• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسحاق ډار: طالبان دې د افغان ښځو او نجونو حقونه بېرته ورکړي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۵۷ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو وزیرانو د نهم کنفرانس پر مهال له طالبانو وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړې، کار او په ملي ژوند کې د اغېزناک ګډون بنسټیز حقونه بیرته ورکړي. ډار وویل چې « ملتونه د خپلو ښځو د پرمختګ پر بنسټ جوړېږي.»

اسحق ډار چې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو وزیرانو نهم کنفرانس څنډه کې خبرې کولې ویلي چې د ښځو او نجونو د زده کړې، کار او په ملي ژوند کې د اغېزناک ګډون حقونه د اسلام له اصیلو لارښوونو سره بشپړ سمون لري.

دغه کنفرانس د یکشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پیل شو، چې د اسلامي هېوادونو د استازو او چارواکو په ګډون د ښځو د پیاوړتیا، ټولنیز رول، اقتصادي ونډې او سیاسي مشارکت د پراختیا پر لارو چارو بحث کوي.

خو د طالبانو ادارې د دغه کنفرانس د بلنې په ځواب کې هېڅ افغانه ښځه د افغانستان د استازې په توګه نه ده ورپېژندلې. طالبانو دا هم نه ده روښانه کړې، چې دوی کنفرانس ته بلل شوي او که نه، خو د کنفرانس په تالار کې د نورو بیرغونو ترڅنګ د افغانستان ملي بیرغ هم درول شوی دی.

د پاکستان مرستیال لومړي وزیر د هېوادونو په پرمختګ کې د ښځو پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل: «ملتونه د خپلو ښځو د پرمختګ پر بنسټ جوړېږي.»

د پاکستاني چارواکو دا څرګندونې داسې مهال دي، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له بیا رسېدو وروسته د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او عامه ژوند کې پر ګډون پراخ محدودیتونه لګولي دي.

دغه محدودیتونه د اسلامي همکاریو سازمان، ملګرو ملتونو او ګڼو هېوادونو له پرله‌پسې نیوکو او د ښځو د حقونو د بېرته تامینولو له غوښتنو سره مخ شوي، خو طالبانو دغو غوښتنو ته تر دې مهاله مثبت ځواب نه دی ویلی.

ترویج لرونکی

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي
۱

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۲

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۳

طالبانو د شرکتونو، روغتونونو او افرادو پر عوایدو د مالیاتو کمولو اعلان کړی

۴

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۵

په هرات کې د طالبانو محدودیتونو بازارونه او اقتصادي فعالیتونه ساړه کړي

•
•
•

نور کیسې

په تېرو ۶ میاشتو کې څه باندې ۳۰ پخواني چارواکي افغانستان ته ستانه شوي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۲۵ GMT+۱
په تېرو ۶ میاشتو کې څه باندې ۳۰ پخواني چارواکي افغانستان ته ستانه شوي
100%

د طالبانو د «افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون» د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې تر اوسه د دغه کمېسیون له لارې څه باندې ۳۰ دولتي چارواکي، پوځي منسوبان او سیاسي شخصیتونه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کمېسیون پر رسمي پاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د جنورۍ په لومړۍ نېټه د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو د عمومي ریاست مرستیال رحمت‌الله عیار له پاکستان څخه هېواد ته راستون شو او درې ورځې وروسته، د پخواني حکومت دوه پوځي پیلوټان هم د همدغه کمېسیون په همغږۍ افغانستان ته ستانه شوي او د خوندیتوب کارتونه یې ترلاسه کړي دي.

د کمیسیون په وینا، دغو پیلوټانو ویلي وو چې د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلون وروسته د «ناسمو تبلیغاتو» له امله بهر ته تللي وو، خو اوس یې له راستنېدو خوښي څرګنده کړې ده.

د جنورۍ په اتمه، کمېسیون اعلان وکړ چې ۱۵پخواني چارواکي او امنیتي منسوبین هېواد ته راستانه شوي او د خونديتوب کارتونه پرې وېشل شوي دي. په دې ډلې کې د ولسي جرګې پخوانی غړی احمد فرهاد مجیدي، فاطمه نظري، د پخواني پارلمان د غړي حاجي ظاهر قدیر ورور عبدالقهار قدیر، د پخواني دفاع وزارت د سرحدي پولیسو یو مرستیال او یو شمېر نور پخواني دولتي مسوولان شامل وو.

دغه راز د فبرورۍ په ۱۶مه، د پخواني حکومت د کاپیسا ښاروال عزیزالرحمن افضلي هم د همدې کمېسیون په همغږۍ له امریکا څخه افغانستان ته ستون شوی.

