دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان لکه پخواني امنیتي سرتېري، د ښځو او بشري حقونو فعالان او خبریالان د امنیتي ګواښونو له امله پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي دي. یوشمېر نور بیا ځکه پاکستان ته تللي، چې د درېیمو هېوادونو د کډوالۍ دوسیې یې له اړوندو سفارتونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره ثبت دي. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼو هېوادونو په افغانستان کې خپلې دیپلوماتیکې استازولۍ وتړلې او له همدې امله ډېری افغانان اړ شوي، چې د خپلو کډوالۍ اړوند چارو د څار لپاره پاکستان ته ولاړ شي.
د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو په وار، وار د افغان کډوالو د جبري ستنولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له پاکستان نه یې غوښتي چې نړۍوالو ژمنو ته درناوی وکړي. خو د پاکستان حکومت وایي، د ترهګرۍ د ګواښونو د مخنیوي لپاره بهرني وګړي، په ځانګړي ډول افغانان له دغه هېواده باسي.
له ضربالاجل وروسته پاکستاني پولیسو د هغو کورونو یوشمېر مالکان هم نیولي وو، چې افغانانو ته یې کورونه او هټۍ په کرایه ورکړې وې؛ خو وروسته یې د خبرداري له ورکولو سره خوشې کړل. پولیسو خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته به هېڅوک د قانون خلاف افغان وګړو ته کورونه او یا سوداګریز ځایونه په کرایه ورنه کړي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال ویلي، افغان کډوال باید یوازې هغه وخت خپل هېواد ته ستانه شي چې د خوندي او باعزته ژوند شرایط ورته برابر وي.
عرفات جمال ویلي، افغانستان له سخت بشري ناورین سره مخ دی او وضعیت یې ورځ تر بلې کړکېچن کېږي. د هغه په وینا؛ له ۲۰۲۳کال راهیسې له اووه مېلیونه ډېر افغانان دغه هېواد ته ستانه شوي او یوازې په روان کال کې شاوخوا یو مېلیون کسان له پاکستان او ایران نه افغانستان ته بېرته تللي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرامټینګار کړی چې کور ته ستنېدل باید د راستنېدونکو کورنیو لپاره د نوي ژوند پیل وي، نه دا چې له نویو ستونزو او کړاوونو سره د مخ کېدو سبب شي.
یادې ادارې زیاته کړې، سره له دې چې د ملاتړ پروګرامونه روان دي، د راستنېدونکو اړتیاوې لا هم پراخې دي او ګڼ شمېر کورنۍ لا هم د مرستو ترلاسه کولو په تمه دي.
یادې ادارې تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې افغانستان ته راستنېدونکي کډوال له جدي ستونزو سره مخ دي. د مناسب سرپناه نشتوالی، د کار محدود فرصتونه او لومړنیو خدماتو ته د لاسرسي کمښت د هغو مهمو ننګونو له ډلې دي چې دغه کورنۍ ورسره مخامخ دي.
هغه له ازادېدو او د دندې له لاسه ورکولو وروسته په خپله فېسبوکپاڼه کې د خپل انفکاک له جزییاتو ورکړې پرته په داسې حال کې چې په شاوخوا ۸۰ کلنۍ عمر کې د هېواد خدمت پر ځان «قرض» بللی زیاته کړې: «په وزارت کی د دوستانو سره د خپل څلور کلن ګتور رسمي خدمت د پای خدای په اماني وکړه او وعده می وکړه چی زه به خپله علمی او مسلکی پوهه له وزارت او امارته نه سپوم. دوستان هر وخت پر ما ږغ کولای سي؛ د وطن خدمت په هرځای کی چی یم پر ځان قرض بولم.»
طالبانو له دندې د فاروق اعظم د ګوښه کېدو په تړاو هېڅ جزییات نه دي ورکړي.
ډاکټر فاروق اعظم په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کلونو کې د افغانستان د سوله ییز بدلون غورځنګ مشري کړې او له دې وړاندې د افغانستان د ملي اسلامي جبهې مرستیال وو. له ۱۹۸۹ نه تر ۱۹۹۱ کال پورې د پوهنې او وروسته د کډوالو چارو وزیر وو. هغه د افغانستان د مطالعاتو فورم مشري کړې او په ۲۰۲۲ کال کې یې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د سلاکار په توګه چارې پیل کړې.
اعظم په کندهار کې زیږېدلی او له کابل پوهنتون څخه یې د اقتصاد لیسانس، د بیروت له امریکایي پوهنتون څخه یې د کرنې اقتصاد ماسټري او له لندن پوهنتون څخه یې د اوبو سرچینو په برخه کې دوکتورا اخېستې ده.
نوموړی د جمهوري نظام پر مهال د نظام منتقد وو او د طالبانو نږدې خواخوږی ګڼل کیږي.
له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي وو، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو پرېکړه په شریعت کې هېڅ بنسټ نه لري او نوموړي د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز یوازې د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده شخصي نظر بللی وو.
د عباسي ستانکزي له دې څرګندونو وروسته ملاهبت الله د نوموړي د نیولو امر صادر کړ، خو ستانکزی دوبۍ ته وتښتېد او له شاوخوا دوه کلونو راهیسې بېرته افغانستان ته نهدی راګرځېدلی.