• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په امنیت شورا کې د امریکا استازی: ایران او حوثیان د سمندري تګ راتګ ازادي ګواښي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۲۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا استازي وویل، د ایران اسلامي جمهوریت له لوري پر سوداګریزو بېړیو بریدونه او د هرمز تنګي او نړیوال اقتصاد د «یرغمل نیولو» لپاره د تهران هڅې ښيي چې د سمندري تګ راتګ ازادي د نړیوالې سولې او سوکالۍ لپاره حیاتي ارزښت لري.

هغه زیاته کړه، ځینې حکومتونه د سیاسي امتیاز ترلاسه کولو او یا د ځان د خوندي ساتلو لپاره دا ازادي تر پښو لاندې کوي.

نوموړي حوثیان د تهران متحدان وبلل او ویې ویل، دا ډله د ایران د سپاه پاسداران په څېر چلند کوي، د ملکي وګړو له تښتولو او د انساني سپر له کارولو نیولې، پر ملکي زیربناوو تر بریدونو او پر «اسراییل مرګ» او پر «امریکا مرګ» شعارونو تر تکرار پورې.

د امریکا استازي خبرداری ورکړ، که تهران د هرمز تنګي ګواښ ته دوام ورکړي، حوثیان هم ښايي یو ځل بیا د سره سمندر د تړلو هڅه وکړي. هغه زیاته کړه، دا ډله «د تهران په استازیتوب په سیمه کې ویره او ترهګري خپروي».

هغه ټینګار وکړ، هغه کسان چې د توغندیو ویشتونکي سیستمونه یا سمندري ماینونه په واک کې لري، حق نه لري چې وټاکي کومې سیمې نړیوالې اوبه دي او یا خپلواک هېوادونه باید خپلې نړیوالې چارې څنګه پرمخ یوسي.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

۵
ځانګړی

د کندهار د یوه زنداني کیسه؛ درې کاله زندان پر فیسبوک د یوې تبصرې بیه

•
•
•

نور کیسې

د عراق لومړی وزیر: له امریکا سره به مو اړیکې اقتصادي وي، نه پوځي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۹ GMT+۱
100%

د عراق لومړي وزیر علي الزیدي په سپینه ماڼۍ کې وویل، له امریکا سره د بغداد اړیکې به له دې وروسته د پوځي همکاریو پر ځای پر اقتصادي مشارکت ولاړې وي.

هغه دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې او ویې ویل، چې امریکا ته یې اوسنی سفر یوازې یو رسمي سفر نه، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي مشارکت د نوي پړاو پیل دی.

د عراق لومړي وزیر زیاته کړه، چې د سپټمبر تر ۳۰مې پورې به امریکايي ځواکونه له عراق څخه ووځي او پر ځای به یې امریکايي شرکتونه عراق ته داخل شي. د هغه په وینا، له دې وروسته به د بغداد او واشنګټن اړیکې پر اقتصادي همکاریو متمرکزې وي، نه پر پوځي اړیکو.

الزیدي همداراز ټینګار وکړم، چې د حکومت د پروګرام له مخې، د وسلو انحصار باید یوازې د دولت په واک کې وي. هغه څرګنده کړه، چې دا د حکومت یو اساسي او نه بدلېدونکی اصل دی او تر اوسه له یو شمېر وسله‌والو ډلو او جناحونو څخه ګڼې وسلې راټولې شوې دي.

هغه وویل، د سپټمبر له ۳۰مې وروسته به د هېڅ وسله‌والې ډلې موجودیت ته اړتیا نه‌وي، ځکه دا ډلې د ځانګړو امنیتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره رامنځته شوې وې، نه د یوه دایمي جوړښت په توګه.

د عراق لومړي وزیر زیاته کړه، چې له یادې نېټې وروسته به هېچا ته اجازه ورنه‌کړل شي، چې د دولت له چوکاټ او کنټرول څخه بهر وسله ولېږدوي. د هغه په وینا، د عراق د برخلیک په اړه پرېکړه یوازې د عراق د خلکو حق دی او د هېواد امنیتي ځواکونه د خاورې او سرحدونو د ساتنې بشپړ توان لري.

