د طالبانو د روغتیا وزیر وايي د واکسین او روغتیا ملي ستراتیژۍ به ډېر زر نهايي شي
د طالبانو دعامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په کابل کې دواکسین معافیت نړیوال اتحاد له مسوولې ورونیکا ماویا، د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف له استازو سره د شري او پولیو پر ضد د مبارزې د واکسین ملي ستراتیژۍ او د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د پراختیا په اړه غږېدلی.
د طالبانو د عامې روغتیا د معلوماتو له مخې په دې لیدنه کې نور جلال جلالي د ساري ناروغیو په ځانګړي ډول د شري او پولیو پر ضد مبارزه د عامې روغتیا وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه بللې ده.
نوموړي زیاته کړې چې د واکسین او روغتیا ملي ستراتیژۍ به ډېر ژر وروستۍ شي او د پلي کېدو او همغږۍ لپاره به له اړوندو ادارو سره شریکې شي.
وزارت وایې دواکسین معافیت نړیوال اتحاد مسوولي ورونیکا ماویا او د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف استازو ټینګار وکړ چې افغانستان لا هم د دغو ادارو د پروګرامونو له لومړیتوبونو څخه دی او دوی به د روغتیا واکسین او معافیت په برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د روایت له مخې، حسنزوی له دې پېښې وروسته پاکستان ته لاړ او افغانستان ته له راستنېدو وروسته څلور میاشتې وروسته ونیول شو او محکمې ته معرفي شو.
دغه وزارت همدارنګه ویلي چې د حسنزوی مېرمنې په همدې موده کې، «په خپل رضایت او شخصي پرېکړې» د خپلو ماشومانو او ورور سره یوځای له هېواده بهر سفر کړی او اعلان یې کړی چې نور چمتو نه ده د هغه سره ژوند ته دوام ورکړي.
شاپور حسنزوی د طالبانو د کورنیو چارو وزارت روایت ردوي.
هغه له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د کورني تاوتریخوالي ادعاګانې «بېبنسټه» وبللې او ویلي یې دي چې د طالبانو محکمې د دوسیې له څېړلو وروسته هغه ته برائت ورکړی دی.
حسنزوی وایي چې شاوخوا یو نیمه میاشت د طالبانو په زندان کې و او بیا خوشې شو.
هغه مدعي دی چې داسې اسناد په واک کې لري چې د هغه د برائت حکم ښیي، خو د دغه راپور تر چمتو کېدو پورې یې دا اسناد وړاندې نه کړل.
شاپور حسنزوی وایي مېرمن او ماشومان یې تښتول شوي او له افغانستان څخه د دوی وتل د هغه «له اجازې پرته» شوي دي.
خو دا څرګنده نه ده چې د دې دوسیې بشپړ قضایي پړاوونه څنګه پر مخ تللي او ایا د طالبانو محکمې د ټولو مطرح شویو ادعاوو په اړه وروستی حکم صادر کړی دی که نه.
د پاکستان پنجاب ایالت په ملتان کې پولیسو ۱۳ افغان متخصص ډاکټران او د طب یوه محصله نیولي او د اخراج لپاره یې د اټک توقیف مرکز ته لېږدولي دي.
نیول شوي افغانان وایي، د ویزو د تمدید او نوې ویزې غوښتنلیکونه یې نږدې یو کال مخکې سپارلي خو لا هم نه دي منظور شوي.
نیول شویو افغان ډاکټرانو افغانستان انټرنشنل ته په لیږل شویو پیغامونو کې ویلي، چې دوی د پنجاب ایالت د ملتان ښار له یوه دولتي روغتون څخه پولیسو نیولي او اوس د اخراج په موخه د اټک توقیف مرکز ته لېږدول کېږي.
د دوی په وینا، په نیول شویو کسانو کې ۱۳ د تخصص محصلان، یو بل تن مسوول او یوه د طب محصله شامل دي.
دوی وایي، پنځو کسانو پاکستان ته د داخلېدو ویزې او نورو د ویزو د تمدید غوښتنلیکونه نږدې یو کال مخکې سپارلي وو، خو تر اوسه یې هېڅ غوښتنلیک نه دی منل شوی.
د نیول شویو افغانانو په وینا، سره له دې چې د پولیسو او ځانګړو امنیتي څانګو له لوري یې څو ځله د اسنادو او هویت د تایید بهیر بشپړ شوی، بیا هم د ویزو غوښتنلیکونه نه دي منظور شوي.
دوی له پاکستاني حکومت او د طالبانو له ادارې غوښتنه کړې چې د دوی د اخراج مخه ونیسي او اجازه ورکړي چې په پاکستان کې د تخصص زده کړې تر بشپړېدو پورې پاتې شي.