• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پېښور د پولیسو مشر: د بېرته ستنولو پر مهال افغان کډوال باید ونه‌ځورول شي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۳۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۴۶ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا د مرکزي ښار د پوليسو مشر (سي‌سي‌پي‌او) میا سعيد احمد ويلي، د بېرته ستنولو پر مهال افغان کډوال باید ونه‌ځورول شي. هغه خبرداری ورکړی، چې پولیس باید د ستنولو پر مهال له افغان کډوالو سره ناسم چلند ونه‌کړي او په هېڅ ډول پیسې ترې وانه‌خیستل شي.

د پېښور د پوليسو مشر د دغې ادارې اړوند په فېسبوک ‌پاڼه کې ویلي: «د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر مهال که هر پولیس چارواکی یا سرتیری له هغوی سره په بد چلند، بداخلاقۍ، بډو اخیستلو، د پیسو په غوښتلو یا هر ډول مالي ګټه ترلاسه کولو کې ښکېل وپېژندل شي، پر وړاندې به یې سخت قانوني او اداري چلند وشي».

نوموړي پر پوليسو غږ کړی: «ټول چارواکي او سرتېري دې د قانون، امانتدارۍ او د انساني درناوي له مخې خپلې دندې ترسره کړي».

د پېښور د پوليسو مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د څلورو واړو ایالتونو مشرانو سکرترانو، د ګلګت بلتستان مشر سکرتر، د دغه هېواد تر کنټرول لاندې د کشمیر مشر سکرتر او د اسلام‌اباد مشر کمېشنر ته د یوه مکتوب په لېږلو سره په جدي توګه سپارښتنه کړې، «چې د ۲۰۲۶م کال د جولای له ۱۰مې وروسته له معتبرې ویزې او قانوني اسنادو پرته هر افغان باید سمدستي ونیول شي او بېرته افغانستان ته ولېږدول شي».

د پاکستان دغې پرېکړې درېیمو هېوادونو ته په تمه افغانان سخت اندېښمن کړي او د کډوالو عالي کمېشنري بیا پر خپله خوښه ستنېدنې ټينګار لري.

ترویج لرونکی

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۲

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې

۳

شهباز شریف: په بلوچستان کې د بریدونو لپاره «د افغانستان خاوره» کارول کېږي

۴

واشنګټن پوسټ:رحمان‌الله لکڼوال په زندان کې د نه‌خوړلو اعتصاب له امله روغتون ته لېږدول شوی

۵

درېیمه استازې؛ ملګري ملتونه د ښځینه استازو په ټاکلو طالبانو ته څه پیغام ورکوي؟

•
•
•

نور کیسې

افراسیاب خټک: پاکستان د طالبانو مخالفانو سره په ګډه افغانستان کې د رهبرۍ د بدلون هڅه کوي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۲۰ GMT+۱
افراسیاب خټک: پاکستان د طالبانو مخالفانو سره په ګډه افغانستان کې د رهبرۍ د بدلون هڅه کوي
100%

پښتون ملت‌پال سیاستوال او د پاکستان پخواني سناتور افراسیاب خټک ویلي، د افغانستان په اړه د اسلام‌اباد د تېرو پنځو لسیزو سیاست «ناکام» شوی دی. هغه زیاته کړه، پاکستان اوس د طالبانو له مخالفانو سره د یوه نوي اېتلاف په جوړولو سره افغانستان کې د سیاسي معادلو او رهبرۍ د بدلون هڅه کوي.

افراسیاب خټک د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) له افغانستان انټرنشنل سره د پاکستان د امنیتي او سیاسي کړکېچ، د افغانستان او طالبانو په اړه د اسلام‌اباد د سیاست او همدارنګه د تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان د ازادۍ پوځ د بریدونو د زیاتېدو په اړه خبرې وکړې.

دغه ملت‌پال سیاستوال وویل، اسلام‌اباد باید د امنیتي ګواښونو د مهارولو لپاره د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي. هغه زیاته کړه، چې پاکستان د طالبانو د مخالفو ډلو او شخصیتونو په را بللو سره د یوه نوي اېتلاف د جوړولو هڅه کوي، خو د دې هڅو موخه د طالبانو د نظام نسکورول نه‌دي.د هغه په باور، اسلام‌اباد غواړي په افغانستان کې د رهبرۍ او د واک په معادلو کې بدلون راولي.

