• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اندېشه: له طالبانو سره د سیمې هېوادونو تعامل د یادو هېوادونو لپاره یو «مرګونی دام» دی

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۲۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۰۰ GMT+۱

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د ازبکستان په تړاو د طالبانو د امر بالمعروف د وزیر خالد حنفي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې له دې ډلې سره د سیمې د هېوادونو یو اړخیز تعامل د یادو هېوادونو لپاره یو «مرګونی دام» دی.

نصیر احمد اندېشه د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) په خپله‌ اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو له خوا له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو هڅې د هغوی «تریخ ایډیالوژیک» حقیقت له پامه غورځوي.

د افغانستان دغه ډیپلوماټ زیاته کړې، کله چې طالبان خپل مرکز کندهار د «خلافت» د کور په توګه پیاوړی کړي، نو تاریخي بخارا به د هغوی د فقهې او فتوا په مرکز بدله شي. د هغه په وینا، د سیمې ځینې هېوادونه له طالبانو سره د ثبات په نوم اقتصادي پروژې د تبلیغاتي وسیلې په توګه کاروي، خو په حقیقت کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د چټکې توندلارۍ پر لور روان دی.

نصیر احمد اندېشه یوې نوې څېړنې ته په اشارې سره ویلي، چې طالبان په سیستماتیک ډول له مدرسو څخه د ټولنې د توندلاري کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې له اصولو پرته تعامل به نه یوازې د افغانستان اکثریت خلک چې د دغه ډول شاتګ پر وړاندې مقاومت کوي له سیمې زړه توري کړي، بلکې د سیمې د هېوادونو امنیت او اخلاقي حیثیت به هم له‌منځه یوسي.

نصیر احمد اندېشه ټینګار کړی، چې توندلاري په کابل کې د طالب ساتونکو په ملتیا د چرګانو په کوڅه (کوچه مرغ‌ها) کې په ګرځېدو نه‌شي مهار کېدلی او زیاته یې کړه، چې افغانستان له طالبانو پورته یو حقیقت دی.

هغه همداراز په ډاګه کړه، چې د بشري حقونو او ارزښتونو له پامه غورځول او یوازې د مصلحت پر بنسټ له طالبانو سره پر مخ تلل به د سیمې لپاره یو وجودي ګواښ رامنځته کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي ادعا کړې وه، چې د ازبکستان په سمرقند، بخارا او ترمذ ښارونو کې، چې د بخاري او ترمذي په څېر د نامتو محدثانو زېږنځایونه دي، اسلام نن ورځ یوازې پر ژبو پاتې دی. حنفي مدعي شوی وو، چې د دې حالت لامل د ازبکستان د دیني عالمانو له خوا حکومت ته د دیني احکامو د پلي کولو د چارو سپارل دي.

ازبکستان د طالبانو د دغه وزیر د څرګندونو په تړاو تر اوسه څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

•
•
•

نور کیسې

طالب ډېپلوماټ: افغانستان داخلي اتحاد او نړۍ سره له ټکره ژغورل غواړي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۱
طالب ډېپلوماټ: افغانستان داخلي اتحاد او نړۍ سره له ټکره ژغورل غواړي
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس شفیع اعظم تلویحاً د دغې ډلې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د وزیر خالد حنفي وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، چې افغانستان داخلي یووالي او نړۍ سره له ټکر څخه ژغورلو ته اړتیا لري.

شفیع اعظم د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «دا ملت له کورنیو او بهرنیو جګړو تازه راوتی او د یوه ټپي په څېر دی».

هغه زیاتوي، د دغه ملت ارامول، د فقر له منځه وړل او د خلکو د زړونو لاس ته راوړل د چارواکو او هر پوه کس دیني او دنیوي مسوولیت دی. هغه همداراز څرګنده کړې، چې د افغانستان شاوخوا او نړۍ له «شریرو» انسانانو ډکه ده او هېواد باید له دغو «شرونو» څخه وساتل شي.

د طالبانو دغه جګپوړي ډیپلوماټ د خالد حنفي نوم په مستقیم ډول نه‌دی اخیستی، خو د هغه څرګندونې د امربالمعروف د وزیر هغو خبرو ته په اشارې سره دي، چې په ازبکستان کې یې د اسلام د وضعیت په اړه کړې وې.

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي ویلي وو، چې په اوزبکستان کې د اسلام یوازې نوم پاتې دی. حنفي څرګنده کړې وه، چې د سمرقند، بخارا او ترمذ په څېر تاریخي ښارونو کې، چې د سترو محدثینو زېږنځایونه وو، نن سبا اسلام یوازې د خلکو پر ژبو پاتې دی او لامل یې د ازبکستان د دیني عالمانو له خوا حکومت ته د دیني احکامو د پلي کولو واک سپارل دي.

