• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رانا ثناالله: په بلوچستان کې «ترهګري» له ستونزو او سياست سره تړاو نه‌لري

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۱۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۰۹ GMT+۱

د پاکستان د لومړي وزیر د سیاسي چارو سلاکار رانا ثناالله ویلي، چې په بلوچستان کې پوځ، ملېشې (اېف‌سي ځواک) او پولیسو ګډ عملیات پیل کړي دي. د نوموړي په وینا، دا «ترهګري» د بلوچستان له ستونزو یا سیاست سره هېڅ تړاو نه‌لري.

رانا ثناالله د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) له جیونیوز سره په خبرو کې وویل، چې په بلوچستان کې ګڼ شمېر «ترهګر» وژل شوي او په وینا یې، په دغه ایالت کې د ناقانونه ګرځول شویو ډلو فعالیتونه له سیاسي غوښتنو سره تړاو نه‌لري.

هغه ادعا کړې، چې د مانګي بند د ترهګریزې پېښې په غبرګون کې د امنیتي ځواکونو «عملیات شعبان» دوام لري، چې په‌کې ۱۳ نور «بهرني ترهګر وژل شوي دي».

د هغه په وینا، په بلوچستان کې چې څه پېښېږي، هغه سیاسي کړکېچ، د امن او امان یا د ترهګرۍ ستونزه نه‌ده، بلکې د «هند» له‌خوا په منظمه توګه تپل شوې جګړه ده.

د پاکستان د نورو چارواکو په څېر رانا ثناالله تکرار کړې، چې افغانستان په نیابتي جګړه کې کارول کېږي او په وینا یې، پرېکړه شوې، چې په نړیوالو فورمونو کې د هند پر ضد اسناد وړاندې شي.

خو د ټي‌ټي‌پي شورا يوه غړي عين‌الزمان د بلوچستان د پېښو په تړاو ویلي، د پاکستان پوځ وارخطا دی او د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر ګاونډیو هېوادونو تورونه لګوي او کله کله پرې بمبارۍ هم کوي.

ترویج لرونکی

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۲

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۳

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې

۴

شهباز شریف: په بلوچستان کې د بریدونو لپاره «د افغانستان خاوره» کارول کېږي

۵

واشنګټن پوسټ:رحمان‌الله لکڼوال په زندان کې د نه‌خوړلو اعتصاب له امله روغتون ته لېږدول شوی

•
•
•

نور کیسې

بلوچستان کې د پوځي عملیاتو دوام؛ اعلی وزیر سرفراز بګټي د ۷۵ وسله‌والو له وژل کېدو خبر ورکړ

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۵۴ GMT+۱
بلوچستان کې د پوځي عملیاتو دوام؛ اعلی وزیر سرفراز بګټي د ۷۵ وسله‌والو له وژل کېدو خبر ورکړ
100%

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي ادعا کړی، چې د جولای له پنځمې راهیسې په بېلابېلو استخباراتي او پوځي عملیاتو کې لږ تر لږه ۷۵ وسله‌وال وژل شوي دي. نوموړي ویلي، چې دا عملیات د مانګي بند پر امنیتي پوستې له برید وروسته پیل شوي او په بریالیتوب سره پرمخ روان دي.

سرفراز بګټي د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د «شعبان» په نوم په ګډو ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ۳۹ وسله‌وال او د جولای له پنځمې تر اوسه په ټولیزه توګه ۷۵ وسله‌وال وژل شوي دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې په کچهر سیمه کې پر زېري پولیس سټیشن د وسله‌والو یو برید هم ناکام کړای شوی دی.

