونکو بېرته ستنولو لپاره به له طالبانو سره خبرې وکړو

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۰۷ GMT+۱
انډي برنهام: د رد شويو افغان پناه غوښتونکو بېرته ستنولو لپاره به له طالبانو سره خبرې وکړو
100%

د برېتانيا د کارګر ګوند د مشرتابه نوماند انډي برنهام ويلي، که د لومړي وزير په توګه واک ته ورسېږي، نو د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره به له طالبانو سره هوکړه‌ليکونه لاسليک کړي.

برنهام دغه څرګندونې د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۲مه) د ټولنيزې شبکې ریډیټ د انلاين پوښتنو د ځوابولو غونډه کې وکړې. هغه همدارنګه ټينګار وکړ، که واک ته ورسېږي، نو له وخته مخکې ټاکنې به نه ترسره کوي او حکومت به د ۲۰۲۴ کال د ټاکنيز پروګرام له مخې پر مخ یوسي.

د افغانستان په اړه د هغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په تړاو له طالبانو سره د لوېديځو هېوادونو د اړيکو څرنګوالی لا هم د اروپا او برېتانيا د کډوالۍ په تګلارو کې له لانجمنو او بحث‌پارونکو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.

برنهام د خپلو خبرو په بله برخه کې وويل، د هغه راتلونکی حکومت به د کارګر ګوند اقتصادي ژمنو ته ژمن پاتې شي. هغه زياته کړه، چې د ارزښت زياتونې ماليه (VAT)، د عايداتو ماليه او د ملي بيمې ونډه به نه‌لوړېږي.

هغه همدارنګه له اروپايي ټولنې سره د اړيکو د پراختيا ملاتړ وکړ او ويې ويل، چې د پراخو سوداګريزو هوکړو د ترلاسه کولو لپاره به خبرې اترې پر مخ يوسي.

د کې‌یر سټارمر له استعفا وروسته، انډي برنهام تر اوسه د کارګر ګوند د مشرتابه يوازنی نوماند دی او که بريالی شي، نو د جولای په شلمه به د برېتانيا د لومړي وزير دنده پر غاړه واخلي.

افغان اېواک: امریکا لا هم د افغانانو پر وړاندې د کډوالۍ او هر ډول ویزو دروازې بندې ساتلي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۰۱ GMT+۱
افغان اېواک: امریکا لا هم د افغانانو پر وړاندې د کډوالۍ او هر ډول ویزو دروازې بندې ساتلي
100%

د افغان‌ اېواک بنسټ مشر شان وانډیور په یوه پرانیستي لیک کې پر امریکایي چارواکو کلکه نیوکه کړې، چې لا یې هم د افغان کډوالو د لېږد، د ویزو ورکولو او د مېشتېدنې ځانګړي پروګرامونه بند ساتلي دي.

هغه په دغه لیک کې چې د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۲مه) خپره کړې ویلي، چې د امریکا د حکومت د دغو پرېکړو له امله دا مهال شاوخوا ۲۶۰ زره افغانان چې د دغه هېواد د تخلیې په پروسه کې شامل وو، په ناڅرګند برخلیک کې پاتې دي او دوسیې یې نه څېړل کېږي.

د افغان اېواک د معلوماتو له مخې، د امریکا حکومت د دایمي ښه راغلاست پروګرام، د افغانانو لپاره موقتي خوندي دریځ او د کډوالو د لېږد همغږې کوونکې اداره تړلي او د ځانګړو ویزو او کډوالۍ دوسیو څېړل یې په بشپړ ډول کنګل کړي دي.

وانډیور زیاته کړې، چې په قطر کې د السیلیه نظامي کمپ هم د تړل کېدو په حال کې دی او په دغه کمپ کې د مېشتو افغانانو لپاره د لېږد هېڅ روښانه او دایمي لار نشته. په یاد کمپ کې امریکا ته د انتقال په تمه له شاوخوا پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۰۰۰ کسان شپې او ورځې تېروي.

