د طالبانو لوی درستیز: فاتح د نظام مخالف نهدی او د نیولو هڅه یې نهده شوې

د طالبانو لوی درستیز فصیحالدین فطرت وایي، د یادې ډلې ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح د نظام پر وړاندې نهدی درېدلی او د طالبانو حکومت هم د هغه د نیولو هڅه نهده کړې.

د طالبانو لوی درستیز فصیحالدین فطرت وایي، د یادې ډلې ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح د نظام پر وړاندې نهدی درېدلی او د طالبانو حکومت هم د هغه د نیولو هڅه نهده کړې.
فطرت له یوې سیمهییزې رسنۍ سره په مرکه کې هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې فاتح له طالبانو سره په مخالفت کې دی. نوموړي دغه راپورونه تبلیغات بللي او ویلي یې دي، چې د مخالفو رسنیو له لوري خپرېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل ته باوري سرچینو د جمعهخان فاتح او د طالبانو د مشرۍ ترمنځ د اختلاف او کړکېچ خبر ورکړی و. د دغه سرچینو په وینا؛ فاتح د ملا هبتالله د فرمان له مخې له دندې ګوښه شوی و او له همدې امله له رهبرۍ ناراضي شوی و.
د وروستیو راپورونو له مخې؛ فاتح له څو اوونیو اختلافاتو وروسته د طالبانو د لوی درستیز فصیحالدین فطرت په تضمین فیضاباد ته تللی و او له طالب چارواکو سره تر خبرو وروسته بېرته نسۍ ولسوالۍ ته ستون شوی دی.
که څه هم طالبانو د جمعهخان فاتح او د یادې ډلې د رهبرۍ ترمنځ د اختلافاتو راپورونه رد کړي؛ خو افغانستان انټرنشنل ته باوري سرچینې لاهم د فاتح او د طالبانو ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو خبرونه ورکوي.

وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د روان کال لپاره د افغانستان نفوس ۴۸،۶ مېلیونه اټکل کړ، د طالبانو د احصایې او معلوماتو اداره وایي چې نړۍوال بنسټونه د بهرنیو مرستو د جذب په موخه د افغانستان د وګړو شمېر لوړ ښيي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان اوسنی نفوس ۳۷،۲ مېلیونه دی، چې ۴۹ سلنه یې ښځې او ۵۱ سلنه یې نارینه دي. د یادې ادارې ویاند محمد حلیم رفیع وایي، ۱.۵ مېلیونه کسان کوچيان دي او شاوخوا ۸ مېلیونه افغانان له هېواده بهر کډوال شوي چې د روان کال په نفوسو کې نهدي شامل شوي.
نوموړي ویلي، ۷۰ سلنه افغانان په کلیوالو سیمو او ۲۶ سلنه نور په ښارونو کې ژوند کوي. د طالبانو د احصایې اداره د ملګرو ملتونو لهخوا خپرې شوې شمېرې ناسمې بولي او ادعا کوي، چې نړۍوال سازمانونه د مرستو ترلاسه کولو لپاره د افغانستان نفوس زیات ښيي.
بل لور ته د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د روان زېږدیز کال لپاره د افغانستان نفوس ۴۸،۶ مېلیونه اټکل کړی، چې د طالبانو د ادارې او پخوانیو اټکلونو پرتله لوړ دی.
د معلوماتو له مخې؛ له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو پراخه ستنېدنه د نفوس د اټکل د زیاتېدو یو مهم لامل بلل کېږي او دغه شمېرې اوس د بشري مرستو د پروګرامونو د پلان جوړونې لپاره کارول کېږي.
کارپوهان وایي، د نفوسو د شمېرو توپیر د محاسبې له طریقو سره تړاو لري. د دوی په وینا؛ اوچا د بشري مرستو د پلان لپاره په هېواد کې مېشت وګړي او راستانه شوي کسان حسابوي، خو د ملګرو ملتونو عمومي اټکلونه د زېږون، مړینې او کډوالۍ پر اوږدمهاله معلوماتو ولاړ وي.
