د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان د مېوو او سبزیو له مهمو صادراتي بازارونو څخه و، ځکه صادرات ورته د نورو نړیوالو بازارونو په پرتله اسانه او ارزانه کېدل او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د پاکستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د ترانزیټ مهمه لار هم ګڼل کېده.
پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۰۹ زره او ۶۰۰ ټنه ام صادر کړي وو، چې له دې ډلې نږدې ۲۲ زره او ۵۰۰ ټنه یې افغانستان ته تللي وو، چې د ټولو پاکستاني امونو څه باندې ۲۰ سلنه برخه جوړوي. د ۲۰۲۴ کال په فصل کې بیا افغانستان ته د پاکستان د امو صادرات ۲۸ زره او ۷۰۰ ټنه وو.
خو سږ کال، سره له دې چې پاکستان د نړۍ نورو هېوادونو ته د امو سلګونه بارونه صادر کړي، افغانستان ته یې صادرات د اسلام اباد او کابل د اړیکو د ترینګلتیا او لارې بندېدو له امله، صفر پاتې شوي دي.
د راپور له مخې، د افغانستان ترڅنګ د سیمې جیوپولیټیک وضعیت او د ایران جګړې هم د پاکستان د امو سوداګري اغېزمنه کړې ده. د لېږد د لارو ستونزو، د کښتیو کمښت او د بار وړلو د لګښتونو زیاتوالي د خلیج بازارونو ته صادرات کم کړي دي.
د پاکستان د امو تر ټولو لوی بازار متحده عربي امارات دی، خو دغه هېواد ته صادرات هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله پام وړ کم شوي دي. د ۲۰۲۶ کال د جولای تر ۶مې نېټې پورې پاکستان یوازې ۴۲ زره او ۳۴۳ ټنه ام صادر کړی، حال دا چې د تېر کال په همدې موده کې دا کچه ۵۵ زره او ۶۸۴ ټنه وه.
پاکستاني کروندګر یوازې د صادراتو له کمښت سره نه، بلکې د اقلیمي بدلون له امله هم له ستونزو سره مخ دي. د تودوخې زیاتوالی، بې وخته بارانونه، بادونه او د افتونو خپرېدل د امو پر حاصل او کیفیت منفي اغېز کړی دی.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، سږ کال د لوړ کیفیت امو کچه کمه شوې او د بي او سي درجې امو ونډه زیاته شوې ده. ځینې متخصصین اټکل کوي چې اقلیمي ستونزو د امو تولید له ۲۰ تر ۳۰ سلنې پورې کم کړی دی.
پاکستاني بزګران وايي، د صادراتو کمښت، د خراب کیفیت مېوو زیاتوالی او د لګښتونو لوړېدل د دې لامل شوي چې د امو بیې دومره راټیټې شي چې حتا د تولید لګښتونه هم نه شي پوره کولای.