هغه خبرداری ورکړ: «که پاکستان هماغه تګلاره روانه وساتي چې په تېرو ۵۰ کلونو کې څو ځله ازمویل شوې او ناکامه شوې ده، نو د افغانستان له غبرګون سره به مخ شي».

هغه همدارنګه، په تېرو کلونو کې د پاکستان له لوري د طالبانو د ملاتړ د څرنګوالي په یادولو سره وویل، چې پاکستان د افغانستان په اړه روښانه پالیسي نه‌لري او ډېری وخت د سترو قدرتونو د سیاستونو په چوکاټ کې عمل کوي.

افراسیاب خټک باور لري، چې پاکستان له ژور سیاسي او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او د دغه هېواد مشران هڅه کوي، د خپلو ډیپلوماټیکو بریاوو په لوی ښودلو سره د خلکو پام له کورنیو ستونزو واړوي.

د هغه په وینا، د بلوچستان ایالت امنیتي وضعیت داسې پړاو ته رسېدلی چې د جګړې نوم پرې اېښودل کېدای شي. هغه وویل، چې د بېلابېلو وسله‌والو ډلو فعالیتونو د بلوچستان په ډېرو سیمو کې ناامني زیاته کړې ده.

افراسیاب خټک د بریدونو د زیاتېدو لامل د اسلام‌اباد د پخوانیو سیاستونو دوام وباله او ویې ویل، چې د پاکستان پوځ طالبان خپل اصلي ګواښ نه‌ګڼي، بلکې «بلوڅ او پښتون ملتپالنه» تر ټولو ستر خطر بولي او د دغو خوځښتونو د ځپلو لپاره له طالبانو ګټه اخلي.

د افغان طالبانو او پاکستان اړیکې په وروستیو کلونو کې، د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو د زیاتېدو او د ډیورند کرښې په اوږدو کې د کړکېچونو له امله له جدي ترینګلتیاوو سره ملې وې.

اسلام‌اباد په دې موده کې څو ځلي د طالبانو د مخالفو څېرو کوربه هم پاتې شوی دی.

پاکستاني چارواکو څو ځله طالبان تورن کړي، چې د تحریک طالبان پاکستان غړو ته پناه ورکړې، خو طالبانو دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

منظور پښتين: د «پنجابي استعمار» په پاليسيو کې د پښتنو وژنه روانه ده او زېرمې یې لوټل کيږي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۲۶ GMT+۱
منظور پښتين: د «پنجابي استعمار» په پاليسيو کې د پښتنو وژنه روانه ده او زېرمې یې لوټل کيږي
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) مشر منظور پښتين ويلي، پښتانه د «وحشي پنجابي استعمار» له ظلمونو، جبرونو او «وحشي» پاليسيو او دښمنیو سره مخ دي. هغه څرګنده کړه، چې په اوسني وخت کې ټول پښتانه «ملي يووالي» ته اړتيا لري.

منظور پښتين د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) په يوه ويډيويي پیغام کې وويل، پښتون ملت د تاريخ په هغه پړاو کې ژوند کوي، چې له هرې خوا یې د ولسونو وژنې روانې دي او زیاته یې کړه: «له يوې خوا د پښتنو وژنې روانې دي او بله خوا یې ورته داسې پاليسيانې جوړې کړي دي چې وژنې په پنجابي استعمار ور وا هم نه وړي. که تاسو وګورئ په دې نږدې ورځو کې ګڼ پښتانه ووژل شول خو دوی په داسې طريقه دا کار کوي، چې پنجابی د دې کار مسوول هم نه‌پاتې کيږي».

هغه زياته کړه: «له هر اړخه د پنجابي استعمار او زور او جبر يا پاليسيو کې د پښتنو وژنې روانې دي، يوازې دا هم نه چې په پښتونخوا کې دوی پښتانه وژني اوس خو په بر وطن افغانستان کې هم په عامو ولسونو بمبار کوي په پکتيا کې یې عام ولسي وګړي بمبار کړي ښځې او ماشومان یې وژلي دي».

