خالد حنفي: په هرات کې د ښځو د نیولو او زنداني کولو راپورونه د استخباراتي کړیو تبلیغات دي

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي په هرات ولایت کې د ښځو د نیولو راپورونه رد کړل او هغه یې تبلیغات وبلل. هغه هرات ته د سفر په ترڅ کې له دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په ناسته کې ویلي: «استخباراتي کړیو افواهاتو ته مخه کړې او وایي، چې امر بالمعروف ښځې بندیانوي».
