• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کاناډا کې مېشتو افغانانو د شاپور ځدراڼ او عبدالاحد مومند د فاتحې مراسم ترسره کړل

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۱۰ GMT+۱

په کاناډا کې مېشتو افغانانو د شاپور ځدراڼ او عبدالاحد مومند فاتحه او د ګېله‌من وزیر او مولانا خانزېب د لومړي تلین مراسم ترسره کړل. په یادو مراسمو کې د دغه څلورو شخصیتونو پر مبارزو، شخصي ژوند، د ټولنې پر وېښتیا، لاسته راوړونو او خدمتونو خبرې شوې دي.

یاده غونډه د کاناډا د کلګري ښار په جینیسس کې د افغان مېشتو ځوانانو، قومي مشرانو، فرهنګ‌پالو، مېرمنو او زیات شمېر ګډونوالو له‌خوا ترسره شوه. د غونډې جوړونکي‌ وايي: «دغه غونډه د ملي یووالي، درناوي او خواخوږۍ په فضا کې د څلور واړو شخصیتونو د یاد او فاتحې لپاره جوړه شوې وه».

ویناوالو د ټولنې په وېښتیا کې د مولانا خانزېب پر رول، د ګېله‌من وزیر پر مبازرې، شاعرۍ او پښتنو ته پر حق غوښتلو، د عبدالاحد مومند پر علمي لاسته راوړنو، ستړیا او خدمتونو او د شاپور ځدراڼ پر لوبیز ژوند، ورزشي هڅو او خدمتونو خبرې وکړې.

د غونډې ویناوالو ټینګار کړی: «هېواد د دغه علمي، فرهنګي، ټولنیزو او ورزشي شخصیتونو خدمتونه به د افغان ولس په تاریخي حافظه کې د تل لپاره پاتې وي». هغوی د ملي یووالي، سولې، علم، عدالت او د هېواد پرمختګ پر ارزښتونو هم ټینګار وکړ.

په غونډه کې د یادو شخصیتونو قربانۍ او مبارزه هم وستایل شوه. په غونډه کې د دعا او فاتحې مراسم هم ترسره شول.

ترویج لرونکی

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي
۱

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۲

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

۳

طالبانو د شرکتونو، روغتونونو او افرادو پر عوایدو د مالیاتو کمولو اعلان کړی

۴

په هرات کې د طالبانو محدودیتونو بازارونه او اقتصادي فعالیتونه ساړه کړي

۵

طالب ډېپلوماټ: افغانستان داخلي اتحاد او نړۍ سره له ټکره ژغورل غواړي

•
•
•

نور کیسې

نصیراحمد فایق: د قانون د نشتوالي له امله په افغانستان کې جنایي جرمونه زیات شوي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۵۷ GMT+۱
نصیراحمد فایق: د قانون د نشتوالي له امله په افغانستان کې جنایي جرمونه زیات شوي
100%

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق وایي، په افغانستان کې د جنایي جرمونو وروستی زیاتوالی د قانون حاکمیت نشتوالي، د عدلي او قضایي نظام کمزورتیا او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د معافیت فرهنګ پراخېدو پایله ده.

نوموړي دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۲مه) پر اېکس‌پاڼه په یوه خپور کړي پیغام کې کړې دي. فایق ویلي، یوازې د جګړې پای ته رسېدل د امنیت معنا نه‌لري؛ بلکې ریښتینی امنیت هغه دی چې خلک له وېرې پرته ژوند وکړي.

د هغه په وینا؛ افغانستان نن تر بل هر وخت له داسې امنیت څخه بې‌برخې دی او ښځې، ماشومان او نور بې‌دفاع وګړي ترټول ډېره د دغه وضعیت له امله زیانمن شوي. هغه زیاتوي، د مرموزو وژنو، جنسي تېریو، انسان‌تښتونو، خپل‌سرو اعدامونو، جبري ودونو او نورو جنایي جرمونو د پېښو زیاتوالی د قانون حاکمیت نشتوالي، د عدلي نظام کمزورتیا او د معافیت فرهنګ مستقیمه پایله ده.