بل لور ته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پوځ له مشر عاصم منیر سره په کوېټه کې د ملي عمل پلان د ایالتي اپېکس کمېټې په غونډه کې وویل، چې د هېواد ملکي او پوځي مشرتابه په ګډه او یو غږ پرېکړه کړې، چې په بلوچستان کې به «ترهګري» په بشپړه توګه له منځه یوسي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر مشر احمد شریف چودري بیا په راولپنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د جولای له پنځمې راهیسې په بلوچستان کې د وسله‌والو په بریدونو او تر هغې وروسته عملیاتو کې لږ تر لږه ۴۲ کسان وژل شوي، چې ډېری یې امنیتي سرتېري دي. نوموړي ادعا وکړه، چې د دغو بریدونو تر شا د هند او په افغانستان کې د مېشتو ځواکونو لاس دی چې په وینا یې، د پاکستان ثبات نه‌شي زغملی.

په بلوچستان کې په دې وروستیو کې د بریدونو نوې څپه پیل شوې، چې له امله یې د پاکستان لسګونه سرتېري او پولیس وژل شوي دي.

بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف هغه ادعاګانې په کلکه رد کړې دي، چې ګواکې د افغانستان له خاورې څخه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې بریدونه تنظیمېږي.

منظور پښتين: د «پنجابي استعمار» په پاليسيو کې د پښتنو وژنه روانه ده او زېرمې یې لوټل کيږي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۲۶ GMT+۱
منظور پښتين: د «پنجابي استعمار» په پاليسيو کې د پښتنو وژنه روانه ده او زېرمې یې لوټل کيږي
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) مشر منظور پښتين ويلي، پښتانه د «وحشي پنجابي استعمار» له ظلمونو، جبرونو او «وحشي» پاليسيو او دښمنیو سره مخ دي. هغه څرګنده کړه، چې په اوسني وخت کې ټول پښتانه «ملي يووالي» ته اړتيا لري.

منظور پښتين د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) په يوه ويډيويي پیغام کې وويل، پښتون ملت د تاريخ په هغه پړاو کې ژوند کوي، چې له هرې خوا یې د ولسونو وژنې روانې دي او زیاته یې کړه: «له يوې خوا د پښتنو وژنې روانې دي او بله خوا یې ورته داسې پاليسيانې جوړې کړي دي چې وژنې په پنجابي استعمار ور وا هم نه وړي. که تاسو وګورئ په دې نږدې ورځو کې ګڼ پښتانه ووژل شول خو دوی په داسې طريقه دا کار کوي، چې پنجابی د دې کار مسوول هم نه‌پاتې کيږي».

هغه زياته کړه: «له هر اړخه د پنجابي استعمار او زور او جبر يا پاليسيو کې د پښتنو وژنې روانې دي، يوازې دا هم نه چې په پښتونخوا کې دوی پښتانه وژني اوس خو په بر وطن افغانستان کې هم په عامو ولسونو بمبار کوي په پکتيا کې یې عام ولسي وګړي بمبار کړي ښځې او ماشومان یې وژلي دي».

نوموړي همداراز زياته کړه: «د پښتنو د وسايلو قدرتي زېرمې لوټل کيږي د مومندو د ماربلو نه تر خيبر پورې او بيا د وزيرستان د ګازو پورې او د (بلوچستان) د دوکۍ او هرنايي د سکرو د کانونو پورې، پښتانه وژل کيږي هم او لوټل کيږي هم».

پښتین د بلوچستان په پښتون مېشتو سيمو هنه اوړک او زيارت کې په دې وروستيو کې د رامنځته شویو ناامنیو په تړاو وويل: «په هنه اوړک، کوېټه او زیارت کې پرلت روان دی هلته څو ورځې مخکې ګڼ پښتانه د طالب او حکومت په نامه ووژل شول، دوی وايي، چې طالبان راغلي وو که طالبان وو که ترهګر وو».

هغه د پاکستان پوځ ته په خطاب سره وويل: «د پاکستان پوځه: ستا ادارې دا خلک جوړ کړي او تربيه کړي دي. دوی دا په خپله منلې هم ده. نن چې څه روان دي دا د هغې پايلې دي».

منظور پښتين د پاکستان پوځ ته په اشارې سره زياته کړه: «دوی بيا داسې چاپيريال جوړ کړی، چې موږ په ترهګرۍ کې له وژل شویو سره ولاړ يو دوی داسې ولاړ وي چې موږ به اوس عمليات کوو، دوی داسې عمليات کوي چې ترهګري ختموي نه، بلکې په عملياتو کې په خپله ترهګري کوي، کورونه ړنګوي، ماينونه ښخوي، خلک وژنې او لادرکه کوي».

