اوچا سېشنبه (د چنګاښ ۲۳مه) په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د روغتیایی وضعیت ارزونه کړې. یادې ادارې ویلي، په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د تګراتګ، زدهکړو او کار محدودیتونو بنسټیزو خدمتونو ته د هغوی لاسرسی محدود کړی او د زیانمننې ګواښ یې لازیات کړی دی.
د راپور له مخې؛ په ټول هېواد کې مرستندویه بنسټونه د روغتیايي وضعیت د خرابېدو، د خوړو ناامنۍ زیاتوالي او د هغو خدمتونو د کمېدو خبر ورکوي، چې پخوا به د ښځینه روغتیايي کارکوونکو لهخوا وړاندې کېدل.
اوچا همداراز ویلي، چې افغانستان لاهم د مېندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه ثبتوي. د ۲۰۲۴کال د اټکلونو له مخې؛ په هرو ۱۰۰زرو زېږونونو کې ۶۳۸ مېندې مړي، چې دا په اسیا کې تر ټولو لوړه او په نړۍ اوومه لوړه کچه ده.
راپور زیاتوي، چې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت، د بودجې راکمېدل، اړینو درملو ته محدود لاسرسی او د زېږون بېړنیو خدمتونو نشتوالي په ځانګړي ډول په لرو پرتو سیمو کې د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مخنیوي وړ مړینې زیاتې کړې دي.
د نجونو پر زدهکړو بندیز
اوچا په خپل راپور کې د نجونو پر زدهکړو د بندیز دوام د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، که دغه وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو افغانستان به په راتلونکو کلونو کې د ښځینه ډاکټرانو، روغتیاپالو او قابلو له جدي کمښت سره مخ شي.
یونېسف هم مخکې اټکل کړی و، که د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه دوام وکړي؛ نو افغانستان به تر ۲۰۳۰کال پورې له ۲۵زرو څخه زیاتې ښځینه ښوونکې او روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي. په دې ډله کې هغه راتلونکې ښځینه روغتیايي کارکوونکې هم شاملې دي، چې د ښځو او نجونو لپاره بنسټیز روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
بامیان کې د ښځو د روغتیايي وضعیت ارزونه
اوچا ویلي، چې د یادې ادارې یو ارزوونکي پلاوي بامیان ولایت ته سفر کړی؛ ترڅو د ښځو روغتیايي وضعیت او روغتیايي خدمتونو ته د هغوی لاسرسی وارزوي. د راپور له مخې؛ د بامیان ولایتي روغتون د ولایت په کچه یوازینی روغتیايي مرکز دی، چې د نویو زېږېدلو ماشومانو د ځانګړې پاملرنې څانګه لري.
د روغتون د کارکوونکو په وینا؛ د لرو پرتو ولسوالیو ډېری مېندواره ښځې هغه وخت روغتون ته رسېږي، چې د مېندوارۍ یا زېږون ستونزې یې جدي شوې وي، یا یې نوي زېږېدلي ماشومان ځانګړې پاملرنې ته اړتیا ولري.
اوچا وایي، د ناروغانو د پراخ شمېر له امله دغه روغتون له سخت فشار سره مخ دی. د لرو واټنونو، د ناروغانو د لېږد اسانتیاوو کمښت او روغتیايي مرکز ته ناوخته رسېدل د بامیان د لرو پرتو سیمو د اوسېدونکو له مهمو ستونزو څخه دي. د راپور له مخې؛ ځینې ناروغان اړ کېږي چې څو ساعته پر خرابو لارو سفر وکړي، څو ځان روغتون ته ورسوي.