دوی زیاتوي، چې په افغانستان کې د نفوسو د ثبت د یوه پراخ سیستم نشتوالی او د پولو له لارې د خلکو تګراتګ د کره شمېرو په برابرولو کې ستونزې رامنځته کوي.
په لوګر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست وایي، په دغه ولایت کې د کرومایټ شپږ کانونه شته چې دامهال د پنځو کانونو د کېندنې چارې د خصوصي شرکتونو لهخوا روانې دي. د یاد ریاست په وینا؛ د مس عینک کان پرته لوګر بېلابېل ۷۸ کانونه لري، چې له دې ډلې شپږ یې د کرومایټ دي.
په لوګر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس سیفالله حنفي ویلي، د «معدن بزرګ» په نوم د کرومایټ یو کان چې اوږدوالی یې شاوخوا ۳۲ کیلومتره دی، د لوړ کیفیت کرومایټو د استخراج وړتیا لري.
هغه همداراز ویلي، د کرومایټ ټول کانونه د قانوني اصولو او کړنلارو له مخې خصوصي شرکتونو ته د استخراج لپاره سپارل شوي دي. طالب چارواکي وایي، د دغه کانونو د کېندنې لپاره لازم امنیتي تدابیر هم نیول شوي دي.
په دغه کانونو کې د یوه خصوصي شرکت انجنیر محمدشریف وایي، د لوګر کرومایټ لوړ کیفیت لرونکی دی او د نړۍوال بازار معیارونه پوره کوي. کرومایټ هغه منرال دی، چې د فولادو د تولید، سټینلس سټیل، کروم فلز، کیمیاوي موادو او فلزي صنایعو په جوړولو کې ترې پراخه ګټه اخیستل کېږي. د لوړ کیفیت کرومایټ په نړۍوال بازار کې د پام وړ اقتصادي ارزښت لري.
د نړۍوال بازار د معلوماتو له مخې؛ د یو ټن ناپروسس شوي کرومایټ بیه شاوخوا ۲۰۰ امریکایي ډالرو ته رسېږي. تر دې وړاندې طالبانو خبر و کړی و، چې د یوه خصوصي شرکت لهخوا په لوګر کې د کرومایټ ډبرو د شاوخوا یو مېلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د پروسس فابریکه پرانیستل شوې چې هره ورځ د نږدې ۵۰۰ ټنه کرومایټ ډبرو د پروسس وړتیا لري.
له پاکستان نه د افغان کډوالو د اېستلو عملیاتو له پیل سره هممهاله یوشمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د کورونو مالکانو ترې غوښتي چې ژر تر ژره د دوی کورونه تش کړي. دوی وایي، نه پوهېږي چېرته ولاړ شي؛ ځکه د اوسېدو لپاره د نوي کور موندل اوس یو له ستونزمنو چارو ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت لهخوا افغانانو ته ورکړل شوی ضربالاجل د جمعې په ورځ پای ته ورسېد او ورسره هممهاله په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو پرضد عملیات پیل شول.
یو افغان کډوال افغانستان انټرنشنل ته وایي، چې د کور مالک ورته تېره ورځ ویلي چې باید ژر تر ژره کور خالي کړي. هغه زیاتوي، چې نه پوهېږي چېرته ولاړ شي، ځکه هر ځای له ورته ستونزې سره مخ کېږي او بېاسناده افغانانو ته کورونه نه ورکول کېږي.
هغه همداراز وایي، د امنیتي ګواښونو له امله افغانستان ته د ستنېدو توان نهلري. د نوموړي په خبره؛ تر دې مخکې له یوه ملګري سره اوسېده، خو اوس په بلاکونو کې بې ویزې څوک کور نهشي نیولی او په نورو ځایونو کې جرهګانو ته څوک کورونه نهورکوي.