هغه په ډاګه: «دوی [د پاکستان پوځ] بيا هغه غرونه هم لوټي چې په کومو کې قدرتي زېرمې (معدنيات) وي. بيا د ترهګرۍ د ختمولو په نوم له نړۍ نه ډالرې هم اخلي».

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په دې پیغام کې په خيبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې د ډرون بريدونو په اړه یې وويل: «په خيبر، په شمالي وزيرستان، پېښور او نورو سيمو کې د اورکزو او هنګو ولسوالۍ پورې، (کواډکاپټر) ډرون بريدونه کيږي، ښځې او ماشومان په‌کې وژل کيږي په هر حال کې د پښتون وينه توييږي».

منظور پښتين د پښتنو د يو والي غږ وکړ او ویې ويل: «پښتانه په جلا جلا توګه له دې حالاتو څخه نه‌شي وتلی. د پښتنو ډلې او کلي به ټول د دې لپاره يو کيږي. پي‌ټي‌اېم د ملت راټولو لپاره هڅې کړي او د خيبر جرګه یې کړې ده. ملت له يووالي څخه محرم دی. پښتانه داسې لارې ته اړتیا لري، چې دوی خپلواکي ترلاسه کړي. پي‌ټي‌اېم په دې کار کوي خو حالات ورته سخت دي ناهيلې کېږئ مه».

پښتین په پکتيا کې ترسره شوې بمبارۍ، د ستور مزلي عبدالاحد مومند او کرېکټر شاه پور ځدران په مړينه هم خواشيني څرګنده کړه. هغه د پي‌ټي‌اېم د فعال ګيله‌من وزیر د تلين نمانځلو غږ وکړ او څرګنده یې کړه، چې پي‌ټي‌اېم به یې نمانځي.

منظور پښتين د بلوڅو او کشميريانو له مبارزې سره د پي‌ټي‌اېم لخوا د ملاتړ په تړاو هم څرګندونې وکړې.

د ټي‌ټي‌پي شورا غړی: پاکستان د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر ګاونډيو هېوادونو تورونه لګوي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۱۸ GMT+۱
د ټي‌ټي‌پي شورا غړی: پاکستان د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر ګاونډيو هېوادونو تورونه لګوي
100%

د ټي‌ټي‌پي شورا يوه غړي عين‌الزمان د بلوچستان له علماوو او قومي مشرانو غوښتي، چې ولس د پاکستان د پوځ په ملاتړ له امن کمېټو سره له یو ځای کېدو وساتي. د هغه په باور، د پاکستان پوځ وارخطا دی او د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر ګاونډیو هېوادونو تورونه لګوي او کله کله پرې بمبارۍ هم کوي

د تحریک طالبان پاکستان د شورا غړی عين‌الزمان چې ځان د بلوچستان ایالت اوسېدونکی معرفي کوي، د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره ویلي: «تحریک د اسلام دښمنه پوځ پر ضد مبارزه پيل کړې ده. هره ورځ پر دوی په لسګونه بريدونه کوي او وار یې ورله ورخطا کړی دی. د پاکستان ادارې وارخطا دي کله پر ګاونډيو هېوادونو تورونه لګوي او کله پرې بمبارۍ کوي او کله د ولسي خلکو پر ضد عمليات او بمبارۍ کوي او خلک لادرکه کوي».

د راپورونو له‌مخې، په پاکستان کې له وسله‌والو بریدونو او چاودنو وروسته د دغه هېواد چارواکي افغانستان او هند ته ګوته نیسي او بیا د یادو وسله‌والو د ځالو د په نښه کولو په پلمه پر افغانستان هوايي بریدونه کوي، خو افغان طالبانو په وار وار ویلي، چې د پاکستان امنیتي ستونزه کورنۍ مسئله ده او ډاډ یې ورکړی، چې افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

د پاکستان د طالبانو تحریک دغه غړي همداراز ادعا کړې: «لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده، د پاکستان پوځ ماتې خوړلې ده، پوځ بېلابېلې حربې کاروي چې يوه په‌کې د امن کمېټه ده».