ټرمپ غواړي د هرمز تنګي له لارې پر لېږدېدونکو توکو ۲۰ سلنه فیس ولګوي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۳۳ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل، وروسته له هغې چې له ایران سره اوربند د هرمز تنګي پر سر د اختلافاتو له امله مات شو، متحده ایالات به د هرمز تنګي له لارې پر لېږدول کېدونکو ټولو بارونو ۲۰ سلنه فیس ولګوي.

هرمز تنګی، چې د ایران او عمان ترمنځ پروت دی، د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي. د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه نفت او ګڼ نور مهم توکي، لکه کیمیاوي سرې، د همدې تنګي له لارې نړیوالو بازارونو ته لېږدول کېږي. د دې لارې هر ډول بندښت یا محدودیت د انرژۍ بازارونو او سوداګرۍ پر بهیر مستقیم اغېز کوي.

ټرمپ ویلي، امریکا به د «هرمز تنګي د ساتونکي» په توګه د خپلو امنیتي او پوځي لګښتونو د جبران لپاره د دې تنګي له لارې پر ټولو بارونو ۲۰ سلنه فیس واخلي. خو هغه لا نه دي روښانه کړي چې دا پرېکړه به په کوم قانوني چوکاټ او کوم عملي میکانیزم پلې شي.

دا دریځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له وروستیو څرګندونو سره په ټکر کې ښکاري. روبیو تېره میاشت ویلي وو چې هېڅ هېواد حق نه لري د نړیوالو سمندري لارو د کارولو په بدل کې فیس واخلي او دا موضوع باید د هېوادونو ترمنځ د هوکړو برخه نه وي.

په مقابل کې، ایران د هرمز تنګي کنټرول د خپل ملي امنیت او ستراتیژیک نفوذ مهمه وسیله ګڼي. تهران ادعا کوي چې د تنګي د خوندي تګ راتګ د تنظیم حق لري او د جګړې پر مهال یې د «فارس خلیج د تنګي اداره» هم جوړه کړه. ایران ټینګار کوي چې بېړۍ باید د دې ادارې له لارښوونو سره سم حرکت وکړي او له ایراني چارواکو سره همغږي ولري. تهران ویلي چې ښايي په راتلونکي کې د تنګي د کارولو لپاره فیس هم وضع کړي، خو تر اوسه یې د هغه جزییات نه دي اعلان کړي.

د نړیوال سمندري قانون له مخې، د ملګرو ملتونو د سمندري حقوقو کنوانسیون هغو هېوادونو ته چې نړیوال تنګي ورسره ګډ وي، اجازه نه ورکوي چې یوازې د تېرېدو په بدل کې فیس واخلي. البته، یوازې د ځانګړو خدمتونو لکه د بېړیو لارښوونې، د بېړیو کشولو او بندري خدمتونو په بدل کې محدود فیس اخیستل کېدای شي، نه د تنګي د عادي تېرېدو لپاره.

که څه هم امریکا او ایران د دې نړیوال تړون غړي نه دي، خو د نړۍ ډېری هېوادونه اصول مني او هرمز تنګی یوه نړیواله سمندري لار ګڼي.

د سمندري صنعت کارپوهان وایي، په معاصر تاریخ کې هېڅ هېواد په یو اړخیز ډول د نړیوال تنګي د کارولو لپاره عمومي فیس نه دی وضع کړی. دوی خبرداری ورکوي چې که د هرمز تنګي له لارې پر بارونو ۲۰ سلنه فیس ولګول شي، نو دا به د نفتو او نورو اساسي توکو نړیوالې بیې لوړې کړي او د نړیوالې سوداګرۍ پر لګښتونو به پراخ اغېز وکړي.

نتنیاهو: که ایران برید وکړي د اسراییل ځواب به د پخوا په پرتله ډېر سخت وي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۰۳ GMT+۱
100%

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړی چې که ایران پر اسراییل هر ډول برید وکړي، د دغه هېواد ځواب به د پخوا په پرتله ډېر سخت وي.

نتنیاهو د سې‌شنبې په ورځ پر اېکس پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې د ایران چارواکو ته په خطاب کې وویل: «که پر موږ برید وکړئ، زموږ پر زغم حساب مه کوئ».

هغه زیاته کړه: «ګومان مه کوئ چې پخوانۍ پېښې به تکرار شي، ځکه داسې به ونه شي. زموږ ځواب به تر پخوا ډېر ځواکمن وي».