افغانستان ته په نورو ستنو شویو کسانو کې د پکتیکا ولایت د زرغون ښار ولسوالي د اردو لوا د دوهم کنډک د شپږو پوستو خدمتي قوماندان محمد اسلام، د حج او اوقافو وزارت مسلکي غړی او د پوهنتون استاد محمد صابر صادقي، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین احمد ولي حکمي، د کندز ولایت امنیه قومانداني د امنیت پخوانی امر محمد صفر اکبري، د رجال برجسته د محافظتي معاونیت د پیژند پخوانی امر محمد راشد قسیم زاده، د کابل هوایي میدان د پایسس شعبې پخوانی امر فرحت الله ضیایي، محلي قوماندان بسم الله ورزش، د کابل ښاروالي د ښاري خدماتو پخوانی معیین عبدالرازق ملک عبدالرحیم زی، په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو پخوانۍ وکیله لیلما ولي حکمي، د غزني ولایت د ګیرو ولسوالي پخوانی ولسوال فضل الرحمن نظروال، د میدان وردګو ولایت د محبس پخوانی مدیر هارون علیم، د امنیت شورا پخوانی اداري او مالي عمومي رییس محمد سلیم قیوم، د خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند د پاڅونوالو مشر سید مکی علمزی، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پخوانی تخنیکي معیین حمدالله همدرد، د نظامي اکاډمي یو قوماندان عاشق الله، د امنيت شورا پخوانی مشاور ډاکټر عصمت الله مجددي، د میدان وردګو ولایتي شورا پخوانی معاون عبدالناصر صفا، د کونړ او ننګرهار ولایتونو د عمومي زندان پخوانی داخلي مسوول اعظم خان، د ټاکنو په کمېسیون کې د لوژستیک پخوانی مامور حمیدالله عالمي، د افغانستان د هوټلونو د تصدۍ پخوانی عمومي رییس محمد بصیر کامل او د سوداګرۍ خونو د ریاست پخوانی معاون عبدالهادي بخشي، شامل دي.

د کمېسیون د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په روان کال کې راستنو شویو ۳۲ کسانو کې د پخواني حکومت د پارلمان غړي، ولایتي چارواکي، د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو امنیتي افسران، د سرحدي پولیسو مشران، پوځي پیلوټان او نور پخواني دولتي کارکوونکي شامل دي.

د طالبانو حکومت د «افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون» د پخواني حکومت د چارواکو، سیاسي شخصیتونو او متخصصانو د بېرته راستنولو په موخه جوړ کړی دی. دغه کمېسیون وايي، راستنېدونکو ته د خوندیتوب ډاډ ورکوي، د «خوندیتوب کارتونه» وېشي او هڅه کوي هغوی د هېواد په بیارغونه او پرمختګ کې ونډه واخلي.

خو له دې سره هم‌مهاله، د بشري حقونو یو شمېر بنسټونه او د پخواني حکومت ځینې چارواکي وایي چې لا هم یو شمېر پخواني امنیتي او دولتي منسوبان د احتمالي نیولو، تعقیب او نورو امنیتي اندېښنو له امله افغانستان ته له ستنېدو ډډه کوي.

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو د لیکو یو شمېر افسران د ناڅرګندو کسانو په ډزو کې وژل شوي، خو طالبانو تراوسه ددغو کسانو په وژلو کې ښکیل کسان نه دي نیولي او نه یې هم په اړه د پلټنو جزئیات له خلکو سره شریک کړي دي.

شنونکي ستانه شوي کسان د کمیسیون تشکیل او بهر ته د تللو خلکو د شمېر، اغیر او نفوذ په تناسب خورا کم ګڼي او وايي، ډېر کسان په افغانستان کې د خپلو مالي معاملاتو له بشپړولو وروسته بېرته بهر ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د کرنې وزیر هند ته خپل څو ورځنی سفر پای ته ورساوه

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۱۰ GMT+۱
د طالبانو د کرنې وزیر هند ته خپل څو ورځنی سفر پای ته ورساوه
100%

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري په مشرۍ لوړپوړي پلاوي هند ته خپل سفر پای ته ورساوه. دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د دوام او د کرنې په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د وزارت د معلوماتو له مخې، مولوي عطاالله عمري د هند د کرنې او بزګرانو د هوساینې له وزیر شیوراج سینګ چوهان سره وکتل. په دې لیدنه کې دواړو خواوو د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، کرنیزو څېړنو، زده‌کړو، د ظرفیت لوړونې او کرنیزې سوداګرۍ په برخو کې روانې همکارۍ وڅېړلې او د نوې ګډې همکارۍ پر لارو چارو یې خبرې وکړې.