د عین‌الزمان په اړه ويل کيږي، چې د ژوب اوسېدونکی دی او د بلوچستان د مذهبي چارو د پخواني ایالتي وزیر زوی دی. هغه په دې ويډيويي پیغام کې زياته کړې: «د اسلام دښمنه پوځ او ادارې د امن کمېټې په نوم ساده مسلمانان خلک راپورته کوي چې له مجاهدينو سره په مقابله کې شي او په جګړه کې ورسره ښکېل شي، هوښيار مشران او قومونه چې په دې جال کې را نه‌شي».

د پاکستاني طالبانو دغه مسوول وويل: «زه د بلوچستان يم په بلوچستان کې پر بلوڅانو ظلمونه روان دي. د پښتنو په سيمو کې دوی (پوځ) هڅه کوي، چې د امن کمېټې په نوم لښکرې جوړې کړي او ساده مسلمان خطا کړي، دا د علماوو کار دی چې خلک له امن کمېټو څخه وساتي او ولس له طالبانو سره په جنجال کې ښکېل نه‌شي».

نوموړي زياته کړه: «د قوم مشرانو که سرداران دي او که نور ملکان دي موږ ورته احترام لرو هغو ته خواست کوو چې خپل خلک د پوځ لپاره ونه کاروي، خو دوی (پوځ) بیا ځينې اېجنټان لري چې هغوی د مالي او نورو دولتي ګټو لکه د پارلمان د غړيتوب په شکل کې هم راځي نو دوی بيا هڅه کوي چې قوم له طالبانو سره په جګړه شي».

عين الزمان ادعا کوي، چې پوځ «د اېجنټانو له لارې د ولس په ذهنونو کې دا خبره اچوي چې دا طالبان د حکومت خلک دي پوځ ته د قبضې لپاره لاره جوړوي، نو موږ پوښتنه کوو چې هغه کوم ځای پاتې دی چې د پوځ په ولکه کې نه دی؟ پوځ خو قبضه اچولې ده او پر ضد یې موږ مبارزره کوو. خلک دې پروپاګند کې را نه‌شي خلک دې له جاسوسۍ، امن کمېټو او لښکرو څخه ځانونه په ډډه وساتي».

هغه زياته کړه، ټي‌ټي‌‌پي له خلکو څخه قلنګ نه‌اخلي پوځ او ادارې له خلکو څخه د ټي‌ټي‌پي په نوم قلنګ اخلي او همداراز یې په ډاګه کړه: «د روس پر ضد د پاکستان ولس د افغانستان د مسلمانانو کومه مرسته وکړه هغه تاريخي ده او بيا چې څه وخت امریکې په افغانستان باندې يرغل وکړ د پاکستان ولس بیا قرباني ورکړه، په داسې حال کې چې پاکستان د امریکا همکار دی او بيا چې تحریک د دوی پر ضد عمليات پيل کړل نو بيا هم ولس ور سره همکاري کوله».

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۱۷ GMT+۱
ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
100%

تحریک طالبان پاکستان ډلې د بلوچستان په زیارت ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو پر یوه ګډه قرارګاه د شوي برید نوې ویډیو خپره کړې او ادعا یې کړې، چې تر ۴۰ پورې پاکستاني ځواکونو یې وژلي دي. په خپره شوې ویډیو کې د وژل شویو کسانو جسدونه، ویجاړې شوې ودانۍ او سوځېدلي موټرونه ښکاري.