شان وا‌ډیور په خپل لیک کې د افغان‌اېوک د غړو او رضاکارانو ستاینه کړې، چې په سختو شرایطو کې یې د افغان کډوالو ملاتړ ته دوام ورکړی دی. نوموړي د امریکا په دننه او بهر کې مېشتو افغان متحدینو ته ډاډ ورکړی، چې د امریکا د حکومت له وروستیو پرېکړو او خنډونو سره سره، دوی به هېڅکله خپله کړې ژمنه هېره نه کړي او له افغانانو سره به اوږه په اوږه ودرېږي.

د دغه لیک په پای کې ویل شوي، چې د افغان‌ اېواک ایتلاف کې د کډوالو د ملاتړ، د امریکا متقاعدو سرتېرو، مذهبي بنسټونو او وکیلانو په ګډون له ۲۵۰ څخه ډېر سازمانونه شامل دي چې د افغانانو د حقونو لپاره کار کوي.

د دغې ټولنې مشر پر خپلو غړو غږ کړی، چې د دوسیو اخیستلو، له افغانانو سره د مرستې او د هغوی لپاره د دروازو پرانېستلو په تړاو خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

عوامي نشنل ګوند په باجوړ کې د ډرون برید غندلی او د دغو پېښو د مخنيوي غوښتنه یې کړې ده

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۴ GMT+۱
عوامي نشنل ګوند په باجوړ کې د ډرون برید غندلی او د دغو پېښو د مخنيوي غوښتنه یې کړې ده
100%

عوامي نشنل ګوند په باجوړ کې د پنجشنبې ورځې د ډرون بريد پېښه غندلې او په دغې پېښه کې یې د یوې کورنۍ د درېیو ماشومانو وژنه خورا بوږنوونکې بللی ده. ياد ګوند د پرله پسې دغه ډول زیاتېدونکو پېښو د مخنیوي غوښتنه کړې ده. په یاده پېښه کې ۷ نور کسان هم ټپيان شوي وو.

د عوامي نشنل ګوند د پښتونخوا ایالت عمومي سکرټر حسين شاه يوسفزي په يوه بيان کې ويلي، په توره شپه کې د بې‌وسلې او بې‌ګناه وګړو، په ځانګړې توګه د ماشومانو په نښه کول تر ټولو بده «بزدلي» او د نه منلو وړ عمل دی.

هغه زياته کړې: «په تېره یوه اونۍ کې دا درېیم ډرون برید دی، چې عام خلک په‌کې په نښه کېږي. د پرله پسې پېښو پر وړاندې د فدرالي او ایالتي حکومت چوپتیا خورا معنا لرونکې او د اندېښنې وړ ده. تر نن ورځې پورې دا معلومه نه‌شوه، چې دا ډرون له کوم ځایه راځي او څوک یې کنټرولوي».

يوسفزي د پوښتنې په توګه مطرح کړې: «که دا ډرون د ترهګرو وي نو د مخنیوي مسوولیت یې د چا دی؟ او که دا د دولتي ادارو وي نو د بې‌ګناه وګړو د په نښه کولو څه جواز دی. ورځني ډرون بریدونه د حکومتونو او اړوندو امنیتي ادارو ناکامي ده. خلک په دوامداره توګه مړي پورته کوي خو مسوولې ادارې د نندارچیانو په څېر ناستې دي».

هغه د تحريک انصاف ګوند د خيبرپښتونخوا پر حکومت هم نيوکې وکړې او زياته یې کړه: «په تېر وخت کې د ډرون بریدونو پر وړاندې د اعتراض ډرامې کوونکي نن چېرته دي؟ نن چې معصوم خلک په نښه کېږي، دا خلک تماشا کوي. د هغو واکمنانو سترګې ولې نن دا ظلم نه ویني چې له ۱۳ کلونو راهیسې پر ایالت مسلط دي».

