افراسیاب خټک د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) له افغانستان انټرنشنل سره د پاکستان د امنیتي او سیاسي کړکېچ، د افغانستان او طالبانو په اړه د اسلاماباد د سیاست او همدارنګه د تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان د ازادۍ پوځ د بریدونو د زیاتېدو په اړه خبرې وکړې.
دغه ملتپال سیاستوال وویل، اسلاماباد باید د امنیتي ګواښونو د مهارولو لپاره د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي. هغه زیاته کړه، چې پاکستان د طالبانو د مخالفو ډلو او شخصیتونو په را بللو سره د یوه نوي اېتلاف د جوړولو هڅه کوي، خو د دې هڅو موخه د طالبانو د نظام نسکورول نهدي.د هغه په باور، اسلاماباد غواړي په افغانستان کې د رهبرۍ او د واک په معادلو کې بدلون راولي.
هغه خبرداری ورکړ: «که پاکستان هماغه تګلاره روانه وساتي چې په تېرو ۵۰ کلونو کې څو ځله ازمویل شوې او ناکامه شوې ده، نو د افغانستان له غبرګون سره به مخ شي».
هغه همدارنګه، په تېرو کلونو کې د پاکستان له لوري د طالبانو د ملاتړ د څرنګوالي په یادولو سره وویل، چې پاکستان د افغانستان په اړه روښانه پالیسي نهلري او ډېری وخت د سترو قدرتونو د سیاستونو په چوکاټ کې عمل کوي.
افراسیاب خټک باور لري، چې پاکستان له ژور سیاسي او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او د دغه هېواد مشران هڅه کوي، د خپلو ډیپلوماټیکو بریاوو په لوی ښودلو سره د خلکو پام له کورنیو ستونزو واړوي.
د هغه په وینا، د بلوچستان ایالت امنیتي وضعیت داسې پړاو ته رسېدلی چې د جګړې نوم پرې اېښودل کېدای شي. هغه وویل، چې د بېلابېلو وسلهوالو ډلو فعالیتونو د بلوچستان په ډېرو سیمو کې ناامني زیاته کړې ده.
افراسیاب خټک د بریدونو د زیاتېدو لامل د اسلاماباد د پخوانیو سیاستونو دوام وباله او ویې ویل، چې د پاکستان پوځ طالبان خپل اصلي ګواښ نهګڼي، بلکې «بلوڅ او پښتون ملتپالنه» تر ټولو ستر خطر بولي او د دغو خوځښتونو د ځپلو لپاره له طالبانو ګټه اخلي.
د افغان طالبانو او پاکستان اړیکې په وروستیو کلونو کې، د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو د زیاتېدو او د ډیورند کرښې په اوږدو کې د کړکېچونو له امله له جدي ترینګلتیاوو سره ملې وې.
اسلاماباد په دې موده کې څو ځلي د طالبانو د مخالفو څېرو کوربه هم پاتې شوی دی.
پاکستاني چارواکو څو ځله طالبان تورن کړي، چې د تحریک طالبان پاکستان غړو ته پناه ورکړې، خو طالبانو دا تورونه په کلکه رد کړي دي.