• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

يونسیار استازی: ګاونډي او اروپايي هېوادونه باید د افغانانو جبري ستنول ودروي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۴۹ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال ویلي، افغان کډوال باید یوازې هغه وخت خپل هېواد ته ستانه شي چې د خوندي او باعزته ژوند شرایط ورته برابر وي.

عرفات جمال ویلي، افغانستان له سخت بشري وضعیت سره مخ دی او دا وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. د هغه په وینا، له ۲۰۲۳ کال راهیسې له اووه میلیونو ډېر افغانان هېواد ته ستانه شوي چې یوازې سږ کال یې شاوخوا یو میلیون کسان له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي دي.

هغه زیاته کړې، ستنېدونکي داسې هېواد ته راځي چې امنیت پکې شته، خو اقتصادي وضعیت یې کمزوری دی. د نوموړي په وینا، د افغانستان اقتصاد د کمزورۍ پر لور روان دی او د تېر کال پر مهال د هر وګړي د عاید د ودې کچه هم نږدې څلور سلنه راټیټه شوې ده.

دې استازي ویلي، افغانستان د بندو پولو او اقتصادي محدودیتونو له امله د دومره لوی شمېر ستنېدونکو د منلو توان نه لري. هغه یادونه کړې چې له پاکستان سره ډيورنډ کرښه تر ډېره تړلې او د ایران پر پوله هم وضعیت بې‌ثباته دی.

عرفات جمال د ښځو او نجونو وضعیت هم د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، په افغانستان کې نجونې له ۱۲ کلنۍ وروسته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري او د ښځو پر ژوند سخت ټولنیز او اخلاقي محدودیتونه لګېدلي دي.

هغه له حکومتونو غوښتي چې خبریالان، د ښځو د حقونو فعالان، ورزشکاران او نور هغه افغانان چې د خطر سره مخ دي، په زوره افغانستان ته ونه باسي.

عرفات جمال ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغانانو ساتنې ته دوام ورکړي او ګاونډي هېوادونه او اروپايي هېوادونه باید د هغو افغانانو جبري ستنول ودروي چې ژوند یې له خطر سره مخ دی.

د هغه په وینا، ملګري ملتونه هڅه کوي چې د ستنېدونکو افغانانو د بېرته مېشتېدو او د ژوند د ثبات لپاره لازم ملاتړ برابر کړي.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی
۱

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی

۲

یو شمېر هېوادوال: طالبان له نړۍوالو د مرستو ترلاسه کولو لپاره پر نشو شکمن کسان هم نیسي

۳

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۴

ملګري ملتونه: په افغانستان کې په یوه کال کې تر ۷۰۰ ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي

۵

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه

•
•
•

نور خبرونه

د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته؛ پاکستان ته کډه شوي افغانان یو وار بیا د بې‌ځایه کېدو له ګواښ سره مخ دي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۳۳ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته زرګونه افغان کورنۍ پاکستان ته کډه شوې؛ خو اوس د دغه کورنیو ډېری غړي د دویم ځل لپاره د بې‌ځایه کېدو له ګواښ سره مخ دي.

دغه کورنۍ په لومړي سر کې د پنجاب په بېلابېلو ښارونو کې مېشتې شوې؛ خو د پولیسو د عملیاتو او نیونو له وېرې وروسته پېښور ته کډه شوې دي. خو اوس په پېښور کې هم د ورته عملیاتو له امله له ناڅرګند وضعیت سره مخامخ دي.

د پاکستان حکومت له‌خوا د افغان کډوالو پرضد په ټول هېواد کې عملیات روان دي. د دغه عملیاتو په ترڅ کې د راولپنډۍ، اوکاړې، ساهیوال، بهاولپور او د پنجاب له نورو ښارونو څخه سلګونه افغانان نیول شوي او د خیبر پښتونخوا له لارې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
د همدې وېرې له امله ګڼو کورنیو پنجاب پرېښود او پېښور ته په دې هیله تللې، چې هلته به لږترلږه په لنډمهالي ډول خوندي ځای ومومي؛ خو اوس په پېښور کې هم د نیونو او پلټنو لړۍ چټکه شوې ده.

له بهاولپور نه پېښور ته د یوې ستنې شوې کورنۍ مشر نورالله وایي، چې په ۲۰۲۱کال کې له کابل نه پاکستان ته وتښتېدل او په لومړي سر کې په بهاولپور کې مېشت شول. د هغه په وینا؛ کله چې په بهاولپور کې د کورونو د مالکانو او افغان کرایه‌دارانو پرضد عملیات پیل شول، اړ شو چې په یوه شپه کې خپل کور پرېږدي.
نورالله وایي، خلکو ورته ویلي و چې په پېښور کې وضعیت نسبتا ښه دی او د نیول کېدو ګواښ کم دی؛ خو د څو اوونیو په تېرېدو سره دلته هم پولیسو د دوی په سیمه کې د لټون او د اسنادو د ارزونې عملیات پیل کړي. هغه زیاتوي، چې اوس نه پوهېږي کوم ځای ته ولاړ شي ځکه د پاکستان په هېڅ برخه کې ځان خوندي نه احساسوي.