فایق ټینګار کړی، چې ریښتینی امنیت یوازې د جګړو په نشتوالي نه ټینګېږي؛ بلکې هغه وخت رامنځته کېږي چې وګړي د قانون حاکمیت، عدالت او حساب‌ورکونې په رڼا کې د وژنې، جنسي تېري، انسان‌تښتونې او هر ډول تاوتریخوالي له وېرې پرته ژوند وکړای شي.

د طالبانو لوی درستیز: فاتح د نظام مخالف نه‌دی او د نیولو هڅه یې نه‌ده شوې

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۴۹ GMT+۱
د طالبانو لوی درستیز: فاتح د نظام مخالف نه‌دی او د نیولو هڅه یې نه‌ده شوې
100%

د طالبانو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت وایي، د یادې ډلې ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح د نظام پر وړاندې نه‌دی درېدلی او د طالبانو حکومت هم د هغه د نیولو هڅه نه‌ده کړې.

فطرت له یوې سیمه‌ییزې رسنۍ سره په مرکه کې هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې فاتح له طالبانو سره په مخالفت کې دی. نوموړي دغه راپورونه تبلیغات بللي او ویلي یې دي، چې د مخالفو رسنیو له لوري خپرېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل ته باوري سرچینو د جمعه‌خان فاتح او د طالبانو د مشرۍ ترمنځ د اختلاف او کړکېچ خبر ورکړی و. د دغه سرچینو په وینا؛ فاتح د ملا هبت‌الله د فرمان له مخې له دندې ګوښه شوی و او له همدې امله له رهبرۍ ناراضي شوی و.

د وروستیو راپورونو له مخې؛ فاتح له څو اوونیو اختلافاتو وروسته د طالبانو د لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت په تضمین فیض‌اباد ته تللی و او له طالب چارواکو سره تر خبرو وروسته بېرته نسۍ ولسوالۍ ته ستون شوی دی.

که څه هم طالبانو د جمعه‌خان فاتح او د یادې ډلې د رهبرۍ ترمنځ د اختلافاتو راپورونه رد کړي؛ خو افغانستان انټرنشنل ته باوري سرچینې لاهم د فاتح او د طالبانو ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو خبرونه ورکوي.

طالبان وایي ملګري ملتونه د مرستو د جذب لپاره په افغانستان کې د وګړو شمېر لوړ ښيي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۳۴ GMT+۱
طالبان وایي ملګري ملتونه د مرستو د جذب لپاره په افغانستان کې د وګړو شمېر لوړ ښيي
100%

وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د روان کال لپاره د افغانستان نفوس ۴۸،۶ مېلیونه اټکل کړ، د طالبانو د احصایې او معلوماتو اداره وایي چې نړۍوال بنسټونه د بهرنیو مرستو د جذب په موخه د افغانستان د وګړو شمېر لوړ ښيي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان اوسنی نفوس ۳۷،۲ مېلیونه دی، چې ۴۹ سلنه یې ښځې او ۵۱ سلنه یې نارینه دي. د یادې ادارې ویاند محمد حلیم رفیع وایي، ۱.۵ مېلیونه کسان کوچيان دي او شاوخوا ۸ مېلیونه افغانان له هېواده بهر کډوال شوي چې د روان کال په نفوسو کې نه‌دي شامل شوي.

نوموړي ویلي، ۷۰ سلنه افغانان په کلیوالو سیمو او ۲۶ سلنه نور په ښارونو کې ژوند کوي. د طالبانو د احصایې اداره د ملګرو ملتونو له‌خوا خپرې شوې شمېرې ناسمې بولي او ادعا کوي، چې نړۍوال سازمانونه د مرستو ترلاسه کولو لپاره د افغانستان نفوس زیات ښيي.

بل لور ته د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د روان زېږدیز کال لپاره د افغانستان نفوس ۴۸،۶ مېلیونه اټکل کړی، چې د طالبانو د ادارې او پخوانیو اټکلونو پرتله لوړ دی.

د معلوماتو له مخې؛ له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو پراخه ستنېدنه د نفوس د اټکل د زیاتېدو یو مهم لامل بلل کېږي او دغه شمېرې اوس د بشري مرستو د پروګرامونو د پلان جوړونې لپاره کارول کېږي.

