د خېبرپښتونخوا په کوهاټ کې د چت پرېوتو له امله ۱۰ کسان مړه او لس نور ټپیان شوي

د خيبرپښتونخوا په کوهاټ ولسوالۍ کې د شديد توپان او باران له امله د يوه کور د چت راپرېوتلو له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه شوي او لس نور ټپيان شوي دي.

د خيبرپښتونخوا په کوهاټ ولسوالۍ کې د شديد توپان او باران له امله د يوه کور د چت راپرېوتلو له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه شوي او لس نور ټپيان شوي دي.
په کوهاټ ولسوالۍ کې د ژغورنې ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) مشر نورالامين افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د پېښې په اړه وويل، دا پېښه مازيګر د کوهاټ او کرک ولسواليو په پوله پرته د مالګين په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، په دغه کور کې چې د پېښې ښکار شوی يوه مېلمستیا روانه وه او ګڼه ګوڼه جوړه وه او د کوهاټ په لاچۍ سيمه کې په دغه وخت شديد باران او توپان راغلی چې له امله یې د دغه کور يوه خونه راغورځېدلې ده.
نوموړي په پېښه کې د مړه شوو او ژوبلو جزيات د افغانستان انټرنشنل - پښتو سره شريک کړي چې له مخې، په مړه شوو کسانو کې زياتره ښځې او ماشومان شامل دي.
همداراز په پېښه کې زياتره هم ښځې او ماشومان ټپیان شوي دي.
د ژغورنې د ادارې مشر وويل، په پېښه کې ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي چې پکې د یو تن روغتيايي حالت نازک دی.

د عوامي نشنل ګوند په مشرۍ جوړې شوې جرګې له مرکزي او د پښتونخوا له حکومتونو څخه غوښتي چې په ملاکنډ او پخوانیو قبایلي سیمو کې د مالیاتو د پلي کېدو پرېکړه بېرته واخلي. جرګې په خپل اعلامیه کې ویلي چې د جګړو، طبیعي پېښو او اقتصادي ستونزو ځپلو سیمو پر خلکو نوي مالیات «د منلو وړ نه دي».
د عوامي نېشنل ګوند تر تنظیم لاندې د ملاکنډ او ضم شویو ولسوالیو کې د مالیاتو د لګولو پر ضد لویه جرګه په ملاکنډ کې جوړه شوه، چې پکې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو، سوداګرو، مدني ټولنو او ټولنیزو څانګو استازو ګډون وکړ.
جرګې مشري د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر میا افتخار حسین وکړه. په غونډه کې د ګوند مرکزي او صوبايي مشران، د جمعیت علما اسلام، جماعت اسلامي، پاکستان تحریک انصاف، پاکستان پیپلز ګوند، مسلم لیګ ن، نېشنل ډیموکراټیک موومنټ او نورو سیاسي ډلو استازو هم ګډون کړی و.
د جرګې ګډونوالو په متفقه توګه په ملاکنډ او پخوانیو قبایلي سیمو کې د مرکزي او صوبايي حکومتونو له خوا د مالیاتو د پلي کېدو پرېکړه رد کړه او د دې پرېکړې د بېرته اخیستو غوښتنه یې وکړه.
د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر میا افتخار حسین د جرګې له منظورۍ وروسته یو ۱۶ مادې اعلامیه خپره کړه.
په اعلامیه کې ویل شوي: «لویه جرګه په ملاکنډ او پخواني قبایلو کې د مالیاتو د لګولو پرېکړه په بشپړ ډول ردوي، ځکه دا پرېکړه له خلکو سره د شویو تاریخي، اساسي او قانوني ژمنو خلاف ده او په هېڅ صورت به ونه منل شي.»
جرګې له مرکزي حکومت وغوښتل چې په دغو سیمو کې د مالیاتو د پلي کېدو پرېکړه سمدستي بېرته واخلي او د خلکو اندېښنې پای ته ورسوي. همداراز یې له خیبر پښتونخوا حکومت څخه وغوښتل چې په ملاکنډ کې له ۲۰۲۴ کال راهیسې نافذ شوی د خدماتو پر خرڅلاو مالیه هم ختمه کړي.