ساهیوال نه پېښور ته راغلې یوې افغان مېرمنې فریدې (مستعار نوم) وویل، مېړه یې په پنجاب کې د عملیاتو پرمهال نیول شوی او له همدې امله یې کورنۍ اړه شوه چې ژر تر ژره پېښور ته کډه شي.
د دوی ماشومان تراوسه دوه ځلې له زده‌کړو بې‌برخې شوي او اوس په پېښور کې هم د ښوونځي د شاملېدو برخلیک یې ناروښانه دی؛ ځکه د روانو عملیاتو له امله د رسمي ثبت او راجسټر کېدو څخه ډډه کوي.
هغې وویل، د پاکستان له حکومته یې یوازینۍ غوښتنه دا ده چې لږترلږه د ماشومانو د زده‌کړو او د کورنیو د یو ځای پاتې کېدو لپاره یوه باعزته حل‌لاره ومومي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدی وایي، چې له ۲۰۲۳کال راهیسې تراوسه تر ۲.۵ مېلیونه ډېر افغانان له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د بشري حقونو سازمانونو په وار، وار خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو پرضد ناڅاپي او پراخ عملیات په ځانګړي ډول پر ښځو او ماشومانو سختې رواني، ټولنیزې او اقتصادي اغېزې پرېږدي.

له پاکستان څخه د کډوالو د جبري اېستنې پرېکړې افغانان اندېښمن کړي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۰۳ GMT+۱
100%

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د ګلګت او کشمېر په ګډون ټولو ایالتونو ته امر کړی، چې سر له سبا د بې‌اسنادو افغانانو د یو مخیزې نیونې بهیر پیل کړي. دغې پرېکړې درېیمو هېوادونو ته په تمه افغانان سخت اندېښمن کړي او د کډوالو عالي کمېشنري پر خپله خوښه ستنېدنې ټينګار لري.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د ګلګت بلتستان، خیبر پښتونخوا او د دغه هېواد تر ولکې لاندې کشمیر په ګډون ټولو ایالتونو ته امر کړی، چې سر له سبا (جمعه د چنګاښ ۱۹- د جولای ۱۰مه) د بې‌اسنادو افغانانو د یو مخیزې نیونې بهیر پیل کړي.

100%
د افغانانو د نیولو په تړاو د پاکستان مکتوب

د پاکستان دغه امر په دغه هېواد کې مېشت افغانان او په ځانګړې توګه هغه افغانان چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته دغه هېواد ته د لنډ مهالي پناه اخیستنې لپاره راغلي او درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي، سخت اندېښمن دي.

یو شمېر دغه افغانان افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې افغانستان ته په بیا ستنېدنې سره یې له نورو ستونزو سربېره ژوند ته خطر دی او دوی د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ او د پاکستان له حکومت څخه غواړي، چې پر خپلې دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي.

دوی وايي، چې پاکستان ته د دایمي اوسېدونې لپاره نه‌دي راغلي او دمګړۍ یې په نورو هېوادونو کې د پناه‌غوښتنې کېسونه روان دي او د چارو په بشپړېدو سره به یادو هېوادونو ته لاړ شي.

دوی زیاتوي، خپلو هېوادونو ته د هغو کسانو لېږل چې هلته یې ژوند له خطر سره مخ وي د کډوالو په تړاو د نړۍوالو قوانینو، کنوانسیونونو او اصولو خلاف چاره ده.

یو له دغو کسانو د هویټ د پټ ساتلو په شرط افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل: «زه د جمهوري نظام پر مهال یو مهم نظامي افسر وم. د طالبانو په بیا راتګ سره د خپل او خپلې کورنۍ د ژوند ژغورنې لپاره پاکستان ته راغلم. خو هر کله چې دلته امنیتي وضعیت او یا هم له طالبانو سره یې اړیکې خرابې شي، نو پر افغانانو ظلم او همداراز شړل یې پیلېږي».

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال له اګست میاشتې راهیسې د افغانانو د ویزو د تمدید بهیر په ټپه درولی او په دې سره د ډېریو افغانانو د ویزو موده پایته رسېدلې ده. یاد افغان زیاتوي: «موږ هم غواړو چې دلته [پاکستان کې] په قانوني توګه ژوند وکړو، خو پاکستان د ویزو د تمدیدولو پروسه درولې ده. که دغه پروسه شروع شي، نو اول کس به یم چې خپله ویزه به تمدید کړم».

