• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: موږ د خلکو اړتیاوې درک کوو نو مرستندویان باید لــه موږ سره همغږي وکړي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۳۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۴۷ GMT+۱

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي مشر د کډوالۍ نړیوال سازمان د خطرونو د کمولو برخې له مسوول سره کتنه کې وویل، د افغانانو اړتیاوې او لومړیتوبونه تر بل هر چا په ښه توګه درک کوي، نو له همدې امله اړینه ده، چې د پروژو د پلي کولو پر مهال له دې ادارې سره همغږي او مشوره وشي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې ادارې رييس نورالدین ترابي د کډوالۍ نړیوال سازمان د خطرونو د کمولو برخې له مسوول اشرف سره په کتنه کې وویل: «موږ له خلکو سره نږدې او مستقیمې اړیکې لرو، د هغوی اړتیاوې او لومړیتوبونه تر بل هر چا په ښه توګه درک کوو؛ له همدې امله اړینه ده، چې [مرستندویان] د پروژو د پلي کولو پر مهال له دې ادارې سره بشپړه همغږي او مشوره وشي».

نوموړي همداراز د پېښو په مدیریت کې د رضاکارانو رول مهم او بنسټیز وباله او ویې ویل، چې د رضاکارانو د جذب بهیر د هېواد په ډېریو ولایتونو کې بشپړ شوی او «له تاسو څخه هم غوښتنه کوو چې د رضاکارانو د جذب، روزنې او تجهیز په برخه کې خپلې ټولې هڅې ترسره کړئ او ځانګړې شوې بودجه په دقیق او اغېزناک ډول ولګوئ، څو اعظمي ګټه ترې ترلاسه شي».

د کډوالۍ نړیوال سازمان د خطرونو د کمولو برخې مسوول وویل: «موږ د ازمایښتي پروګرام په توګه د رضاکارانو د جذب، روزنې او تجهیز پروګرام پیل کړی او دا پروګرام به له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې په بشپړې همغږۍ مخته یوسو».

هغه زیاته کړه، د دې پروګرام له مخې به په کابل، کندهار او بلخ ولایتونو کې په هر ولایت کې د کلیو په کچه ۹۰ شپږ یا اووه کسیزې رضاکاره کمېټې جوړې شي، چې غړي به یې له روزنې وروسته پر اړینو تجهیزاتو سمبال شي، څو د پېښو د رامنځته کېدو پر مهال د ځواب وینې او همکارۍ بشپړ چمتووالی ولري.

ترویج لرونکی

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي
۱

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۲

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۳

طالبانو د شرکتونو، روغتونونو او افرادو پر عوایدو د مالیاتو کمولو اعلان کړی

۴

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۵

په هرات کې د طالبانو محدودیتونو بازارونه او اقتصادي فعالیتونه ساړه کړي

•
•
•

نور کیسې

محمود خان اڅکزی پاکستان ته؛ له افغانستان سره په بدۍ کولو نه خلاصېږئ

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۲۸ GMT+۱
محمود خان اڅکزی پاکستان ته؛ له افغانستان سره په بدۍ کولو نه خلاصېږئ
100%

د پاکستان په ملي پارلمان کې د اپوزېسيون مشر محمود خان اڅکزي پاکستان ته په خطاب سره ويلي، چې که له افغانستان سره بدي کوئ نو په بدۍ نه خلاصيږي، تاسې د افغانستان په مسله کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د ګاونډيو هېوادونو غونډه راوبلي.

اڅکزي د يکشنې په ماښام د کوېټې په کوله پاټک سيمه کې د زيارت د پېښې پر ضد د اعتراضي پرلت غونډې ته په وينا کې پاکستان ته په خطاب سره وويل، د افغانستان سره په بدۍ کولو نه خلاصېږې.

هغه وويل: «موږ وړانديز کوو پاکستان دې د ملګرو ملتونو په مشرۍ کې د خپلو ګاونډيو هېوادونو غونډه راوبلي، مولوي فضل الرحمان به طالبان راولي، دلته به سره کښېنو، ازبکستان، تاجکستان، چين، ايران، پاکستان او افغانستان».

هغه زياته کړه چې که طالبانو رښتيا هم لېونتوب کاوه لکه ته (پاکستان) چې وایې چې طالبان ترهګري کوي که تا پر طالبانو ثابته کړله او موږ ستا ملګرتیا ونه کړله بيا موږ سم پاکستانيان نه يو.

اڅکزي وويل: «خو که افغانستان وویل چې زما د خپلواکۍ خيال به ساتې ستا د ازادۍ خیال ساتم زما مدعي به نه ساتې ستا مدعي نه ساتم».