ورته مهال د پاکستان حکومت ټولو امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې، هر افغان وګړی چې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري؛ باید سملاسي ونیول شي. دغه لارښوونې د ګلګت بلتستان، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او اسلاماباد په ګډون د بېلابېلو ښارونو ادارو ته استول شوې دي.
د پاکستان دغه پرېکړې هغو افغانانو ته چې درېیمو هېوادونو ته د لېږد په تمه دي؛ جدي اندېښنې راولاړې کړې دي. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري بیا ټینګار کوي، چې د کډوالو ستنېدل باید یوازې په خپله خوښه ترسره شي.
یلدا (مستعار نوم) چې په کوټه کې ژوند کوي وایي، له هغه وخت راهیسې چې د یادې پرېکړې خبر خپور شوی؛ خلک په وېره کې دي. د هغې په وینا؛ که څه هم په کوټه کې لاهم عملیات په پراخه کچه نهدي پیل شوي، خو خلک اندېښنه لري چې ښایي هر وخت پر کورونو چاپې پیل شي. په پېښور کې مېشتو یو شمېر افغانانو هم افغانستان انټرنشنل پښتو ته د جبري اېستلو او ستنولو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان لکه پخواني امنیتي سرتېري، د ښځو او بشري حقونو فعالان او خبریالان د امنیتي ګواښونو له امله پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي دي.
یوشمېر نور بیا ځکه پاکستان ته تللي، چې د درېیمو هېوادونو د کډوالۍ دوسیې یې له اړوندو سفارتونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره ثبت دي. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼو هېوادونو په افغانستان کې خپلې دیپلوماتیکې استازولۍ وتړلې او له همدې امله ډېری افغانان اړ شوي، چې د خپلو کډوالۍ اړوند چارو د څار لپاره پاکستان ته ولاړ شي.
د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو په وار، وار د افغان کډوالو د جبري ستنولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له پاکستان نه یې غوښتي چې نړۍوالو ژمنو ته درناوی وکړي. خو د پاکستان حکومت وایي، د ترهګرۍ د ګواښونو د مخنیوي لپاره بهرني وګړي، په ځانګړي ډول افغانان له دغه هېواده باسي.
له ضربالاجل وروسته پاکستاني پولیسو د هغو کورونو یوشمېر مالکان هم نیولي وو، چې افغانانو ته یې کورونه او هټۍ په کرایه ورکړې وې؛ خو وروسته یې د خبرداري له ورکولو سره خوشې کړل. پولیسو خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته به هېڅوک د قانون خلاف افغان وګړو ته کورونه او یا سوداګریز ځایونه په کرایه ورنه کړي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال ویلي، افغان کډوال باید یوازې هغه وخت خپل هېواد ته ستانه شي چې د خوندي او باعزته ژوند شرایط ورته برابر وي.
عرفات جمال ویلي، افغانستان له سخت بشري ناورین سره مخ دی او وضعیت یې ورځ تر بلې کړکېچن کېږي. د هغه په وینا؛ له ۲۰۲۳کال راهیسې له اووه مېلیونه ډېر افغانان دغه هېواد ته ستانه شوي او یوازې په روان کال کې شاوخوا یو مېلیون کسان له پاکستان او ایران نه افغانستان ته بېرته تللي دي.
په داسې حال کې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت لهخوا افغانانو ته ورکړل شوی ضربالاجل پای ته رسېدلی او ورسره هممهاله په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو پرضد عملیات پیل شوي، د نورو کډوالو ترڅنګ یې افغان نرښځې هم له سختې وېرې او بېباورۍ سره مخ کړې دي.
د سویټي په نوم (مستعار نوم) یو افغان نرښځې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې د خپل ژوند ژغورلو لپاره پاکستان ته پناه راوړه؛ خو اوس د پاکستان د حکومت د روانو عملیاتو له امله له ناروښانه برخلیک سره مخ ده.