په اعلامیه کې راغلي چې ملاکنډ ډېویژن او پخوانۍ فاټا سیمې د ترهګرۍ، سېلابونو او نورو طبیعي افتونو له امله ډېرې اغېزمنې شوې دي او خلکو یې درانه ځاني او مالي زیانونه لیدلي دي. جرګې ټینګار کړی چې په داسې شرایطو کې د نویو مالیاتو لګول به پر خلکو «نه زغمل کېدونکی اقتصادي بار» واچوي.
جرګې همداراز غوښتنه کړې چې د سیمې له طبیعي سرچینو، کانونو او ځنګلونو څخه ترلاسه کېدونکي عواید باید د ځايي خلکو د پرمختګ، روزګار او اساسي خدمتونو لپاره ولګول شي.
په اعلامیه کې ویل شوي: «تر هغې چې ځايي خلکو ته د خپلو طبیعي سرچینو له عوایدو، روزګار، صنعت او اساسي اسانتیاوو کې عادلانه برخه ورنه کړل شي، نور مالیات لګول اقتصادي بېانصافي ده.»
جرګې د ضم شویو ولسوالیو د معدني سرچینو له عوایدو څخه د ۶۰ سلنې د همدغو سیمو د خلکو لپاره د ځانګړي کولو غوښتنه هم کړې ده.
د ملاکنډ د برېښنا په اړه جرګې ویلي چې په سیمه کې اووه برېښنا بندونه فعال دي چې ملي شبکې ته برېښنا ورکوي، خو غوښتنه یې کړې چې سیمې ته دې د اړتیا مطابق برېښنا د هماغې بیې له مخې ورکړل شي چې ملي شبکې ته پلورل کېږي.
جرګې له مرکز او صوبو څخه د سرچینو د عادلانه وېش، د ملي مالي کمېسیون د جایزې د پر وخت اعلان او خیبر پښتونخوا ته د اساسي قانون له مخې د مالي حقونو د ورکړې غوښتنه هم کړې ده.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د نړیوالو مالي ادارو او نړیوال وجهي صندوقد شرطونو د پوره کولو لپاره باید د ملاکنډ او ضم شویو ولسوالیو خلک «قرباني» نه کړل شي.
جرګې له حکومتونو وغوښتل چې د دغو سیمو لپاره ځانګړی پرمختیايي پکېج اعلان کړي، ګرځندوی ته وده ورکړي، زیربناوې ورغوي، ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او د پانګونې لپاره ځانګړي پلانونه جوړ کړي.
یاده دې وي، ملاکنډ چې د خیبر پښتونخوا شمالي سیمې پکې شاملې دي، له اوږدې مودې راهیسې د مالیاتي امتیازاتو او ځانګړي اقتصادي وضعیت موضوع له حکومتونو سره مطرح کوي. د سیمې سیاسي مشران استدلال کوي چې د جګړو، ناامنۍ او طبیعي افتونو له امله ځپل شویو سیمو ته باید له مالیاتي فشار وړاندې د بیا رغونې او اقتصادي ودې زمینه برابره شي.
د مالیاتو د پلي کېدو موضوع په وروستیو میاشتو کې د ملاکنډ ډېویژن د سیاسي ګوندونو، سوداګرو او مدني فعالانو له مهمو اعتراضونو څخه یوه پاتې شوې ده.
د خيبرپښتونخوا په دوو سويلي ولسواليو، بنو او ټانک کې په یوه وسلهوال بريد او د پوليسو په موټر د سړک غاړې ماین چاودنې په پېښو کې درې پاکستاني پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
لومړۍ پېښه د دوشنبې په ورځ د ټانک په ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوې، چې د پوليسو موټر د ټانک وزیرستان په لویه لاره امنيتي ګزمه کوله.