نوموړي زياته کړه، د ملګري ملتونو او امنیتي شورا په منځګړيتوب دې غونډه وشي، «بیا که چا هم د بل په چارو کې لاسوهنه کوله هغه لاس دې ووهل شي».

په پښتنو سيمو کې د روانې ناامنۍ په اړه هغه وويل، پښتانه به ټول سره راټولیږي او د دې ناامنۍ او د وطن د زېرمو د لوټلو د مخنيوي لپاره به يو موټی کيږي.

نوموړي په حکومتونو او امنیتي ادارو نيوکې وکړې چې د امنیت پر ځای کولو کې پاتې راغلي دي.

طالبانو په بنګله‌دېش کې د سېلابونو له امله پر اوښتو تلفاتو خواخوږي ښودلې

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱
طالبانو په بنګله‌دېش کې د سېلابونو له امله پر اوښتو تلفاتو خواخوږي ښودلې
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د بنګله‌دېش په سویل ختیځو سیمو او پلازمېنه ډاکه کې د ورښتونو او ویجاړوونکو سېلابونو له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې په تړاو د بنګله‌دېش له حکومت، ولس او قربانیانو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

عبدالقهار بلخي د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۱مه) په خپله‌ اېکس‌پاڼه همداراز ټپيانو ته د عاجلې او بشپړې روغتیا او د بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره د ژر عادي ژوند د بېرته تامین هیله څرګنده کړې ده.

په بنګله‌دېش کې پرون د موسمي بارانونو، سختو سېلابونو او ځمکې ښوېیدنې له امله ۴۴ کسان مړه شوي او له یو میلیون څخه زیات نور په خپلو سیمو کې بند پاتې شوي وو.

د بنګله‌دېش د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) اعلان وکړ، چې د دغه هېواد په اوو سویل ختیځو ولسوالیو، چاټوګرام، کوکس بازار، بندر‌بان، رانګامتي، خاګراچاري، مولوي‌بازار او هابيجنګ کې سېلابونو د خلکو عادي ژوند ګډوډ کړی او شاوخوا ۲۶۷ زره او ۹۱۸ کورنۍ یې په خپلو کورونو کې ایسارې کړې دي.

د بنګله‌دېش پوځ او سمندري ځواکونو د کښتیو په وسیله اغېزمنو شویو سیمو ته خواړه، څښاک اوبه، درمل او نور اړین توکي لېږدوي.

مولانا فضل الرحمان: له افغانستان څخه زه هم ګیله لرم خو ځینې مسایل په زور نه حل کيږي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱
مولانا فضل الرحمان: له افغانستان څخه زه هم ګیله لرم خو ځینې مسایل په زور نه حل کيږي
100%

د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستاني رياست ته په اشارې سره ويلي، «که تاسو پر افغانستان اعتراض کوئ، له افغانستان څخه زه هم ګیلې لرم، خو ځینې مسایل داسې وي چې په زور نه حل کېږي، بلکې هغه د ډیپلوماټیکو هڅو له لارې حل کېږي».

يوې غونډې ته په وينا کې نوموړي د پاکستان د روان وضعيت په اړه وويل: «د خپل هېواد خو دا حال دی، له هندوستان سره ټوله پوله بنده ده، له افغانستان سره ټولې لارې بندې دي، لوېدیځې پولې هم بندې دي، ختیځې پولې هم بندې دي. د ایران وضعیت داسې دی چې نه د ښه دی او نه د بد. چین له تاسو څخه خپل باور اخیستی دی».

همداراز نوموړي د چين هېواد د نوم اخېستو پرته وويل: «تاسو (پاکستان) ورته دوکه ورکړې، موږ د هغوی د پانګونې لاره ډب کړې ده. په دې وخت کې پاکستان محصور دی، د واکمنانو د تګلارو په لاس کې محصور دی، او واکمنان ځکه مجبور دي چې هغوی هم محصور دي».

د پښتونخوا په قبايلي ولسواليو کې د امنيتي وضعيت او هلته د شته زېرمو په اړه هغه وويل، «نن چې په قبایلي غرونو کې کومه جګړه روانه ده، هغه په همدې اساس ده چې د پاکستان معدني زېرمې پلورل کېږي او ځايي خلک بې واکه کېږي، له هغوی څخه واک اخیستل کېږي.

او هغوی داسې انګېري چې موږ په خپله دا کاروبار کولی شو».

مولانا فضل الرحمان زياته کړه، د خیبر پښتونخوا خلک هلته د سرچینو مالکان دي. دغه رنګ د هر ايالت خلک د خپلو سرچینو مالکان دي، «هېڅ د مور زوی د هغوی پر حقونو ډاکه نه شي اچولی، او که واچول شي، نو بیا به همدا بې ثباتي او ناکراري رامنځته کېږي»، کومه چې نن په پښتونخوا، بلوچستان او سيند ایالتونو کې ده.