د خوړو خوندیتوب، د اصلاح شویو تخمونو سیستمونه او د حاصلاتو د زیاتوالي موضوعات د بحث له مهمو برخو څخه وو.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نوي ډیلي د اقلیم له بدلون سره د مقاومت لرونکو او بډایه شویو کرنیزو ډولونو، دوامدارو اوبو لګولو طریقو، د اوبو زېرمه کولو، د اوبو د حوزو پراختیا او نورو برخو کې د افغانستان د کرنیز سکتور د ملاتړ ژمنه بیا تازه کړې ده.

د طالبانو وزیر همداراز د هند د خوړو د پروسس صنعتونو له وزیر چیراګ پاسوان سره کتلي دي.

په دې ناسته کې د خوړو د پروسس، د ارزښت زیاتولو، زیربناوو جوړولو، د ټکنالوژۍ لېږد، ظرفیت لوړونې او د کرنیزو او خوراکي محصولاتو د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې وشوې.

د اېن این ای د رپوټ له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، مولوي عطاالله عمري د بهرنیو چارو د دولت وزیر پبیترا مارګریتا سره هم لیدلي او د افغان ولس د هوساینې او پرمختګ لپاره د روانو دوه اړخیزو همکاریو په اړه یې نظرونه شریک کړي دي.

د طالبانو پلاوي د هند له یو شمېر کرنیزو او څېړنیزو بنسټونو، سوداګریزو ادارو او نړیوالو موسسو سره هم خبرې کړې دي، چې د کرنې او کلیوالي پراختیا ملي بانک (NABARD)، د هند د کرنیزو څېړنو شورا (ICAR)، د هند د کرنیزو څېړنو انسټیټیوټ (IARI)، د جوارو او غنمو د اصلاح نړیوال مرکز (CIMMYT)، د نیمه وچو سیمو د استوایي کرنیزو څېړنو نړیوال انسټیټیوټ (ICRISAT)، د کچالو نړیوال مرکز (CIP)، د سرې د پراختیا نړیوال مرکز (IFDC)، د هند د سوداګرۍ او صنایعو فدراسیون (FICCI) او د سوداګرۍ او صنایعو خونې (PHDCCI) پکې شامل دي.

د اسلامي همکاریو کنفرانس کې د افغانستان ملي بیرغ شته خو استازی نه ښکاري

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۳۸ GMT+۱
د اسلامي همکاریو کنفرانس کې د افغانستان ملي بیرغ شته خو استازی نه ښکاري
100%

په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د افغانستان ملي بیرغ ولاړ دی، خو د افغانستان په استازولۍ پکې چا ګډون نه دی کړی. په دغه غونډه کې د اسلامي هېوادونو ډېرو ښځینه چارواکو ګډون کړی خو د طالبانو اداره کې ښځینه چارواکې نشته او طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو وزیرانو د نهم کنفرانس لومړۍ ناسته د یکشنې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې پیل شوه. دغه کنفرانس د اسلامي همکاریو سازمان په غړو هېوادونو کې د ښځو ټولنیزه، اقتصادي او سیاسي پیاوړتیا؛ ننګونې او د راتلونکي لارې» تر نامه لاندې جوړ شوی دی.

په کنفرانس کې د اسلامي نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ښځو او کورنیو چارو اړوند وزیران، لوړپوړي دولتي چارواکي، د اسلامي همکاریو سازمان د اړوندو بنسټونو استازي او نړیوال شریک سازمانونه شامل دي.

د غونډې موخه د مسلمانو ښځو د وضعیت ارزونه، د هغوی د پیاوړتیا لپاره د راتلونکو تګلارو جوړول، او د زده‌کړو، اقتصادي ونډې او سیاسي مشارکت په برخو کې د تجربو شریکول ښودل شوي دي.

د پاکستان د چارواکو په وینا، په کنفرانس کې د ۵۷ غړو هېوادونو استازو ګډون کړی دی.

په کنفرانس کې د سوریې په څېر هېواد، چې اسلامي سخت دریځي پکې واکمن دي، د ښځو چارو وزیرې ګډون کړی دی، خو افغانستان چې د اسلامي همکاریو سازمان غړی هېواد دی، د طالبانو تر واک لاندې اداره کې د ښځینه وزیرې یا لوړپوړې ښځینه چارواکې د نشتوالي له امله، هیڅ استازی نه لري.