یو بل افغان خبریال د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، سره له دې چې د جولای د لسمې له ضرب‌الاجل مخکې هم د پولیسو له لوري د افغانانو د ځورونې او نیولو بهیر دوام درلود، خو سباني عملیات ډېری افغانان سخت اندېښمن کړي دي.

هغه زیاتوي: «هسې هم پولیسو هره ورځ افغانان ځورول او نیول. ځینې یې د پیسو په بدل کې خوشې کول او ځینو چې پیسې نه‌درلودې نو حاجي کمپ ته به یې لېږداوه او له هغه ځایه به یې افغانستان ته په جبر سره استاوه. خو د کورنیو چارو وزارت اوسنی مکتوب چې نشر شوی ښايي دا ځل د افغانانو د نیونې عملیات پراخ وي او دغې چارې موږ ټول سخت ویرولي یو او پر دې نپوهېږو چې چېرې لاړ شو».

100%
د پاکستان د پولیسو له لوري د افغانانو د نیولو بهیر

له دې سره سم، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري پر خپل پخواني دریځ ولاړه ده او له پاکستان حکومت څخه غواړي چې د بیا ستنېدنې بهیر باید په خپله خوښه وي او له زور او جبر څخه کار وانه‌خیستل شي.

100%
په اسلام‌اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي

په اسلام‌اباد کې د دغې کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې زیاته کړه، په افغانستان کې د نظام له بدلون سره د خبریالانو او پخوانیو نظامیانو په ګډ،و شاوخوا ۶۰۰ زره افغانان د دوی په وینا له ګواښونو د خوندینې لپاره پاکستان ته راغلي: «دوی ته د تحفظ ضرورت دی».

قیصر اپریدي وايي: «موږ له شروع څخه همدا وایو چې پاکستان له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې د افغانانو مېلمه پالنه کړې او اوس هم باید دغه بهیر او ملاتړ ته دوام ورکړي. کله چې په افغانستان کې حالات سم شي نو بیا که څوک په خپله خوښه ځي تللی شي».

نوموړي زیاته کړه: «موږ [د پاکستان] له حکومتي چارواکو سره په کتنو کې دا زور راوړو چې دغو خلکو ته پکار ده چې سهولت برابر شي او د ستنېدنې بهیر باید په رضا، باعزته او په خپله خوښه وي».

هغه خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې له ګواښ سره مخ افغانان د اېستنې په صورت کې به بیاځلي پاکستان ته راشي، ځکه هلته د دوی په وینا، ژوند یې له ګواښ سره مخ دی. نوموړي همداراز څرګنده کړه: «موږ دا وایو دغه وخت چې دغه خلک [افغانان] په زوره لیږلی کېږي، نو کېدای شي هغوی بیا راشي او بیا به همدا ستونزې وي. د واپسۍ پروسه باید رضاکارانه وي».

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغانان د ملګرو ملتونو د کډوالو پر عالي کمېشنرۍ هم نیوکې لري، چې درېیمو هېوادونو ته یې د دوسیو بهیر ډېر ټکنی دی او دوی له کلونو راهیسې په تمه دي، خو لا تر اوسه درېیمو امنو هېوادونو ته نه‌دي استول شوي.

په اسلام‌اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي په دې تړاو وايي، په ۲۰۲۲، ۲۳ او ۲۴ کلونو کې د کډوالو منونکو له لوري دغې کمېشنرۍ ته ډېره سهمیه ورکول کېده خو اوس یاد هېوادونه هم ډېر کم کډوال منلو ته زړه ښه کوي. نوموړی زیاتوي: «په ۲۰۲۲، ۲۳، او ۲۴ کلونو کې د کډوالو منونکو هېوادونو سهمیه زرګونه وو، خو اوس ډېر کم دی او دغه شمېر سلګونو ته راټيټ شوی دی. موږ هم جدي کېسونو ته لومړیتوب ورکوو».

له دې ټولو سره سره، ښايي سر له سبا (جمعه د چنګاښ ۱۹مه د جولای ۱۰مه) په ټول پاکستان کې د بې‌اسنادو افغانانو د نیونې بهیر پیل شي او د صادر شوي امر پر بنسټ به هر بې‌‌اسناده افغان سملاسي نیول کېږي او په چټکۍ سره به افغانستان ته لیږدول کېږي.

100%

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د رییس‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وړمه ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو په چارو کې عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د یاد سازمان د پراختیایي پروګرام (UNDP) مسوولینو سره په کتنه کې وویل، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څه باندې ۸ میلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.