د جبري ستنولو دوام؛ د خیبر بښتونخوا له کوهاټ نه تر ۱۲زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي

د پاکستان حکومت لهخوا د ټاکل شوي ضربالاجل له پای ته رسېدو وروسته د خیبر بښتونخوا په کوهاټ ولسوالۍ کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر چټک شوی. د ځایي چارواکو په وینا؛ د ولسوالۍ له بېلابېلو پنډغالو مېشت ۱۲زره او ۲۰۸ افغان کډوال افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي.