ازبکستان لا تر اوسه د خالد حنفي د دغو څرګندونو په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

شفیع اعظم بیا ټینګار کړی، چې په اوسني وضعیت کې افغانستان تر هر څه وړاندې داخلي یووالي او له نړۍ سره د تعامل رغولو ته اړتیا لري.

د طالبانو په حکومت کې دننه د بهرني سیاست او داخلي توندلارو پرېکړو پر سر وخت ناوخت د نظر اختلافات راپورته کېږي.

په ننګرهار کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۹ کسان مړه او ۸ نور ټپيان شول

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۰ GMT+۱
په ننګرهار کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۹ کسان مړه او ۸ نور ټپيان شول
100%

د ننګرهار لپاره د طالبانو مسوولین وايي، د دغه ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د یوې ټرافيکي پېښې له امله ۹ کسان مړه شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي. د دوی په وینا، په مړه شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه پېښه نن سهار (شنبه د چنګاښ ۲۰مه) د پچیراګام ولسوالۍ په مرغې کنډو سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو ډاټسن موټر له سړک څخه منحرف او چپه شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په مړه شویو کسانو کې ۳ ښځې او ۳ ماشومان هم شامل دي.

ویل کېږي، د پېښې ټپیان د درملنې په موخه د روداتو روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې د لامل د څرنګوالي په تړاو څېړنې روانې دي.

نور رحمان اخلاقي: له طالبانو سره د اړیکو او تعامل بیه به د ازبکستان لپاره درنه تمامه شي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۱۶ GMT+۱
نور رحمان اخلاقي: له طالبانو سره د اړیکو او تعامل بیه به د ازبکستان لپاره درنه تمامه شي
100%

د تېر جمهوري نظام د کډوالو او راستنېدونکو چارو پخواني وزیر نور رحمان اخلاقي خبرداری ورکړی، چې له طالبانو سره د ازبکستان د اړیکو او تعامل بیه به د دغه هېواد لپاره خورا درنه تمامه شي.

نور رحمان اخلاقي دا څرګندونې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د وزیر خالد حنفي هغو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې کړي چې ویلي یې وو، په ازبکستان کې د اسلام یوازې نوم پاتې دی.

نور رحمان اخلاقي د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، کله چې د طالبانو یو وزیر وایي، په ازبکستان کې د اسلام له نوم پرته بل څه نه‌دي پاتې، دا یوازې یو مذهبي نظر نه‌دی، بلکې د داسې ذهنیت ښکارندویي کوي، چې ځان د نورو د ایمان د سنجولو معیار او د اسلام یوازینی وارث ګڼي.

هغه زیاته کړې، سمرقند، بخارا او ترمذ یوازې څو ښارونه نه‌دي، بلکې د اسلامي تمدن د لویې حافظې داسې برخې دي، چې د امام بخاري او امام ترمذي په څېر ګڼ شمېر پېژندل شوي عالمان او فقیهان ترې پورته شوي دي.

د کډوالو دغه پخواني وزیر روښانه کړې، چې ازبکستان له پیله له طالبانو سره د تعامل دروازه پرانېستې او ښايي دغه کار په یو وخت کې د امنیتي، اقتصادي او ترانزیتي ګټو لپاره ورته اهمیت درلود؛ خو تاریخ ښودلې چې افراطي بهیرونه هېڅکله په سیاسي پولو او تکتیکي تعاملاتو قانع کېدای نه‌شي.

د هغه په وینا، دغه ډلې چې ځانونه د دین معیار بولي، ځان ته دا حق ورکوي، چې د خلکو پر ایمان قضاوت وکړي او وروسته له همدې لارې خپلو فکري، ټولنیز او سیاسي نفوذ ته لاره هواره کړي.

اخلاقي خبرداری ورکړی، چې طالبان نن د بخارا، سمرقند او ترمذ د اسلام په اړه پرېکړې صادروي، خو سبا به همدا لید لوری د افراطیت د صادرولو، ایډیالوژیک نفوذ او د سیمې د بې‌ثباته کولو پر ابزارو بدل کړي. هغه زیاته کړې، چې همدا اوس پاکستان له همداسې یو درد څخه کړېږي او د افغانستان درس روښانه دی چې افراطیت په تکتیکي تعاملاتو نه مهارېږي، بلکې که میدان ومومي نو هره ټولنه د نابودۍ کندې ته غورځولی شي.

د دغه غبرګون اصلي لامل د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزیر خالد حنفي وروستۍ ادعا ده، چې ویلي یې دي، په سمرقند، بخارا او ترمذ ښارونو کې چې د سترو محدثینو زېږن‌ځای دی، اسلام نن ورځ یوازې پر ژبو پاتې دی.

خالد حنفي ادعا کړې وه، چې د دې وضعیت اصلي لامل د ازبکستان د روحانيونو له خوا حکومت ته د دیني احکامو د پلي کولو واک سپارل دي.