نوموړي همداراز زياته کړه: «د پښتنو د وسايلو قدرتي زېرمې لوټل کيږي د مومندو د ماربلو نه تر خيبر پورې او بيا د وزيرستان د ګازو پورې او د (بلوچستان) د دوکۍ او هرنايي د سکرو د کانونو پورې، پښتانه وژل کيږي هم او لوټل کيږي هم».

پښتین د بلوچستان په پښتون مېشتو سيمو هنه اوړک او زيارت کې په دې وروستيو کې د رامنځته شویو ناامنیو په تړاو وويل: «په هنه اوړک، کوېټه او زیارت کې پرلت روان دی هلته څو ورځې مخکې ګڼ پښتانه د طالب او حکومت په نامه ووژل شول، دوی وايي، چې طالبان راغلي وو که طالبان وو که ترهګر وو».

هغه د پاکستان پوځ ته په خطاب سره وويل: «د پاکستان پوځه: ستا ادارې دا خلک جوړ کړي او تربيه کړي دي. دوی دا په خپله منلې هم ده. نن چې څه روان دي دا د هغې پايلې دي».

منظور پښتين د پاکستان پوځ ته په اشارې سره زياته کړه: «دوی بيا داسې چاپيريال جوړ کړی، چې موږ په ترهګرۍ کې له وژل شویو سره ولاړ يو دوی داسې ولاړ وي چې موږ به اوس عمليات کوو، دوی داسې عمليات کوي چې ترهګري ختموي نه، بلکې په عملياتو کې په خپله ترهګري کوي، کورونه ړنګوي، ماينونه ښخوي، خلک وژنې او لادرکه کوي».

هغه په ډاګه: «دوی [د پاکستان پوځ] بيا هغه غرونه هم لوټي چې په کومو کې قدرتي زېرمې (معدنيات) وي. بيا د ترهګرۍ د ختمولو په نوم له نړۍ نه ډالرې هم اخلي».

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په دې پیغام کې په خيبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې د ډرون بريدونو په اړه یې وويل: «په خيبر، په شمالي وزيرستان، پېښور او نورو سيمو کې د اورکزو او هنګو ولسوالۍ پورې، (کواډکاپټر) ډرون بريدونه کيږي، ښځې او ماشومان په‌کې وژل کيږي په هر حال کې د پښتون وينه توييږي».

منظور پښتين د پښتنو د يو والي غږ وکړ او ویې ويل: «پښتانه په جلا جلا توګه له دې حالاتو څخه نه‌شي وتلی. د پښتنو ډلې او کلي به ټول د دې لپاره يو کيږي. پي‌ټي‌اېم د ملت راټولو لپاره هڅې کړي او د خيبر جرګه یې کړې ده. ملت له يووالي څخه محرم دی. پښتانه داسې لارې ته اړتیا لري، چې دوی خپلواکي ترلاسه کړي. پي‌ټي‌اېم په دې کار کوي خو حالات ورته سخت دي ناهيلې کېږئ مه».

پښتین په پکتيا کې ترسره شوې بمبارۍ، د ستور مزلي عبدالاحد مومند او کرېکټر شاه پور ځدران په مړينه هم خواشيني څرګنده کړه. هغه د پي‌ټي‌اېم د فعال ګيله‌من وزیر د تلين نمانځلو غږ وکړ او څرګنده یې کړه، چې پي‌ټي‌اېم به یې نمانځي.

منظور پښتين د بلوڅو او کشميريانو له مبارزې سره د پي‌ټي‌اېم لخوا د ملاتړ په تړاو هم څرګندونې وکړې.

ترکیې په شپږو میاشتو کې له ۱۹ زرو ډېر افغان کډوال نیولي دي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۲۴ GMT+۱
ترکیې په شپږو میاشتو کې له ۱۹ زرو ډېر افغان کډوال نیولي دي
100%

د ترکیې د کډوالۍ ادارې د تازه شمېرو له‌مخې، د روان زېږیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دغه هېواد پولیسو ۱۹ زره او ۵۷۴ افغان کډوال نیولي دي. د دغو شمېرو پر بنسټ، افغانان په ترکیه کې د نیول شویو بې‌اسناده کډوالو په سر کې دي.