نوموړي په پښتونخوا کې د ډرون بریدونو او ملکي مېشت ځایونو د په نښه کولو د لړۍ د درولو غوښتنه کړې او له اغېزمنو کورنیو سره یې پر مرستو ټينګار کړی دی.

د باجوړ د خار په شينکوټ سيمه کې پرون (پنجشنبه د چنګاښ ۱۱مه) پر يوه کور د ترسره شوي ياد ډرون په برید کې درې ماشومان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

له پاکستان نه ستېدونکي افغان کډوال د هویت اسنادو نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۰۰ GMT+۱
له پاکستان نه ستېدونکي افغان کډوال د هویت اسنادو نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي
100%

په تورخم کې له پاکستان نه ستانه شوي‌ افغانان د هویت اسنادو د نشتوالي له امله د ښوونې، روغتیا، مرستو، بنسټیزو حقونو او خدمتونو د بې‌برخې کېدو له ګواښ سره مخ دي. د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي، د ۶.۱ مېلیونه ستنو شویو افغانانو له ډلې تر ۸۶ سلنې ډېر یې د هویت رسمي اسناد نه‌لري.

افغانستان ته ډېری افغانان له ایران او پاکستان نه د ژوند له ټولې شتمنۍ سره ستنېږي؛ خو ترټولو مهمه پاڼه «پېژندپاڼه» نه‌لري. دوی کلونه په ګاونډیو هېوادونو کې تېر کړي او ان ډېری یې هلته زېږیدلي او لوي شوي دي. ۱۷ کلن عبدالرحمان له خپلي مور سره د تورخم له لارې له پاکستان نه افغانستان ته د ستنېدو پر مهال نه پوهېږي، چې تذکره څنګه او چېرې ترلاسه کړي.

دغه ځوان په پاکستان کې زېږېدلی او په لومړي ځل افغانستان ته د دایمي‌ اوسېدو لپاره ستنېږي. د هغه د تره زوی ورته ویلي، چې د کار، زده‌کړو او نورو خدمتونو لپاره تذکرې ته اړتیا ده.

نوموړی په تورخم کې د نوم‌ لیکنې لپاره له یوې غرفې بلې ته ځي؛ څو د خپل راتګ معلومات ثبت کړي. هغه وایي: «نه پوهېږم چې تذکره څنګه او له کومه ځایه ترلاسه کړم. اوس به لاړ شم او معلومات به وکړم».

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۳کال د سپټمبر راهیسې له پاکستان او ایران نه افغانستان ته د ستنو شویو ۶.۱ مېلیونه افغانانو له ډلې له ۸۶ سلنې څخه ډېر یې د هویت رسمي اسناد نه‌لري.

په تورخم کې چې لاهم د دواړه خواوو ترمنځ د روان کال د نښتو نښې ښکاري، طالب چارواکي او مرستندویه ادارې د راستنېدونکو معلومات ثبتوي. هغه کسان چې د هویت هیڅ اسناد نه‌لري، طالب ځايي مسولین د هېواد له بېلابېلو ادارو سره اړیکه نیسي؛ ترڅو د هغوی هویت تثبیت کړي، خو دغه بهیر د ډېرو تازه راستنو شویو افغانانو لپاره پېچلی او سخت دی.

۴۱ کلن سردار خان چې په تورخم کې د عمريپنډغالي په یوه لویه خېمه کې ناست او هلته د بیا ستنېدو سند ترلاسه کوي فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل: «موږ هېڅ نه پوهېږو؛ نه پوهېږو چې څه وکړو».