کارپوهان وایي، د نفوسو د شمېرو توپیر د محاسبې له طریقو سره تړاو لري. د دوی په وینا؛ اوچا د بشري مرستو د پلان لپاره په هېواد کې مېشت وګړي او راستانه شوي کسان حسابوي، خو د ملګرو ملتونو عمومي اټکلونه د زېږون، مړینې او کډوالۍ پر اوږدمهاله معلوماتو ولاړ وي.

دوی زیاتوي، چې په افغانستان کې د نفوسو د ثبت د یوه پراخ سیستم نشتوالی او د پولو له لارې د خلکو تګ‌راتګ د کره شمېرو په برابرولو کې ستونزې رامنځته کوي.

طالبان وایي په لوګر کې د کرومایټ ډبرو د پنځو کانونو د کېندنې چارې روانې دي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۵۱ GMT+۱
طالبان وایي په لوګر کې د کرومایټ ډبرو د پنځو کانونو د کېندنې چارې روانې دي
100%

په لوګر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست وایي، په دغه ولایت کې د کرومایټ شپږ کانونه شته چې دامهال د پنځو کانونو د کېندنې چارې د خصوصي شرکتونو له‌خوا روانې دي. د یاد ریاست په وینا؛ د مس عینک کان پرته لوګر بېلابېل ۷۸ کانونه لري، چې له دې ډلې شپږ یې د کرومایټ دي.

په لوګر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس سیف‌الله حنفي ویلي، د «معدن بزرګ» په نوم د کرومایټ یو کان چې اوږدوالی یې شاوخوا ۳۲ کیلومتره دی، د لوړ کیفیت کرومایټو د استخراج وړتیا لري.

هغه همداراز ویلي، د کرومایټ ټول کانونه د قانوني اصولو او کړنلارو له مخې خصوصي شرکتونو ته د استخراج لپاره سپارل شوي دي. طالب چارواکي وایي، د دغه کانونو د کېندنې لپاره لازم امنیتي تدابیر هم نیول شوي دي.

په دغه کانونو کې د یوه خصوصي شرکت انجنیر محمدشریف وایي، د لوګر کرومایټ لوړ کیفیت لرونکی دی او د نړۍوال بازار معیارونه پوره کوي. کرومایټ هغه منرال دی، چې د فولادو د تولید، سټینلس سټیل، کروم فلز، کیمیاوي موادو او فلزي صنایعو په جوړولو کې ترې پراخه ګټه اخیستل کېږي. د لوړ کیفیت کرومایټ په نړۍوال بازار کې د پام وړ اقتصادي ارزښت لري.

د نړۍوال بازار د معلوماتو له مخې؛ د یو ټن ناپروسس شوي کرومایټ بیه شاوخوا ۲۰۰ امریکایي ډالرو ته رسېږي. تر دې وړاندې طالبانو خبر و کړی و، چې د یوه خصوصي شرکت له‌خوا په لوګر کې د کرومایټ ډبرو د شاوخوا یو مېلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د پروسس فابریکه پرانیستل شوې چې هره ورځ د نږدې ۵۰۰ ټنه کرومایټ ډبرو د پروسس وړتیا لري.

پاکستان کې د کورونو مالکانو افغان کډوالو ته د کورونو پرېښودو خبرداری ورکړی

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۱۵ GMT+۱
پاکستان کې د کورونو مالکانو افغان کډوالو ته د کورونو پرېښودو خبرداری ورکړی
100%

له پاکستان نه د افغان کډوالو د اېستلو عملیاتو له پیل سره هم‌مهاله یوشمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د کورونو مالکانو ترې غوښتي چې ژر تر ژره د دوی کورونه تش کړي. دوی وایي، نه پوهېږي چېرته ولاړ شي؛ ځکه د اوسېدو لپاره د نوي کور موندل اوس یو له ستونزمنو چارو ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له‌خوا افغانانو ته ورکړل شوی ضرب‌الاجل د جمعې په ورځ پای ته ورسېد او ورسره هم‌مهاله په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو پرضد عملیات پیل شول.

