طالبانو په بنګلهدېش کې د سېلابونو له امله پر اوښتو تلفاتو خواخوږي ښودلې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د بنګلهدېش په سویل ختیځو سیمو او پلازمېنه ډاکه کې د ورښتونو او ویجاړوونکو سېلابونو له امله د اوښتې مرګژوبلې په تړاو د بنګلهدېش له حکومت، ولس او قربانیانو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