ملګري ملتونه: د ښځو رواني او ټولنیز ملاتړ د طبیعي پېښو د اغېزو په کمولو کې مهم رول لري

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۴۳ GMT+۱
ملګري ملتونه: د ښځو رواني او ټولنیز ملاتړ د طبیعي پېښو د اغېزو په کمولو کې مهم رول لري
100%

د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق (یو این ایف پي ای) وایي، د بېړنیو او بحراني حالاتو پر مهال ښځو ته د رواني او ټولنیز ملاتړ برابرول د طبیعي پېښو د منفي اغېزو په کمولو او د هغوی د ژوند د بېرته رغېدو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

یاد بنسټ د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۱مه، په یوه راپور کې ویلي چې په طبیعي پېښو ځپلو سیمو کې ښځې د سختو پېښو تر تجربه کولو وروسته جدي رواني او ټولنیزو مرستو ته اړتیا لري.

د راپور له مخې، په بغلان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله یو شمېر ښځې له شدیدې اندېښنې، رواني فشارونو او د ورځنیو چارو د ترسره کولو له ستونزو سره مخ شوې دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق ویلي چې د خپلو ملاتړیزو مرکزونو له لارې یې زیانمنو ښځو ته لومړنۍ رواني مرستې، مشورې او د ذهني فشار د مدیریت په اړه روزنیز خدمات وړاندې کړي دي.

دغه بنسټ زیاته کړې چې د رواني مشورو ترڅنګ یې د زیانمنو ښځو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړینې مرستندویه بستې هم وېشلې دي.

دوی ټینګار کړی چې د طبیعي پېښو له امله اغېزمنو ښځو ته پر وخت رواني، ټولنیز او بشري ملاتړ د هغوی د هوساینې او د عادي ژوند د بېرته پیل لپاره حیاتي ارزښت لري.

طالبانو له روسي او قزاق پانګوالو د اوسپنې په صنعت کې د پانګونې غوښتنه وکړه

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۱۲ GMT+۱
طالبانو له روسي او قزاق پانګوالو د اوسپنې په صنعت کې د پانګونې غوښتنه وکړه
100%

د روسیې او قزاقستان یوه ګډ سوداګریز پلاوي د طالبانو په ولکه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشر سره په کتنه کې ویلي، په افغانستان کې یې پانګونې ته لېوالتیا زیاته شوې ده. د سوداګرۍ خونې له یاد پلاوي وغوښتل، چې د اوسپنې د وېلي کولو او پروسس کارخونو په جوړولو کې هم پانګونه وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې خونې مشرتابه پلاوي د روسیې فدراسیون او قزاقستان له ګډ سوداګریز پلاوي سره په کتنه کې د افغانستان د مسو، اوسپنې، سرو زرو، کرومایټ، قیمتي ډبرو او د نادرو عناصرو د سترو زېرمو یادونه وکړه او له روسي او قزاقي شرکتونو یې وغوښتل: «نه یوازې د کان کيندنې، بلکې د اوسپنې د وېلي کولو او پروسس فابریکو په جوړولو کې هم پانګونې وکړي».

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رييس سید کریم هاشمي زیاته کړه، چې په لومړي ګام کې باید د دواړو لورو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري پراخه شي او د سوداګرۍ د حجم زیاتوالي، د سوداګریزو خنډونو کمولو، سوداګرو ته د ویزو د اسانتیا، د (B2B) غونډو د جوړولو او د شرکتونو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.

هاشمي څرګنده کړه: «افغانستان چمتو دی خپل لوړ کیفیت لرونکي محصولات، لکه تازه او وچه مېوه، زعفران، ځڼغوځي، طبي بوټي، غالۍ او قیمتي ډبرې د روسیې او قزاقستان بازارونو ته صادر کړي. نوموړي همدارنګه د روسیې او قزاقستان څخه د نفتي توکو، غلو دانو، نباتي غوړیو، خوراکي موادو، صنعتي ماشین‌الاتو، ودانییزو تجهیزاتو، فولادو، کیمیاوي سرې، ټکنالوجۍ او خامو موادو د واردولو په برخه کې د افغانستان لېوالتیا څرګنده کړه».

د روسیې د داغستان د صادراتو رييس ارسین غمزه توف او نورو روسي سوداګرو او پانګوالو وویل، چې په دې وروستیو کې یې په افغانستان کې د پانګونې لپاره لېوالتیا لا زیاته شوې او د دغه پلاوي په وینا، له سلو ډېرو روسي سوداګرو او پانګوالو افغانستان ته د سفر لېوالتیا ښودلې، څو له افغان سوداګرو او پانګوالو سره د لویو سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې وکړي.