په داسې حال کې چې د کنفرانس اصلي تمرکز د ښځو پر پیاوړتیا، زده‌کړو، اقتصادي مشارکت او سیاسي ونډې دی، افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ دی.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نجونو پر ثانوي او لوړو زده‌کړو بندیزونه، د ښځو پر کار محدودیتونه او له عامه ژوند څخه د ښځو د لرې کولو پالیسۍ د کورنیو او نړیوالو بنسټونو له پراخو نیوکو سره مخ شوې دي.

د ښځو د وضعیت په اړه نړیوال بنسټونه وایي، افغانستان اوس د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې ښځې او نجونې پکې د زده‌کړو، کار او عامه مشارکت په برخو کې له تر ټولو سختو محدودیتونو سره مخ دي.

سرچینې: طالبانو په بدخشان کې سیند ته د خپلو لوېدلو ۵ غړو جسدونه لاهم نه دي موندلي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۲۵ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
سرچینې: طالبانو په بدخشان کې سیند ته د خپلو لوېدلو ۵ غړو جسدونه لاهم نه دي موندلي
100%

په بدخشان کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د استخباراتو د پنځو تنو غړو مړي، چې په مایمي ولسوالۍ کې اوبو ته لوېدلي وو، لا هم نه دي موندل شوي. د چنګاښ پر ۱۴مه افغانستان انټرنشنل راپور خپور کړی و، چې په مایمي کې د طالبانو د ذوالفقار قطعې موټر اوبو ته لوېدلی.

په بدخشان ځايي سرچینو نن یکشنبه، د چنګاښ پر ۲۱مه وویل، چې د نږدې یوې اونۍ په تېریدو سره لا هم د طالبانو استخباراتو د خپلو پنځو تنو غړو جسدونه له اوبو څخه نه دي را اېستلي.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د لادرکه غړو کورنۍ هم په دې تمه دي، چې طالبان د دوی د کورنیو د غړو جسدونه ومومي او دوی ته یې وسپاري.

افغانستان انټرنشنل د طالبانو د غړو شهرت هم ترلاسه کړی دی.

اوبو ته په لوېدلو کسانو کې د ذوالفقار ځانګړې قطعې د ټولي مرستیال صفي الله شبګیر ، ذبیح الله مشعل، جمیل ، چې درېواړه د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي دي، شامل دي. دغه راز دوه نور کسان د لوګر اوسېدونکی عبدالباقي غصنفر او پکتیا اوسېدونکی مطیع الله دي.

طالبانو تر اوسه ددې پیښې په اړه سکوت غوره کړی او رسنیو ته یې معلومات نه دي ور کړي.

د چنګاښ پر ۱۴مه طالبانو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دې ډلې د استخباراتو د ذوالفقار ځانګړې قطعې یو نظامي موټر د بدخشان ولایت په مایمي ولسوالۍ کې اوبو ته لوېدلی.

په دې پېښه کې د طالبانو د استخباراتو پنځه غړي لادرکه او دوه ټپیان شوي. ټپیان فېض اباد ته لېږدول شوي ول.

د طالبانو باخبره سرچینو ویلي و، چې دا پېښه د بدخشان ولایت د مایمي ولسوالۍ اړوند په غز دره سیمه کې شوې وه.

دا موټر د هغه کاروان برخه وه، چې له فېض اباد څخه نسي ولسوالۍ ته پر لار و.

طالبانو په ۱۲ ولایتونو کې د ۷۷۲ روږدو کسانو د راټولولو خبر ورکړی

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۲۹ GMT+۱
طالبانو په ۱۲ ولایتونو کې د ۷۷۲ روږدو کسانو د راټولولو خبر ورکړی
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یې د روانې اونۍ په لړ کې په کابل او ۱۱ نورو ولایتونو کې ۷۷۲ تنه په نشه‌یي توکو روږدي کسان راټول کړي او د درملنې په موخه یې د معتادینو د درملنې مرکزونو ته ورپېژندلي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کسان یې د پلازمینې په ګډون له بلخ، کندوز، غزني، کندهار، فراه، نیمروز، هرات، ارزګان، غور، دایکندي او هلمند ولایتونو راټول کړي دي.

سره له دې چې طالبان وايي د نشه یي توکو د کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې یې مبارزه چټکه کړې، خو په هېواد کې د نشه یي توکو د روږدو کسانو د شمېر په اړه اندېښنې لا هم پر ځای دي.

کارپوهان د بېکارۍ، اقتصادي ستونزو، بېوزلۍ، رواني فشارونو او د درملنې محدودو امکاناتو شته والی د روږدو کسانو د زیاتېدو له مهمو لاملونو ګڼي.