یو افغان کډوال افغانستان انټرنشنل ته وایي، چې د کور مالک ورته تېره ورځ ویلي چې باید ژر تر ژره کور خالي کړي. هغه زیاتوي، چې نه پوهېږي چېرته ولاړ شي، ځکه هر ځای له ورته ستونزې سره مخ کېږي او بې‌اسناده افغانانو ته کورونه نه ورکول کېږي.

هغه همداراز وایي، د امنیتي ګواښونو له امله افغانستان ته د ستنېدو توان نه‌لري. د نوموړي په خبره؛ تر دې مخکې له یوه ملګري سره اوسېده، خو اوس په بلاکونو کې بې ویزې څوک کور نه‌شي نیولی او په نورو ځایونو کې جره‌ګانو ته څوک کورونه نه‌ورکوي.

 ورته مهال د پاکستان حکومت ټولو امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې، هر افغان وګړی چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري؛ باید سملاسي ونیول شي. دغه لارښوونې د ګلګت بلتستان، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او اسلام‌اباد په ګډون د بېلابېلو ښارونو ادارو ته استول شوې دي.

د پاکستان دغه پرېکړې هغو افغانانو ته چې درېیمو هېوادونو ته د لېږد په تمه دي؛ جدي اندېښنې راولاړې کړې دي. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري بیا ټینګار کوي، چې د کډوالو ستنېدل باید یوازې په خپله خوښه ترسره شي.

یلدا (مستعار نوم) چې په کوټه کې ژوند کوي وایي، له هغه وخت راهیسې چې د یادې پرېکړې خبر خپور شوی؛ خلک په وېره کې دي. د هغې په وینا؛ که څه هم په کوټه کې لاهم عملیات په پراخه کچه نه‌دي پیل شوي، خو خلک اندېښنه لري چې ښایي هر وخت پر کورونو چاپې پیل شي. په پېښور کې مېشتو یو شمېر افغانانو هم افغانستان انټرنشنل پښتو ته د جبري اېستلو او ستنولو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان لکه پخواني امنیتي سرتېري، د ښځو او بشري حقونو فعالان او خبریالان د امنیتي ګواښونو له امله پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي دي.
یوشمېر نور بیا ځکه پاکستان ته تللي، چې د درېیمو هېوادونو د کډوالۍ دوسیې یې له اړوندو سفارتونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره ثبت دي. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼو هېوادونو په افغانستان کې خپلې دیپلوماتیکې استازولۍ وتړلې او له همدې امله ډېری افغانان اړ شوي، چې د خپلو کډوالۍ اړوند چارو د څار لپاره پاکستان ته ولاړ شي.

د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو په وار، وار د افغان کډوالو د جبري ستنولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له پاکستان نه یې غوښتي چې نړۍوالو ژمنو ته درناوی وکړي. خو د پاکستان حکومت وایي، د ترهګرۍ د ګواښونو د مخنیوي لپاره بهرني وګړي، په ځانګړي ډول افغانان له دغه هېواده باسي.

له ضرب‌الاجل وروسته پاکستاني پولیسو د هغو کورونو یوشمېر مالکان هم نیولي وو، چې افغانانو ته یې کورونه او هټۍ په کرایه ورکړې وې؛ خو وروسته یې د خبرداري له ورکولو سره خوشې کړل. پولیسو خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته به هېڅوک د قانون خلاف افغان وګړو ته کورونه او یا سوداګریز ځایونه په کرایه ورنه کړي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال ویلي، افغان کډوال باید یوازې هغه وخت خپل هېواد ته ستانه شي چې د خوندي او باعزته ژوند شرایط ورته برابر وي.

عرفات جمال ویلي، افغانستان له سخت بشري ناورین سره مخ دی او وضعیت یې ورځ تر بلې کړکېچن کېږي. د هغه په وینا؛ له ۲۰۲۳کال راهیسې له اووه مېلیونه ډېر افغانان دغه هېواد ته ستانه شوي او یوازې په روان کال کې شاوخوا یو مېلیون کسان له پاکستان او ایران نه افغانستان ته بېرته تللي دي.