سردار خان زیاته کړه: «موږ مخکې هېڅکله افغانستان ته نه‌وو راغلي؛ اوس به د تذکرې په ارزښت پوه شو». په افغانستان کې تذکره یوازې د کار موندلو او ښوونځي ته د شاملېدو لپاره نه؛ بلکې د ځمکې او کور د ملکیت ثابتولو، د میراث ترلاسه کولو، دولتي خدمتونو او مرستو ته د لاسرسي او د هېواد په بېلابېلو امنیتي پوستو کې د تګ‌راتګ لپاره هم اړینه ده.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان سیمه‌ییز همغږي کوونکي زیاد صالح وویل، د هویت تذکره د افغانانو لپاره «د ژوند د مهمو اړتیاوو له بنسټیزو برخو څخه یوه» ده. هغه فرانس پرېس ته وویل: «ډېری راستنېدونکي د هویت له معتبر سند پرته هېواد ته راځي او دغه چاره هغوی د اداري او ټولنیز محرومیت له ګواښ سره مخ کوي».

سختې پرېکړې

ستنېدونکي افغانان چې زیات مهال خپلو اصلي سیمو ته رسېږي، د ډېرو له هغه سیمو خپل خپلوان ترې کډه شوي وي؛ خو د دوی په خبره بېلابېل بنسټونه د هویت اسنادو او نورو اداري چارو په بشپړولو کې ورسره مرسته کوي.

۸۰ کلن مراد خان صافي چې څو میاشتې مخکې هېواد ته راستون شوی، د جلال‌اباد ښار په څنډه کې د کرایې لپاره یو کور موندلی. هغه فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل: «په تورخم کې موږ ته یوه شمېره راکړل شوه، وروسته مو له ودان موسسې سره اړیکه ونیوله او تذکرې مو جوړې کړې».

هغه وویل، د نوې تذکرې جوړېدو بهیر یوازې څو ورځې وخت ونیوه؛ خو د کورنۍ د هر غړي لپاره د ۵۰۰ افغانیو ورکول ورته ستونزمن وو. هغه زیاته کړې: «ما ډېرې سختې پرېکړې وکړې... اړ شوم د کور ځینې وسایل وپلورم».

د هغه د کورنۍ د تذکرو لګښت وروسته د ودان موسسې له لوري بېرته ورکړل شوی او ټاکل شوې، چې نورې مرستې هم ورسره وشي. د روان کال په جون میاشت کې ملګرو ملتونو یو پروګرام پیل کړ، چې موخه یې په راتلونکو درېیو کلونو کې ۱.۵ مېلیونه افغانانو ته د هویت اسنادو برابرول دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال فرانس پریس خبري اژانس ته وویل: «د هویت اسنادو نشتوالی د خلکو د عادي ژوند د دوام پر وړاندې یو جدي خنډ دی».

د ملګرو ملتونو دغه غوښتنه په داسې حال کې شوې چې افغانستان ته نړیوالې بشري مرستې کمې شوې دي. راستنېدونکي کډوال داسې هېواد ته ستنېږي، چې د کار فرصتونه په‌کې کم دي او مرستې هم ورځ تر بلې کمېږي.

په ایران کې کډوال زده‌کوونکي باید په ښوونځي کې د نوم‌لیکنې لپاره پېژندلیک ترلاسه کړي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۱۸ GMT+۱
په ایران کې کډوال زده‌کوونکي باید په ښوونځي کې د نوم‌لیکنې لپاره پېژندلیک ترلاسه کړي
100%

ایران د ۱۴۰۶ ښوونیز کال لپاره د بهرنیو وګړو په ځانګړي ډول د کډوالو ماشومانو د نوم‌لیکنې شرایط اعلان کړي. د دغه هېواد د پوهنې وزارت یوه چارواکي محمد سلیمي ویلي، د افغانانو په ګډون کډوال زده‌کوونکي باید لومړی له کفالت دفترونو یا د بهرنیو وګړو له ادارې پېژندلیک ترلاسه کړي.

د ایران د پوهنې وزارت د نړۍوالو چارو او له هېواده بهر د ښوونځیو د مرکز مشر محمد سلیمي ویلي، چې د کډوالو زده‌کوونکو د نوم‌لیکنې لارښوونې د دغه هېواد ټولو ښوونځیو ته استول شوې دي.