دا ویډیو پر داسې مهال خپرېږي چې د زیارت ولسوالۍ د کچ مانګي په سیمه کې له دغه برید څخه څو ورځې تېرې شوې دي. ټي‌ټي‌پي په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې له برید وروسته یې یاده قرارګاه نیولې وه او په نښته کې تر ۴۰ پورې پاکستاني پولیس، د ترهګرۍ ضد ځواک او سیمه ییز ځواکونه وژل شوي او یا ټپیان شوي دي. دغه ډله زیاتوي چې له قرارګاه څخه یې تر ۲۵ میله بېلابېلې وسلې او درې پوځي موټرونه هم ترلاسه کړي دي. په ویډیو کې د یادې ډلې وسله‌وال هم ښکاري چې د قرارګاه د نیولو له امله خوښ دي. د ټي‌ټي‌پي د ادعا له مخې، په دې برید کې د دوی یو وسله‌وال وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

همداراز، د دغې ډلې یوه غړي ادعا کړې چې دا مهال د کوېټې ښار او شاوخوا ولسوالیو په کلیو او غرنیو سیمو کې له ۷۰۰ څخه زیات د ټي‌ټي‌پي وسله‌وال حضور لري. د پاکستان حکومت او امنیتي ادارو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

بلخوا، د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز ښار کې د زیارت ولسوالۍ د خونړۍ پېښې د قربانیانو کورنیو د خپلو عزیزانو د جسدونو ترڅنګ پرلت پیل کړی او د پېښې د بشپړو او رڼو پلټنو او د عاملانو د محاکمې غوښتنه کوي.

د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې ۲۱ پاکستاني سرتېري وسله‌والو له ځان سره غرنیو سیمو ته وړي وو.

اعتراض کوونکي وايي، تر هغو به خپل پرلت ته دوام ورکړي چې د پاکستان حکومت د برید د څرنګوالي په اړه شفافې پلټنې ونه کړي او مسوول کسان عدالت ته ونه سپاري.

د پرلت ځینې ګډونوال ادعا کوي چې په دې بریدونو کې د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو ځینې غړي هم ښکېل دي، خو د دې ادعا لپاره تر اوسه کوم خپلواک یا رسمي ثبوت نه دی وړاندې شوی او افغان لوري هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۳۱ GMT+۱
محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي
100%

د پاکستان د قومي اسمبلۍ د اپوزېسیون او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي ویلي، تر هغې چې په پاکستان کې د پوځ او ملکي حکومت واکونه روښانه نه‌شي؛ د دغه هېواد سیاسي او امنیتي ستونزې به حل نه‌شي.

اڅکزي د بلوچستان په تړاو د ټولو ګوندونو غونډې ته په وینا کې وویل، پاکستان د بېلابېلو قومونو ګډ فدراسیون دی او هېڅ قوم د بل قوم بادار یا غلام نه‌دی. هغه وویل، د ۱۹۷۳کال اساسي قانون د ټولو په سلا جوړ شوی و؛ خو وروسته بیا هم د قانون او ولسواکۍ پر ځای په زور حکومتونه چلېدلي دي.

د نوموړي په وینا؛ په یوه ولسواک نظام کې باید وسله‌وال ځواکونه د هېواد د دفاع مسوولیت ولري او سیاسي پرېکړې د خلکو منتخب استازي وکړي. اڅکزي زیاته کړه، باید دا پرېکړه وشي چې پوځ د پاکستان لپاره دی، که پاکستان د پوځ لپاره؛ ځکه تر هغې چې دغه پوښتنه ځواب نه‌شي، د هېواد ستونزې به دوام ولري.

هغه وویل، له باجوړ او خیبر څخه تر بلوچستان پورې ناامني روانه ده؛ خو اړوندې ادارې نه‌شي کولای یا نه غواړي د دغه پېښو اصلي لاملونه او عاملان په ګوته کړي. د هغه په وینا؛ بې‌انصافي د خلکو کرکه او نارضایتي زیاتوي او همدا چاره د تاوتریخوالي او ناامنۍ د پراخېدو لامل ګرځي.
اڅکزي همداراز وویل، پښتانه او بلوڅان د خپل هویت او خپلو حقونو لپاره اوږد تاریخ لري او د دوی غوښتنې باید د زور پر ځای د خبرو او سیاسي حل‌لارې له لارې واورېدل شي.