د سيمه ييزو سرچينو په وينا، د ټانک - وزیرستان پر لویه لاره د پوځ کاروان وزيرستان ته د تللو پر مهال ګرځبنديز اعلان شوی و، او د چاودنې ښکار شوی موټر په یاد سړک په امنیتي ګزمه کوله.
د سرچينې له مخې، د پوځي کاروان له تېرېدو وروسته د پوليسو یاد موټر بېرته د ستنېدو پر مهال، د ټانک ښار سره نزدې په دوه کلوميټره واټن کې د مشاجان بنګله نومې سيمه کې پرې د سړک غاړې ته ښخ بم چاودنه شوې ده.
د ټانک پوليسو تاييد کړې، په چاودنه کې پولیس افسر فريدالله او سرتېری اختر زمان وژل شوي دي. د سرچينې له مخې، د پېښې پر ضد د ټانک پوليسو اعتراضي لاريون هم کړی دی.
په پوليسو د وسله وال بريد دويمه پېښه هم نن ناوخته د بنو په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د پوليسو وياند افغانستان انټرنشنل - ې پښتو ته تاييد کړه، چد ضياالله په نوم پوليس چې له دندې څخه کور ته روان و، د کشفي خېل منډان په سيمه کې د ناپېژانده وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی.
د دواړو پېښو مسووليت تراوسه چا نه ده منلی.
د خيبرپښتونخوا سويلي ولسواليو کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښو زور اخيستې او دوه ورځې وړاندې د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ويلي و، چې په جنوبي وسلواليو کې له ماښام وروسته پوليس له خپلو مرکزونو او پوستو بهر نشي وتلی.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ایالتي مرستیالې وړانګې لوڼۍ په بلوچستان کې پر وروستیو ناامنیو اندېښنه ښودلې ده. هغې زیاته کړې: «ریاست د خپل ځان د بقا او وسایلو راټولولو لپاره په بلوچستان کې په بېلابېلو نومونو جنګي ډلې رامنځته کړې دي».
نوموړې په یوه ویډيويي پیغام کې ویلي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په بلوچستان کې رامنځته شوې ناامني د پاکستان نوې لوبه ده. هغې زیاته کړې: «ریاست نوې لوبه روانه کړې، وسلهوال خلک او ډلې یې راپورته کړې او زموږ نازولي په وژني».
لوڼۍ وایي، همدا مهال د ترور د زوی له فاتحې راستنه شوې او وسلهوالو په ډېر «وحشت» دغه ځوانان وژلي دي. وړانګې لوڼۍ د بلوچستان په کوټې ښار کې د کویلې پاټک پر سیمه د زیارت ولسوالۍ د وروستۍ خونړۍ پېښې پرضد د پیل شوي اعتراضي پرلت ملاتړ کړی او دغه پرلت یې له ناامنۍ د سیمې د خلاصون یوازېنۍ لاره ګڼلې.
هغې ویلي: «د وطن د خلاصون یوازېنۍ لاره د همدې پرلت د سیاسي او تنظیمي مشرانو په لاس کې ده. په دې حساس وخت کې د سیاسي ګوندونو چې په هره سخته کې درېدلي، اوسنی اتحاد یې د ستایلو دی او موږ یې ملاتړ کوو».
د یادونې وړ ده، چې د جولای په ۶مه وسلهوالو د زیارت ولسوالۍ د مانګي ډیم په سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ. په دغه برید کې په لومړي سر کې نهه پولیس سرتېري وژل شوي وو او ۲۱ نور یې وسلهوالو تښتولي وو.
وروسته تښتول شوي ۲۱ پولیس سرتېرو په ډزو وژل شوي مړي موندل شوي او د کوټې سول روغتون ته لېږدول شوي دي. له پېښې وروسته په سیمه کې ځايي خلکو او سیاسي ګوندو پرلت هم کړی.
