د عراق لومړی وزیر: له امریکا سره به مو اړیکې اقتصادي وي، نه پوځي

د عراق لومړي وزیر علي الزیدي په سپینه ماڼۍ کې وویل، له امریکا سره د بغداد اړیکې به له دې وروسته د پوځي همکاریو پر ځای پر اقتصادي مشارکت ولاړې وي.

د عراق لومړي وزیر علي الزیدي په سپینه ماڼۍ کې وویل، له امریکا سره د بغداد اړیکې به له دې وروسته د پوځي همکاریو پر ځای پر اقتصادي مشارکت ولاړې وي.
هغه دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې او ویې ویل، چې امریکا ته یې اوسنی سفر یوازې یو رسمي سفر نه، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي مشارکت د نوي پړاو پیل دی.
د عراق لومړي وزیر زیاته کړه، چې د سپټمبر تر ۳۰مې پورې به امریکايي ځواکونه له عراق څخه ووځي او پر ځای به یې امریکايي شرکتونه عراق ته داخل شي. د هغه په وینا، له دې وروسته به د بغداد او واشنګټن اړیکې پر اقتصادي همکاریو متمرکزې وي، نه پر پوځي اړیکو.
الزیدي همداراز ټینګار وکړم، چې د حکومت د پروګرام له مخې، د وسلو انحصار باید یوازې د دولت په واک کې وي. هغه څرګنده کړه، چې دا د حکومت یو اساسي او نه بدلېدونکی اصل دی او تر اوسه له یو شمېر وسلهوالو ډلو او جناحونو څخه ګڼې وسلې راټولې شوې دي.
هغه وویل، د سپټمبر له ۳۰مې وروسته به د هېڅ وسلهوالې ډلې موجودیت ته اړتیا نهوي، ځکه دا ډلې د ځانګړو امنیتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره رامنځته شوې وې، نه د یوه دایمي جوړښت په توګه.
د عراق لومړي وزیر زیاته کړه، چې له یادې نېټې وروسته به هېچا ته اجازه ورنهکړل شي، چې د دولت له چوکاټ او کنټرول څخه بهر وسله ولېږدوي. د هغه په وینا، د عراق د برخلیک په اړه پرېکړه یوازې د عراق د خلکو حق دی او د هېواد امنیتي ځواکونه د خاورې او سرحدونو د ساتنې بشپړ توان لري.