د ترکیې د کډوالۍ اداره وایي، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې یې د بېلابېلو هېوادونو شاوخوا ۷۰ زره بې‌اسناده کډوال نیولي دي.

له افغانستان وروسته، د سوریې، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، مراکش، عراق، مصر، سوډان او یمن وګړي په ترکیه کې د نیول شویو کډوالو ډېره برخه جوړوي.

د راپور له‌مخې، دغه کسان د قانوني استوګنې د اسنادو د نه‌لرلو له امله نیول شوي دي. د ترکیې د کډوالۍ ادارې د نیول شویو کسانو د برخلیک او د اېستل شویو کسانو د شمېر په اړه نور جزییات نه‌دي خپاره کړي.

په همدې موده کې له شپږو زرو څخه ډېر کسان د انسانانو د قاچاق په تور هم نیول شوي دي.

د ترکیې پولیس او ساحلي ځواکونه په دوامداره توګه عملیات کوي او په ترڅ کې یې، چې ډېری یې افغان کډوال دي، نیول کېږي او وروسته له ترکیې اېستل کېږي.

د ملګرو ملتونو د راپور له‌مخې، ترکیې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له ۱۳ زرو څخه ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته استولي دي.

د ټي‌ټي‌پي شورا غړی: پاکستان د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر ګاونډيو هېوادونو تورونه لګوي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۱۸ GMT+۱
د ټي‌ټي‌پي شورا غړی: پاکستان د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر ګاونډيو هېوادونو تورونه لګوي
100%

د ټي‌ټي‌پي شورا يوه غړي عين‌الزمان د بلوچستان له علماوو او قومي مشرانو غوښتي، چې ولس د پاکستان د پوځ په ملاتړ له امن کمېټو سره له یو ځای کېدو وساتي. د هغه په باور، د پاکستان پوځ وارخطا دی او د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر ګاونډیو هېوادونو تورونه لګوي او کله کله پرې بمبارۍ هم کوي

د تحریک طالبان پاکستان د شورا غړی عين‌الزمان چې ځان د بلوچستان ایالت اوسېدونکی معرفي کوي، د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره ویلي: «تحریک د اسلام دښمنه پوځ پر ضد مبارزه پيل کړې ده. هره ورځ پر دوی په لسګونه بريدونه کوي او وار یې ورله ورخطا کړی دی. د پاکستان ادارې وارخطا دي کله پر ګاونډيو هېوادونو تورونه لګوي او کله پرې بمبارۍ کوي او کله د ولسي خلکو پر ضد عمليات او بمبارۍ کوي او خلک لادرکه کوي».

د راپورونو له‌مخې، په پاکستان کې له وسله‌والو بریدونو او چاودنو وروسته د دغه هېواد چارواکي افغانستان او هند ته ګوته نیسي او بیا د یادو وسله‌والو د ځالو د په نښه کولو په پلمه پر افغانستان هوايي بریدونه کوي، خو افغان طالبانو په وار وار ویلي، چې د پاکستان امنیتي ستونزه کورنۍ مسئله ده او ډاډ یې ورکړی، چې افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

د پاکستان د طالبانو تحریک دغه غړي همداراز ادعا کړې: «لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده، د پاکستان پوځ ماتې خوړلې ده، پوځ بېلابېلې حربې کاروي چې يوه په‌کې د امن کمېټه ده».

د عین‌الزمان په اړه ويل کيږي، چې د ژوب اوسېدونکی دی او د بلوچستان د مذهبي چارو د پخواني ایالتي وزیر زوی دی. هغه په دې ويډيويي پیغام کې زياته کړې: «د اسلام دښمنه پوځ او ادارې د امن کمېټې په نوم ساده مسلمانان خلک راپورته کوي چې له مجاهدينو سره په مقابله کې شي او په جګړه کې ورسره ښکېل شي، هوښيار مشران او قومونه چې په دې جال کې را نه‌شي».