هغه وایي، پاکستان اعلان کړی و چې د جولای تر ۱۰مې وروسته به د افغان کډوالو پرضد سخت عملیات پیل کړي او اوس دغه عملیات په عملي ډول پیل شوي دي. سویټي زیاته کړه، د یوه عادي افغان کډوال لپاره ښايي هېواد ته ستنېدل تر یوه بریده اسانه وي؛ ځکه کورنۍ او خپلوان یې ورسره وي، خو د نرښځو لپاره دغه چاره ډېره سخته ده.
هغه وایي، په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې نه منل کېږي او که بېرته هېواد ته ستنه شي؛ نو له جدي ګواښونو، زنداني کېدو، شکنجې او حتی د مرګ له ګواښ سره به مخ شي.
هغې وویل: «که افغانستان ته ولاړ شو، نو له چا سره به ژوند وکړو؟ نه مو کورنۍ منلو ته چمتو ده او نه هم طالبان اجازه راکوي، چې د خپلې پېژندنې او مسلک له مخې ژوند وکړو». د نوموړې په وینا؛ دوی له دوو کلونو راهیسې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره ثبت دي، خو لا یې هم ځواب نهدی ترلاسه کړی.
هغې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان نرښځو ملاتړ وکړي او هغوی ته د پناه ورکولو زمینه برابره کړي؛ ځکه افغانستان ته ستنېدل د دوی د ژوند لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي. سویټي وویل، په پاکستان کې هم افغان نرښځې د کور په کرایه کولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي؛ ځکه ډېری د کورونو مالکان نه غواړي هغوی ته کورونه په کرایه ورکړي، نو له همدې امله دوی اړ شوي، چې د پاکستاني نرښځو ټولنې له غړو سره ګډ ژوند وکړي.
هغه وایي: «موږ د پاکستاني نرښځو ترڅنګ ژوند کوو؛ ځکه هېڅوک موږ ته کور نه راکوي. اوس چې عملیات سخت شوي وېره لرو، چې همدا لږه پناه هم له لاسه ورکړو». د بشري حقونو فعالان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي، چې افغان نرښځې له تبعیض سره مخ دي؛ له یوې خوا په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د دوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی او له بلې خوا په پاکستان کې د بېاسناده کډوالو په توګه د نیول کېدو او د جبري اېستلو له ګواښ سره مخامخ دي.
فعالان د پاکستان له حکومته غواړي، چې له دغه کډوالو سره انساني چلند وکړي؛ د دوی اساسي حقونه خوندي کړي او د هغوی لپاره د قانوني استوګنې مناسب مېکانیزم برابر کړي. د دوی په وینا؛ ډېری افغان نرښځې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د خوندي ژوند په هیله پاکستان ته راغلي وو، خو اوس د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
د ترکیې پولیسو اعلان کړی چې د دغه هېواد په بولو ښار کې یې ۲۰ افغان کډوال، چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه لرل، نیولي دي. پولیسو همداراز ویلي چې درې کسان یې د کډوالو د قاچاق په تور هم نیولي دي.
د ترکیې پولیسو ویلي، نیول شوي افغان کډوال به د اداري مراحلو له بشپړېدو وروسته د بولو ښار د کډوالۍ ادارې ته وسپارل شي، څو له ترکیې څخه د ایستلو بهیر یې بشپړ شي.
ترکیې په وروستیو میاشتو کې د هغو بېاسناده کډوالو، په ځانګړي ډول د افغانانو، د نیولو او بېرته ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.
تر دې وړاندې د ترکیې د کډوالۍ ادارې ویلي وو، چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۹ زره او ۵۷۴ افغان کډوال نیول شوي دي.
د یادې ادارې د شمېرو له مخې، افغانان په ترکیه کې د نیول شویو بېاسناده کډوالو د شمېر له پلوه د ټولو هېوادونو د وګړو په سر کې ځای لري.