د افغانستان غالۍ د نړۍ ۳۷ هېوادونو ته صادرېږي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۰۴ GMT+۱
د افغانستان غالۍ د نړۍ ۳۷ هېوادونو ته صادرېږي
100%

د افغانستان د غالیو د تولیدوونکو او صادرونکو د اتحادیې رییس وايي، افغاني غالۍ دا مهال د نړۍ لږ تر لږه ۳۷ هېوادونو ته صادرېږي. عبدالله رحمان‌قل ویلي، د غالیو اوبدلو صنعت په شمالي ولایتونو کې د شاوخوا ۱۵ زره کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړې، چې ډېری برخه یې ښځې دي.

د افغانستان د غالیو د تولیدوونکو او صادرونکو د اتحادیې رییس عبدالله رحمان‌قل د شنبې په ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون ته ویلي، په هېواد کې د غالیو د تولید اوسنۍ کچه په میاشت کې شاوخوا ۱۰ زره متره مربع ته رسېږي.

نوموړي زیاته کړې، افغاني غالۍ د ښه کیفیت، اصلي طرحو، د اوبدونکو د مهارت او د طبیعي وړیو د کارولو له امله په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ځای لري. د نوموړي په وینا، افغانستان دا مهال په ۱۸ کیفي کچو کې غالۍ او په ۵ کیفي کچو کې ټغرونه نړیوالو بازارونو ته وړاندې کوي.

د عبدالله رحمان‌قل په وینا، د هېواد د غالیو لویه برخه ترکیې، اروپايي هېوادونو، امریکا، کاناډا او عربي هېوادونو ته لېږل کېږي.

غالۍ د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه شمېرل کېږي چې په نړۍ کې د دغه هېواد د هنر او کلتوري میراث د یوې نښې په توګه پېژندل شوې ده. بلخوا، د طالبانو له لوري د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته، له زده‌کړو ګڼې محرومې شوې نجونې د غالیو اوبدلو کار ته مخه کړې او اوسمهال پکې په کار بوختې دي.

د ظاهر قدیر ورور: ظاهر قدیر د امریکا له خوا د سیاسي دسیسې ښکار شوی

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۵۱ GMT+۱
د ظاهر قدیر ورور: ظاهر قدیر د امریکا له خوا د سیاسي دسیسې ښکار شوی
100%

د ولسي جرګې د پخواني مرستیال ظاهر قدیر ورور عبدالقهار قدیر د امریکا د حکومت هغه پرېکړه په کلکه غندلې چې ظاهر قدیر یې نیولی او د محاکمې لپاره یې امریکا ته انتقال کړی دی. نوموړي دا پرېکړه د حقایقو پر ځای یوه سیاسي دسیسه او د شخصي غرضونو پایله بللې ده.

د ولسي جرګې د پخواني غړي عبدالظاهر قدیر ورور، عبدالقهار قدیر له کینیا څخه امریکا ته د ښاغلي قدیر د انتقال او محاکمه کېدو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.

نوموړي پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي:« د امریکا حکومت دغه پرېکړه د داسې ناحقه تورونو او سیاسي توطیې پر بنسټ کړې ده چې تر اوسه یې د ثبوت او حقیقت په اړه ډېرې پوښتنې شته».

نوموړي زیاته کړې چې عدالت باید د حقایقو، شواهدو او قانون پر بنسټ تامین شي، نه د سیاسي فشارونو او ناسمو معلوماتو له مخې.

د ظاهر قدیر ورور ټینګار کړی چې د یو افغان وګړي پر وړاندې داسې چلند د فردي حقونو نقض او د عدالت له اصولو سره په ټکر کې دی. هغه ویلي چې عبدالظاهر قدیر د خپل ولس او هېواد د خدمت اوږد تاریخ لري او تر محاکمې وړاندې پر هغه هر ډول قضاوت او تور لګول د انصاف له روحیې سره اړخ نه لګوي.

عبدالقهار قدیر له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو له ملاتړو او د عدالت له پلویانو غوښتي چې د دې قضیې څارنه وکړي.

هغه غوښتنه کړې چې ډاډ ترلاسه شي چې د قانون او انصاف اصول په بشپړه توګه رعایت کېږي او پرې نه ښودل شي چې عدالت د سیاست قرباني شي.

د امریکا د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مرستیال عبدالظاهر قدیر د نشه‌يي توکو د قاچاق او د وسلو د ساتلو په تور له کینیا څخه امریکا ته مسترد شوی او هلته په محکمه کې حاضر شوی دی.

د رپوټونو له مخې، د تورونو د ثابتېدو په صورت کې نوموړی له لږ تر لږه ۱۰ کلونو بند څخه نیولې تر عمر قید پورې سزا سره مخامخ کېدای شي.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۴

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۵

ظاهر قدیر د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو