• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مولانا فضل الرحمان: له افغانستان څخه زه هم ګیله لرم خو ځینې مسایل په زور نه حل کيږي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۰۹ GMT+۱

د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستاني رياست ته په اشارې سره ويلي، «که تاسو پر افغانستان اعتراض کوئ، له افغانستان څخه زه هم ګیلې لرم، خو ځینې مسایل داسې وي چې په زور نه حل کېږي، بلکې هغه د ډیپلوماټیکو هڅو له لارې حل کېږي».

يوې غونډې ته په وينا کې نوموړي د پاکستان د روان وضعيت په اړه وويل: «د خپل هېواد خو دا حال دی، له هندوستان سره ټوله پوله بنده ده، له افغانستان سره ټولې لارې بندې دي، لوېدیځې پولې هم بندې دي، ختیځې پولې هم بندې دي. د ایران وضعیت داسې دی چې نه د ښه دی او نه د بد. چین له تاسو څخه خپل باور اخیستی دی».

همداراز نوموړي د چين هېواد د نوم اخېستو پرته وويل: «تاسو (پاکستان) ورته دوکه ورکړې، موږ د هغوی د پانګونې لاره ډب کړې ده. په دې وخت کې پاکستان محصور دی، د واکمنانو د تګلارو په لاس کې محصور دی، او واکمنان ځکه مجبور دي چې هغوی هم محصور دي».

د پښتونخوا په قبايلي ولسواليو کې د امنيتي وضعيت او هلته د شته زېرمو په اړه هغه وويل، «نن چې په قبایلي غرونو کې کومه جګړه روانه ده، هغه په همدې اساس ده چې د پاکستان معدني زېرمې پلورل کېږي او ځايي خلک بې واکه کېږي، له هغوی څخه واک اخیستل کېږي.

او هغوی داسې انګېري چې موږ په خپله دا کاروبار کولی شو».

مولانا فضل الرحمان زياته کړه، د خیبر پښتونخوا خلک هلته د سرچینو مالکان دي. دغه رنګ د هر ايالت خلک د خپلو سرچینو مالکان دي، «هېڅ د مور زوی د هغوی پر حقونو ډاکه نه شي اچولی، او که واچول شي، نو بیا به همدا بې ثباتي او ناکراري رامنځته کېږي»، کومه چې نن په پښتونخوا، بلوچستان او سيند ایالتونو کې ده.

ترویج لرونکی

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي
۱

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۲

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۳

طالبانو د شرکتونو، روغتونونو او افرادو پر عوایدو د مالیاتو کمولو اعلان کړی

۴

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۵

په هرات کې د طالبانو محدودیتونو بازارونه او اقتصادي فعالیتونه ساړه کړي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: د ښځو رواني او ټولنیز ملاتړ د طبیعي پېښو د اغېزو په کمولو کې مهم رول لري

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۴۳ GMT+۱
ملګري ملتونه: د ښځو رواني او ټولنیز ملاتړ د طبیعي پېښو د اغېزو په کمولو کې مهم رول لري
100%

د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق (یو این ایف پي ای) وایي، د بېړنیو او بحراني حالاتو پر مهال ښځو ته د رواني او ټولنیز ملاتړ برابرول د طبیعي پېښو د منفي اغېزو په کمولو او د هغوی د ژوند د بېرته رغېدو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

یاد بنسټ د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۱مه، په یوه راپور کې ویلي چې په طبیعي پېښو ځپلو سیمو کې ښځې د سختو پېښو تر تجربه کولو وروسته جدي رواني او ټولنیزو مرستو ته اړتیا لري.

د راپور له مخې، په بغلان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله یو شمېر ښځې له شدیدې اندېښنې، رواني فشارونو او د ورځنیو چارو د ترسره کولو له ستونزو سره مخ شوې دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق ویلي چې د خپلو ملاتړیزو مرکزونو له لارې یې زیانمنو ښځو ته لومړنۍ رواني مرستې، مشورې او د ذهني فشار د مدیریت په اړه روزنیز خدمات وړاندې کړي دي.

دغه بنسټ زیاته کړې چې د رواني مشورو ترڅنګ یې د زیانمنو ښځو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړینې مرستندویه بستې هم وېشلې دي.

دوی ټینګار کړی چې د طبیعي پېښو له امله اغېزمنو ښځو ته پر وخت رواني، ټولنیز او بشري ملاتړ د هغوی د هوساینې او د عادي ژوند د بېرته پیل لپاره حیاتي ارزښت لري.

طالبانو له روسي او قزاق پانګوالو د اوسپنې په صنعت کې د پانګونې غوښتنه وکړه

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۱۲ GMT+۱
طالبانو له روسي او قزاق پانګوالو د اوسپنې په صنعت کې د پانګونې غوښتنه وکړه
100%

د روسیې او قزاقستان یوه ګډ سوداګریز پلاوي د طالبانو په ولکه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشر سره په کتنه کې ویلي، په افغانستان کې یې پانګونې ته لېوالتیا زیاته شوې ده. د سوداګرۍ خونې له یاد پلاوي وغوښتل، چې د اوسپنې د وېلي کولو او پروسس کارخونو په جوړولو کې هم پانګونه وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې خونې مشرتابه پلاوي د روسیې فدراسیون او قزاقستان له ګډ سوداګریز پلاوي سره په کتنه کې د افغانستان د مسو، اوسپنې، سرو زرو، کرومایټ، قیمتي ډبرو او د نادرو عناصرو د سترو زېرمو یادونه وکړه او له روسي او قزاقي شرکتونو یې وغوښتل: «نه یوازې د کان کيندنې، بلکې د اوسپنې د وېلي کولو او پروسس فابریکو په جوړولو کې هم پانګونې وکړي».

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رييس سید کریم هاشمي زیاته کړه، چې په لومړي ګام کې باید د دواړو لورو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري پراخه شي او د سوداګرۍ د حجم زیاتوالي، د سوداګریزو خنډونو کمولو، سوداګرو ته د ویزو د اسانتیا، د (B2B) غونډو د جوړولو او د شرکتونو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.

هاشمي څرګنده کړه: «افغانستان چمتو دی خپل لوړ کیفیت لرونکي محصولات، لکه تازه او وچه مېوه، زعفران، ځڼغوځي، طبي بوټي، غالۍ او قیمتي ډبرې د روسیې او قزاقستان بازارونو ته صادر کړي. نوموړي همدارنګه د روسیې او قزاقستان څخه د نفتي توکو، غلو دانو، نباتي غوړیو، خوراکي موادو، صنعتي ماشین‌الاتو، ودانییزو تجهیزاتو، فولادو، کیمیاوي سرې، ټکنالوجۍ او خامو موادو د واردولو په برخه کې د افغانستان لېوالتیا څرګنده کړه».

د روسیې د داغستان د صادراتو رييس ارسین غمزه توف او نورو روسي سوداګرو او پانګوالو وویل، چې په دې وروستیو کې یې په افغانستان کې د پانګونې لپاره لېوالتیا لا زیاته شوې او د دغه پلاوي په وینا، له سلو ډېرو روسي سوداګرو او پانګوالو افغانستان ته د سفر لېوالتیا ښودلې، څو له افغان سوداګرو او پانګوالو سره د لویو سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې وکړي.

د یوناما د مرکزي زون مشره: د خلکو د واقعي اړتیاوو پر بنسټ به خپلو همکاریو ته دوام ورکړو

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۱
د یوناما د مرکزي زون مشره: د خلکو د واقعي اړتیاوو پر بنسټ به خپلو همکاریو ته دوام ورکړو
100%

د یوناما د مرکزي زون مشرې تبیتا بوګوا د کابل لپاره د طالبانو له والي سره په کتنه وویل، کابل د یوناما له مهمو لومړیتوبونو څخه دی او همداراز یې ډاډ څرګند کړ، چې د خلکو د واقعي اړتیاوو پر بنسټ به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د یوناما د مرکزي زون مشرې تبیتا بوګوا او مل پلاوي یې د کابل لپاره د طالبانو له والي امین الله عبید سره په کتنه کې وویل: «د خلکو د واقعي اړتیاوو پر بنسټ به خپلو همکاریو ته دوام ورکړو».

هغې همداراز ډاډ څرګند کړې، چې په شفافه توګه د مستحقو کسانو ملاتړ به د خپلو فعالیتونو اساسي اصل وګرځوي.

د کابل ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، امین‌الله عبید په دې کتنه کې وویل، چې د ولسونو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د یوناما، سکتوري ریاستونو او ولایتي ادارې ترمنځ اغېزناکه همکاري او همغږي اړینه ده، څو «خدمات په عادلانه او اغېزناک ډول خلکو ته وړاندې شي».

هغه همداراز ټینګار وکړ، چې د خلکو خدمت، د اساسي او بنسټیزو پروژو پلي کول او د ولسونو اړتیاوو ته رسېدنه د ولایت مقام له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې «د دواړو لورو ګډه همکاري او ګډ مسوولیت د غوره پایلو لامل ګرځي».

د طالبانو د هواپوهنې اداره: د هېواد په څو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او بادونو احتمال شته

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۴ GMT+۱
د طالبانو د هواپوهنې اداره: د هېواد په څو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او بادونو احتمال شته
100%

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې، سبا د هېواد په څو ولایتونو کې د بارانونو، تالندې برېښنا او چټکو بادونو د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی دی.

دغه ادارې د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۱مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دوشنبې په ورځ په بدخشان، نورستان، کونړ او پکتیکا ولایتونو کې د زورورو ورښتونو او تالندې برېښنا اټکل شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو ولایتونو کې د ورښت کچه د ۱۰ تر ۱۵ میلی‌مترو پورې اټکل شوې ده.

هوا پوهنې ادارې همداراز ویلي چې په مرکزي، سوېل ختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د چټکو بادونو د لګېدو احتمال هم شته.

د یادې ادارې د اټکل له مخې، د دغو سیمو د بادونو چټکتیا به په ساعت کې د ۵۰ او ۱۰۰ کیلومترو ترمنځ وي.

چارواکو له خلکو غوښتي چې د احتمالي ورښتونو، سیلابونو او چټکو بادونو پر مهال لازم احتیاطي تدابیر ونیسي او د طبیعي پېښو له احتمالي زیانونو څخه د ځان ساتنې لپاره چمتووالی ولري.

یونیسف: په افغانستان کې ۳،۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له لوړ خطر سره مخ دي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۲۱ GMT+۱
یونیسف: په افغانستان کې ۳،۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له لوړ خطر سره مخ دي
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په یوه نوي راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د خوړو او تغذیې ناامني له پنځو کلونو کم شاوخوا ۳،۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له جدي خطر سره مخ کړي دي.

د یونیسف د «ډېر لږ، ډېر ناوخته؛ په افغانستان کې د کوچنیانو د خوړو بحران» تر نوم لاندې راپور کې د لومړي ځل لپاره په پراخه کچه د ماشومانو خوارځواکي او د هغوی د لومړني ژوند د خوړو وضعیت په ګډه ارزول شوی دی.

راپور ښيي چې د خوړو د تنوع کمېدل، د خوړو د وختونو بدلېدل، ماشومانو ته له اړتیا کمه غذا ورکول او لوږه هغه نښې دي چې د ماشومانو د تغذیې د خرابېدو خبرداری ورکوي.

یونیسف ویلي، افغانستان اوس د خوارځواکۍ د زیاتېدو له موسم سره مخ دی او د تغذیې د څارنې وروستي معلومات ښيي چې د ۲۰۲۵ کال په پرتله د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې په ۲۶ ولایتونو کې د ماشومانو د خوارځواکۍ وضعیت خراب شوی دی.

د معلوماتو له مخې، له دوو کلونو کم عمره ماشومان تر ټولو ډېر زیانمن شوي؛ د شدیدې حادې خوارځواکۍ ۸۳سلنه پېښې او د منځنۍ کچې حادې خوارځواکۍ ۷۷سلنه پېښې له همدې عمر ډلې سره تړاو لري.

په افغانستان کې د یونیسف استازي تاج‌الدین اویوال ویلي: «افغان ماشومان لا له دې مخکې چې د خوارځواکۍ د لوړې کچې موسم پیل شي، د خوارځواکۍ پر لور ټېل وهل کېږي. دا نوي معلومات موږ ته فرصت راکوي چې له دې مخکې اقدام وکړو چې ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ حالت ته ورسېږي».

یونیسف ویلي، د افغانستان د خوارځواکۍ بحران یوازې د تغذیې په خدمتونو سره نه شي حل کېدای، بلکې ناروغۍ، د واکسین ټیټه کچه، د پاکو اوبو، حفظ ‌الصحې او روغتیايي خدمتونو کمښت او د مرستو د تمویل او اکمالاتو ستونزې هم د ماشومانو د زیانمنېدو لاملونه دي.

یونیسف له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ماشومانو د خوړو د ساتنې او د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره بېړنۍ پانګونه زیاته کړي. دغه اداره ټینګار کوي چې د ۶ تر ۲۳ میاشتو ماشومانو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي، د مخنیوي تغذیوي خدمتونه پراخ شي او د روغتیا، اوبو، حفظ‌الصحې، زده‌کړو او ټولنیز ملاتړ برخې باید د ماشومانو د تغذیې اړتیاوو لپاره په ګډه کار وکړي.

یونیسف خبرداری ورکړی چې د خوارځواکۍ د زیاتېدو موسم د رارسېدو په حال کې دی او د اقدام لپاره وخت محدود دی؛ له همدې امله انعطاف منونکې او بېړنۍ مرستې اړینې دي، څو ماشومان له دې وړاندې چې وضعیت یې ژوند ګواښونکی شي، لازم ملاتړ ترلاسه کړي.