د اسراییل لومړي وزیر همداراز وویل: «هغه دوره چې پر موږ به برید کېده او موږ به ځواب نه ورکاوه، پای ته رسېدلې ده».

د جګړې نوی ډګر؛ اوکراین د ازوف په سمندرګي کې د روسیې پر کښتیو بریدونه کړي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۳۶ GMT+۱
100%

اوکراین د ازوف په سمندرګي کې د روسیې پر نظامي کښتیو بریدونه کړي دي او د جګړې نوی ډګر یې پرانیستی. د اوکراین د ډرون ځواکونو قوماندان رابرټ بروفدي ویلي چې په دغو بریدونو کې یې د روسیې ۱۱ کښتۍ ویشتلې دي.

روسیې د سې‌شنبې په ورځ پر اوکراین تور پورې کړ، چې د ازوف په سمندرګي کې یې پر کښتیو په بریدونو سره «تروریستي اقدامات» ترسره کړي دي.

د روسیې د غلو د صادراتو شاوخوا څلورمه برخه له دې سمندري لارې لېږدیږي او اوس د جګړې په یوه نوي ډګر بدله شوې ده.

د اوکراین دغه چارواکي ویلي چې په نښه شویو کښتیو کې پنځه ټانکرونه، پنځه د وچو توکو لېږدوونکې کښتۍ او یوه بله کښتۍ شاملې دي.

د هغه په وینا، په تېرو نهو ورځو کې د اوکراین له خوا د ویشتل شویو روسي کښتیو ټول شمېر ۱۱۶ ته رسېدلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د اوکراین دغه اقدامات په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې د اوکراین رژیم کړنې تر سمندري غلا هم اوښتې دي.

اسراییل هیوم: د خلیج فارس ځینو هېوادونو د ایران پر ضد د پوځي بریدونو د بیا پیل ملاتړ کړی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۴۰ GMT+۱
100%

اسراییل هیوم ورځپاڼې راپور ورکړی چې د خلیج فارس یو شمېر هېوادونو په یوه ګډ پیغام کې واشنګټن ته د ایران پر ضد د پوځي بریدونو د بیا پیل بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی.

دې ورځپاڼې د خلیج فارس د دوو ډیپلوماټانو له قوله لیکلي چې یاد هېوادونو د تېرې اوونۍ په پای کې په یوه ګډ پیغام کې امریکا ته ویلي چې د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو له بیا پیلېدو ملاتړ کوي.

د راپور له مخې، د خلیج فارس ځینو هېوادونو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د ایران پر ضد روانو عملیاتو کې هم ګډون کړی، که څه هم د دوی رول لا هم محدود بلل شوی، خو ویل شوي چې اوس په تهاجمي اقداماتو کې فعاله ونډه لري.

اسراییل هیوم لیکلي چې د دغو هېوادونو د دریځ بدلون تر ډېره د ایران له لوري د سیمې پر هېوادونو، په ځانګړي ډول پر قطر او د هغه هېواد د طبیعي ګازو پر تاسیساتو د توغندیزو او بې‌پیلوټه بریدونو له امله رامنځته شوی دی.

د راپور پر بنسټ، قطر چې پخوا یې د ایران پر ضد د خلیج فارس د هېوادونو د ګډ دریځ د جوړېدو مخه نیوله، پر خپلې خاورې له برید وروسته خپل مخالفت پای ته رسولی او د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو هڅې یې هم درولې دي.

ورځپاڼې زیاته کړې چې اسراییل په دې پړاو کې په مستقیم ډول په پوځي عملیاتو کې ګډون نه لري، خو د استخباراتي معلوماتو او لوژستیکي ملاتړ په برخه کې همکاري کوي.

په همدې حال کې، د اسراییل یوه امنیتي چارواکي اسراییل هیوم ته ویلي چې د تل‌ابیب ارزونه لا هم دا ده چې ایران به په اوسني پړاو کې پر اسراییل له مستقیم برید څخه ډډه وکړي، ځکه د اسراییل پوځي بازدارندګي جدي ګڼي او نه غواړي د ځان پر ضد د یوې پراخې جګړې د بیا پیل زمینه برابره کړي.