د کمېسیون پر رسمي پاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د جنورۍ په لومړۍ نېټه د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو د عمومي ریاست مرستیال رحمتالله عیار له پاکستان څخه هېواد ته راستون شو او درې ورځې وروسته، د پخواني حکومت دوه پوځي پیلوټان هم د همدغه کمېسیون په همغږۍ افغانستان ته ستانه شوي او د خوندیتوب کارتونه یې ترلاسه کړي دي.
د کمیسیون په وینا، دغو پیلوټانو ویلي وو چې د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلون وروسته د «ناسمو تبلیغاتو» له امله بهر ته تللي وو، خو اوس یې له راستنېدو خوښي څرګنده کړې ده.
د جنورۍ په اتمه، کمېسیون اعلان وکړ چې ۱۵پخواني چارواکي او امنیتي منسوبین هېواد ته راستانه شوي او د خونديتوب کارتونه پرې وېشل شوي دي. په دې ډلې کې د ولسي جرګې پخوانی غړی احمد فرهاد مجیدي، فاطمه نظري، د پخواني پارلمان د غړي حاجي ظاهر قدیر ورور عبدالقهار قدیر، د پخواني دفاع وزارت د سرحدي پولیسو یو مرستیال او یو شمېر نور پخواني دولتي مسوولان شامل وو.
دغه راز د فبرورۍ په ۱۶مه، د پخواني حکومت د کاپیسا ښاروال عزیزالرحمن افضلي هم د همدې کمېسیون په همغږۍ له امریکا څخه افغانستان ته ستون شوی.
افغانستان ته په نورو ستنو شویو کسانو کې د پکتیکا ولایت د زرغون ښار ولسوالي د اردو لوا د دوهم کنډک د شپږو پوستو خدمتي قوماندان محمد اسلام، د حج او اوقافو وزارت مسلکي غړی او د پوهنتون استاد محمد صابر صادقي، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین احمد ولي حکمي، د کندز ولایت امنیه قومانداني د امنیت پخوانی امر محمد صفر اکبري، د رجال برجسته د محافظتي معاونیت د پیژند پخوانی امر محمد راشد قسیم زاده، د کابل هوایي میدان د پایسس شعبې پخوانی امر فرحت الله ضیایي، محلي قوماندان بسم الله ورزش، د کابل ښاروالي د ښاري خدماتو پخوانی معیین عبدالرازق ملک عبدالرحیم زی، په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو پخوانۍ وکیله لیلما ولي حکمي، د غزني ولایت د ګیرو ولسوالي پخوانی ولسوال فضل الرحمن نظروال، د میدان وردګو ولایت د محبس پخوانی مدیر هارون علیم، د امنیت شورا پخوانی اداري او مالي عمومي رییس محمد سلیم قیوم، د خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند د پاڅونوالو مشر سید مکی علمزی، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پخوانی تخنیکي معیین حمدالله همدرد، د نظامي اکاډمي یو قوماندان عاشق الله، د امنيت شورا پخوانی مشاور ډاکټر عصمت الله مجددي، د میدان وردګو ولایتي شورا پخوانی معاون عبدالناصر صفا، د کونړ او ننګرهار ولایتونو د عمومي زندان پخوانی داخلي مسوول اعظم خان، د ټاکنو په کمېسیون کې د لوژستیک پخوانی مامور حمیدالله عالمي، د افغانستان د هوټلونو د تصدۍ پخوانی عمومي رییس محمد بصیر کامل او د سوداګرۍ خونو د ریاست پخوانی معاون عبدالهادي بخشي، شامل دي.
د کمېسیون د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په روان کال کې راستنو شویو ۳۲ کسانو کې د پخواني حکومت د پارلمان غړي، ولایتي چارواکي، د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو امنیتي افسران، د سرحدي پولیسو مشران، پوځي پیلوټان او نور پخواني دولتي کارکوونکي شامل دي.
د طالبانو حکومت د «افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون» د پخواني حکومت د چارواکو، سیاسي شخصیتونو او متخصصانو د بېرته راستنولو په موخه جوړ کړی دی. دغه کمېسیون وايي، راستنېدونکو ته د خوندیتوب ډاډ ورکوي، د «خوندیتوب کارتونه» وېشي او هڅه کوي هغوی د هېواد په بیارغونه او پرمختګ کې ونډه واخلي.
خو له دې سره هممهاله، د بشري حقونو یو شمېر بنسټونه او د پخواني حکومت ځینې چارواکي وایي چې لا هم یو شمېر پخواني امنیتي او دولتي منسوبان د احتمالي نیولو، تعقیب او نورو امنیتي اندېښنو له امله افغانستان ته له ستنېدو ډډه کوي.
په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو د لیکو یو شمېر افسران د ناڅرګندو کسانو په ډزو کې وژل شوي، خو طالبانو تراوسه ددغو کسانو په وژلو کې ښکیل کسان نه دي نیولي او نه یې هم په اړه د پلټنو جزئیات له خلکو سره شریک کړي دي.
شنونکي ستانه شوي کسان د کمیسیون تشکیل او بهر ته د تللو خلکو د شمېر، اغیر او نفوذ په تناسب خورا کم ګڼي او وايي، ډېر کسان په افغانستان کې د خپلو مالي معاملاتو له بشپړولو وروسته بېرته بهر ته ستانه شوي دي.