د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) د خيبرپښتونخوا په بونېر ولسوالۍ کې د يوه پوليس افسر د وژلو مسووليت منلی او ادعا یې کړې چې په سوات کې یې د پاکستان امنیتي ځواکونو یوه ډرون څرخکه راغورځولې ده.
د بونېر ولسوالۍ د پوليسو په وينا، ددغه ولسوالۍ د ترهګرۍ پر ضد ځواک يو چارواکی مسکين زاده د يکشنبې په ورځ د طوطالۍ په سيمه کې په وسله وال بريد کې وژل شوی دی.
پوليس چارواکو ويلي، د پېښې وروسته ياده سیمه کلابنده کړل شوې او د بريدګرو د لټون لپاره عمليات پيل کړل شوي دي.
ټي ټي پي د دغه برید مسووليت منلی او ويلي یې دي یاد پوليس چارواکی د دوی پر ضد عملياتو کې ککړ و، ځکه یې په نښه کړی دی.
ټي ټي پي د بر سوات ولسوالۍ په مټه غرنۍ سيمه کې د امنيتي ځواکونو د ډرون څرخکې د راغورځولو ادعا هم کړې او ويلي يې دي چې د پوځ او سي ټي ډي پوليسو د ګډو عملياتو هڅه یې شنډه کړې او د ډرون څرخکې او ورسره مرمۍ ويډيوګانې یې هم خپرې کړې دي.
د پېښې په اړه د سوات او خيبرپښتونخوا پوليسو او ایالتي حکومت تراوسه پورې څه نه دي ويلي، خو دغه ويډيوګانې په ټولنيزو رسنيو خپرې شوي او ويل شوي چې په سوات کې يو ځل بيا وسله وال ښکاره شوي دي.
په دې وروستيو ورځو کې ټي ټي پي په سوات کې د عوامي نشنل ګوند د يو سيمه ييز مشر په کور د برید او له هغې وړاندې د یو بل بريد چې پکې درې تنه وژل شوي، مسووليت منلی و.
په سوېلي وزیرستان کې پولیسو د ډرون څرخکې په برید کې د یوه ښوونکي پر وژل کېدو اعتراف کړی او د وژل شوي کس کور ته په ننواتې ورغلي. دغه برید د یوه ملکي وګړي پر کور شوی و، چې له امله یې ښوونکی محمد نواز خان ووژل شو او دوه ماشومان یې ټپیان شول.
د خیبر پښتونخوا په سوېلي وزیرستان ولسوالۍ کې پولیسو د ډرون څرخکې په برید کې د یوه ځايي ښوونځي د ښوونکي پر وژل کېدو رسمي بښنه غوښتې او یاد کور ته یې په ننواتې جرګه ور لیږلې ده.
ځايي خلک وايي چې د شنبې په ورځ د سوېلي وزیرستان په لدها تحصیل کې د پولیسو د ډرون څرخکې په برید کې د یوه عام وګړي کور په نښه شوی و چې په پایله کې یې د ځايي ښوونځي ښوونکی محمد نواز خان ووژل شو او دوه ماشومان یې ټپیان شول.
په وزیرستان کې یوه ځايي خبریال افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د یکشنبې په ورځ د ځايي پولیسو ایسایچاو، تحصیلدار او قبایلي مشرانو د قبایلي دود او دستور له مخې د مقتول کور ته د ننواتې په توګه ورغلل او له ځان سره یې څلور وزې هم وړې وې.
د ځايي خبریالانو په وینا، د مقتول د کورنۍ مشرانو، د پولیسو او ولسوالۍ د ادارې ننواتې قبوله کړې ده.
په سویلي او شمالي وزیرستان کې له دې وړاندې هم خلکو پر امنیتي ادارو نیوکې کړې دي، چې په ډرون بریدونو کې یې عام خلک په نښه کیږي.
پر پاکستاني ځواکونو سربېره د تحریک طالبان پاکستان ډله او نورې جنګیالۍ ډلې هم په خپلو عملیاتو او بریدونو کې له ډرون ټکنالوژۍ نه کار اخلي.