د پاکستاني طالبانو دغه مسوول وويل: «زه د بلوچستان يم په بلوچستان کې پر بلوڅانو ظلمونه روان دي. د پښتنو په سيمو کې دوی (پوځ) هڅه کوي، چې د امن کمېټې په نوم لښکرې جوړې کړي او ساده مسلمان خطا کړي، دا د علماوو کار دی چې خلک له امن کمېټو څخه وساتي او ولس له طالبانو سره په جنجال کې ښکېل نه‌شي».

نوموړي زياته کړه: «د قوم مشرانو که سرداران دي او که نور ملکان دي موږ ورته احترام لرو هغو ته خواست کوو چې خپل خلک د پوځ لپاره ونه کاروي، خو دوی (پوځ) بیا ځينې اېجنټان لري چې هغوی د مالي او نورو دولتي ګټو لکه د پارلمان د غړيتوب په شکل کې هم راځي نو دوی بيا هڅه کوي چې قوم له طالبانو سره په جګړه شي».

عين الزمان ادعا کوي، چې پوځ «د اېجنټانو له لارې د ولس په ذهنونو کې دا خبره اچوي چې دا طالبان د حکومت خلک دي پوځ ته د قبضې لپاره لاره جوړوي، نو موږ پوښتنه کوو چې هغه کوم ځای پاتې دی چې د پوځ په ولکه کې نه دی؟ پوځ خو قبضه اچولې ده او پر ضد یې موږ مبارزره کوو. خلک دې پروپاګند کې را نه‌شي خلک دې له جاسوسۍ، امن کمېټو او لښکرو څخه ځانونه په ډډه وساتي».

هغه زياته کړه، ټي‌ټي‌‌پي له خلکو څخه قلنګ نه‌اخلي پوځ او ادارې له خلکو څخه د ټي‌ټي‌پي په نوم قلنګ اخلي او همداراز یې په ډاګه کړه: «د روس پر ضد د پاکستان ولس د افغانستان د مسلمانانو کومه مرسته وکړه هغه تاريخي ده او بيا چې څه وخت امریکې په افغانستان باندې يرغل وکړ د پاکستان ولس بیا قرباني ورکړه، په داسې حال کې چې پاکستان د امریکا همکار دی او بيا چې تحریک د دوی پر ضد عمليات پيل کړل نو بيا هم ولس ور سره همکاري کوله».

د افغانستان د سوداګرۍ خونې او د چین د شینګداو نړیوال مرکز ترمنځ د همکاریو هوکړه لاسلیک شوه

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۰۴ GMT+۱
د افغانستان د سوداګرۍ خونې او د چین د شینګداو نړیوال مرکز ترمنځ د همکاریو هوکړه لاسلیک شوه
100%

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د دغې خونې مرستیال ارین زړګي عظیمي د چین د شینګداو نړیوال نندارتون د مرکز له رییسې سره د سوداګریزو همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو نندارتونونو او غونډو د جوړولو په موخه د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه هوکړه د تولیدي ماشین‌الاتو د نړیوال نندارتون په څنډه کې د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د توکو او خدمتونو د تبادلې اسانولو په موخه لاسلیک شوی دی.

د دې هوکړې له مخې به چینایي سوداګر او تولیدوونکي په ځانګړې توګه د صنعتي ماشین‌الاتو تولیدوونکي، د امام ابوحنیفه په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي او د بازارموندنې او معرفۍ په موخه به خپل بېلابېل ماشین‌الات نندارې ته وړاندې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «دا همکاري کولای شي د افغان تولیدوونکو لپاره د نویو بازارونو د موندلو ترڅنګ په هېواد کې د تولیداتو او خدماتو د کیفیت په لوړولو کې هم مهم رول ولوبوي. همدارنګه د ګډو نندارتونونو او غونډو جوړول به د تجربو او نوې ټکنالوجۍ د تبادلې لپاره لا ډېر فرصتونه برابر کړي».

په خبرپاڼه کې هیله څرګنده شوې، چې دغه هوکړه لیک د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د یوه اغېزناک ګام په توګه ثابت شي او د دواړو هېوادونو د دوامدارې ودې او پرمختګ لامل وګرځي.