د نوموړي په وینا؛ هغه زده‌کوونکي چې تېرکال یې د ایران په ښوونځیو کې زده‌کړې کولې، لومړی به په هماغه ښوونځي کې لومړنۍ نوم‌لیکنه وکړي، وروسته به یې کورنۍ د پېژندلیک ترلاسه کولو لپاره د کفالت دفترونو یا په ولایتونو کې د بهرنیو وګړو ادارو ته مراجعه وکړي.

 د سلیمي په وینا؛ هغه زده‌کوونکي چې سږکال د لومړي ځل لپاره ښوونځي ته داخلېږي او همدارنګه هغه کسان چې په ایران کې قانوني استوګنه لري، باید د «کانون نوبت» له سیستم څخه وخت واخلي او بیا د کفالت دفتر یا د بهرنیو وګړو ادارې ته له مراجعې وروسته پېژندلیک ترلاسه کړي.

 د پېژندلیک له ترلاسه کولو وروسته کورنۍ باید خپل ماشوم د استوګنې ځای ته نږدې ښوونځي ته ور وپېژني. وروستۍ نوم‌لیکنه یوازې هغه مهال ترسره کېږي، چې په یاد ښوونځي کې خالي ظرفیت وي.

 د کډوالو زده‌کوونکو د نوم‌لیکنې په کړنلاره کې راغلي، د زده‌کوونکي نوم‌لیکنه یا لېږد باید د هغه ښار یا ولایت له مخې ترسره شي چې د هغه په پېژندلیک کې ثبت شوي وي. د کډوالو زده‌کوونکو لېږد یوازې په استثنایي برخو کې او د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو د مرکز په اجازه شونی دی.

 د دغه کړنلارې له مخې؛ هغه کورنۍ چې اجازه لرونکو سیمو کې ژوند کوي، باید د پېژندلیک ترلاسه کولو لپاره د کفالت دفترونو ته مراجعه وکړي. هغه کورنۍ چې په ممنوعه سیمو کې ژوند کوي، باید د معلوماتو د ثبت، د پېژندنې ځانګړي کارت ترلاسه کولو او د پېژندلیک لپاره د بهرنیو وګړو ادارو دفترونو ته ولاړ شي.

 د ایران د پوهنې وزارت ټینګار کړی، چې ښوونځي حق نه‌لري بهرني زده‌کوونکي د نورو ادارو په لیکونو ثبت کړي او نوم‌لیکنه یوازې د کفالت دفترونو یا د بهرنیو وګړو د ادارو د پېژندلیک پر بنسټ ترسره کېږي.

 په دغه کړنلاره کې راغلي، هغه ماشومان چې د لومړي ځل لپاره لومړي ټولګي ته داخلېږي؛ باید ځانګړی پېژند شمېر ولري او د ښوونځي د پیل ارزونه ترسره کړي. په دې ارزونه کې د ماشوم روغتیا او ښوونځي ته د داخلېدو چمتووالی ارزول کېږي.

 که د ارزونې پرمهال څرګنده شي، چې ماشوم ځانګړو زده‌کړو ته اړتیا لري؛ نو د ولایت د ځانګړو زده‌کړو اداره به د هغه د زده‌کړې د ځای په اړه پرېکړه وکړي. هغه زده‌کوونکي چې د روغتیا سند ونه لري، په ټولګي کې د ګډون اجازه به ونه لري.
دارنګه د ښوونځیو مدیران مکلف دي، چې د زده‌کوونکي د هویت اصلي اسناد او پېژندلیک په دوسیه کې وساتي. د ایران په ښوونځیو کې د نوم‌لیکنې د مهالوېش له مخې؛ د نوي ښوونیز کال نوم‌لیکنه د غبرګولي له لومړیو څخه پیل شوې او د وږي تر پایه به دوام وکړي.